• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغانستان کې ستنېدونکو افغان مېرمنو لپاره ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، افغانستان په بې‌سارې توګه د کډوالو د جبري ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی او تر نیمايي زیات د ستنېدونکو کسانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم دي.

د دغه پروګرام مشرې استفاني لوز په یوې خبرې غونډه کې ویلي: «زه خپله یوه لور لرم؛ نو کله چې افغانستان ته تلونکو تنکیو نجونو ته ګورم، پوهېږم چې هغوی داسې هېواد ته بېرته ستنېږي چې په کې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو لپاره زده‌کړې نشته. دوی داسې ځای ته ځي، چې هلته د ښځو او نجونو لپاره هېڅ ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته.»

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په بې‌ساري ډول د کډوالو د ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی؛ مېلیونونه کسان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه ستانه شوي، چې تر نیمايي زیات یې له ۱۸ کالو کم عمر لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د مشرې په خبره:« د ځینو ستنو شویو کورنیو سرپرستي د ښځو په غاړه ده؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې له محرم پرته ان ډاکټر ته نشي تلای، نو دا په خپله د دوی لپاره لویه ننګوونه ده.»

اغلې لوز وايي، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې له وړاندې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی او که په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه شي؛ نو وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د معلوماتو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی دی او وچکالۍ، سېلابونو، د تودوخې ګرمو څپو خلک له ننګوونو سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

د سي‌ای‌اې‌ پخوانۍ ماموره: طالبانو یو کال وړاندې حبيبي القاعده شبکې ته سپارلی دی

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱
د سي‌ای‌اې‌ پخوانۍ ماموره: طالبانو یو کال وړاندې حبيبي القاعده شبکې ته سپارلی دی
100%

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې حبيبي تېر کال طالبانو القاعده شبکې ته سپارلی او اوس تر سختو شکنجو لاندې دی. هغه وایي، د امريکايي چارواکو دغه خبره ناسمه ده چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

نوموړې پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ د امریکا حکومت ته په وار، وار راپورونه ورکړي، چې حبیبي ژوندی دی؛ خو د القاعده شبکې له‌خوا تر شکنجو لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې هم کړکېچن دی.»

دغه پخوانۍ چارواکې د امریکا حکومت هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې د حبيبي د اوسني وضعیت په اړه خبر نه‌دي. نوموړې زیاتوي، چې باید هغه خپل کور ته راستون شي.

سارا اډمز تر دې مخکې هم ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان-امریکایي محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.

د یادونې ده، چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال (د اګسټ ۱۰مه) د «ای‌اراېکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې (د چنګاښ په ۲مه نېټه) اعلان کړی و، که څوک د افغان-امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ مېلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.

اسلام‌اباد کې د افغانانو د نیولو دوام؛ د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱
اسلام‌اباد کې د افغانانو د نیولو دوام؛ د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې
100%

د پاکستان د پلازمینې اسلام‌اباد په افغان مېشتو ښارګوټو کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ بیا زور اخیستی. دې سره جوخت په اسلام‌اباد کې افغان کډوال شکایت کوي، چې اوس‌مهال په دغه ښار کې د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې.

په اسلام‌اباد کې مېشتو ځینو افغان کډوالو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پولیس د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) لسګونه کسان نیولي دي.

په ګلبرګ ګرین ښارګوټي مېشت افغان ثناءالله «مستعار نوم» وايي، د پولیسو له ډاره د جمعې لمانځه ته نه و تللی. هغه وایي:« د جمعې لمانځه ته په تیارۍ بوخت وم، چې ملګري راته زنګ وواهه چې د جومات خوا ته پولیس راغلي؛ مه راځه چې خلک بیايي.»

د ثناءالله د معلوماتو له مخې؛ پولیسو له دغه ځایه یوازې د جمعې په ورځ تر ۱۵ ډېر کسان نیولي دي.

د باره‌کو په نامه په یوې بلې افغان مېشتې سیمه کې فرشته «مستعار نوم» وايي، اوس پولیس پوهېږي چې ګڼ افغانان ویزې نه‌لري او د نیولو لړۍ یې پراخه کړې ده. نوموړې وايي، د پولیسو له وېرې له خپلې وړې لور سره ټوله ورځ او ان ځینې شپې په پارکونو کې تېروي.

هغه زیاتوي:« د پاکستان په دې ګرمۍ کې مې لور راسره وي؛ کله په یوه پارک او کله په بل پارک سر یم، چې کور کې کېنم نو دوی به دې سرته ولاړ وي.»

له بل پلوه د اسلام‌اباد په «بي۱۷» ښارګوټي کې هم پولیسو ځینې کسان نیولي دي. په دغه سیمه کې مېشت افغان کډال ابراهیم وايي، د پاکستان حکومت له یوې خوا د ویزو د تمدید لړۍ درولې او ورسره هم‌مهاله یې د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.

هغه وایي:« ویزه نه راکوي، افغانستان ته بېرته نه شو تلای او په کوم سفارت چې مو انټریو ورکړې د هغوی راکړل شوی سند هم نه مني. نپوهېږم بیخي لالهانده یو او لاره رانه ورکه ده، چې څه وکړو؟»

په ورته وخت کې په دغه ښارګوټي کې د بصیر «مستعار نوم» په نوم مېشت یو افغان ادعا کړې، چې اوس د افغانانو نیونه پولیسو ته یو کاروبار او د عاید سرچینه ګرځېدلې ده. نوموړی وايي، پولیس هره ورځ افغانان نیسي؛ له ځینو ډېرې او له ځینو کمې پیسې اخلي او بیا یې بېرته خوشې کوي.

په اسلام‌اباد کې رسمي سرچینو تراوسه د دغه نیونو او د افغانانو د کړاو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې په ویزو راغلي او ډېری یې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي وايي، د پاکستان حکومت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ویزو د تمدید لړۍ درولې ده.

د پاکستان حکومت تازه په دغه هېواد کې مېشتو ۱.۴ مېلیونه هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري خبرداری ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له دغه هېواده ووځي.

پاکستان د طالب وزیر څرګندونو ته: اسلام‌اباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۱
پاکستان د طالب وزیر څرګندونو ته: اسلام‌اباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، چې اسلام‌اباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی او په دې تړاو منفي څرګندونې بې‌بنسټه دي.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) په اونیزه خبري غونډه کې د طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان غواړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور تېره ورځ ویلي و، دوی دا درک کړې چې پاکستان په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي او د دغه هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.

د هغه په وینا؛ پاکستان له هر هغه حکومت څخه وېره لري، چې د افغانستان خپلواکي او پر ځان بسیاينه ټینګه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، پاکستان فکر کوي چې د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې ترلاسه کړي.

هاخوا بیا شفقت علي خان په خیبر پښتونخوا کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی په وار، وار له طالب لوري سره په افغانستان کې د پلانېدونکو ورانکاره فعالیتونو په اړه خبرې کړې او باید دغه موضوع جدي وګڼل شي.

خو د طالبانو دغه وزیر بیا وړاندې د اسلام‌اباد دغه تورونه رد کړي وو، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري. هغه ټینګار کړی و، چې د دوی د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې هېڅ پټنځای نه دی جوړ کړی.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: افغان ولس طالبان خپل استازي نه ګڼي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۱
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: افغان ولس طالبان خپل استازي نه ګڼي
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په افغانستان کې د جمهوري نظام د رانسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه د هېواد په تاریخ کې یوه توره او شومه ورځ بللې، او وایي چې افغان ولس طالبان خپل استازي نه ګڼي.

دغې شبکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، ۴ کاله مخکې نړۍوالې ټولنې په ډېرې بې پروايۍ سره افغان ولس یوازې پرېښود، د افغانانو هیلې له منځه ولاړې او له یوه نامعلوم راتلونکې سره یې مخ کړل.

اعلامیه کاږي، افغان ولس دغه تېر څلور کاله په ویرې، فقر او جبري کډه کولو سره تېرې کړي او ان ځينې یې له تیري، شکنجې، بندي کېدو او وژنو سره مخ شوي، په ځانګړې توګه ښځې په دې څلورو کلونو کې په سیستماتیک ډول له ځپنې سربېره په بشپړ ډول له ټولنې، سیاست او له زده کړو حذف شوي دي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه زیاتوي، په دې څلورو کلونو کې افغان ولس او په ځانګړې توګه، مدني فعالان، خبریالان، هنرمندان او همداراز قومي او مذهبي لږکي له ډول ډول جنایتونو سره مخ شوي او میلیونونه نور هېوادوال کډوالۍ ته اړ شوي، چې دا بهیر لا هم دوام لري.

دغه شبکه وايي، «په دې څلورو کلونو کې نړۍواله ټولنه نه یوازې د افغانستان د ولس او ښځو تر څنګ ونه درېده بلکې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو او سیاسي تعامل لپاره د هڅو په ترڅ کې یو ځل بیا د افغانستان بې ګناه ولس د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړ، بیا هم د جوړجاړي او معاملې بوی راځي، خو د دغې معاملې بیه به افغان ولس پرې کوي.»

دغو ښځو له نړۍوالې ټولنې یو ځل بیا وغوښتل، چې د طالبانو جنایتونه باید د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

د دغې ډلې مشران باید له تحریمېدو سربېره تر نړۍوال څار لاندې ونیول شي، نړۍواله ټوله باید دغه ډله په رسمیت ونه پېژني، ملګري ملتونه او نور نړۍوال سازمانونه باید د افغان ولس تر څنګ ودرېږي نه د بشري حقونو د ناقضینو تر څنګ.

دوی همداراز په ډاګه کړې چې افغان ولس طالبان خپل استازي نه ګڼي او د جهل، ترور او تیارو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پر افغان ولس او په ځانګړې توګه پر نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول شول، چې د نړۍوالو له تُندو غبرګونونو سره سره طالبان له خپلو دغو لګول شویو محدودیتونو په شا نشول او د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغو محدویتونو لمن لاپسې پراخېږي.

‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د امیرخان متقي د سفر پر نېټې لا تراوسه هوکړه نده شوې

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱
‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د امیرخان متقي د سفر پر نېټې لا تراوسه هوکړه نده شوې
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند «شفقت علي خان» وایي چې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر نېټې لا تراوسه هوکړه نده شوې، خو کار پرې روان دی.

ټاکل شوې وه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د «زمري پر ۱۳مه» په یوه ۳ ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي، خو دغه سفر لا تراوسه ځنډېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) په اونیزه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا ملګرو ملتونو اسلام اباد ته د امیرخان متقي د سفر په تړاو د پاکستان غوښتنه رد کړې وویل، د امیرخان متقي د سفر د لغوه کېدو او یا هم ځنډول کېدو په تړاو هېڅ پوښتنه نه رامنځته کېږي، ځکه لا تر اوسه په رسمي توګه د سفر پر نېټې توافق نه دی شوی خو کار پرې روان دی.

شفقت علي خان سره له دې چې د ملګرو ملتونو له لوري امیرخان متقي ته د سفر د محوز د ورکړې د څرنګوالي په تړاو په روښانه ټکو څه ونه ویل خو دومره یې په ډاګه کړه، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امیرخان متقي د سفر د نېټې په تړاو رسمي اعلان نه دی شوی، نو په دې سره د سفر د ځنډېدو مساله هم نه رامنځته کېږي.

نوموړي زیاته کړه، «د سفر د نېټو پر موضوع لا هم کار روان دی، د افغان بهرنیو چارو وزیر د سفر د ځنډ موضوع چې مطرح شوې، باید ووایم، کله چې موږ د لوړپوړو چارواکو سفرونه پلان کوو، نو لومړی یوه ابتدایي نېټه ټاکل کېږي تر هغو چې دواړه هېوادونه پرې موافقه ونکړي، کوم رسمي اعلان نه کېږي. په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا کوم رسمي اعلان نه و شوی، نو د سفر د ځنډ خبره هم نه مطرح کېږي.»

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی، خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه وو ورکړی.

تر دې وروسته بیا داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د معافیت د نشتوالي له امله ځنډېدلی دی.

دا معافیت معمولا کوربه هېواد وړاندیز کوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان د متقي د سفر معافیت په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر اوسه پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی.

د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته بهر ته سفر وکړي. دا معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا عاجلو درملنو لپاره ورکول کېږي.