افغان زیارت کوونکي وايي، لا یې د ایران او عراق ویزې نهدي ترلاسه کړي

په کابل کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ټولنې نن شنبه (د زمري ۱۸مه) ویلي، چې له کړو ژمنو سره سره لاهم ایران او عراق د اربعین مراسمو زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي.

په کابل کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ټولنې نن شنبه (د زمري ۱۸مه) ویلي، چې له کړو ژمنو سره سره لاهم ایران او عراق د اربعین مراسمو زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي.
د دغه ټولنې مشر صبور موسوي تمه ښودلې، چې ژر تر ژره افغان زیارت کوونکو ته ویزې ورکړل شي.
ښاغلي موسوي ویلي، که څه هم د ویزو د ورکړې په اړه یې ضد ونقیض خبرونه او اوازې تر غوږو کېږي؛ خو هیله یې ښودلې، چې افغان زیارت کوونکي به د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.
تر راتلونکو پنځو ورځو به د اربعین مراسم په عراق کې ترسره شي. تر دې وړاندې عراقي چارواکو ویلي و، چې ښايي په دغه مراسمو کې څه باندې ۲۵مېلیونه کسان ګډون وکړي.
تر دې وړاندې ایران ویلي و، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې دي او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو ورته نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.
اربعین د عاشورا له ۴۰مې ورځې سره برابره ده او د کربلا د پېښې شهیدانو د وینو د یاد، وفادارۍ او د هغوی د قربانۍ د فلسفې د ژوندي ساتلو لپاره هرکال نمانځل کېږي.


افغانستان کې د ټرافيکي پېښو پر دوام؛ نن او پرون په هلمند، بلخ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې د موټرو د اوښتو او ټکرونو له امله ۹ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عزتالله حقاني وايي، د جمعې په ورځ د کندهار- هرات پر لويه لاره واشېر ولسوالۍ کې اکوا او ټېلر موټر سره ټکر شوي چې په پایله کې یې يوه ښځه، يو ځوان او څلور ماشومان مړه شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعهالدين خاکسار بیا وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو کرولا ډوله موټر اوښتی چې له امله یې يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان دي.
دارنګه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ذبيحالله اميري ويلي، تېره شپه يو ټېلر موټر پر کوچني موټر ور اوښتی چې په پایله کې یې د کوچني موټر چلوونکی مړ شوی دی.
له بل پلوه د بلخ امنیې قوماندانۍ نن شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د حیرتان بندر او د قوشتېپې کانال پر لارې ټرافیکي پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، افغانستان په بېسارې توګه د کډوالو د جبري ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی او تر نیمايي زیات د ستنېدونکو کسانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم دي.
د دغه پروګرام مشرې استفاني لوز په یوې خبرې غونډه کې ویلي: «زه خپله یوه لور لرم؛ نو کله چې افغانستان ته تلونکو تنکیو نجونو ته ګورم، پوهېږم چې هغوی داسې هېواد ته بېرته ستنېږي چې په کې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو لپاره زدهکړې نشته. دوی داسې ځای ته ځي، چې هلته د ښځو او نجونو لپاره هېڅ ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته.»
نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په بېساري ډول د کډوالو د ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی؛ مېلیونونه کسان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه ستانه شوي، چې تر نیمايي زیات یې له ۱۸ کالو کم عمر لري.
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د مشرې په خبره:« د ځینو ستنو شویو کورنیو سرپرستي د ښځو په غاړه ده؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې له محرم پرته ان ډاکټر ته نشي تلای، نو دا په خپله د دوی لپاره لویه ننګوونه ده.»
اغلې لوز وايي، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې له وړاندې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی او که په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه شي؛ نو وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د معلوماتو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی دی او وچکالۍ، سېلابونو، د تودوخې ګرمو څپو خلک له ننګوونو سره مخ کړي دي.

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې حبيبي تېر کال طالبانو القاعده شبکې ته سپارلی او اوس تر سختو شکنجو لاندې دی. هغه وایي، د امريکايي چارواکو دغه خبره ناسمه ده چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نهلري.
نوموړې پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ د امریکا حکومت ته په وار، وار راپورونه ورکړي، چې حبیبي ژوندی دی؛ خو د القاعده شبکې لهخوا تر شکنجو لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې هم کړکېچن دی.»
دغه پخوانۍ چارواکې د امریکا حکومت هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې د حبيبي د اوسني وضعیت په اړه خبر نهدي. نوموړې زیاتوي، چې باید هغه خپل کور ته راستون شي.
سارا اډمز تر دې مخکې هم ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان-امریکایي محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.
د یادونې ده، چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال (د اګسټ ۱۰مه) د «ایاراېکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې (د چنګاښ په ۲مه نېټه) اعلان کړی و، که څوک د افغان-امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ مېلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.

د پاکستان د پلازمینې اسلاماباد په افغان مېشتو ښارګوټو کې د پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ بیا زور اخیستی. دې سره جوخت په اسلاماباد کې افغان کډوال شکایت کوي، چې اوسمهال په دغه ښار کې د افغانانو نیونه پولیسو ته د عاید سرچینه ګرځېدلې.
په اسلاماباد کې مېشتو ځینو افغان کډوالو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې پولیس د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) لسګونه کسان نیولي دي.
په ګلبرګ ګرین ښارګوټي مېشت افغان ثناءالله «مستعار نوم» وايي، د پولیسو له ډاره د جمعې لمانځه ته نه و تللی. هغه وایي:« د جمعې لمانځه ته په تیارۍ بوخت وم، چې ملګري راته زنګ وواهه چې د جومات خوا ته پولیس راغلي؛ مه راځه چې خلک بیايي.»
د ثناءالله د معلوماتو له مخې؛ پولیسو له دغه ځایه یوازې د جمعې په ورځ تر ۱۵ ډېر کسان نیولي دي.
د بارهکو په نامه په یوې بلې افغان مېشتې سیمه کې فرشته «مستعار نوم» وايي، اوس پولیس پوهېږي چې ګڼ افغانان ویزې نهلري او د نیولو لړۍ یې پراخه کړې ده. نوموړې وايي، د پولیسو له وېرې له خپلې وړې لور سره ټوله ورځ او ان ځینې شپې په پارکونو کې تېروي.
هغه زیاتوي:« د پاکستان په دې ګرمۍ کې مې لور راسره وي؛ کله په یوه پارک او کله په بل پارک سر یم، چې کور کې کېنم نو دوی به دې سرته ولاړ وي.»
له بل پلوه د اسلاماباد په «بي۱۷» ښارګوټي کې هم پولیسو ځینې کسان نیولي دي. په دغه سیمه کې مېشت افغان کډال ابراهیم وايي، د پاکستان حکومت له یوې خوا د ویزو د تمدید لړۍ درولې او ورسره هممهاله یې د نیولو لړۍ چټکه کړې ده.
هغه وایي:« ویزه نه راکوي، افغانستان ته بېرته نه شو تلای او په کوم سفارت چې مو انټریو ورکړې د هغوی راکړل شوی سند هم نه مني. نپوهېږم بیخي لالهانده یو او لاره رانه ورکه ده، چې څه وکړو؟»
په ورته وخت کې په دغه ښارګوټي کې د بصیر «مستعار نوم» په نوم مېشت یو افغان ادعا کړې، چې اوس د افغانانو نیونه پولیسو ته یو کاروبار او د عاید سرچینه ګرځېدلې ده. نوموړی وايي، پولیس هره ورځ افغانان نیسي؛ له ځینو ډېرې او له ځینو کمې پیسې اخلي او بیا یې بېرته خوشې کوي.
په اسلاماباد کې رسمي سرچینو تراوسه د دغه نیونو او د افغانانو د کړاو په اړه څه نهدي ویلي.
په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې په ویزو راغلي او ډېری یې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه دي وايي، د پاکستان حکومت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ویزو د تمدید لړۍ درولې ده.
د پاکستان حکومت تازه په دغه هېواد کې مېشتو ۱.۴ مېلیونه هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارتونه لري خبرداری ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له دغه هېواده ووځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، چې اسلاماباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی او په دې تړاو منفي څرګندونې بېبنسټه دي.
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) په اونیزه خبري غونډه کې د طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان یو سولهییز او باثباته افغانستان غواړي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور تېره ورځ ویلي و، دوی دا درک کړې چې پاکستان په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي او د دغه هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.
د هغه په وینا؛ پاکستان له هر هغه حکومت څخه وېره لري، چې د افغانستان خپلواکي او پر ځان بسیاينه ټینګه کړي.
نوموړي زیاته کړې وه، پاکستان فکر کوي چې د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې ترلاسه کړي.
هاخوا بیا شفقت علي خان په خیبر پښتونخوا کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی په وار، وار له طالب لوري سره په افغانستان کې د پلانېدونکو ورانکاره فعالیتونو په اړه خبرې کړې او باید دغه موضوع جدي وګڼل شي.
خو د طالبانو دغه وزیر بیا وړاندې د اسلاماباد دغه تورونه رد کړي وو، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري. هغه ټینګار کړی و، چې د دوی د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې «ټيټيپي» په افغانستان کې هېڅ پټنځای نه دی جوړ کړی.