• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرمانونو د تطبیق لړۍ؛ له زابل وروسته ابراهیم صدر غزني ته تللی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۰ GMT+۱

له زابل وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر غزني ته تللی او هلته یې د دغې ډلې له والي عبدالصمد جاوید او پوځي مسوولینو سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د طالبانو د مشر پر اطاعت، د همغږۍ پر پیاوړتیا، یووالي او ستونزو بحث او خبرې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د غزني لپاره د دغې ډلې والي ملا عبدالصمد جاوید په حواله راغلي، چې په «اسلامي نظام» کې اطاعت اصل دی او د مشرتابه له لوري په هر امر او لارښوونه عمل «واجب» ګڼل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په ناسته کې ښاغلي صدر په یاد ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

نوموړي تر دې مخکې نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، چې په دې لړ کې پرون زابل ولایت ته تللی و.

هغه د ملاهبت الله د فرمانونو د تطبیق او د یونیفورم د عملي کېدو لړۍ په موخه زابل ته تللی و او هلته یې ځايي طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې باید پولیس یې یونیفورم واغوندي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرې یوې میاشت کې مو تر یو مېلیون جریبه ډېره غصب شوې ځمکه راګرځولې ده

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۱
طالبان: په تېرې یوې میاشت کې مو تر یو مېلیون جریبه ډېره غصب شوې ځمکه راګرځولې ده
100%

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېرې یوې میاشتې کې یې شاوخوا ۱۲۱۷۳۰۴ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده؛ خو حقوق‌پوهان وايي، طالبانو د تېر حکومت ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دې لړ کې یې قانوني ځمکې هم غصب بللې وي.

دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۳۷۰۵۲ جریبه دولتي ځمکې له غصب راګرځولې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۱۱۸۰۲۵۲ جریبه غصب شوې ځمکه دولتي ثابت شوې. د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې بیا ۱۳۲۱۷۵۲ جریبه نورې ځمکې هم د ارزونې په حال کې دي.

خو حقوق‌پوهان وايي، چې طالبانو له خپلې دویمې واکمنۍ سره د تېر جمهوري نظام ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دې راګرځول شويو ځمکو کې قانوني ځمکې هم غصب بلل شوې وي او راګرځول شوې وي.

ځينې خلک بیا وايي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې دولتي ځمکې یې له غاصبینو راګرځولې دي؛ خو له بلې خوا بیا دولتي ځمکې د عامو بې‌وزلو خلکو پر ځای خپلو پلویانو ته ورکوي.

طالبان وايي، چې ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱
طالبان وايي، چې ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل یې بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي
100%

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د چنګاښ په مياشت کې یې د هېواد له ګمرکونو (۱۶۶) ټانکره بې‌کيفيته تېل بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي.

دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تېلو کې ۱۶۱ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پټرول له ایران څخه نيمروز ولایت او ۳ ټانکره پټرول له تاجکستان څخه د کندوز شېرخان بندر ته راوړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکو هم ویلي و چې له ایرانه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.

په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی؛ نو ځکه بېرته ایران ته مسترد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ټیکاو او د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.

مجاهد: د افغانستان په محکمو کې تر موږ وړاندې هم له «اسلامي شریعت» پرته بل قانون نه و

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱
مجاهد: د افغانستان په محکمو کې تر موږ وړاندې هم له «اسلامي شریعت» پرته بل قانون نه و
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان په محاکمو کې پخوا هم له «اسلامي شریعت» پرته بل قانون نه و؛ خو په وروستیو کلونو کې لږ وضعي قوانین ورسره یو ځای شوي وو، چې دوی تصفیه کړي او افغانستان اوس د قوانینو له تشې سره مخ نه‌دی.

ښاغلي مجاهد د طالبانو د دویمې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه هم لکه روسیه باید دوی په رسمیت وپېژني.

هغه اساسي قانون یوازې سياسي وثیقه بولي او زیاتوي:« اساسي قانون یوازې د حکومت تشکیل بیانوي، چې موږ تر دې مخکې لا د حکومت تشکیل لرو. کله چې زمینه برابره شي اساسي قانون به هم جوړ شي؛ خو اوس د وزارتونو لپاره د قوانینو پر جوړولو کار روان دی.»

مجاهد د روسانو له‌خوا د هغوی د نظام په رسمیت پېژندل یوه لاس ته راوړنه بولي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د هغوی نظام په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړې، چې له امریکایانو یې هم د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.

هغه وړاندې ویلي، چې د افغانستان د اردو ډېروالی مهم نه دی؛ مهمه دا ده چې اردو مجهزه او ښه روزل شوې وي.

مجاهد په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو لاس ته راوړنو په بهیر کې په ښوونیزه برخه کې د پرمختګ یادونه هم وکړه؛ خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ته یې اشاره ونه‌کړه.

خپلو حقونو پسې لالهانده متقاعدینو یو وار بیا په کابل کې لاریون کړی

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱
خپلو حقونو پسې لالهانده متقاعدینو  یو وار بیا په کابل کې لاریون کړی
100%

خپلو حقونو پسې لالهانده لسګونه متقاعدینو یو وار بیا په کابل کې لاریون کړی. دغه متقاعدین وايي، له اقتصادي پلوه د بې‌وزلۍ تر ټولو بد وضعیت کې دي او باید د دوی لاسنیوی وشي.

دوی پرون شنبه (د زمري ۱۸مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.

د عبدالخالق امرخېل په نامه یو لاریونوال وايي، د تقاعد د پېسو نه ورکړې دوی سوالګرۍ ته کېنولي او باید د مسوولانو له لوري د دوی د کړاو ختمولو ته د پای ټکی کېښودل شي.

په ورته وخت کې یو بل متقاعد د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د طالبانو مشرتابه دې د خدای په خاطر موږ ته خپل حقونه راکړي.»

په تېرو نږدې څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه تر یو مېلیون ډېر افغانان اېستل شوي دي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱
په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه تر یو مېلیون ډېر افغانان اېستل شوي دي
100%

د تهران والي محمد صادق معتمدیان په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې له ایرانه تر يو مېليون ډېر افغانان اېستل شوي دي. د ښاغلي معتمدیان په وينا؛ له دې ډلې ۴۰۰زره کډوال یوازې له تهرانه اېستل شوي دي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) رسنيو ته ويلي، چې له دې ډلې ځینې یې په خپله خوښه ستانه شوي او ځينې یې امنيتي ځواکونو نیولي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

له تهرانه د ۱۴۰زره زده‌کوونکو اېستل

ښاغلي معتمدیان په دې موده کې له ايرانه د اېستل شویو کډوالو شمېر د پام وړ وباله او زياته يې کړه، چې تېر کال د تهران ولايت په ښوونځيو کې ۲۲۰زره افغانانو زده‌کړې کولې؛ خو اوس دغه شمېر ۸۰زرو ته راټيټ شوی دی.

د تهران والي وويل:« پخوا د افغان زده‌کوونکو لپاره شاوخوا شپږ زره ټولګي ځانګړي شوي وو؛ خو اوس پرته له دې چې پر نویو ښوونځيو پيسې ولګول شي، دغه ښوونیز امکانات ایرانیانو ته ورکول شوي دي.»

دغه ايرانی چارواکی وایي، چې شاوخوا ۵۰ سلنه افغان کډوال په تهران ولایت کې مېشت وو. هغه زیاته کړه، چې د مسعود پزشکيان د حکومت له پيل سره د بې‌اسناده کډوالو د پېژندلو بهير پيل شوی دی.

له ایرانه د اېستل شویو افغان کډوالو په اړه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې هغوی که څه هم ټول قانوني او معتبر اسناد لاره؛ خو بیا هم ایراني پولیسو نیولي او افغانستان ته یې په جبري توګه ستانه کړي دي. په راپورونو کې دا یادونه هم شوې، چې دغه کډوال د پولیسو له‌خوا ځورول شوي دي.

له ایرانه اوس هم هره ورځ افغان کډوال په زور اېستل کېږي. نړۍوال بشري سازمانونه له ايرانه په زور او ډله‌ييزه توګه د افغان کډوالو اېستل د نړۍوالو قوانينو خلاف کار بولي.