• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د کورونو مالکانو ته: له هغو کسانو سره قانوني چلند کېږي، چې د کورونو کرايې لوړوي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۱

طالبانو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایرانه د سلګونه زره راستنېدونکو افغانانو د راتګ په درشل کې ویلي، چې د کورونو مالکان باید د خپلو کورونو کرايې لوړې نه کړي. د طالبانو د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی، چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) وویل، د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې چې د عدلیې وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه، پرېکړه کړې چې د کورونو مالکان د دې اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرایه د تېر کال پر تله له ۱۰سلنې زیاتې کړي او په وینا یې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «د استوګنې د کورونو مالکان اجازه نه لري چې د خپلو کورونو کرايه د ۱۴۰۳ کال پرتله له ۱۰سلنې څخه زياته کړي او له دې سلنې د زیاتېدو په صورت کې دې سرغړونکي تر قانوني تعقيب لاندې ونیول شي.»

دغې کمېټې همداراز پرېکړه کړې، هغه کرايي قراردادونه چې په سپين کاغذ او يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې ليکل شوي وي، د اعتبار وړ نه دي او په وینا یې هغو کسانو چې په سپين کاغذ يا په خپله‌جوړو شویو سټو کې معاملې کړي، ژر تر ژره دې د معاملاتو لارښوونې په رسمي سند کې درج کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت زیاتوي، د کورونو د کرايې له قراردادونو په جدي توګه نظارت کوي او د کرايې د زياتوالي او يا غېر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي چلند وشي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې ده، چې له پاکستان او ایرانه را اېستل کېدونکي افغانان په افغانستان او په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د کورونو د کرایې له لوړوالي شکایت لري.

دوی وايي، هېواد ته په یو مخیز ډول د افغان کډوالو د راستنېدو په درشل کې د کورونو مالکانو د خپلو کورونو کرایې څو برابره لوړې کړي او په وینا یې دوی یې د نیولو وس نه لري.

تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل د معاملاتو د لارښونې دفترونو له قوله راپور ورکړی وو، پروسږکال چې د کور کرایه شاوخوا ۱۰زره افغانۍ وه اوس یې کرایه دوه برابره یعنې ۲۰ زره افغانۍ شوې ده.

د یادودنې وړ ده، چې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډه کمېټه په دې وروستیو کې د عدليې وزارت په مشرۍ جوړه شوې ده او موخه یې هم د کورونو د کرایو له لوړېدو مخنیوی او د غېر رسمي قراردادونو لغوه کول دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ضیاء سراج طالبانو ته: تاسې د پاکستان د سترګو تور وئ، خو اوس مو ارزښت له لاسه ورکړی

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱
ضیاء سراج طالبانو ته: تاسې د پاکستان د سترګو تور وئ، خو اوس مو ارزښت له لاسه ورکړی
100%

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت مشر ضیاء سراج د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د جمهوریت پر مهال طالبانو ته د یوې وسیلې په سترګه کتل، خو اوس یې هغه پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.

سراج د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي، د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ‌اېس‌ ای) د طالبانو مشران د خپلو سترګو د تور په څېر ساتل، خو د ګټو د بدلون له امله یې له طالبانو سره اړیکې هم بدلې شوې دي.

طالب وزیر عبدالطیف منصور په یوه تازه مرکه کې ویلي وو، چې پاکستان هېڅکله په افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت نه شي زغملی او د دې هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.

د منصور په وینا، اسلام‌اباد د افغانستان له خپلواکۍ او ځان‌بساینې څخه د هر مشرتابه لاندې حکومت څخه وېره لري.

د یاد طالب چارواکي دغه څرګندونو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت تند غبرګون راوپاروه. د دې وزارت ویاند شفقت علي خان د طالب وزیر خبرې «د عقل، تاریخ او واقعیتونو ضد» وبللې او ویې ویل چې دغه موضوع به د طالبانو له ادارې سره شریکه کړي.

سراج په خپل یادښت کې ټینګار کړی، طالبان هغه وسیله و چې د «افغانستان پر مشروع قانوني حکومت او نړۍوالې ټولنې» د فشار لپاره ترې کار اخیستل کېده، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د پاکستان لپاره د هغوی ارزښت کم شوی دی.

هغه د یادونې په توګه وویل،چې د جمهوریت پر مهال د افغانستان غوښتنه چې د طالبانو د استخباراتو مشر «ملا ناني»ورته وسپارل شي، خو د پاکستان له لوري رد شوه.

د سراج په وینا، هغه مهال د پاکستان استازو د «ناني» د نه سپارلو پلمه دا وه چې «ملا ناني»شپږ لوڼې لري او که هغه نه وي نو په کلتوري لحاظ به یې د کورنۍ ژوند بې‌نظمه شي.

له ۲۰۲۱م کال د اګسټ له ۱۵ نېټې وروسته چې کله طالبان واکمن شول، د پاکستان او طالبانو اړیکې ورو ورو ترینګلې شوې دي.

اسلام‌اباد له طالبانو تمه لرله، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر ضد به اقدام وکړي، خو د دې پر ځای په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامني او خونړۍ بریدونه زیات شول.

پاکستان اوس پرطالبانو په ښکاره ډول نیوکې کوي او په ورته وخت کې یې د افغان کډوالو د پراخ اخراج لړۍ هم پیل کړې ده.

سراج په پای کې لیکلي، چې د هېوادونو امنیتي پالیسۍ د ملي ګټو پر محور ولاړې وي او د تل لپاره نه وي؛ ملګرتیاوې او دوښمنۍ د شرایطو له مخې بدلېږي.

په پاکستان کې مېشت افغانان: د افغانانو د نیونې بهیر د پولیسو د شخصي ګټې وټې لاره ده

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱
په پاکستان کې مېشت افغانان: د افغانانو د نیونې بهیر د پولیسو د شخصي ګټې وټې لاره ده
100%

د پاکستان په اسلام اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې په دې وروستیو ورځو کې د ځايي پولیسو له لوري د افغانانو د نیونې بهیر زور اخیستی دی. په دغو ښارونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، له څه مودې راهیسې پولیس افغانان نیسي او هغه کسان چې پیسې لري د خپلو پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.

په اسلام اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ځايي پولیسو د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) هم یو شمېر افغانان نیولي دي.

دوی وايي، ډېری وخت پولیس په شخصي جامو کې پر موټرسایکل ګرځي او له افغانانو د پاسپورټ او ویزې پوښتنه کوي او د نه ورښودلو په صورت کې له شاوخوا نور پولیس له موټرو سره ورځي او بې ویزې کسان نیسي.

د راولپېنډۍ ښار له یوه ښارګوټي ۳ نیول شوي افغانان وايي، نن مازدیګر مهال په ناڅاپي توګه په خپلو کارځایونو کې ونیول شول او بیا د پولیسو مرکز ته ولېږدول شول.

د دوی په وینا، نږدې ۶ ساعته یې د پولیسو په مرکز کې ساتلي وو او پولیس په ښکاره د خوشې کولو په بدل کې د پیسو غوښتنه کوي. که پیسې ور نه کړل شي، دوی د کډوالو لپاره جوړ شوي پنډ غالي ته لېږدوي او له هغه ځایه یې مستقیم افغانستان ته استوي.

یو له دغو کسانو وايي: «پولیسو زه د ۸۲ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړم او هلته نور کسان هم زما له برخلیک سره مخ وو او هغوی هم ښايي د همدومره پیسو په بدل کې خوشې شوي وي.»

په اسلام اباد کې ځينې نور افغانان چې په سفارتونو کې یې د انتقال په تړاو کار روان دی او پاسپورټونه یې هم د ویزې لپاره سپارلي، وايي چې د سفارت له لوري کومه پاڼه چې د پاسپورټ د ورکړې ښکارندويي کوي، پولیسو ته د منلو نه ده او هڅې کوي چې دغه ډول کسان هم ونیسي.

دغه افغانې کورنۍ د پاکستان له حکومته غواړي، چې د ویزې د تمدیدولو بهیر ژر تر ژره پیل کړي څو له ورته جنجالونو په امان کې پاتې شي.

په ورته وخت کې د پاکستان حکومت تازه په دغه هېواد کې مېشتو ۱ اعشاریه ۴ مېلیونه هغو افغان کډوالو ته چې د پي او ار کارټونه لري خبرداری ورکړی، چې د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې دې له دغه هېواده ووځي، ګنې پرته له هغې به دوی په خپله لاس په کار شي.

ځايي پولیسو د افغانانو د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران یا پاکستان څخه راستنېږي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۱
د ماشومانو د ساتنې سازمان: په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران یا پاکستان څخه راستنېږي
100%

د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې وایي، چې په روان کال کې تر اوسه له ۸۰۰زرو ډېر ماشومان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې په منځني ډول هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم هېواد ته راستنېږي.

د راپور له مخې، له هرو څلورو ستنېدونکو ماشومانو یې درې له ایران څخه راځي او سږکال د ماشومانو د ستنېدو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.

ډېری ماشومان له کورنۍ او سرپرست پرته دي او یا له هغو کورنیو سره راځي چې یوازې اړین وسایل له ځان سره راوړي.

په افغانستان کې د دې سازمان د حقوقي چارو مشره سمیرا سید رحمان وایي: «د کډوالو د ستنېدو چټکتیا او اندازه بې سارې ده. له هرو ۱۵دقیقو وروسته د یوه ټولګي په اندازه ماشومان بېرته افغانستان ته راځي. دغه ماشومان ډېر زیانمنونکي، ستړي او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.»

هغې زیاته کړه، چې د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د دغو ماشومانو اړتیاوو ته رسېدنه لا ستونزمنه شوې.

سمیرا سید رحمان خبرداری ورکړ، چې جبري ستنېدل په ځانګړې توګه بې‌سرپرسته ماشومان هغوی د لا زیاتو ګواښونو لکه ناوړه ګټه اخیستنه او بې‌سرپرستۍ سره مخ کوي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان غوښتنه کړې، چې د ماشومانو او کورنیو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له درناوي ډک ډول ترسره شي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.

د دې سازمان په وینا، له مارچ میاشتې راهیسې یې له ۱۵۰زرو ډېر ستنېدونکي ماشومان د روغتیا، تغذیې، رواني ملاتړ او نغدي مرستو په برخه کې تر پوښښ لاندې نیولي دي.

د یادولو وړ ده، چې د ماشومانو د ساتنې سازمان دا مهال د افغانستان په ۱۰ولایتونو کې د ماشوم ساتنې پروګرامونه پرمخ وړي او له خپلو شریکانو سره په ۱۱نورو ولایتونو کې همکاري کوي.

طالبان: تازه راستانه شوي ۱۸۰۰ افغان کارګر هم قطر ته استول کېږي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۳ GMT+۱
طالبان: تازه راستانه شوي ۱۸۰۰ افغان کارګر هم قطر ته استول کېږي
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، دا ځل په ۲۳ نویو حرفو کې هېواد ته له تازه راستانه شویو ۱۸۰۰ مسلکي او تخصصي افغان کارګر هم قطر ته استوي.

د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي توګه له ایران او پاکستانه نوي راغلي هېوادوال چې پر شرایطو برابر وي، کولی شي په کابل، ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې یوازې د یوې ورځې لپاره هغه هم د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه نوم لیکنه وکړي.

د نوموړي په وینا، کاندیدان د نوم لیکنې پر مهال داسې اسناد باید له ځانه سره ولري چې په تېرو دوو کلونو کې یې هېواد ته بېرته راتګ ثابت شي او همداراز خپل ټول تحصیلي، مسلکي اوتجربوي اسناد هم له ځانه سره ولري.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر دې مخکې هم له قطر سره یوه هوکړه کړې وه، چې له مخې به یې ۲ زره افغان کارګر دغه هېواد ته واستول شي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې سلګونه زره کسان له خپلو دندو او روزګارونو بې‌برخې شوي او ورسره هم مهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته شړل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته.

پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.

د یوې بې پيلوټه الوتکې جوړوونکی: په همدې برخه کې باید موږ ته د زده کړو زمینه برابره شي

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۱
د یوې بې پيلوټه الوتکې جوړوونکی: په همدې برخه کې باید موږ ته د زده کړو زمینه برابره شي
100%

د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ دوو ځوانانو C130 ډوله امریکايي الوتکه په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده. دغه ځوانان چې برکت اله اکبري او احمد شجاع اکبري نومېږي، له اړوندو مسوولینو غواړي چې په همدې برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس کریم الله وثیق د دغو دوو نوښتګرو ځوانانو هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د پرمختګ او نورو ورته پروژو په برخو کې همکاري وکړي.

کریم الله وثیق زیاته کړه: «تاسو د ډېر څه وړتیا لرئ، هڅې مو مه بندوئ او خپلو لاسته راوړنو ته دوام ورکړئ.»

100%

دغه نوښتګر ځوانان وايي، دغه C130 ډوله امریکايي الوتکه یې په ۸ میاشتو کې جوړه کړې او ټولټال ۲ کیلوګرامه وزن لري او د ۱۰۰ ګرامه نور وزن د لېږدولو وړتیا لري او همداراز د ۷۰۰ په ارتفاع سره الوتنه کولی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټولنه کې سخت ټولنیز محدودیتونه وضع کړي دي، چې په کې د نجونو د زده کړو د محدودولو ترڅنګ د عصري زده کړو پروړاندې منفي نظریات هم شامل دي.

یو شمېر طالب چارواکي عصري زده کړې د دې ډلې د عقایدو لپاره ستر ګواښ ګڼي او ټینګار کوي، چې د شریعت سخت پلي کول ضروري دي، که نه نو طالبان به د الله په محضر کې ملامت شي.

د طالبانو دا پالیسۍ د نړۍوالو ټولنو له سختو نیوکو سره-سره دوام لري او دوی خپله لار د سختو اسلامي اصولو د عملي کولو په لور بیایي.