طالبان وايي، په بادغیس کې یې درې کسان د ناقانونه کېندنو په تور نیولي

د بادغیس لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي ویلي، چې تېره شپه یې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د ناقانونه کېندنو په تور درې کسان نیولي دي. د صدیقي په خبره؛ تر لومړنیو څېړونو وروسته به دغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.