• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود عباس: د سعودي په هڅو ډېریو هېوادونو د فلسطین دولت رسمیت پېژندنې ته مخه کړې ده

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

فلسطیني ولسمشر محمود عباس د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) د سعودي عربستان له وليعهد او د وزیرانو شورا له رييس شهزاده محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، د سعودي عربستان د مشرتابه د هڅو په پایله کې د نړۍ ډېریو هېوادونو د فلسطین دولت رسمیت پېژندنې ته مخه کړې ده.

محمود عباس د فلسطین په مساله کې د نړۍوالو د ملاتړ په راجلبولو او د فلسطین ولس د ارمانونو په پوره کولو کې د سعودي عربستان له مشرتابه مننه وکړه او د فلسطین په تړاو د نیویارک کنفرانس د جوړولو په برخه کې د سعودي عربستان رول یې ارزښتناکه وباله.

د سعودي عربستان د دولتي خبري شبکو په وینا، په دې ټلیفوني خبرو کې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان په فلسطین کې وروستۍ پېښې او د فلسطین ولس بې ځایه کول وغندل او پر غزې یې د اسراییل د بریدونو د درېدو لپاره په ګډه د نړۍوالو د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ویلو ده، چې همدا څو ورځې مخکې د فلسطین د مسالې د سوله ییز حل او د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو په تړاو کنفرانس د سعودي عربستان او فرانسې په ګډې مشرۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې جوړ شوی وو.

د یاد کنفرانس په پای کې پر یوه سند سلا وشوه او په یاد سند کې د حل لارې په توګه د دوو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو، د نړۍوالې سولې او امنیت د تقویت او د سیمې لپاره د ښې راتلونکې اړوند مسایل شامل دي.

له دغې غونډې مخکې او وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره هم خپلې نېټې اعلان کړې دي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

هند کې د ټاکنیزو درغلیو پر ضد لاریون؛ راهول ګاندي او لسګونه نور مخالف مشران نیول شوي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱
هند کې د ټاکنیزو درغلیو پر ضد لاریون؛ راهول ګاندي او لسګونه نور مخالف مشران نیول شوي
100%

د هند پولیسو د کانګرس ملي ګوند مشر راهول ګاندي او لسګونه نور د حکومت مخالف مشران د نوي ډیلي په لاریون کې نیولي دي. په دغه لاریون کې چې د نرېندرا مودي د حکومت سلګونه مخالف مشران شامل وو، د ټاکنو د «سرغړونو» پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پولیسو په وینا، لاریونوالو د امنیتي موانعو له تېرېدو وروسته د هند د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر پر لور حرکت وکړ، خو پولیسو یې مخه ونیوله او د دوی ګڼ مشران یې ونیول.

لاریونوالو د هند ټاکنو کمېسیون او د مودي حکومت «د ټاکنو د غلا کولو» په تور تورن کړل.

راهول ګاندي وویل: «دا یوازې سیاسي مبارزه نه ده، دا د اساسي قانون د خوندي کولو مبارزه ده. موږ پاک او روڼ ټاکنیز لېستونه غواړو.»

د کانګرس ګوند ادعا کوي، چې د رایه‌ ورکوونکو په نوملړونو کې قصداً بدلون راوړل شوی، ځینې نومونه حذف او ځینې څو ځلې تکرار شوي، تر څو د حاکم ګوند «بهاراتیا جنتا»په ګټه پایلې مهندسي شي.

مخالفو ګوندونو همدارنګه د بیهار ایالت د رایه‌ ورکوونکو د نوملړ د بیا کتنې پرېکړه چې لږ مخکې له ټاکنو شوې، د بېوزلو رایه‌ ورکوونکو د محرومولو هڅه بللې ده.

د مودي حکومت او د هند د ټاکنو کمېسیون دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.

مکرون د اسراییل د غزې نیولو طرحه وغندله

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۴۷ GMT+۱
مکرون د اسراییل د غزې نیولو طرحه وغندله
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د پراخولو پلانونه د «راتلونکې سترې غمیزې» په توګه وغندل او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوه نړیوال ماموریت د جوړېدو وړاندیز یې وکړ، چې په سیمه کې ثبات راولي.

د تیرې اونۍ په اوږدو کې د اسراییل د امنیت کابینې په یوه پرېکړه کې پر غزې ښار د بشپړ کنټرول اخیستو طرحه تصویب کړه چې له مخې یې پوځي عملیات پراخېږي. دغه پرېکړه په کور دننه او بهر د سختو غبرګونونو لامل شوې ده.

مکرون په یوه اعلامیه کې وویل: « د اسراییل د کابینې اعلان چې د غزې ښار او د الماواسي کمپونو د بیا نیولو او عملیاتو پراخولو خبره کوي، د بې سارې غمیزې د رامنځته کېدو نښه ده او د یوې پای‌نه لرونکې جګړې پر لور د تګ خطر لري».

هغه زیاته کړه: «د دې ستراتیژۍ تر ټولو ستر قربانیان به د اسراییل یرغمل کسان او د غزې ولس وي».

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د نړیوالو نیوکو په ځواب کې وویل چې اسراییل «خپل ځواک په سنجول شوي ډول کاروي».

اسراییل وایي چې په غزه کې یې د الجزیرې یو خبریال وژلی دی

۲۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱
اسراییل وایي چې په غزه کې یې د الجزیرې یو خبریال وژلی دی
100%

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې یې د یوه برید پر مهال د الجزیرې خبریال انس الشریف وژلی دی. د اسراییل پوځ د خپل دغه اقدام د توجیه لپاره یاد خبریال د غزې په سیمه کې د حماس د یوې څانګې مشر بللی دی.

د اسراییل د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «انس الشریف د حماس د یوې ترهګرې څانګې مشر و او د اسراییل د ملکي وګړو او د د دفاعي ځواکونو پر ضد د توغندیزو بریدونو د ترسره کولو مسوولیت یې درلود.»
د غزې ښار د الشفاء روغتون مسوولانو ویلي، چې د الجزیرې خبریال انس الشریف له خپلو درېیو همکارانو سره یوځای د اسراییل په برید کې په دې سیمه کې وژل شوی دی.
د الجزیرې شبکې لیکلي، چې ۲۸ کلن انس الشریف د یکشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، کله چې د خبریالانو پر خیمې چې د روغتون د اصلي دروازې مخې ته وه، ډزې وشوې. د دې رسنۍ د راپور له مخې، انس الشریف چې د الجزیرې د عربي څانګې پېژندل شوی خبریال و، د شمالي غزې په اړه یې ډېر شمېر راپورونه چمتو کړي وو.
یادې رسنۍ دغه راز څرګنده کړې، چې محمد قریقه (خبریال)، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل (د دې شبکې انځور او ویډيو اخیستونکي) هم د قربانیانو په ډله کې دي.
د الجزیرې شبکې په وروستیو کې د اسراییل پوځ په غزه کې د خپلو خبریالانو پر ضد د «تحریک د کمپاین» له امله وغندله.
د اسراییل د پوځ ویاند اویخای ادرعي په جولای میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو بیا خپره کړې وه، چې پکې الشریف د حماس د پوځي څانګې غړی بلل شوی و؛ دا ادعا د الجزیرې له لوري په کلکه د دروغو په توګه رد شوې ده.

د راپورونو له مخې، په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې څه باندې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د فلسطین د خبریالانو اتحادیې دا وژنې د رسنیو د غلي کولو یوه منظمه هڅه بللې وه.



پزشکیان: اوس چې هرڅه جوړ کړو، بیا راځي او ولي یې

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱
پزشکیان: اوس چې هرڅه جوړ کړو، بیا راځي او ولي یې
100%

د ایران ولسمشر په یوه ناسته کې پر خبرو اترو ټینګار کړی او وايي، د خبرو نه کولو صورت کې [اسراییل او امریکا] بیا راځي او برید کوي. پزشکیان په خپلو خبرو کې وویل، « خبرې نه کوې؟ ښه، نو څه غواړې؟ غواړې وجنګېږې؟ ښه، راغی او ویې ویشتې؛ اوس چې بیا هرڅه جوړ کړو، بیا راځي بیا [مو] ولي».

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یکشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۹مه، د دغه هېواد د رسنیو له مدیرانو سره په یوه ناسته کې وویل، چې « یار او سر » دواړه نه شي کېدای او چې استقلال او خپلواکي ساتل غواړي، بندیزونه به هم زغمل کیږي.

هغه وویل، چې د اسلام سپارښتنه ده، چې که دښمن سوله وړاندیز کوي، باید له خبرو اترو ډار ونه شي.

د پزشکیان پر خبرو ددغه هېواد سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس تسنیم تبصره کړې او د هغه د خبرو اترو ویډیو یې خپره کړې ده. اژانس ویلي، چې دا خبرې دښمن هم اوري.

دغه اژانس په خپله تبصره کې ویلي، چې « ښاغلیه پزشکیان! داسې خبرې او خپله کمزوري ښودل د هغې مذاکرې لار هم بندوي چې تاسې پرې باور لرئ او دا د ملي ګټو په زیان دي».

پزشکیان وايي، چې دوی د خپل مشر له مشورې پرته هیڅ کار نه کوي، خو هرڅه چې د هېواد او خلکو په ګټه وي، باید ترسره شي.

په امریکا کې د کرونا نوې بڼه په چټکۍ خپریږي

۱۹ زمری ۱۴۰۴ - ۱۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱
په امریکا کې د کرونا نوې بڼه په چټکۍ خپریږي
100%

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز وايي، د کرونا ویروس نوې بڼه چې «سټراټوس» نومېږي، په دغه هېواد کې په چټکۍ خپرېږي. د نړیوالو معلوماتو له مخې، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه د می په لومړیو کې ۷،۴ سلنه وه، خو اوس په ۳۸ هېوادونو کې ۲۲،۷ سلنې ته رسېدلې.

هغه ایالتونه چې د دغه ویروس لوړه کچه پکې ثبت شوې،الاسکا، کالیفورنیا، کولراډو، نیواډا او یوتا دي.

که څه هم د کوویډ–۱۹ له امله د روغتونونو بیړنيو څانګو ته د مراجعې کچه په ټولیز ډول ټیټه ده، خو د تېرې اونۍ په پرتله یې زیاتوالی ښودلی دی.

دغه نوې بڼه لومړی ځل د جنوري په میاشت کې د جنوب ختیزې اسیا په یوه برخه کې وپېژندل شوه.

بریتانیا، فرانسه، جرمني، هسپانیا، ایټالیا، بلجیم، هالېنډ، پرتګال او سویډن هم ورته پېښې موندلې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا نوې بڼه کروناپه خپل څارنوملړ کې شامله کړې ده.

اوسنۍ څېړنې ښيي چې د دې ناروغۍ خپرېدل د پخوانۍ کرونا د موسمي خپرېدا له ډول سره توپیر لري.

پخوا د کوویډ پېښې زیاتره د ژمي په میاشتو کې کېدې، خو اوس شواهد ښيي چې دا ډول په دوبي کې هم خپرېدای شي.

د دې بدلون لاملونه لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دي روښانه، خو کېدای شي د ویروس په جوړښت کې بدلون، د موسمونو له مخې د انسانانو چلند، یا د ناروغیو پر وړاندې د ټولنې د وګړو د معافیت کموالی یې لامل وي.

په دې ناروغۍ کې تبه یا رېږدېدل، ټوخی، د ساه لنډوالی، د ستوني خوږ یا خارښت، د پزې بهېدل یا بندېدل، د خوند یا بوی له لاسه ورکول، ستړیا، د غړو یا بندونو درد، سردرد او زړه بدوالی شامل دي.

ځینې ناروغان د غږ خرابېدو شکایت هم کوي.

په شدیدو حالاتو کې ساتنګي، د سینې درد یا فشار، ناڅاپي ګډوډي، زر نه ویښېدل، یا د شونډو، نوکانو او پوستکي د رنګ بدلون سملاسي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.