• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په قاچاق تورن روسی څیړونکی لاهم په کابل کې د طالبانو په توقیف کې دی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱

روسی ټبرپوه سویاتو سلاو کاویرین، چې د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ سره تړاو لري، لا هم په کابل کې د طالبانو په توقیف کې دی. دغه روسی څیړونکی د چنګاښ پر۲۹ مه د ګاڼو د قاچاق په تور له کندوز نه کابل ته لېږدول شوی و.

د روسیې یو شمېر رسنیو خبر ور کړی، چې د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ غړی سویاتوسلاو کاویرین په کابل کې د طالبانو په توقیف کې دی او لا هم نه دی خوشی شوی.

یوې روسۍ رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبرور کړی، چې کاویرین په کابل کې په توقیف کې دی او تر اوسه یې هیڅ رسمي قانوني حالت نه دی په ډاګه شوی.

سرچینې ویلي: «په رسمي ډول کاویرین هېڅ قانوني وضعیت نه لري او د هغه پر ضد د شکایتونو ماهیت لا روښانه نه دی».

دغه روسی کارپوه طالبانو د چنګاښ پر۲۹ مه په کندوز کې نیولی و او وروسته یې کابل ته ولېږداوه.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خبر ورکړی چې د روسیې سفیر د هغه د وضعیت د معلومولو لپاره هڅې کوي، خو لا هم د هغه د ځای او وضعیت په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سویاتوسلاو کاویرین د نیول کېدو په ورځ پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي وو، « زه په کندوز کې د ګاڼو د قاچاق د هڅې په تور ونیول شوم، اوس کابل ته د استخباراتو ریاست ته وړل کېږم. هیله لرم چې هلته به موضوع یوازې د پوښتنو او د ګاڼو د اسنادو په بشپړولو پورې محدوده شي. موبایل کله نا کله راکول کېږي».

کاویرین د روسیې د اتنو­لوژیکي څېړنو مرکز او د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ کارکوونکی دی.

طالبانو د هغه د وضعیت او د نیول کېدو د لامل په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پنجشېر زمردو په نهمه داوطلبۍ کې نږدې ۳۵۰ زره ډالره عواید تر لاسه کړل

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱
طالبانو د پنجشېر زمردو په نهمه داوطلبۍ کې نږدې ۳۵۰ زره ډالره عواید تر لاسه کړل
100%

طالبان وایي چې په پنجشېر کې یې د زمردو په نهمه رسمي داوطلبۍ کې د دغه ولایت له کانونو ۲۵۳۹ قیراطه ترلاسه شوي زمرد پر کورنیو سوداګرو پلورلي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې یوه چینایي سوداګر هم ګډون کړی و.

په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه وویل، چې د زمردو په نهمه رسمي داوطلبۍ کې ۲ زره او ۵۳۹ قیراطه زمرد، چې د یاد ولایت له کانونو ترلاسه شوي وو، د داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۳۴۷ زره او ۸۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.

د طالبانو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د دغه ولایت لوړکیفیته زمرد نه یوازې افغانستان له نړیوالو بازارونو سره نښلولی، بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پاملرنه یې هم راجلب کړې ده.

د پنجشیر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي، دا داوطلبي د ملي او نړیوالو سوداګرو او اړوندو ادارو په ګډون ترسره شوې او په وینا یې، پروسه په شفافه توګه پر مخ وړل شوې ده.

لټون زیاته کړې، چې زمرود تر پلورل کېدو وړاندې د مسوولو څارونکو په حضور کې له کتنې وروسته بسته بندي شول، څو د داوطلبۍ شفافیت او باور فضا خوندي پاتې شي.

د پنجشیر زمرد چې د کیفیت له پلوه په سیمه کې ځانګړی شهرت لري، په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو طبیعي شتمنیو ګڼل کېږي، خو څارونکي د طالبانو کیندنې او د داوطلبۍ پروسې غیر مسلکي او غیر شفافې ګڼي.

تازه احصایې ښيي چې د هیواد په کچه په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه دي، چې له دې څخه یوازې په ۲۵۰کانونو کې قانوني فعالیت پیل شوی او ۶۰۰ جوازونه ورکړل شوي دي.

امریکايی لیکوال: د طالبانو په ډله کې ممکن داخلي شخړې رامنځته شي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱
امریکايی لیکوال: د طالبانو په ډله کې ممکن داخلي شخړې رامنځته شي
100%

امریکايي خبریال او لیکوال جان لي اندرسن په خپل نوي کتاب «د جګړې ماتې؛ د طالبانو صعود او سقوط»،کې وايي، چې «افغانستان هیڅکله له وینې تویېدو پرته نوي پړاو ته نه دی داخل شوی» او طالبان ښايي په خپل منځ کې سره ونښلي.

ګارډین ورځپاڼې د اندرسن د کتاب ځینې برخې خپرې کړې چې د امریکا شل کلن حضور، د هغې ګډوډ پای او د طالبانو بیا واک ته راګرځېدل پکې انځور شوي دي. د همدې لپاره یې د کتاب نوم «د جګړې ماتې» ایښی دی.

نوموړي په خپله سریزه کې لیکلي دي: «په افغانستان کې د امریکا او متحدینو ماموریت یوڅه بریالی و. طالبان او القاعده غرونو ته وتښتېدل او یو لویدیز پلوه نظام یې ځای ونیو».

خو اندرسن نیوکه کوي چې امریکا او لویدیځ «هیڅکله په رښتیا افغانستان ته نه دي ننوتي. له همدې امله یې هڅې د ناکامۍ په څنډه کې وې».

په کتاب کې اندرسن د طالبانو پر اوسني واک پوښتنې را پورته کړې، چې ایا دا همغه زاړه طالبان دي که نوي؟ او وايي: «موږ واقعاً نه پوهېږو.»

هغه لیکي: «په لومړنیو نښو کې زموږ ملګرو هغه کسان ولیدل چې د کندهار دودیزې جامې یې اغوستې وې او بله ډله طالبان وو، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یونیفورم یې پر تن و».

هغه زیاتوي: «موږ دا هم ولیدل چې د عکس او ویډیو اخیستل اوس ممنوع نه دي ځکه دوی سمارټ فونونه لرل. دې موږ ته یو څه هیله راکړه چې شاید دوی بدل شوي وي».

اندرسن د افغان میرمنو برخلیک ته هم اشاره کړې ده: «نږدې هره ښځه چې له ما سره یې خبرې کړې، له ما یې مرسته غوښتې چې له هېواده وتښتي. یوازې ښځې نه، بلکې ټولو هغو کسانو، چې له طالبانو سره نه وو، لکه دولتي کارکوونکي، د وزارتونو مرستیالان یا د الوتکې مېلمه پال، مرسته غوښتې».

هغه وايي: «یوې ښځې راته وویل: زه پوهېږم څه پرلاره دي، پوهېږم هغوی څه کوي او هغه سمه وه. حالت تر هغه څه چې څلور کاله مخکې مو فکر کاوه، ډېر خراب شوی. میرمنې په رسمي ډول له کوره بهر له خبرو کولو منع شوې، له نارینه خپلوانو پرته سفر نه شي کولای. زه حتا نه پوهېږم چې د روغتونونو د زیږون له برخو سره څه کوي».

اندرسن چې اوس ۶۸ کاله عمر لري، د طالبانو د دوامداره جګړو په اړه وايي: «د طالبانو دننه داسې ډلې شته چې ښايي په جګړه کې ښکېلې شي».

هغه وايي: «افغانستان هیڅکله له وینې تویولو پرته نوي پړاو ته نه دی تللی. دا لکه ځینې نور هېوادونه نه دی چې یوازې د سولې یا مدني توافق له لارې نوي پړاو ته لاړ شي. دلته همېشه نوي پړاوونه د وینې په بهېدو سره رامنځته کېږي».

په کتاب کې راغلي: «زه نه پوهېږم دا دور څنګه ماتېدای شي، خو اوسني واکمن طالبان به دا دور خپله مات نه کړي. دوی نوې بې عدالتي عملي کوي، دا حقیقت دی».

لیکوال ټینګار کوي چې «لویدیځ به بیا هم افغانستان ته مخ واړوي، ځکه افغانستان د شرم او ناکامۍ ځای دی؛ لکه څنګه چې د شوروي اتحاد لپاره و».

یاد امریکايي لیکوال وايي چې «زه تل غواړم افغانستان ته لاړ شم. افغانستان یو حیرانوونکی ځای دی، د خلکو ټولنه یې هم بې ساری ده».

له کابل وروسته په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پیل شول

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۲ GMT+۱
له کابل وروسته په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پیل شول
100%

د طالبانو د هرات والي دفتر وایي په دغه ولایت کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پیل شول. د هرات لپاره د طالبانو والي ویلي چې هر افغان حق لري پاسپورت یې د کور تر دروازې ور ورسیږي.

د طالبانو د هرات والي دفتر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په یاد ولایت کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات د هرات والي اسلام جار، د پاسپورټ او افغان پوست شرکت چارواکو په حضور کې پرانیستل شول.

اسلام جار د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د پاسپورت وېش اسانه کول یې یو ارمان و.

هغه ویلي: «هر افغان دا حق لري چې پاسپورټ يې د کور تر دروازې ور ورسېږي.»

د هرات لپاره د طالبانو والي زیاته کړې: «افغان ملت په اقتصاد، ریل پټلۍ، پاسپورټ، ګاز، برېښنا او نورو ټولنیزو برخو کې د نړیوالو معیارونو سره سم د خدماتو د ترلاسه کولو مستحق دی او د دې خدماتو وړاندې کول زموږ دنده او مسوولیت دی.»

په پرانیسته کې د طالبانو د پاسپورټ عمومي رییس ویلي، چې په کابل ولایت کې کورونو ته د پاسپورټ رسولو خدمات په بریالیتوب سره فعال شوي دي.

طالبان په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پرانیستلو په اړه داسې مهال خبر ورکوي چې لا هم د هېواد دننه خلک د پاسپورټ په اخیستلو کې ستونزه لري او له دې ریاست څخه شکایتونه کوي.

طالبان: افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره وصل شوی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱
طالبان: افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره وصل شوی
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا معاونیت وايي، افغانستان د حیرتان رېل پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره وصل شوی. یاده اداره وايي، دا مهال افغانستان د یادې پلټۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تورغوندۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره نښلېدلی دی.

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل، چې دې رېل پټلیو له لارې په غیر مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره هم سوداګریز انتقالات ترسره کیږي.

یاد معاونیت دا هم وایي چې افغانستان د یادو رېل پټلیو له لارې په ورځني ډول تر لس زره او په میاشتني ډول تر ۳۰۰ زره میټریک ټنو ډېر انتقالات ترسره کوي.

طالبان ادعا کوي چې د یادو پټلیو په بیا رغونې او پراخیتا سره د ریلي ټرانسپورټ لګښتونه کم شوي؛ د سوداګریزو توکو خوندیتوب زیات شوی او له تجارتي بندرونو سره مستقیم ارتباط ټینګ شوی دی.

د طالبانو د ریاست الوزرا معاونیت په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د هرات- کندهار د اوسپنې پټلۍ تفصیلي ډیزاین او سروې، د بلخ-هرات د اوسپنې پټلۍ، اندخوی-شبرغان ۵۵ اوسپنیزې کرښې تفصیلي ډیزان او سروې، د اقینې- اندخوي د پاتې لس کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول، د خواف- هرات د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغول، د تورغوندۍ بندر پراختیا او د حیرتان بندر ترمیمول هم تر کار لاندې دي.

د تهران ښاروالۍ د افغان صفاکارانو پر ځای ایراني صفاکاران په کار وګومارل

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۱
د تهران ښاروالۍ د افغان صفاکارانو پر ځای ایراني صفاکاران په کار وګومارل
100%

د تهران ښاروالۍ د ښځلو پاکولو مدیر ویلي، له دې ښار څخه د افغان کډوالو اېستلو په لړ کې ډېری افغان کارګران هم ووتل؛ خو اوس ایراني کارګرانو ته ډېره تنخوا ورکول کېږي، چې هغوی دې کار ته وهڅول شي.

محسن قضاتلو ویلي، د ښاروالۍ قراردادي شرکتونه د نویو کارکوونکو د جذب په حال کې دي او د دې کار لپاره یې یو اعلان هم خپور کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د تېر کال پرتله د سړکونو د پاکوالي په اړه لږ شکایتونه ثبت شوي او د ښاروالۍ موخه د ښار پاکوالی دی.

تر دې مخکې د تهران ښاروالۍ د شورا غړي ناصر اماني د ښار د پاکوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اماني د تهران له ښاروالۍ غوښتي و، چې د ۱۰زره ګوښه شویو کارکوونکو د ځای ناستو لپاره روښانه پلان وړاندې کړي.

د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده.