• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران ښاروالۍ د افغان صفاکارانو پر ځای ایراني صفاکاران په کار وګومارل

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د تهران ښاروالۍ د ښځلو پاکولو مدیر ویلي، له دې ښار څخه د افغان کډوالو اېستلو په لړ کې ډېری افغان کارګران هم ووتل؛ خو اوس ایراني کارګرانو ته ډېره تنخوا ورکول کېږي، چې هغوی دې کار ته وهڅول شي.

محسن قضاتلو ویلي، د ښاروالۍ قراردادي شرکتونه د نویو کارکوونکو د جذب په حال کې دي او د دې کار لپاره یې یو اعلان هم خپور کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د تېر کال پرتله د سړکونو د پاکوالي په اړه لږ شکایتونه ثبت شوي او د ښاروالۍ موخه د ښار پاکوالی دی.

تر دې مخکې د تهران ښاروالۍ د شورا غړي ناصر اماني د ښار د پاکوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اماني د تهران له ښاروالۍ غوښتي و، چې د ۱۰زره ګوښه شویو کارکوونکو د ځای ناستو لپاره روښانه پلان وړاندې کړي.

د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي د افغان کډوالو په اخراج کې تر هرڅه لومړی پر خپلو ملي ګټو فکر کوي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۱
ایران وايي د افغان کډوالو په اخراج کې تر هرڅه لومړی پر خپلو ملي ګټو فکر کوي
100%

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د افغان کډوالو د اخراج په تړاو وویل، چې تهران په دې برخه کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ور کوي. نوموړې وايي، هیله منه ده افغانان او طالبان له هغوی سره داسې تعامل وکړي، چې ډېر رضایت یې ترلاسه کړي.

د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې «د ایران او افغانستان د خلکو ژبه او دین یو دي او له کابل سره ډېره ټینګه اړیکه لري»، خو زیاته یې کړه، چې د نورو هېوادونو په څېر تهران هم اړ دی، چې د کډوالۍ لپاره مشخصې پالیسۍ ولري.

مهاجراني په خپلو خبرو کې وویل، « د کډوالو لپاره باید داسې پلان جوړ کړو چې هغوی د خپل اقتصاد د پرمختګ په لاره کې وکاروو او خپلو ملي ګټو ته خدمت وکړو».

هغې زیاته کړه چې د ایران ډېرو خلکو د غیرقانوني کډوالو پر زیاتېدو ناخوښي څرګنده کړې او دا موضوع د قانوني مکلفیت په توګه مطرح ده .

نوموړې وايي، « موږ باید له هر څه مخکې خپلو ملي مصالحو ته پام وکړو. له همدې امله خپل هېواد ته د افغانانو د بیرته ستنولو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت هڅه کړې چې دا کار د انساني کرامت په ساتلو ترسره شي».

د ایران د حکومت ویاندې وویل چې ۷۵ سلنه افغانان خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شوي دي.

نوموړې د کډوالو د ستونزو ارزونې په تړاو وویل، « د موضوع د حساسیت او انساني اړخ په پام کې نیولو سره، د جمهور رییس د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې له سرحدونو لیدنه کړې او له کورنیو سره یې خبرې کړې دي».

مهاجراني هیله وښوده، چې د افغانستان د خلکو او د هغوی د حکومت ترمنځ تعامل داسې وي چې هغوی اعظمي رضایت ترلاسه کړي.

د ایران د دولت ویاندې دا څرګندونې د افغان کډوالو له شکایتونو سره هممهاله دي.

ډېری افغان کډوال شکایت کوي، چې ایراني ماموران ورسره ښه چلند نه کوي، پیسې ترې اخېستل کیږي او د کور او فابریکو څښتان ددوی د ګروۍ پیسې او معاشونه نه ور کوي.

پخوانۍ امریکايي ډيپلوماټه: طالبان دومره پيسې لري، چې د خلکو لپاره خواړه او درمل برابر کړي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۵ GMT+۱
پخوانۍ امریکايي ډيپلوماټه: طالبان دومره پيسې لري، چې د خلکو لپاره خواړه او درمل برابر کړي
100%

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر مرستیالې اني هایمر ویلي، له افغانستان سره امریکايي مرستې صفر شوې؛ خو اوس باید نړۍوال بانک او ملګري ملتونه دغه تشه ډکه کړي. هغه وایي، که طالبان د خپلو وسله‌والو د تمویل وس لري؛ نو د خلکو لپاره د خوړو او روغتونونو پيسې هم برابرولای شي.

مېرمنې اني هایمر پرون (افغانستان تر څلور کلنې جبري کډوالۍ وروسته) کنفرانس ته په انلاین وینا کې وویل:« له افغانستان سره امریکايي مرستې صفر شوې دي، اوس باید نړۍوال بانک او ملګري ملتونه دغه تشه ډکه کړي.»

د دغې پخوانۍ ډيپلوماتې په وینا، د نادولتي ټولنو له لارې هم له افغانانو سره مرستې ګټورې دي؛ خو باید روڼتیا ته ډېر پام وشي، باید دغه ډول ښځو ته د ښځو په لاس بشري مرستې ورسول شي؛ نه د نارینه‌وو په لاس.

اغلې هایمر زیاته کړه:« موږ وینو، چې د امریکا کانګرس له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو دغه هڅې ناکامې شوې.»

مېرمن هایمر زیاته کړې، طالبان په ناقانونه توګه د افغانستان کانونه سپړي او دا چې هغوی د خپلو وسله‌والو د تمویل او شخصي زندانونو د مدیریت وس لري؛ نو د دې وس هم لري، چې د خلکو لپاره د خوړو او روغتونونو پيسې برابرې کړي.

په پکتیا کې پخواني افغان نظامیان وايي چې طالبان یې په زور له خپلو کورونو باسي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱
په پکتیا کې پخواني افغان نظامیان وايي چې طالبان یې په زور له خپلو کورونو باسي
100%

یو شمیر پخوانيو نظامیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د طالبانو ځايي مسوولینو خبرداری ورکړی چې کورونه خالی کړي او له دې سیمې کډه شي. دوی همدراز وايي، چې د طالبانو دفاع وزارت او په کندهار کې د ددې ډلې د مشر دفتر ته یې هم عریضې کړې دي.

یو شمېر پخوانیو نظامیانو نن سې شنبه، د زمري ۲۱مه، له افغانستان انټرنشنل سره خپل هغه سندونه شریک کړل، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله دفتر او ددې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ددوی عریضې پکې لیدل کیږي.

دغو پخوانیو نظامیانو په خپلو عریضو کې غوښتنه کړې چې دوی ته د کورونو لپاره ځمکې شل کاله مخکې پخواني حکومت ورکړې دي او باید له کورونه ونه اېستل شي.

100%

د معلوماتو له مخې، دغه شاوخوا ۵۰ کورونه د پکتیا مرکز ګردېز د دوهمې حوزې اړوند د سرحدي لوا ترڅنګ سیمه کې موقعیت لري.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کومانډو ځواکونو یوه افسر وویل:« د یو شمېر نظامیانو په غوښتنه او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ په وړاندیز له ټولو قانوني مرحلو وروسته د وخت دفاع وزارت یو شمېر نظامیانو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړې او دوی کورونه پکې اباد کړل.»

دغه نظامیان وايي، چې د دوی په اېستلو کې د طالبانو مرکزي ادارې یا هم وزارتونه په جریان کې نه دي او په دې مساله کې په ولایتي کچه د طالبانو والي، د استخباراتو رییس او د قول اردو قوماندان ښکېل دي او غواړي پخواني نظامیان له کورونو وباسي او دوی په خپلو منځونو کې دا ځمکې سره ووېشي.

یو بل پخواني نظامي وویل:« طالبانو ته موږ د تېر جمهوریت ځینې سندونه شریک کړل خو دوی وویل چې دا سندونه موږ نه منو او باید ووځئ.»

پخوانیو نظامیانو افغانستان انټرنشنل ته یو سند وښود، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب پرې لاسلیک کړی او سپارښتنه یې کړې چې دغو کورونو ته دې کرایه وټاکل شي څو دوی ددې ځمکې د ملکیت ادعا ونه کړي.

100%

پخواني نظامیان وايي، دوی چمتو دي چې طالبانو ته کرایه ورکړي خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب دغه مکتوب په ولایت کې نه دی عملي شوی او ځايي مسوولان یې نه مني.

یو بل نظامي وویل:« له کورونو څخه د وتلو پرېکړه زموږ لپاره سخته ده، د کرایې د ورکولو پرېکړې ته چمتو یو چې کرایه ورکړو خو اوس والي، د استخباراتو رییس او د قول اردو قوماندان د دفاع وزارت مکتوب هم نه مني او ټینکار کوي چې باید کورونه خالي کړو.»

طالبانو ددې مسالې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې د کابل د څارندوی بلاکونو ځینو اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا جوړې شوې کمیټې خبرداری ورکړی چې کورونه خالي کړي.

د څارندوی بلاکونو د اوسېدونکو په وینا، تر اوسه د ۲۵۰ کورونو اوسېدونکو ته ویل شوي، چې «ستاسې سندونه ناسم دي، باید کورونه خالي کړئ».

حنیف اتمر: افغانان په داسې شرايطو کې افغانستان ته شړل کېږي، چې هلته ژوند کول سخت کار دی

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱
حنیف اتمر: افغانان په داسې شرايطو کې افغانستان ته شړل کېږي، چې هلته ژوند کول سخت کار دی
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، افغانستان د دومره ډېرو راستنو شویو افغانانو منلو ته چمتو نه‌دی؛ په تېره بیا داسې شرایطو کې چې هلته عدالت او کار نشته، بې‌وزلي ډېره ده او د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیز حقونه په‌کې تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي اتمر (افغانستان تر څلور کلنې جبري کډوالۍ وروسته) کنفرانس ته په انلاین وینا کې وویل:« د افغان کډوالو شړل نه یوازې دا چې د بشري حقونو نقض او بې عدالتي ده؛ بلکې په راتلونکې کې افغانستان بې‌ثباته کولای شي.»

د هغه په وینا؛ په افغانستان کې ژوند کول سخت شوی، اقتصاد خراب دی، خلکو ته بنسټیز حقونه نه ورکول کېږي، د امریکا بشري مرستې بندې دي او کورنۍ پانګونه هم نشته.

هغه زیاته کړې، کله چې افغانان په داسې شرایطو کې افغانستان ته په زور شړل کېږي؛ نو ژوند، انساني کرامت او حقونه یې له ګواښ سره مخ کېږي.

ښاغلي اتمر طالبان د خلکو په اړه په بې‌غورۍ تورن کړي او ویلي یې دي:« طالبان نور په هره برخه کې پيسې لګوي؛ خو د خلکو د هوساینې لپاره یې نه لګوي.»

د هغه په وینا؛ طالبانو یوازې پر مدرسو پانګونه کړې ده، حال دا چې په هېواد کې نهیلي او بې‌کاري ډېره ده، نوي راستانه شوي افغانان مدرسو ته جذبېږي او په مدرسو کې له کرکې پرته هغوی ته بل څه نه ور زده کېږي.

امرالله صالح: طالبانو تر سلو زرو ډېرې وسلې پاکستان ته قاچاق کړې دي

۲۱ زمری ۱۴۰۴ - ۱۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱
امرالله صالح: طالبانو تر سلو زرو ډېرې وسلې پاکستان ته قاچاق کړې دي
100%

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، چې پاکستان ته تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې وړل شوې دي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دغه وسلې چا ته ورکول کېږي؟ هغه ویلي، د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو دا نورې وسلې چا ته ورکړل شوې دي؟

امرالله صالح ادعا کړې، چې تر سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته قاچاق شوې او یا هلته پلورل شوې دي.

ښاغلي صالح پوښتنه کړې، چې د پاکستاني طالبانو شمېر شپږ زره اټکل شوی؛ خو پوښتنه دا ده چې د ناټو پر معیار برابرې پاتې زرګونه وسلې چېرې ځي؟

د امرالله صالح زرغون بهیر هم پرون په دې اړه پر اېکس پاڼه ورته څرګندونې کړې دي. زرغون بهیر لیکلي، د دوحې د تړون په ضمیمه کې لیکل شوي چې د وسلو د قاچاقو مخنیوی د طالبانو د دفاع وزارت دنده ده؛ خو اوس داسې برېښي چې دغه وزارت په دې برخه کې ناکامه شوی دی.

زرغون بهیر ادعا کوي، چې تر اوسه له سلو زرو ډېرې بېلابېلې وسلې پاکستان ته وړل شوې او دوی یې اسناد هم لري.

د تېر جمهوریت تر ړنګېدو وروسته له افغانستانه پاکستان ته د وسلو قاچاق نوې خبره نه‌ده؛ بلکې په دې اړه څو راپورونه خپاره شوي دي.

د روان لمریز کال (د روي په ۲۵مه نېټه) واشنګټن پوسټ یو څېړنیز راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، ۶۳ میله پرمختللې امریکایي وسلې چې په افغانستان کې پاتې شوې وې؛ د پاکستاني وسله‌والو لاس ته لوېدلې دي او په وژونکو ترهګریزو بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي. دغه امریکایي وسلې په تور بازار کې پلورل شوې، چې اوس پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتونپال او نورې وسله‌والې ډلې کار ترې اخلي.