د طالبانو د ریاست الوزرا معاونیت وايي، افغانستان د حیرتان رېل پټلۍ له لارې له ۷ هېوادونو سره وصل شوی. یاده اداره وايي، دا مهال افغانستان د یادې پلټۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تورغوندۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ له لارې له ایران سره نښلېدلی دی.
د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د سې شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل، چې دې رېل پټلیو له لارې په غیر مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره هم سوداګریز انتقالات ترسره کیږي.
یاد معاونیت دا هم وایي چې افغانستان د یادو رېل پټلیو له لارې په ورځني ډول تر لس زره او په میاشتني ډول تر ۳۰۰ زره میټریک ټنو ډېر انتقالات ترسره کوي.
طالبان ادعا کوي چې د یادو پټلیو په بیا رغونې او پراخیتا سره د ریلي ټرانسپورټ لګښتونه کم شوي؛ د سوداګریزو توکو خوندیتوب زیات شوی او له تجارتي بندرونو سره مستقیم ارتباط ټینګ شوی دی.
د طالبانو د ریاست الوزرا معاونیت په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د هرات- کندهار د اوسپنې پټلۍ تفصیلي ډیزاین او سروې، د بلخ-هرات د اوسپنې پټلۍ، اندخوی-شبرغان ۵۵ اوسپنیزې کرښې تفصیلي ډیزان او سروې، د اقینې- اندخوي د پاتې لس کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول، د خواف- هرات د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغول، د تورغوندۍ بندر پراختیا او د حیرتان بندر ترمیمول هم تر کار لاندې دي.
د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د کومانډو ځواکونو یوه افسر وویل:« د یو شمېر نظامیانو په غوښتنه او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندانۍ په وړاندیز له ټولو قانوني مرحلو وروسته د وخت دفاع وزارت یو شمېر نظامیانو ته د کورونو لپاره ځمکې ورکړې او دوی کورونه پکې اباد کړل.»
دغه نظامیان وايي، چې د دوی په اېستلو کې د طالبانو مرکزي ادارې یا هم وزارتونه په جریان کې نه دي او په دې مساله کې په ولایتي کچه د طالبانو والي، د استخباراتو رییس او د قول اردو قوماندان ښکېل دي او غواړي پخواني نظامیان له کورونو وباسي او دوی په خپلو منځونو کې دا ځمکې سره ووېشي.
یو بل پخواني نظامي وویل:« طالبانو ته موږ د تېر جمهوریت ځینې سندونه شریک کړل خو دوی وویل چې دا سندونه موږ نه منو او باید ووځئ.»