په کشمیر کې د ناڅاپي ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر نور لادرکه شوي

هندي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد تر واک لاندې د جمو او کشمېر د کشتوار ولسوالۍ په چوسیتي سیمه کې د ناڅاپي ورښت له امله ۳۰ کسان مړه شوي او سل تنه نور ورک دي. سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ورښتونو له امله ناڅاپي سېلابونه راوتلي او د چوسیتي کلي پراخه سیمه یې ویجاړه کړې ده.