اېټالیا ته نږدې د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله ۲۶ کډوال مړه شوي دي

د اېټالیا ساحلي ساتونکو او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د اېټالیا د لامپیدوسا ټاپو په ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کډوال مړه شوي او شاوخوا ۱۰ نور تري تم دي. د چارواکو په وینا؛ په دغه پېښه کې ۶۰ کسان ژغورل شوي هم دي.