د اروپا په ځنګلونو کې پراخه اورلګېدنه؛ دغې اورلګېدنې نږدې ۴۴۰زره هکتاره ځمکه زیانمنه کړې

د چهارشنبې په ورځ د ګرمې څپې او تېزو سېلیو له امله په سوېلي اروپا کې اورلګېدنه لا پراخه شوې، چې له امله یې ګڼ کورونه سوځېدلي او زرګونه خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د اروپايي ټولنې د ساینس څېړنیز مرکز په وینا؛ دغې اورلګېدنې نږدې ۴۴۰زره هکتاره ځمکه زیانمنه کړې ده.