• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیګار: طالبان د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه له نړۍوالو مرستو باج اخلي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) طالبان تورن کړي، چې د زور له لارې له نړۍوالو مرستو باج اخلي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کاروي. د سیګار په راپور کې راغلي، طالبان د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره په ګډه کار کوي او له مرستندویه پروژو باج اخلي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي له هغو موسسو څخه چې قراردادونه ترلاسه کوي، رشوت اخلي او بیا دغه پیسې له طالبانو سره شریکوي.

د راپورونو له مخې، طالبان د مرستو د وېش په اړه هم قومي لیدلوری لري او د قومي اقلیتونو لاسرسی یې نړۍوالو مرستو ته محدود کړی دی.

د راپور له مخې، افغانستان ته د لېږل شویو ټولو مرستو یوازې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې مستحقو کسانو ته رسېدلي. امریکا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته نږدې ۴ میلیارده ډالره بشري مرستې ورکړې دي.

راپور کې ویل شوي، چې «طالبان د زور په ګډون له هرې لارې کار اخلي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې هغه ځای ته ځي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرستندویان یې غواړي.»

سیګار وايي، د بشري مرستو د وېش په اړه د طالبانو نظر قومي دی. دا ډله لېواله ده چې په پښتون مېشتو سیمو کې ډېرې مرستې مصرف کړي، ترڅو د نورو سیمو په ځانګړې توګه قومي اقلیتونو ته زیان ورسوي.

د سیګار په وینا، یو افغان مرستندویه کارکوونکی د طالبانو د پوځي کمپ د افشا کولو له امله وژل شوی، چې خوراکي مرستې یې لوټ کولې.

طالبانو بیا د دې راپور موندنې رد کړې دي.

د طالبانو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بهرنۍ مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او د طالبانو حکومت د مرستندویه ادارو سره د شفافیت او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د دې راپور موندنې د هغو معلوماتو پر اساس دي، چې سیګار له نږدې ۹۰ تنو امریکایي اوسنیو او پخوانیو چارواکو، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو سرچینو ترلاسه کړي دي. افغانو سرچینو هم د دغه راپور په جوړولو کې مرسته کړې ده.

د سیګار دفتر چې په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار لپاره جوړ شوی و، د چهارشنبې په ورځ یې خپل وروستی راپور امریکايي کانګرس ته وړاندې کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د «سمافور» په نوم خبري وېب‌سایټ ته ویلي:«موږ پوهېدو چې د امریکا مالي مرستې مستقیم یا غېرمستقیم د طالبانو په ګټه تمامېږي. خو هغه څه چې زه حیران کړم دا و، چې څومره ډېر غېرحکومتي سازمانونه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه په دې انحراف او فساد کې ښکېل دي.»

راپور زیاتوي، چې طالبانو د غېر دولتي سازمانونو فعالیتونه محدود کړي دي. دوی هڅه کوي، چې په دغو بنسټونو کې د خپلو کسانو ګومارلو لپاره مداخله وکړي.

د سیګار دفتر مشرې جین الوییس په دې راپور کې ویلي، چې د نړۍوالو مرستندویو ادارو ترمنځ یو «د انکار کلتور» موجود دی، یعنې دا ادارې د طالبانو له خوا د مرستو د ناوړه استفادې یا فساد په اړه سترګې پټوي.

د نادولتي موسسو یوه کارکوونکي دا هم وویل، چې «لږ تر لږه د نړۍوالو نادولتي موسسو ۲۰ سلنه کارکوونکي له طالبانو سره تړاو لري.»

د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې له غېر دولتي ادارو غوښتي، چې ځانګړي کسان په خپلو معاش‌ اخیستونکو لېستونو کې شامل کړي، څو هغوی له کار کولو پرته معاش واخلي.

د سیګار پخوانیو راپورونو هم ښودلې وه، چې د امریکا مرستې ځینې وختونه طالبانو ته ګټه رسوي؛ خو دا وروستی راپور په ځانګړي ډول د مرستو د فساد پر تورونو تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: «د ټرمپ ادارې د مرستو د کمولو پرېکړې لپاره ټینګ ټکی هغه وخت و کله چې دوی پوه شول چې طالبان په ښکاره ډول د امریکا مرستې مني او د خپلو ګټو لپاره یې ګرځوي، که د ملګرو ملتونو د لېږد له لارې د نغدو پیسو په بڼه وي یا د توکو او خدماتو په بڼه.»

طالبان د خپلو ګټو لپاره نړۍوالې مرستې غلا کوي، په داسې حال کې چې له ۲۳ میلیون څخه ډېر افغانان اوسمهال نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: په ټوله نړۍ کې ۱۵ میلیونه نجونې لا هم له زده کړو بې برخې دي
100%

ملګري ملتونه وایي، چې په ډېرو هېوادونو کې نجونې او ځوانې ښځې لا هم له تبعیض سره مخ دي، چې پکې زده کړو ته د نه لاس رسي ستونزه هم پکې شامله ده. دغه سازمان ویلي، اوس‌مهال شاوخوا ۱۵ میلیونه نجونې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له لومړنیو زده کړو بې برخې دي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو واکمني څلورم کال ته داخلېږي او نجونې له زده کړو منع دي؛ خو ملګرو ملتونو پر اېکس پاڼې لیکلي: «زده کړه یو بشري حق دی.»

یاد سازمان ټینګار کړی، سره له دې چې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې ځيني پرمختګونه شوي؛ خو په ځینو سیمو کې لا هم تر ۴۸.۱ سلنې پورې نجونې ښوونځي ته نه ځي.

دوی په دې یادښت کې لیکلي، چې ډېرې نجونې په ځوانۍ کې له ښوونځي وځي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له وخت نه مخکې امېندوارۍ او د کورنیو تمه چې نجونې باید په کور کې کار وکړي، د زده کړو پرېښودو اصلي لاملونه دي.

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د وړیا، عادلانه او معیاري زده‌ کړو لاسرسی تضمین شي.

د دوی په خبره، باید ټولو ښځو او نارینه‌ وو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو امکانات برابر شي.

اوس مهال نږدې درې میلیونه ښځې او نجونې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او له لوړو زده کړو بې برخې دي.

د راپورونو له مخې، نجونې له ۱۴۲۶ ورځو راهیسې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او د پوهنتونونو دروازې هم له ۹۶۶ ورځو راهیسې بندې دي.

یونسکو مخکې خبرداری ورکړی و، که دا محدودیتونه تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له زده‌ کړو څخه د محرومو افغان نجونو شمېر به له څلورو میلیونو واوړي.

د طالبانو لوی درستیز: امریکا له موږ څخه غوښتنې لري، خو موږ به یې عملي نه کړو

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱
د طالبانو لوی درستیز: امریکا له موږ څخه غوښتنې لري، خو موږ به یې عملي نه کړو
100%

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د امریکايي وسلو د پوځې نندارې اړوند د ډونالډ ټرمپ نارضایتۍ له امله هغه «بخیل» وباله. فطرت همداراز وویل، چې امریکا له دوی څخه ځینې غوښتنې لري، خو دوی یې نه عملي‌ کوي.

هغه زیاته کړه، طالبان یو پوځ جوړوي چې شمېر به یې د ۱۵۰ زرو تر ۲۰۰ زرو سرتېرو پورې وي.

فصیح‌الدین فطرت وویل، دا شمېر نظامي او ملکي ځواکونه دا مهال د طالبانو لپاره بسنه کوي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د دې ډلې یوې رسنۍ سره وکړې.

هغه زیاته کړه، طالبان د امریکا غوښتنې نه پوره کوي او امریکا بیا له همدې امله دوی ته ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړي دا ونه ویل، چې امریکا له دوی څخه څه ډول غوښتنې لري.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه هم خبرې وکړې، چې د بګرام هوايي اډې په اړه یې کړې وې.

هغه وویل، طالبان دا اډه هېڅ بهرني هېواد ته نه ورکوي او په دې اړه مذاکرات نه کوي.

فصیح‌الدین فطرت وایي، چې اوس د طالبانو ځواکونه په بګرام کې مېشت دي او هلته پوځي نندارې جوړوي، نو ځکه ټرمپ بخیلي کوي.

د هغه په وینا، امریکا د بګرام لپاره ډېر پلانونه درلودل.

امریکا او طالبان اوس هم د داعش پروړاندې استخباراتي همکاري لري؛ خو واشنګټن له طالبانو غواړي چې د ښځو په اړه خپلې پالیسۍ او د حکومت جوړولو بڼه بدله کړي.

امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا هم روښانه نه ده، چې واشنګټن له طالبانو څخه نورې کومې غوښتنې لري.

د ټرمپ حکومت د طالبانو د پالیسۍ له نه بدلون وروسته دغه ډله ترهګره بللې ده او د بهرنیو چارو وزیر یې پاکستان ته له سفر څخه منع کړ.

دا وروستی اقدام ښيي، چې امریکا هڅه کوي څو د فشار وسیلې وکاروي او طالبان دې ته اړ کړي چې خپلې تګلارې بدلې کړي.

۲۰۰ زره کسیزه پوځ

واک ته د طالبانو د رسېدو په څلورمه کلیزه کې د دې ډلې لوی درستیز د خپل پوځ شمېر اعلان کړ.

فصیح‌الدین فطرت وویل، چې د دفاع وزارت کې د ملکي او نظامي پرسونل شمېر د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ زره ترمنځ دی.

د طالبانو لوی درستیز زياته کړه، چې د طالبانو ځواکونو لپاره نوي یونیفورمونه اخیستل شوي او ډېر ژر به ووېشل شي.

واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د تېر حکومت په امنیتي ادارو کې بنسټیز بدلونونه راوستي دي.

ځیني مسلکي او روزل شوي نظامي ځواکونه له امنیتي ادارو او دفاع وزارت څخه اېستل شوي او د طالبانو جنګیالي پکې ځای پر ځای شوي دي.

سمیع سادات: افغانان له طالبانو ستړي شوي او زه سقوط په سترګو وینم

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱
سمیع سادات: افغانان له طالبانو ستړي شوي او زه سقوط په سترګو وینم
100%

د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، وایي چې افغانانو په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو اصلي څېره پېژندلې او اوس ترې ستړي شوي دي. نوموړی وایي: «د دغې ډلې سقوط په سترګو وینم.» د سادات په وینا، طالبانو له نړۍوالو سره کړې ژمنې او د مثبت بدلون راوستل نه دي عملي کړي.

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ د بیا ټاکلو سره د طالبانو ضد جبهو او فعالیتونو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه زياته کړې: «د جو بايډن په اداره کې د طالبانو پروړاندې فعالیتونه محدود و، خو د ټرمپ په راتګ سره اسانتياوې رامنځته شوي او نړۍ ته هم دغه ډله ظالمه، جابره او ترهګره ډله ثابته شوې.»

سمیع سادات وايي، چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې شبکه، د هغوی جنګيالي او فعالیتونه دوام لري او سیمه په یوه ستراتیژیک رقابت کې ده.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په اړه به د امریکا سیاست اقتصاد محوره نه، بلکې سیاسي، استخباراتي او نظامي اړخونه ولري.

هغه ویلي: «دا امکان کم دی چې امریکا به خپل عسکر بیا افغانستان ته ولېږي؛ خو دا امکان زیات دی، چې امریکا به خپل پخواني ملګري د طالبانو پروړاندي‌ تقويه کړي تر څو د طالبانو حکومت ړنګ کړي.»

سادات زیاته کړې، د خپلو هڅو په دوام بیا هم د امریکا پر خبرو تکیه نه کوي.

هغه ویلي: «موږ یوازې امریکا او اروپا ته نه کښېنو د افغانستان د ازادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ځوان نسل کولی شي چې دغه ډله را چپه کړي او یو خپلواک نظام جوړ کړي.»

سمیع سادات وايي، چې تېرو څلورو کلونو کې وضعیت په کور دننه او بهر د افغانانو لپاره ډېر سخت و او اوسنی حالت ورته د دوزخ په څېر دی.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له څلورو کلونو راهیسې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې لا هم د نړۍوال مشروعیت له سیسټم نه بهر پاتې دی. یوازینی استثنا روسیه ده، چې متزلزل رسمیت پېژندلو یې د کابل او مسکو ترمنځ یو محتاطانه تعامل رامنځته کړی، خو مسکو خپله هم په نړۍواله کچه منزوي او تر نړۍوالو بندیزونو لاندې دی.

نړۍوالې ټولنې چې له دوحې تړون وروسته د یو «نوي افغان اسلامي»، پرانېستي او مشارکتي حکومت تمه لرله، اوس له یوه تړلي، انحصاري او مشروعیت‌ نه‌لرونکي «اسلامي امارت» سره مخ ده. د رسمیت نه پېژندلو دا دوام افغانستان له نړۍوال مالي نظام، سیاسي تعامل، پراخو مرستو او په کور دننه او بهر سیاسي خبرو اترو څخه محروم کړی دی.

طالبانو پرله پسې هڅې کړې، چې له ګاونډیو، سیمه‌ییزو قدرتونو او نړۍوالو سازمانونو سره اړیکې ټینګې کړي. هغوی د اقتصادي بندیزونو نرمولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خوشې کولو غوښتنه کړې، خو نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځ یو واضسح شرط وړاندې کړی، چې د بشري حقونو درناوی او د ټولو افغانانو د استازیتوب وړ، ټول‌ګډونه حکومت جوړول دي.

دا غوښتنه تر اوسه طالبانو نه ده عملي کړې. د طالبانو کابینه چې په بشپړ ډول د دې ډلې له غړو او ديني عالمانو جوړه ده، د قومي، سیاسي او مذهبي تنوع هېڅ استازیتوب نه کوي.
د یادولو ده، چې د طالبانو واکمنۍ د څلورم کال په درشل کې ده او د دې ډلې پروړاندې بېلابېلې سیاسي او پوځې جبهې هم رامنځته او د طالبانو پروړاندې فعالیتونه ترسره کوي، خو طالبان بیا د افغانانو او نړۍوالو هره غوښتنه او سپارښتنه بابیزه ګڼي او د خپل سخت دريځه سیاست پر مټ د افغانستان په خاوره واکمني کوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ د خپلو تبلیغاتو وسیله ګرځولې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ د خپلو تبلیغاتو وسیله ګرځولې دي
100%

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان خپلواکې رسنۍ له منځه وړي او پر ځای یې خپلې تبلیغاتي دستګاوې فعاله کړې دي. دغه دستګاوې د دې ډلې د رسنیزو مسوولینو او امنیتي ادارو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې په زرګونه افغانۍ تنخواوې ورکوي.

لسو افغان خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سره په مرکه کې ویلي، چې خپلواکې رسنۍ اوس محدودې شوي، تر بندیزونو لاندې دي او ډېری یې تړل شوې دي.

یادې کمېټې په دې اړه په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ میلیونونو کسانو تعقیبول.

له دغو خبریالانو یو شمېر یې د امنیتي دلایلو له مخې د نوم له ښودلو ډډه کړې.

طالبان اوس شاوخوا ۱۵ ټلوېزیوني، راډيويي، چاپي او ډیجیټلي رسنۍ مخ ته وړي، چې پکې یوټیوب، اېکس پاڼه او ټېلګرام هم شامل دي، چې خپله سخت دريځه اسلامي ایډیالوژۍ سره فعالیت کوي.

د جلاوطنه افغان خبریالانو د مرکز مشر احمد قریشي د خوندیتوب کمېټې سره په خبرو کې ویلي: «د واکمنې ادارې رسنیزه تګلاره یوازې یوه لاره مخ ته وړي، دوی هر ډول خبر، نظر او روایت ردوي، له رښتیا سره اختلاف لري، ان دوی شخصي نظریات چې په فېسبوک کې خپرېږي هم تبلیغات ګڼي او سزاوې ورکوي.»

په جلاوطنۍ کې خبریالان اوس هم د خپلواکو معلوماتو وروستي سرچینې ګڼل کېږي، چې د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کوي.

یو شمېر خبریالانو له امنیتي ګواښونو، ستونزو او ننګونو له کبله دندې له لاسه ورکړي او ډېری یې د جبري‌ بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

وېرېدلي خبریالان، جاسوسۍ ته اړ اېستل

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کاله پوره شول. یو شمېر خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سره په خبرو کې ویلي: «دوی وېرېدلي، بې‌دندو شوي، له پراخ سانسور سره مخ دي او د دغې ډلې تر سخت څار لاندې فعالیت کوي.»

د یوه ټلوېزیون پخوانی مشر وايي، چې د طالبانو استخباراتي‌ ادارې داسې سیسټم جوړ کړی، چې یو خبریال د بل خبریال معلومات باید ورکړي.

د نوموړي په وینا: «هغوی له خبریالانو څخه د نورو خبریالانو اړوند شخصي معلوماتو بشپړ لېست غواړي: لکه نوم، د پلار نوم، پته، ټلیفون شمېره، اېمېل او وټس اپ ادرسونه.»

د طالبانو استخبارات د خبریالانو ټولنیزې رسنۍ څاري او هغوی د خپرو شویو پوسټونو له کبله نیسي.

د دغه ډلې د امربالمعروف محتسبان هغه کسان هم نیسي، چې د دوی د مذهبي‌ مقرراتو سره سم عمل نه کوي: «محتسبانو موسیقي، ډرامې، د نارینه او ښځو ګډ غږونه او ورته نور څه بند کړي.»

د دوو رسنیو مسوولینو د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ته ویلي: «خبریالان له خواشینونکو پلټنو سره مخ دي، ځکه طالبان د عوایدو پلټنې کوي، که خبریال د دوی له غوښتنو سرغړونه وکړي له دندې د اېستلو غوښتنه کوي که نه د جواز یا مالیاتو برخه کې ستونزې جوړوي.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو ویاند ويلي، چې دوی په تېر کال له رسنیو سره ۱۰۰۰ غونډې کړي، تر څو د اسلامي ارزښتونو ترویج ته کار وکړي.»

د کمېټې په وینا، دا خبرې پر رسنیو د اخلاقي فشارونو څرګندونه کوي.

په افغانستان کې دوو ښځينه خبریالانو ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰ ځله زیات طالبانو د پوښتنو لپاره غوښتي او درې ساعته ورڅخه پلټنې شوې دي.

دوی ویلي: «موږ ته ویل شوي، چې ولې کار کوي، باید پر کور کښېني.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي‌ ټلوېزیون مرکزي رسنيز رول لري، چې په پښتو او درې نشرات کوي، همدارنګه ار ټی اې انګليسي او عربي وېب سایټونه هم لري.

طالبانو «د شریعت غږ راډيو» په نوم راډیو فعاله کړې، چې په ټول هېواد کې له ۵۰۰ زیات کارکوونکي لري او کلنۍ بودیجه یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ده.

باختر خبري اژانس چې په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شوی، په کابل کې ۶۰ کارکوونکي لري او په هر ولایت کې څلور-څلور خبریالان لري، چې د طالبانو د اطلاعاتو وزارت تر مدیریت لاندې کار کوي.

د یادولو ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څو نورې ورځپاڼې هم اداره کوي.

انیس ورځپاڼه په دري، هېواد په پښتو او کابل ټایمز په انګلیسي ژبه فعالیت کوي، چې دغه ورځپاڼې لسګونه کلونه مخکې پیل شوې دي.

په طالبانو پورې اړوند راډيوګانې

حریت راډیو یوه وېب‌پاڼه، یوټیوب چینل او سیمه‌ییزې خپرونې لري، په څو ژبو فعالیت کوي او په کابل او ولایتونو کې ۲۶ کارکوونکي لري.

دغه راډيو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا فعاله شوې ده.

امید راډيو په ۲۰۲۳ کال کې د دغه ډلې د فاع وزارت له خوا فعاله شوه.

پولیس راډیو په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په کابل او کندهار کې فعاله شوې

د طالبانو وېب‌پاڼه

المرصاد وېب‌پاڼه چې په څو ژبو خپرونې کوي، په ۲۰۲۳ کال فعاله او د داعش پر وړاندې فعالیت کوي.

د طالبانو د استخباراتو له خوا اداره کېدونکي چینلونه

میهن یوټیوب چینل د طالبانو د مخالفینو د ځپلو لپاره جوړه شوې، چې ۱۲ کارکوونکي لري، مشري یې د استخباراتو د رسنیو مرستیال جواد څارګر کوي.

یاد یوټیوب چینل د طالبانو تاریخ بیانوي او پر سیالانو نیوکې کوي.

الااماره وېب‌پاڼه چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري اداره کېږي، له ۲۰۲۱ مخکې هم فعاله وه او لا یې هم فعالیتونه روان دي.

د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین

د طالبانو د استخباراتو چارواکي څلور دفترونه لري، چې د هغوی له خوا ناسم معلومات خپرېږي او کارکوونکي یې لسګونه کسان دي چې له ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو افغانیو تنخواوې لري.

دوی په ټولنیزو پاڼو کې جعلي حسابونه مخ ته وړي او د طالبانو پر مخالفینو نیوکې کوي.

د دې چارو مشري د طالبانو د استخباراتو لوړپوړي چارواکي جابر نعماني، جواد امین، څارګر او فضل الرحمان اوریا کوي.

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله ډېرې رسنۍ بندې شوې یا یې فعالیتونه په بشپړ ډول منع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو د رسنیو او خپرونو رییس خلیل همراز او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د خبریالانو د خوندیتوب پیغامونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ازادو رسنیو او ازادو خبریالانو پروړاندې د طالبانو سخت دریځه چلند

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) پر اېکس پاڼې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جنسيت د وېش له مخې له دې ډلې ۴۸۷نارينه او ۵۲ یې ښځينه خبريالانې دي.

له بل پلوه، څو ورځې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان یا «ار اېس اېف» په څه کم درېیو اوونیو کې په کابل د طالبانو له لوري د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو د سوېلي اسیا څانګې مشره «سیلیا مرسېر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د روان کال (د جولای له ۲۲مې) راهیسې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل سر نیولي او لا یې هم برخلیک نه دی روښانه شوی.

ایراني کارپوه: د هلمند د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو ادعا ناسمه ده

۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱
ایراني کارپوه: د هلمند د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو ادعا ناسمه ده
100%

د تهران پوهنتون استاد او د افغانستان د چارو کارپوه «کیومرث بزدان پناه» وایي، که طالبان ادعا کوي چې هلمند د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی، دا خبره په بشپړ ډول ناسمه ده. هلمند د کافي اوبو لرونکی دی، خو د ایران کمزورې سیمه‌ییزه ډیپلوماسي نشي کولای د خپلې حقابې ګټې خوندي کړي.

یزدان‌پناه له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې که څه هم د بند جوړول د افغانستان حق دی، خو دا هېواد باید د ګاونډیتوب او د سیستان او بلوچستان د بشري ژوند شرایط په پام کې ونیسي.

هغه وویل، د تیر پُل او ګفګان د بندونو پروژې باید وڅېړل شي، ځکه د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به ایران ان د ډېرو بارانونو په موسم کې هم د اوبو برخه ترلاسه نه کړي.

د ده په خبره، یوازې رسنیزې څرګندونې د ستونزې حل نه دي، ځکه د نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د وچکالۍ لړۍ د ایران د حقابې د ترلاسه کولو ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې د ایران او افغانستان تاریخي ګاونډیتوب او پخواني تړونونه باید په پام کې ونیول شي، خو پر دې تړونونو باید بیا کتنه وشي، تر څو د دواړو لوریو د منلو وړ حل وموندل شي.

دغه کارپوه وویل، چې که د ایران اوبو حق په سمه توګه تامین نه شي، دا به د ختیځ ایران د زر کیلومتره اوږده پوله ییزه سیمه له سختو امنیتي، حکومتي او چاپېریالي ننګونو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول سیستان او بلوچستان چې د هلمند سیند وروستۍ برخه ورته رسېږي.

یزدان‌پناه هغه کسان ملامت کړل، چې د افغانستان په چارو کې یې کلونه مسوولیتونه لرل او د سترې بودیجې لرلو باوجود یې د ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خوندیتوب کې مهم ګامونه وانخیستل.

هغه زیاته کړه، چې اوسمهال طالبانو د هریرود مسیر بدل کړی او د ایران خاورې ته د اوبو د ورتګ مخه یې نیولې ده، چې دا د ایران د ډیپلوماسۍ او پلان جوړونې د کمزورتیا ښکارندویي کوي.

هغه وړاندیز وکړ، چې ایران باید بدیله لارې هم په پام کې ونیسي، لکه د عمان له سمندر څخه د اوبو انتقال د هامون جهیل او د جازموریان دښتې ته څو د سیستان او بلوچستان د اوبو اړتیاوې پوره شي.

یزدان‌پناه وویل، چې طالبان نشي کولای د دې په بدل کې چې ایران یې په رسمیت وپېژني، د اوبو حق ورکړي. د هغه په وینا، دا به د سیاسي ذلت بې‌سارې بېلګه وي.

هغه وړاندیز وکړ، چې که طالبان د ایران د حقابې په ورکولو کې همکاري ونه کړي، ایران باید خپل فشار راوړونکي وسایل وکاروي، لکه د غېرقانوني افغان کډوالو اېستنه یا د افغانستان لپاره د چابهار بندر او نړۍوالو اوبو ته د لاسرسي محدودول.

د هغه په باور، هند او امریکا د افغانستان د بندونو په پروژو کې ښکېل دي، خو که دا خبره سمه وي، دا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بې‌ مسوولیتۍ ښکارندویي کوي.

هغه وویل، چې ایران باید له هند سره خبرې کړې وای، څو له دغو پروژو لاس واخلي، خو امریکا طبیعي ده چې د ایران سره د اوږدمهاله شخړو له امله د دغو پروژو ملاتړ وکړي.

یزدان‌پناه ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه د ایران اوسنی دریځ ډېر پڅ دی او په لومړیتوبونو کې یې دقت نشته، چې دا مسله د دواړو هېوادونو په اړیکو او د ایران په سیمه‌ییز ځواک منفي اغېزه کولی شي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې معاهده په ۱۳۵۱ کال کې د دواړو شاهي حکومتونو د لومړي وزیرانو تر منځ لاسلیک شوه. دغه هوکړه یوه سریزه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکولونه لري.

په دغه هوکړه کې راغلي، چې افغانستان باید په یوه نورمال کال کې په منځنۍ کچه په ثانیه کې ۲۲ متر مکعب اوبه ایران ته د حقابې په توګه ورکړي.