• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

احمد مسعود: د بهرنیو په مرسته افغانستان کې د بدلون راتلو تمه غلطه ثابته شوه

۲۵ زمری ۱۴۰۴ - ۱۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۵ GMT+۱

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د جمهوري نظام د رانسکورېدو د څلورم کال په تړاو د ملي مقاومت د عالي شورا په رهبرۍ غونډه کې وویل، په تېرو څلورو کلونو کې دا تمه چې ګواکې د بهرنیو په مرسته به په افغانستان کې بدلون راشي غلطه ثابته شوه.

احمد مسعود زیاته کړه، د افغانستان په تاریخ کې د دغه هېواد لپاره هره بهرنۍ نسخه له تباهۍ پرته بله ګټه نه درلوده، په وینا یې، «د بهرنیو مرسته د افغانستان د ازادۍ او په هېواد کې د بدلون لپاره له تاکتیکي حل لارې پرته اساسي حل لاره نه ده.»

مسعود، په دې انلاین غونډه کې یو ځل بیا د طالبانو پر ضد په مبارزې ټينګار وکړ.

هغه وویل، «دا تمه چې طالبانو کې او یا هم له بهره څه بدلون راشي متاسفانه تېرو څلور کلونو وښوده چې دغه تمه غلطه ده. موږ پرته له مبارزې بله لاره نه لرو.»

احمد مسعود زیاته کړه، د افغانستان خلکو ته نه ښايي چې د خپل برخلیک پر وړاندې بې پروا واوسي او په هېواد کې یې د ښه او ازاد ژوند لپاره مبارزه د ټولو ګډ مسوولیت وباله.

نوموړي په افغانستان کې روان حالت د طالبانو د ظلم پایله وبلله او په وینا یې طالبانو پر افغانانو سربېره ان پر خپل ځان هم ظلم کوي. هغه زیاته کړه، «هغه څه چې اوس طالبان یې کوي، نه د خلکو اړتیاوې درک کوي او ان د خپلې راتلونکې په فکر کې هم نه دي.»

د احمد مسعود په وینا، دمګړۍ په افغانستان کې مشروع حکومت نشته او طالبانو په دې څلورو کلونو کې دا وښوده چې د افغانستان لپاره هېڅ ډول پلان نه لري او راتلونکې هم ورته مهمه نه ده.

نوموړي طالبان د دوی مخالفو جریانو له علماو سره بحث ته وبلل او په وینا یې که طالبان د دین او شریعت پر معیار برابر وو له هغوی سره یو ځاییږي او که پر معیار برابر نه وو د طالبانو علما باید له هبت الله خپل بیعت بېرته واخلي.

احمد مسعود زیاته کړه، «هغه څه چې طالب د دین په برخه کې ترسره کوي، د دین او شریعت خلاف دي. او زه هیله مند یم که هغوی واقعاً د دې ادعا لري چې د دین او شریعت استازي دي نو را دې شي د مخالفو جریانونو له علماو سره کیني که واقعاً د دین او شریعت مطابق وو، زه شخصاً حاضر یم له هغوی سره یو ځای شم. خو که هغوی مو قانع کړل او دا روښانه شوه چې د شریعت مطابق نه دي، نو لږ تر لږه خپل بیعت دې له هبت الله بېرته واخلي او را دې شي له سمې لارې سره یو ځای شي.»

مسعود همداراز د طالبانو پر مخالفو ډلو په نیوکې سره وویل، چې دغو مخالفو وسله والو په تېرو څلورو کلونو کې څه کړي دي.

هغه په ډاګه کړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د خپلو تېرو څلورو کلونو فعالیتونه وارزوي او ان په دې به هم بحث وشي، «چې ایا د احمد مسعود په نوم کس پر دې بریالی شوی چې د خلکو د منفعت په مسیر کې مخته ولاړ شي او که نه.»

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

انځوریز راپور: په کابل کې هم له نظامي ځواکونو پرته عامو خلکو د طالبانو د بري ورځ ونمانځله

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۱

طالبانو سږ کال د خپل بري څلورم کال د تېرو کلونو په پرتله کم رنګه ونمانځه. په کابل کې د نظامي وسلو، پوځي موټرو او تجهیزاتو ننداره نه وه؛ خو یوازي خلک او ورزش کاران د دغه ډلې د بیرغ سره سړکونو ته راوتلي‌ وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر ښاریانو د طالبانو د بري د څلورم کال د ښار د مراسمو انځورونه رالېږلي، چې دا ځل یې د طالب نظامیانو پر ځای عام خلک نمانځي.

طالبانو سږ کال په ټولو ولایتونو کې نظامي تجهیزات ښارونو ته را ونه ایستل او یوازي عامو خلک د طالبانو له بیرغونو سره را ووتل.

په کابل کې یو شمېر ورزش کاران هم د دغه ورځې د نمانځلو لپاره سړکونو ته راواتلي وه.

په کابل کې یو شمېر ورزش کاران او عام خلک د طالبانو د واک څلورم کال نمانځي
100%
په کابل کې یو شمېر ورزش کاران او عام خلک د طالبانو د واک څلورم کال نمانځي
کابل: علاوالدین درې لارې
100%
کابل: علاوالدین درې لارې
د طالبانو د واک د څلورم کال پر مهال د کابل پر څلور لارې یو شعار
100%
د طالبانو د واک د څلورم کال پر مهال د کابل پر څلور لارې یو شعار
کابل کې ورزش کاران او عام خلک
100%
کابل کې ورزش کاران او عام خلک
کابل کې د طالبانو د بري څلورم کال نمانځنه
100%
کابل کې د طالبانو د بري څلورم کال نمانځنه

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو میاشتو راهیسې دا خبره تکراروي چې «له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزت باید بېرته ترلاسه شي» او راتلونکې مرستې دې له همدې شرط سره وتړل شي.

هغه دا څرګندونې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال هم بیا وکړې.

د طالب ډلې د واکنېدو د څلورم کال په مناسبت د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «اسلامي واکمنۍ د نعمت» د قدردانۍ غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې «ناشکري» به د سخت الهي عذاب سبب شي.

هغه همداراز امر کړی چې له وزیرانو او چارواکو دې د «سرپرست» ټکی لېرې شي، څو د ادارې «دایمي» بڼه وښوول شي.

هبت‌الله علیزی: طالبان دولت نه، بلکې یوه وسله‌واله جنایتکاره ډله ده

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز هبت الله علیزی،د طالبانو د واکمنېدو څلورم کال په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي، چې طالبان دولت نه، بلکې یوه «وسله‌واله جنایتکاره ډله»ده چې افغانستان یې یرغمل کړی دی

علیزی ویلي، طالبانو نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکړې او د خلکو پر وېرولو سره واکمني کوي.

نوموړي زیاته کړې،چې د دې ډلې تېرو جنایاتو او د افغانستان له خلکو سره د دوی خیانت د ډیپلوماسۍ له لارې نه شي سپینېدلی.

د هغه په وینا، طالبانو د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او د ولس د اعتراض غږونه یې غلي کړي دي.

علیزی طالبان یو جنګ سالار ډله بللې چې واک یې «پر وېرې، دروغو او د خلکو پر وینو ولاړ» دی.

هبت الله علیزي غوښتنه کړې،چې د طالبانو له خوا د پخوانیو حکومتي سرتېرو وژنه باید سمدستي بنده شي. هغه دا کار د جنګي جنایت او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

علیزي ټینګار کړی چې د طالبانو «وحشیانه کړنې» به د دوی د واکمنۍ د سقوط تخم وکري او د خلکو ځورول به افغانستان د نوې جګړې پر لور یوسي.

طالب استخباراتو د خپل ویاند مرکې ته هم د سانسور قیچي ورواچوله

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د طلوع نیوز په نامه ټلویزیوني شبکې سره ځانګړې مرکه کړې،خو د دې مرکې یوه مهمه برخه د طالبانو د استخباراتو له خوا سانسور شوې او له خپرونې څخه لرې کړای شوې ده.

د مجاهد غږ په ژوندۍ مرکه کې هغه مهال پرې شو چې د مرکې کوربه د خلکو په استازیتوب د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ناکامیو په اړه پوښتنې مطرح کړې. پوښتنه دا وه چې ولې طالبانو تر اوسه اساسي قانون نه دی جوړ کړی، د ښځو د کار او زده کړو موضوع یې نه ده حل کړې او نه هم د نړیوالې ټولنې له خوا یې رسمي پېژندنه ترلاسه کړې ده.

د غږ پرې کېدو وروسته، د مجاهد مخکې ثبت شوې یوه بله وینا ځای پر ځای شوې چې پکې یې له اصلي پوښتنې تېر شویو،او په عمومي ډول یې ځینې هېوادونه تورن کړل چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې پالیسي تعقیبوي او غواړي د طالبانو کورني سیاستونه د خپلو خوښو سره سم بدل کړي.

د مرکې د غږ کیفیت او ریتم د بدلون له امله د سانسور نښې ډېرې څرګندې وې، خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې ولې طالبانو د خپل رسمي ویاند خبرې هم سانسور کړې.

کارپوهان دا پېښه بې ساري بولي، ځکه تر دې وړاندې د طالبانو د ویاند مرکې او څرګندونې معمولاً د دې ډلې له رسمي دریځ سره سم خپرېدلې. خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو استخبارات ان د خپل تبلیغاتي ټیم پر بیانونو هم بشپړ کنټرول لري او د هر هغه څه پرېکون کوي چې د دوی له سیاسي کرښې سره سمون نه لري.

په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کورنیو رسنیو له خوا د ژوندیو سیاسي خپرونو مخه نیولې او هغوی ته یې د یوې ځانګړې فهرست له مخې یوازې هغه شنونکي ور پېژندلي چې د طالبانو ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د خپل رسمي ویاند د یوې کورنۍ مرکې پر مهال د سانسور تګلاره عملي کوي. پخوا هم ورته پېښه شوې وه، کله چې ذبیح‌الله مجاهد د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د اختر د لمانځه وینا ثبتوله، د هغه خبرې د رسنیو د نفوذ په اړه پرې شوې وې او عامو خلکو ته ونه رسېدلې.

شنونکي باور لري چې دا ډول سانسور د طالبانو د سیاسي کمزورۍ او داخلي وېش څرګندونه کوي، ځکه که د دوی خپل ویاند هم د سانسور تر قیچي لاندې راځي، نو مانا دا ده چې د بیان بشپړه واکمني د طالبانو د استخباراتو په لاس کې ده، نه د دوی د تبلیغاتي څانګې په واک کې.

په کور دننه او بهر افغانان د اګست ۱۵مه توره ورځ بولي، خو ندا محمد ندیم یې «فتح» ګڼي

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۵۸ GMT+۱

په داسې حال کې چې په کور دننه یو شمېر افغانان او په ځانګړې توګه بهر مېشتي کابو ټولو افغانان د اګست ۱۵مه یا د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ، یوه توره ورځ بولي خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مشر ندا محمد ندیم بیا وایي، هر افغان باید خپل ځان ته د «فتحې» مبارکي ووايي.

ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) د پروان پوهنتون په یوه فراغت غونډه کې وویل، «د افغانستان مسلمانانو په روان جهاد کې لویه قرباني ورکړې، دا فتح یوازې د طالب لپاره نه، دا یوازې د شیخ صیب لپاره نه، دا د هر افغان لپاره فتح ده، د هر افغان لپاره دا مبارکي پکار ده، هر افغان ویلی شي چې دا فتح دې ماته مبارک وي.»

100%

د ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په کور دننه یو شمېر افغانانو دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ بللې او ځينو لا پر لارو او دېوالونو په لیکلي بڼه د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره توره ورځ بللې ده.

100%

له دې سربېره کابو ټولو بهر مېشتو افغانانو او په ځانګړې توګه سیاستوالو د هر ممکنې لارې په استفادې دغه ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بللې او ورسره یې له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان په مسایلو کې بې پروا پاتې نشي او د افغانانو د حقوقو د اعادې په برخه کې لاس په کار شي.

انځوریز راپور: کندهار کې د طالبانو د واکمنۍ څلورم کال په مراسمو کې د پوځي نندارې نشتوالی

۲۴ زمری ۱۴۰۴ - ۱۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو واک ته رسېدلو څلورم کال په مناسبت سږ په کندهار کې د تېر په شان پوځي یا د درنو تجهیزاتو ننداره تر سره نه شوه. د ورځې په اوږدو کې یوازې د رینجرو او شخصي موټرو واړه واړه کاروانونه، چې یو شمېر وسله‌ وال او ملکي کسان پکې سپاره وو، د ښار له اصلي سړکونو تېر شول.

د معلوماتو پر بنسټ، دا د تېرو څلورو کلونو له پیل راهیسې لومړی ځل دی چې په کندهار کې رسمي پوځي ننداره نه ترسره کېږي.

په نورو ولایتونو کې هم «پوځي رژه» نه وه، خو رسمي مراسم په کابل کې دننه نیول شوي.

ځایي سرچینې وایي، ورته پوځي نندارې سږکال په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم ونه لېدل شوې.

د دې ترڅنګ د ورځې تر پایه په کندهار کې عامه غونډه ونه لیدل شوه.

د کندهار څخه بېلابېلو سرچینو د نن ورځي انځورونه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رالېږلي.

د کندهار ښار عمومي سړک عام وګړي او طالب پلوه د دغه ډلې له بیرغونو سره
100%
د کندهار ښار عمومي سړک عام وګړي او طالب پلوه د دغه ډلې له بیرغونو سره
کندهار ښار له ښاریانو سره د جمهوریت او طالبانو ګډ بیرغ
100%
کندهار ښار له ښاریانو سره د جمهوریت او طالبانو ګډ بیرغ
کندهار ښاریان او طالب جنګیالي
100%
کندهار ښاریان او طالب جنګیالي
کندهار کې یو شمېر ښاریان د طالبانو واکمنۍ څلورم کال نمانځنې پر مهال د فلسطین له بیرغ سره
100%
کندهار کې یو شمېر ښاریان د طالبانو واکمنۍ څلورم کال نمانځنې پر مهال د فلسطین له بیرغ سره
کندهار ښاریان د طالبانو دا ډول نمانځل غيري اصولي او ویرونکي ګڼي
100%
کندهار ښاریان د طالبانو دا ډول نمانځل غيري اصولي او ویرونکي ګڼي
کندهار: شهیدانو څلور لارې
100%
کندهار: شهیدانو څلور لارې
د طالبانو د بري ورځ: د طالب نظامیانو پر ځای د عامو خلکو نمانځل
100%
د طالبانو د بري ورځ: د طالب نظامیانو پر ځای د عامو خلکو نمانځل
د طالبانو په نظامي موټرو کې ماشومان
100%
د طالبانو په نظامي موټرو کې ماشومان

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو میاشتو راهیسې دا خبره تکراروي چې «له طالبانو د امریکا پوځي تجهیزت باید بېرته ترلاسه شي» او راتلونکې مرستې دې له همدې شرط سره وتړل شي.

هغه دا څرګندونې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پر ۲۰مه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال هم بیا وکړې.

په ورته مهال، د طالبانو یو شمېر غړیو د ټولنیزو شبکو پر پاڼو د ژېړو بوشکو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې «ټرمپ دې راشي او خپلې وسلې دې یوسي».

د کلیزې په مناسبت د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د «اسلامي واکمنۍ د نعمت» د قدردانۍ غږ وکړ او خبرداری یې ورکړ چې «ناشکري» به د سخت الهي عذاب سبب شي.

هغه همداراز امر کړی چې له وزیرانو او چارواکو دې د «سرپرست» ټکی لېرې شي، څو د ادارې «دایمي» بڼه وښوول شي.