روسیه: د مسکو پر کروکوس تالار تر برید وروسته بریدګرو غوښتل، چې افغانستان ته ولاړ شي

د مسکو پر «کروکوس» تالار د برید په اړه د روسیې څېړنې ښيي، چې بریدګرو تر برید وروسته غوښتل لومړی اوکراین، بیا ترکیې او له هغه ځایه افغانستان ته ولاړ شي.

د مسکو پر «کروکوس» تالار د برید په اړه د روسیې څېړنې ښيي، چې بریدګرو تر برید وروسته غوښتل لومړی اوکراین، بیا ترکیې او له هغه ځایه افغانستان ته ولاړ شي.
د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) د «کروکوس» برید په اړه نوي جزییات خپاره کړي دي.
۳۲ کلن دلیرجان میرزایوف، ۲۶ کلن فریدون شمسالدین، ۱۹ کلن محمدصابر فیضاف او ۳۰ کلن مرادعلي رجبعليزاده چې ټول د تاجکستان اوسېدونکي دي؛ په دغه پېښه کې تورن بلل شوي دي.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د هغوی له ډلې یو کس د «کروکوس» پر تالار تر برید مخکې د جعلي پاسپورټ پر مټ افغانستان ته تللی و او هلته روزل شوی و.
د داعش خراسان څانګې د «کروکوس» تالار برید منلی دی. په سیمه کې د داعش له لوري دغه برید له سترو بریدونو څخه بلل کېږي.


د طالبانو د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د پاکستان شته اندېښنو ته په اشارې سره وايي، د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نهشته او هرڅوک چې په دې اړه بېځایه اندېښنې لري؛ هغه د دوی خپله ستونزه ده. هغه زیاته کړې، چې په دې اړه هر ډول اندېښنې بېبنسټه دي.
تر دې وړاندې پاکستان په وار، وار ویلي و، چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ دی او طالبانو په افغان خاوره کې د «ټيټيپي وسلهوالو» ته پټنځایونه ورکړي دي او دغه وسلهوال له هغه ځایه د پاکستان ضد بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه څرګندونې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي.
نوموړي دارنګه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې دا منلې، چې اوس په نړۍ کې جګړې په پرمختللو وسلو کېږي؛ خو دوی به د «پیاوړې عقیدې» پرمټ د خپل نظام ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی له چاسره جګړه نه غواړي؛ خو دا مسله باید ټولو ته روښانه وي، چې «دوی به د سر په بیه د خپل نظام ساتنه وکړي.»
د طالبانو د لوی درستیز مرستیال همدا راز ویلي، چې د خلکو له پراخ او هر اړخیز ملاتړ پرته په افغانستان کې د دوی بری ناشونی و.
طالبان داسې مهال د خلکو د ملاتړ خبرې کوي، چې پر افغانستان د دویم ځل واکمنېدو راهیسې یې د خلکو بنسټیز حقونه تر وړي دي او د دوی ازادۍ یې سختې محمدودې کړې دي.

د افغانستان ازادۍ جبهې شنبه (د زمري ۲۵مه) ویلي، د طالبانو څلور کلنه واکمني «مشروعیت» نهلري. دغه جبهه وایي، چې طالبانو د افغانانو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، د افغانستان کانونه یې لوټ کړي او دوی هم د هغوی پر ضد پوځي عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
دغې جبهې پر اېکس پاڼه د طالبانو څلور کلنه واکمني «نامشروع» بللې او ویلي یې دي، چې په دغه موده کې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو په مرکز بدل شوی دی. د اعلامیې له مخې؛ طالبانو د افغانستان خلک د خپلو بنسټيزو حقونو څخه بې برخې کړي دي، لکه د ښځو زدهکړې، کار او ټولنیز ژوند کې ګډون چې دا د جنسيتي توپیر ښکاره بڼه ده.
د ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د دوی د څېړنو له مخې په تېر یوه کال کې طالبانو ۲۰۹ پخواني امنيتي ځواکونه وژلي دي.
دغه جبهه وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبانو د افغان ښځو پر عزت تېری کړی؛ نو له همدې امله یادې جبهې هغوی په خپلو پوځي موخو کې شامل کړي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دوی د خپلو پوځي عملیاتو په لړ کې د روان کال پسرلي راهیسې ۱۴ محتسبان وژلي دي.
د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د روان کال په اوږدو کې یې د طالبانو پر پوځي تاسیساتو ۸۸ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۲۲۵ طالبان وژلي او ۱۷۴ نور یې ټپيان کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا شنبه (د زمري ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ويلي، چې طالبانو د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو ژوند تریخ کړی، د خلکو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي او افغانستان ته په زور د افغان کډوالو اېستل د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې په اړه ويلي، چې د افغانستان خلک او په تېره بیا ښځې په پرله پسې ډول له سختو بندیزونو سره مخ دي؛ ځکه طالبانو د جنسیتي ظلم یو منظم پلان عملي کړی دی. په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان د بیان له ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو سره ښکاره دښمني کوي.
د دغې شورا په وینا؛ د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون» د ښځو او نجونو ژوند نور هم ګران کړی، چې دا د جنسیتي توپیر او بشري ضد جنایتونو ښکاره بڼه ده. دغه شورا زیاتوي، چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي او له کار، ازاد تګ راتګ، کلتوري او ټولنیز ژوند څخه هم بې برخې شوې دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هنرمندان د نیولو، شکنجو او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. اعلامیه وړاندې کاږي، په عام محضر کې د خلکو په درو وهل او اعدامونه هم دوام لري، د مدني ټولنې فضا یو مخ له منځه تللې ده.
دغه شورا وايي: «په افغانستان کې د بشري ناورین کچه ورځ تر بلې پراخېږي؛ د مرستو کمښت، د طالبانو بندیزونه او د ایران او پاکستان لهخوا د افغان کډوالو جبري اېستل افغانان نور هم له ګواښ سره مخ کړي دي. افغانان داسې مهال په زور افغانستان ته شړل کېږي، چې دغه هېواد د هغوی لپاره خوندي ځای نهدی.»
د دغې اعلامیې له مخې؛ «د ملګرو ملتونو کارپوهان سپارښتنه کوي، چې باید د دغه وضعیت د مهارولو لپاره ټول وسایل او امکانات په کار واچول شي؛ لکه نړۍوال فشار او حساب ورکول. باید د جنسیتي توپیر موضوع د جرم په توګه راپورته شي. باید د ښځینه حقونو ټولنو او کليوالو ښځو ملاتړ وشي، باید نویو راستانه شویو کډوالو ته بشري مرستې ورسول شي او په عمومي ډول د مدني ټولنې فضا را منځ ته شي.»
د ملګرو ملتونو شورا وايي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا ښځې له خپلو حقونو بېبرخې کول باید عادي کار و نه ګڼل شي او باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي. دغه شورا وایي، که څه هم د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی؛ خو دغه وضعیت به تل داسې نه وي او په دوامداره توګه نړۍواله همکاري اړینه ده، چې د طالبانو د ظلم د پراخېدو مخه ونیول شي.

د اېرلنډ بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسب خپور شوي بیان کې له بشري حقونو د طالبانو سرغړونې غندلې دي. دغه وزارت ویلي:« موږ د طالبانو لهخوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو پراخې سرغړونې او محدودیتونه په کلکه غندو.»
په بیان کې راغلي، چې اېرلنډ به په افغانستان د بشري حقونو د ټینګښت په برخه کې له افغانانو خپل ملاتړ ته دوم ورکړي. دغه وزارت زیاته کړې، چې له ملګرو ملتونو، اورپايي ټولنې او په ټوله کې له نړۍوالو شریکانو سره به په افغانستان کې د مثبت بدلون په تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په بیان کې وړاندې راغلي، چې اېرلنډ د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په لړ کې ځینې افغانان منلي او ژمنه یې کړې چې ۵۰ نورو افغانانو ته به هم په اېرلنډ کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.
د طالبانو د بیا واکمنېدو څلورمې کلیزې په مناسبت بېلابېلو هېوادونو او سیاسي مشرانو په خپلو بیانونو کې د دوی پر سختدریځه سیاستونو نیوکې کړې وې؛ خو طالبان بیا خپله څلور کلنه دوره له لاسته راوړنو ډکه بولي او ادعا کوي، چې په دغه موده کې افغانستان ګڼ پرمختګونه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پر افغانستان د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د جرمونو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه مرکه کې ادعا کړې، چې د دوی د څلور کلنې واکمنۍ پرمهال د جرمونو په کچه کې ۲۵سلنه کموالی راغلی دی.
نوموړي ویلي، که څه هم صفر ته د جنايي جرمونو د کچې راټیټېدل شونې نهدي؛ خو دوی په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. هغه وایي:« د تېر کال پرتله ۲۵ سلنه د جرمونو کچه راکمه شوې، بشپړ لهمنځه وړل یې ګران دي؛ خو د کشف په برخه کې د پام وړ پرمختګ لرو.»
خو له بل پلوه د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي بیا وایي، چې اوس هم د غلو له وېرې د شپې لهخوا په ځینو سیمو کې تګ راتګ نهشي کولای. نوید «مستعار نوم» چې د کابل په البرز بلاکونو کې اوسېږي، په دې اړه وايي:« زموږ د کور تر څنګ د ملنګ جان تپه ده، چې هوا تیاره شي بیا دلته کرځېدل له خطره خالي نهدي. له پخوا راهیسې دلته غله شته، چې له خلکو موبایلونه، پیسې او هرڅه چې ورسره وي اخلي.»
نوموړی وايي، پخوا به خلکو د جنايي جرمونو پېښې په خواله رسنیو کې شریکولې؛ خو اوس یې څوک د طالبانو له ډاره نه خپروي، نو داسې نهده چې بیخي جنايي پېښې نه کېږي.
طالبان په داسې حال کې د جنايي جرمونو د کچې راکمېدو ادعا کوي، چې کابو هره ورځ یې ویاندویان په کابل او ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ځینو کسانو د نیولو خبرونه خپروي.
په افغانستان کې بېوزلي او مخ پر زیاتېدونکی فقر د جنايي جرمونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.