• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي چې د اوکراین ۳۰۰ ډرون الوتکې یې را غورځولې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د روسیې دفاع وزارت ادعا کړز، چې۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې راغورځولي او د ساپسان توغندیو زېرمې یې ویشتلې دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي، په دونڅک سیمه کې یې ښه پوځي دریځونه خپل کړي، خو اوکراینۍ نقشې ښيي چې اوکرایني ځواکونو د روسانو پرمختګ مهار کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د دونڅک په سیمه کې د زولوتيي کولوډیاز په نوم مېشت ځای ترڅنګ یې ښه پوځي دریځونه خپل کړي، خو اوکراینۍ نقشې ښيي چې اوکرایني ځواکونو د روسانو پرمختګ مهار کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت زیاته کړې چې د جګړه ییزو الوتکو، ډرونونو او توغندیو په وسیله یې د ساپسان توغندیو زېرمې په نښه کړې دي.

وزارت ویلي: «د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا څلور هدایت شوي هوايي بمونه او ۳۰۰ بې‌ پیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي».

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

پوټین د لیدنې پر مهال ټرمپ ته ویلي چې اوکراین باید ځنې سیمې روسیې ته وسپاري

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس شنبه (د زمري ۲۵مه) لیکلي، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، باید اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره له روسیې سره جوړجاړی وکړي. پوتین د امریکا ولسمشر ته ویلي چې اوکراین باید روسیې ته یو شمېر سیمې ور وسپاري.

ټرمپ له پوتین سره د الاسکا تر غونډې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ویلي، که اوکراین د دونتیسک ټولې سیمې روسیې ته وروسپاري، دی به جګړه ودروي.

خو زیلینسکي دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل: «دوژنو درول د جګړې درولو لومړی پړاو دی». ټرمپ پر خپل ټروت سوشل ولیکل: «تر ټولو ښه لاره د سولې تړون دی، نه یوازې اوربند، ځکه ډېر وختونه داسې شوي چې اوبند دوام نه کوي».

ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي: «زه فکر کوم موږ له روسیې سره جوړجاړي ته نږدې شوي یو. اوکراین باید دې جوړجاړي ته غاړه کېږدي، خو دا هم کېدای شي چې و یې نه مني».

پوتین د زیلینسکي په اړه څه نه دي ويلي، خو په الاسکا کې د خبرو په اړه یې د ټرمپ دریځ وستایه.

پاکستان کې د خطرناکو سېلابونو د ډېریدو خبرداری ورکړل شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

ډان ورځپاڼې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) لیکلي، چې په پاکستان کې د سختونو اورښتونو، بادونو او توپان له امله د اګسټ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې په ټول هېواد کې د خطرناکو سېلابونو اټکل شوی دی.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر، ګلګيت بلتستان، پښتونخوا، پنجاب، سیند او بلوچستان کې سخت اورښتونه وشي، چې د ناڅاپي سېلونو او غرنیو سیمو د ښویېدو کواښ ورسره تړلی دی.

د دې ادارې د اټکل له مخې د پاکستان لوی ښارونه هم د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، لکه اسلام‌اباد، لاهور، کراچي، پېښور او ګوجرانواله.

د پنجاب د افتونو د مخنیوي ادارې د دې ایالت د څو ولسوالیو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د سیندونو له غاړو او خوړونو څخه لیرې اوسي او تفریحي ځایونو ته دې هم نه ځي.

په هسپانیا کې ۱۴ ځایه اورونه بل شوي او نور هم پسې پراخېږي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) لیکلي، چې هسپانیا تازه په تازه له لویو اورونو سره مبارزه کوي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اور د کنټرول لپاره شرايط برابر نه دي. تر دې مهاله ۷ کسان مړه شوي او پراخې ځمکې یې سوځولي دي.

په ګالیسیا کې څو اورونه سره یو ځای شول، چې له امله یې سړکونه او اورګاډو پټلۍ وتړل شوې. لومړي وزیر پېدرو سانچېز خبرداری ورکړ، چې د نویو اورونو ګواښ هم شته.

ډېر اورونه په کستیا او لیون کې بل شوي، چې په څو ساعتونو کې زرګونو هيکټاره ځمکو ته غځېدلی، خو اوس لږ ورو شوي دي.

په هسپانیا کې سږ کال تر دې دمه تر ۱۵۷ زره هيکټاره ډېر ځنګلونه سوځېدلي دي.

اسراییلي پوځ ګواښ کړی چې د غزې اوسېدونکي به جنوبي سیمو ته ولېږدوي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس (د زمري ۲۵مه) د سراييلي پوځ په حواله لیکلي، تر یکشنبې ورځې وروسته به د غزې اوسېدونکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي، چې هغوی له جنګي سیمو څخه په خوندي ډول د غزې جنوبي برخو ته ولېږدول شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې تر عملیاتو وړاندې به ملکي وګړي خوندي سیمو ته لېږل کېږي.

ملګرو ملتونو د دې کار ستاینه وکړه، خو خبرداری یې ورکړ چې دغه لېږد به د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي، ځکه په غزه کې هیڅ ځای هم خوندي نه دی.

فلسطیني ډلو دغه پلان غندلی دی، د اسلامي جهاد ډلې ویلي، چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی. په ورته وخت کې اسراییلي ځواکونو په غزه کې عملیات پراخ کړي او د زیتون او شجاعیه سیمو کې درنې بمبارۍ هم شوي دي.

امریکا د غزې اوسېدونکو ته د ویزو د ورکولو بهیر ځنډولی دی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د یوې «بشپړې او هر اړخیزې ارزونې» تر ترسره کېدو پورې د غزې اوسېدونکو ته د (بي یو او بي دوه) د سفر ویزې نه ورکول کېږي. دا اقدام د فلسطین پلوه ډلو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) وویل، چې په وروستیو ورځو کې یوازې یو محدود شمېر بشردوستانه ویزې د طبي اړتیاوو لپاره صادرې شوې دي؛ خو دقیق شمېر یې نه دی ورکړی.

د دې وزارت په وېب‌ پاڼه کې د خپرو شویو میاشتینيو احصایو د تحلیل له مخې، امریکا سږ کال د فسلطین ادارې له خوا د سفر اسناد لرونکو ته صادر شوي د طبي درملنې لپاره له ۳۸۰۰ څخه ډېرې د بي‌ یو او بي دوه ویزې صادرې کړې دي.

د فلسطین اداره د لوېدیځې غاړې او غزې تړانګې اوسېدونکو ته دا ډول د سفر اسناد ورکوي.

دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د افراطي ښي اړخو فعاله او د ډونالډ ټرمپ پلوې لورا لوومر د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ادعا وکړه، چې فلسطیني کډوال روانه میاشت امریکا ته داخل شوي دي.

د هغې څرګندونو د ځینو جمهوري غوښتونکو د ټګزاس استازي چیپ روی او د فلوریډا د استازي رنډي فایڼ غبرګونونه پارولي.

چیپ روی وویل، چې دی به دا موضوع وڅېړي او رنډي فایڼ دا وضعیت «د ملي امنیت لپاره خطر» وباله.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د غزې اوسېدونکو لپاره د ویزې ځنډول وغندل او دا یې د ټرمپ ادارې له خوا د «قصدي ظلم» یوه بله نښه وبلله.

د فلسطیني ماشومانو د مرستې صندوق هم خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه به د غزې د ناروغو او ټپي ماشومانو لپاره امریکا ته د درملنې لاس‌رسی بند کړي.

د امریکا حکومت لا تر اوسه نه‌ دي ویلي، چې له جګړې تښتېدلي فلسطینیان به ومني او که نه.

خو ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي، چې سوېلي سوډان او اسراییل د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو په اړه د یوه پلان پر سر خبرې کوي.