• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان ګوښه کړل

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشتل ته وویل چې طالبانو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي درې استادان پوهاند عبدالمتین شهیدي، احسان الله مبارز او خواجه محمد عصامي له دندو ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو غواړي ددې استادانو پرځای د خپلې ډلې کسان وګوماري.

په کابل پوهنتون کې سرچینو نن یکشنبه د «زمري۲۶مه» وویل چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي دریو سابقه لرونکو استادانو ته د منفکۍ مکتوبونه ابلاغ شوي دي.

سرچینې وايي:« پوهاند عبدالمتین شهیدي د ثقافت اسلامي ډیپارتمنټ، ډاکتر احسان الله مبارز د حدیث ډیپارتمنت او ډاکتر خواجه محمد عصامي د اسلامي ثقافت ډیپارتمنت استادان ول.»

د طالبانو له خوا له پوهنتونونو د مسلکي استادانو د ګوښه‌کېدو پر دوام، دې ډلې د روان کال د غويي ۲۳مه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ۱۰ استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له خپلو دندو ګوښه کړي وو. په یادو کسانو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي، چې یوه یې استاده او بله اداري کارکوونکې وه.

افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته د رسېدلي مکتوب په یوه نسخه کې لیدل کېدل، چې ډېری دا استادان د پوهاند علمي او کادري درجې لرونکي دي.

طالبانو نه یوارې د کابل او ننګرهار له پوهنتون استادان ګوښه کړي دي، بلکې ١٢٠ تنه یې په خوست، ۷۰ په پکتیا، ٥٠ په باميان او ٥٠ تنه په بدخشان کې هم ګوښه کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او یاده ډله هڅه کوي په دې ځایونو کې له خپلې ایډيالوژۍ سره جوړ او د مدرسو ملایان وګوماري.

په هېواد کې د پوهنتونونو د متخصصو او تجربه‌لرونکو استادانو د ګوښه‌کېدو بهیر داسې مهال روان دی، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر علمي او مسلکي پرمختګ ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان له طالبانو سره د برېښنا په برخه کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیکوي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر په مشرۍ ازبک پلاوی کابل ته رسیدلی او تمه ده، چې د برېښنا په برخه کې د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

د افغانستان برېښنا شرکت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان په چارو کې د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف کابل ته رسیدلي.

طالبانو ویلي، چې د ازبک پلاوي او افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ به د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي.

په لاسلیک کېدونکو تړونونو کې د سرخان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د انتقالي لین پروژه، چې زرو ته لوړیږي،د کابل – شیخ مصري د ۸۰۰ میګاواټو په ظرفیت انتقالي لین، د ۸۰۰ میګاولټ امپیر په ظرفیت د ارغندي سب سټېشن پراختیا او د ۱۲۶ میګاولټه امپیر په ظرفیت د ننګرهار د شیخ مصري سب سټېشن د جوړولو پروژې پکې شاملې دي.

طالبانو له ازبکستان سره د یادو تړونونو لاسلیک کېدل د برېښنا پراختیا او وېش په برخه کې ستر ګام بللی دی.

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وړاندې د ۲۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا لېږد او وېش څلورو پروژو تړونونو لاسلیک کولو خبر ورکړی و.

طالبان وايي تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۸۷ زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د حیرتان، اقینه، تورغونډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې ۸۷ زره او ۷۸۳ میټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې تېره اونۍ د حیرتان بندر له لارې ۵۵ زره او ۳۹۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۷۱۲۰ ټنه، د تور غونډۍ بندر له لارې ۱۳۰۹۰ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۱۱۱۷۸ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي صادر او وارد شوي دي.

طالبانو ویلي، چې له افغانستان څخه په صادراتو کې ۱۹۷ ټنه وچه میوه هم د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچې په لوړېدو سره کاري فرصتونه هم مخ په ډېریدو دي او دغه وزارت هڅه کوي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ډېرو انتقالاتو او سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

په هند کې د جمهوریت وروستی سفیر فرید ماموندزی کابل ته ستون شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دیاد وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر په هند کې د پخواني جمهوریت له وروستي سفیر فرید ماموندزي سره په خپل دفتر کې ولیدل. عبدالکبیر وايي، د طالبانو له ټولبښنې وروسته د پخوانیو مسوولیتونو له امله څوک له چا پوښتنه نه شي کولای.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت نن یکشنبه د «زمري ۲۶مه» وویل، چې د یاد وزارت وزیر عبدالکبیر په هند کې د پخواني حکومت سفیر فرید ماموندزي ته ښه راغلاښت ووایه، او زیاته یې کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو کډ کور دی او کولای شي هېواد ته راستانه شي.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر ویلي:« د اسلامي نظام د حاکمیت په وړاندې دښمني پای ته رسیدلې او نور به له افغانستان څخه نړۍ ته هیڅ زیان ونه رسیږي.»

طالبانو د کډوالو چارو وزارت د فرید ماموندزي په حواله لیکلي، چې نوموړي په خپلو خبرو کې د طالبانو له همکارۍ خوښي څرګنده کړه او د امنیت په ګډون یې اوسني مثبت بدلونونه د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم وبلل.

فرید ماموندزي وویل:« هر ډول مرسته چې یې له لاسه کېږي، د افغانستان د خلکو لپاره به یې ونه سپموي.»

فرید ماموندزي شاوخوا دوه کاله وړاندې په هند کې د افغانستان د سفیر له دندې استعفا وکړه او په لندن کې مېشت شو.

طالبانو په کابل کې څلور کسان د غلا او زنا په تور په درو وهلو او زندان محکوم کړل

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې یکشنبه (د زمري ۲۶مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یوه ښځه او درې نارینه یې د غلا او زنا په تور هم په درو وهلي او هم یې په بند محکوم کړي دي.

د طالبانو د کابل ولايت ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او چهاراسياب ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړو له مخې، د روان کال د زمري ۲۳مه او زمري ۲۵مه نېټه د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د غلا او زنا په جرم سزا ورکړل شوې.

د یادې ډلې،‌ ښاري ابتدایه محکمې جزا دېوان او ابتدایه محکمې درې کسان هر یو په ۳ کاله تنفيذي بند او هر یو ۳۹ درو محکوم کړ، دغه ډول یې څلورم کس په یوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو وهلو سزا محکوم کړ.

دا سزاګانې به د طالبانو د سترې محکمې تر منظورېدو وروسته پلي شي.

د طالبانو سیاسي استازولۍ خپله واکمني د افغانانو لپاره «لوی غنیمت»‌ ګڼي

۲۶ زمری ۱۴۰۴ - ۱۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۱

په یو شمېر هېوادونو کې د طالبانو سیاسي استازولیو په بېلابېلو غونډو کې د افغانانو لپاره خپل حکومت «لوی غنیمت» ګڼلی. د دغه ډلې د څلورمې کلیزې په مناسبت ډېرو لوړ پوړو طالبانو ویلي چې افغانان باید په دې «نعمت» شکر وباسي.

په ترکیه کې د طالبانو سفیر سمیع‌الله فرهمند په افغان سفارت کې جوړې شوې غونډې ته ویلي چې اوسنی نظام له ډېرو سرښندونو او صبر وروسته افغانانو ته ورپه برخه شوی دی.

نوموړي ویلي: «امنیت او اوسنی نظام د الله پاک لوی نعمتونه دي او باید د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ترې ګټه واخېستل شي.» په دې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت استازو او ډیپلوماټانو هم ګډون کړی و.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفارت هم ویلي چې د خپلې واکمنۍ د کلیزې په مناسبت یې لویه غونډه جوړه کړې وه.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې په غونډه کې د پاکستان ګڼو چارواکو او سیاسیونو، اسلام اباد کې مېشتو د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ډيپلوماټانو، علماوو، خبریالانو، زده‌کړیالانو، کډوالو او د فرهنګي ټولنې استازو ګډون کړی وو.

طالبان په داسې حال کې په کور دننه او بهر د خپلې واکمنۍ څلورمه کلیزه نمانځي او په خپلو لاسته راوړنو ویاړي چې د همدې کلیزې په مناسبت ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو په پیغامونو کې له دوی غوښتي چې د بشري حقونو وضعیت ته دې جدي پام وکړي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واک ته رسېدو سم د خلکو په ځانګړي توګه پر افغان میرمنو او نجونو پراخ محدیتونه ولګول چې له کبله یې له جدي نیوکو سره مخامخ دي؛ خو دوی بیا په کراتو ویلي چې په افغانستان کې د ټولو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.