• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کندهار څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د انځرو صادرات پیل شول

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو له دغه ولایت څخه نورو هېوادونو ته د انځرو صادراتو د پیل کېدو خبر ورکړ. طالب چارواکي وايي، چې د یوه ملي سوداګر له خوا له کندهاره سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د ۱۰۰ ټنه انځرو د صادرولو لړۍ پيل شوې ده.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد حنیف حقمل باختر دولتی اژانس ته ویلي، چې د کندهار انځر د ځانګړي کیفیت او خوږوالي له امله په عربي هېوادونو کې پراخ شهرت لري او د بازار غوښتنه یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

د هغه په وینا، په روان فصل کې به نه یوازې انځر، بلکې د کندهار نورې تازه مېوې هم بېلابېلو هېوادونو ته ولېږدول شي.

له دې وړاندې په کندهار ولایت کې د طالبانو کرنې ریاست ویلي و، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ریاست په وینا، سږکال له څه باندې ۱۵زره هکټاره بڼونو تر ۱۳۵زره ټنو پورې حاصلات ترلاسه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات شاوخوا اته زره ټنه وو.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ننګرهار کې په سیلاب کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورل شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱

په ننګرهار کې طالب چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند سبزاباد سیمو کې یې د سیلاب له امله په سیمه کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورلي دي.

د ننګرهار ولایت د طالبانو مقام په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، چې د طالبانو مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی په هڅو د سېلاب په اوبو کې بند پاتې ۳۷ کسان ژغورل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې « مولوي عزیزالله مصطفی د ژغورنې عملیاتو د څار لپاره په سیمه کې حضور درلود او د مرستې لپاره یې له جلال اباد هوایي ډګر او کابل څخه د چورلکو غوښتنه هم کړې وه».

خبرپاڼه زیاتوي، چې له چورلکو وړاندې د لامبوزنو او ټوپونو په مرسته ټول بند پاتې کسان وژغورل شول او د چورلکو اړتیا پیدا نه شوه.

طالبانو د قرغیزستان له چارواکو سره د پانګونې او سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د قرغیزستان په پلازمېنه بشکيک کې د دغه هېواد له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او یو شمېر وزیرانو سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو، پانګونې او سیاسي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت ویلي، چې نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د قرغیزستان - روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون کړی و.

په دغه پلاوي کې په بشکک کې د طالبانو سفیر مولوی عبدالشکور حقاني هم ګډون درلود.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، «د سفر پر مهال د طالبانو پلاوي د قرغیزستان له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ، یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاویو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره جلا جلا کتنې کړې دي».

په معلوماتو کې راغلي، چې په دغو کتنو کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د پانګونې فرصتونو، سوداګریزو همکاریو، د طالبانو د حکومت د لاسته راوړنو او پرمختګونو، او همدارنګه د ډیپلوماټیکو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

ایران: د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه به په لازم وخت کې تصمیم ونیول شي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا ټینګار کړی، چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل د ملي حاکمیت پرېکړه ده او کله چې د ایران ګټې دا وغواړي، همغه مهال به په دې اړه تصمیم ونیول شي. د یاد وزارت ویاند وايي، د ځینو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره تعامل او اړیکې روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۷مه، په تهران کې د خپل اونیز خبري کنفرانس پرمهال د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د یو حکومت یا هېواد په رسمیت پېژندل د هر هېواد د حاکمیتي پرېکړو برخه ده.

بقایي زیاته کړه، « ما مخکې هم څرګنده کړې چې موږ د روسیې د دولت پرېکړې ته په دې برخه کې درناوی لرو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تهران له افغانستان سره پراخې اړیکې لري او د ګډو اړیکو، اوږدې پولې او هغو ستونزو له امله، چې باید له طالبانو سره په تعامل کې حل او فصل شي، دغه اړیکې په دوامداره توګه روانې دي.

بقايي یوځل بیا وویل: «د رسمیت پېژندنې په اړه به هم هر وخت چې زموږ مصلحتونه او ګټې دا وغواړي، بې له شکه لازمه پرېکړه به وشي».

حکمتیار: حكومت د ټولو سياسي ډلو خلاف د دښمنۍ لار غوره كړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر وايي، په داخل كې ملي یووالی نشته او حكومت د ټولو سياسي ډلو خلاف د دښمنۍ لار غوره كړې. حکمتیار د ټرمپ په اړه وايي، چې نوموړی اوكراين كې پوتين ته امتيازات وركوي، خو پوتین په غزه او ايران كې ټرمپ ته بدله نه شي وركولى او يوازې افغانستان كې د امريكا مرسته كولى شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن دوشنیه د « زمري۲۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې د پوښتنې په ډول لیکلي، چې «ايا د ملي تفاهم او پر يوه ملي ميثاق د توافق لار غوره كولى شو؟ د ټولو ملي قضاياوو په اړه داسې گډ او ملت شمول دريځ او تگلاره چې د ملت غوڅ اكثريت یې تر شا وي؟ ».

نوموړي زیاته کړې، چې «كه دا ظرفيت او وړتيا په ځان كې راپيدا كړو نو كېدى شي د رڼا په لور لاړ شو».

حکمتیار د سیمې او نړۍ وضعیت ته په اشارې ویلي:«موږ به څه كوو؛ له پاكستان سره مو اړيكې ترينگلې، ايران مو مرسته نه شي كولى، مركزي اسيا كله له روسانو او كله له پاكستان سره زموږ پولې ته څېرمه د تروريزم خلاف گډ نظامي مانورونه كوي».

حکمتیار په الاسکا کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر پوتين لیدنې ته هم اشاره کړې او په خپل یادښت کې یې لیکلي چې د ناستې اجنډا كې لا څرگنده نه ده چې د افغانستان په اړه به یې گډ تصميم څه وي، خو د پوتین په اړه یې لیکلي، چې «د هغه دا خبره د ډېرو اسرارو غمازي كوي چې ویې ويل: موږ گډ دښمن ته ماته وركړې. دا كوم گډ دښمن و او كله یې ماته وركړې. جرمني كه افغانستان؟ ۷۷ كاله او كه ۲۵ كاله مخكې جنگ».

د حزب اسلامي مشر وايي، نن ددوی پر وړاندې اوكراين، غزه، د ايران اتومي تاسيسات او افغانستان مهمې قضیې دي.

هغه زیاتوي، « په دغو كې وروستنى هغه هېواد دی چې دواړه په گډه د مجاهدينو او طالبانو خلاف پکې جنگېدلي، د شل كلن امريكايي اشغال او شوروي ځواكونو له وتلو وروسته جنگونو كې، گومان كوو د پوتين هدف افغانستان دی.»

حکمتیار د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګندونو په اړه وايي، «د ټرمپ له اظهاراتو جوته ده چې په اوكراين كې پوتين ته امتيازات وركوي، خو دى په غزه او ايران كې ټرمپ ته بدله نه شي وركولى؛ يوازې افغانستان كې د مخكې په څېر د امريكا مرسته كولى شي».

حکمتیار ددغې مرستې د لارو په اړه زیاته کړې، « زموږ شمالي گاونډيانو او هغو مسكو پلو ډلو له لارې چې په شل كلن اشغال كې د امريكا خدمت كې ول».

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو په ټول افغانستان کې سیاسي ګوندونو او حرکتونو باندې بندیز لګولی او نه هم ددې لېوالتیا لېدل کېږي، چې طالبان دې د ملي تفاهم او پر يوه ملي ميثاق د توافق لار غوره کړي.

طالبانو له ایرانه غوښتي، چې د برېتانیا افغان همکارانو نوملړ په بدل کې دوی په رسمیت وپېژني

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱

تازه برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي میل» راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ د ایران د سپاه پاسداران څلورو چارواکو کابل ته سفر کړی؛ څو د برېتانیا د دغه افغان همکارانو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ورځپاڼه کاږي؛ دغه ایراني چارواکو په کابل کې له طالبانو غوښتي، چې د دغه کسانو نوملړ له دوی سره شریک کړي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ طالبانو هم په دې شرط چې دوی به د ایران له لوري په رسمیت پېژندل کېږي په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وهلی دی.

ورځپاڼې ته یوه ایراني چارواکي ویلي، چې ایران هڅه کوي د دغه برېتانوي «جاسوسانو» په نیولو سره له لویدیځ سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو کې له دې مسلې د فشار په توګه کار واخلي.

یادې ورځپانې همدا راز ویلي، چې د سپاه پاسداران او ایران ترمنځ د همکاریو تازه ژمنې برېتانوي سیاسیت‌وال سخت اندېښمن کړي دي. طالبانو او په ایران کې رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې یوې بلې برېتایوۍ ورځپاڼې ټېلګراف راپور ورکړی و، چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي چې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو نومونه چې د برېتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ایران ته وسپاري.

دغه ورځپاڼه وایي، د تهران موخه داده چې ښایي د برېتانیا استخباراتي ادارې (MI6) همکاران وپېژني او دغه معلومات د اټومي خبرو اترو کې د لوېدیځ پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي.

تېلګراف دا هم ویلي، چې په دغه نوملړ کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي مامورینو له ۱۰۰څخه ډېر نومونه هم شامل دي. په برېتانیا کې د دغه سرتېرو د محرم اسنادو افشا کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په افشا شویو معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات هم شامل وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنه افشا شول او یوه برخه یې یو کال وروسته په خواله رسنیو کې خپره شوه.

د برېتانیا حکومت د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې دغه موضوع پټه وساتله او بیا یې د همدې کسانو د لېږد لپاره یو پټ پلان پيل کړ. د برېتانیا سترې محکمې حکومت اړ کړ، چې په ۲۰۲۵کال کې دغه موضوع په عامه توګه افشا کړي.