• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي او ملي یووالي لپاره ملي تفاهم حیاتي ارزښت لري

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۶ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي: « د زمري ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ او درناوۍ ورځ ده او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره د افغانانو تر منځ ملي تفاهم حیاتي ارزښت لري.»

د ښاغلي کرزي په پیغام کې سپارښتنه شوې، چې د خپلواکۍ د با ارزښته میراث ساتنه او د راتلونکو نسلونو لپاره یې لېږد یوازې هغه مهال شونی دی چې افغانستان تلپاتې سولې، ټیکاو او ملي یووالي ته ورسېږي. نوموړي ویلي، چې د افغانستان پرمختګ د ټولو لپاره د زده‌کړو د مساوي حق خوندیتوب له مسلې سره تړاو لري او باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.

د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د پخواني جمهوري دورې بېلابېلو چارواکو، په پښتونخوا کې سیاست‌والو، د سپورټ اتلانو، د بشري حقونو فعالانو، طالب چارواکو، مېرمنو، هنرمندانو او د خواله رسنیو کاروونکو جلا، جلا پیغامونه خپاره کړي دي.

په پښتونخوا کې سیاست‌وال افراسیاب خټک په خپل پیغام کې ویلي: « هیله‌من یو، چې د هېواد د ښځو او نارینه‌و لپاره د یوه اباد، سیال، سمسور او په ملي هویت سمبال افغانستان جوړېدو هیلې سرته ورسېږي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د کرېکټ مشهور لوبغاړي راشد خان د خپلواکۍ د بېرته اخېستو کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي:« له نن څخه ۱۰۶ کاله مخکې په همدې ورځ زموږ اجدادو له انګرېز ښکېلاک څخه د ګران افغانستان ازادي او استقلال وګاټه.»

په ورته وخت کې په افغانستان دننه د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې او په دې اړه یې ځینې غونډې جوړې کړې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د خپلواکۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې خبرې کړې او دغه ورځ یې د افغانانو لپاره له ویاړه ډکه ورځ بللې ده.

په ورته وخت کې د جمهوري نظام پرمهال په ایران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال، د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي، د لوګر والي حلیم فدايي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر اندېشه، د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ځینو نورو په جلا، جلا پیغامونو کې د خپلواکۍ د بېرته اخېستو ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصر اندېشه د پیغام په یوې برخه کې ویلي، چې افغانان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې سره هم‌مهاله له سخت انتخاب سره مخامخ دي. هغه وايي، چې افغانان به «یا اوسنی وضعیت په حقیرانه ډول مني او یا دا چې د یوې نوې ملي، سیمه‌ییزې او نړۍوالې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره پرېکنده اقدام کوي.»

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پیغام په یوه برخه کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې له اوږدو جګړو وروسته نسبي امنیت ټینګ شوی، د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه شوې او د بنسټیزو پروژو کارونه روان دي؛ خو له لاهم خلک له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي. نوموړي په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړل یوه جدي ستونزه یاده کړې ده.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانان د خپلواکۍ د نمانځلو په موخه سړکونو ته راوتلي، ملي اتڼونه کوي او پر موټرونو یې ملي بېرغونه او د خپلواکۍ د ګټونکي او د افغانستان پخواني پاچا امان الله انځورونه لګولي دي.

د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) نېټه په پرتمین جشن نمانځل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوی درستيز: زموږ ټول واکمنان ملایان دي او دا نظام له هيڅ شي سره نه معامله کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت سې‌شنبه (د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي:« زموږ ټول واکمنان ملایان دي، چې له دین څخه خبر دي او دا نظام له هيڅ شي سره نه معامله کوي.»

هغه ویلي:« موږ داسې مهال د افغانستان د خپلواکۍ ١٠٦مه کلیزه نمانځو، چې زموږ هېواد په بشپړ ډول خپلواک دی.» خو نوموړي په خپلو خبرو کې د جهاد د امیر غازي امان الله خان نوم یاد نه کړ.

هغه وایي، دا د افغانانو عادت دی چې ازاد ژوند وکړي او د پردیو غلامي نه قبلوي. فصیح الدین زیاته کړه، «که څوک فکر کوي، چې زموږ څخه به خپلواکي واخلي؛ باید پوه شي، چې زموږ خلک هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.»

نوموړي پر تېر جمهوریت تور ولګاوه او ویې ویل، چې افغانستان اشغال شوی و؛ خو دوی دغه ورځ نمانځله.

که څه هم (د زمري پر ۲۴مه) نېټه طالبانو د دویم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په مناسبت جشن جوړ کړی او د خپل مشر عکسونه یې پر موټرونو او دېوالونو ځړولي وو؛ خو (د زمري د ۲۸مې) په مناسبت هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بازارونو او ان دا چې خپلو کورونو پر دېوالونو د غازي امان الله خان عکس راوځړوي.

طالبان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه نمانځي، خو د غازي امان الله خان نوم نه یادوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له انګرېزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت اعلامیه خپره کړې او خلکو ته یې مبارکي ورکړې ده. که څه هم په دغه اعلامیه کې د افغانانو سرښندنې یادې شوې دي؛ خو د غازي امان الله خان یادونه په‌کې نه‌ده شوې.

ښاغلي مجاهد نن سې‌شنبه (د زمري ۲۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې «افغانانو ۱۰۶ کاله مخکې په همدې ورځ د انګرېزانو د استعمار پر وړاندې جهاد اعلان کړ؛ تر ډېرو سرښندو وروسته انګرېزان مجبور شول، چې افغانستان د خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني.»

په اعلامیه کې په افغانستان کې د شوروي اتحاد او امریکایانو د ماتې یادونه هم شوې ده.

مجاهد له ځوانانو غوښتي، چې د «خپلو اسلافو او مخکينينو مشرانو» پر پله ولاړ شي او د هر ډول یرغل پر وړاندې ودرېږي.

که څه هم (د زمري په ۲۴مه) نېټه طالبانو د دویم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په مناسبت جشن جوړ کړی او د خپل مشر عکسونه یې پر موټرونو او دېوالونو ځړولي وو؛ خو (د زمري د ۲۸مې) په مناسبت هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بازارونو، او ان دا چې خپلو کورونو پر دېوالونو د غازي امان الله خان عکس راوځړوي او یا د افغانستان ملي بېرغ ورپوي او له ځانونو سره یې ولېږدوي.

د خپلواکۍ ورځ؛ افغانستان ۱۰۶ کاله پخوا په همدې ورځ له انګرېزانو خپلواکي واخیسته

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۳ GMT+۱

د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان پاچا امان الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت له‌خوا د «غازي» لقب ورکړل شو. له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې (د زمري ۲۸مه) نېټه په پرتمین جشن نمانځل کېږي.

په ۱۹مې پېړۍ کې افغانستان په کورنیو چارو کې خپلواک و؛ خو د بهرني سیاست په برخه کې د انګرېزانو تابع و. کله چې غازي امان الله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال (د زمري په ۲۸مه) نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه او خپلواکۍ لپاره له انګرېزانو سره تر جګړې وروسته؛ انګرېزانو افغانستان د یوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژانده.

که څه هم د غازي امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان په وخت کې هم افغانستان په کورنیو چارو کې خپلواک و؛ خو د بهرني سیاست په برخه کې د انګرېزانو تابع و. د غازي امان الله خان تر حکومت وروسته ډېرو ډلو د خپل واک ترلاسه کولو ورځ د جشن په نوم نمانځلې؛ خو دې ورځې خپل ارزښت ساتلی او ډېرو حکومتونو د ملي خپلواکۍ او ملي جشن په نوم یاده کړې او نمانځلې ده.

طالبانو هم نن ورځ د خپلواکۍ په مناسبت رخصتي اعلان کړې ده؛ خو په دې اړه یې د ځانګړو مراسمو او جشن اعلان نه‌دی کړی دی.

طالبانو تېرکال هم دغه ورځ د خپلواکۍ د جشن په نوم اعلان کړه او په دې مناسبت یې یو لړ غونډې جوړې کړې؛ خو د خپلواکۍ مرکزي کرکټر او ګټونکی پاچا غازي امان الله خان یې په بدو سياستونو تورن کړی و.

د خپلواکۍ جشن نمانځلو پر وړاندې محدودیتونه
که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې دغه ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په شانداره توګه نمانځل کېده؛ خو د دغې ډلې د بیا واکمنېدو راهیسې د خلکو له‌خوا د دغه جشن پر نمانځلو او د ملي بېرغونو په لېږدولو او پر اتڼونو ګڼ محدودیتونه لګېدلي دي.

یوشمېر افغانان نیوکه کوي، چې طالبان د خلکو خوښي او ښادي نه‌شي زغملای؛ نو ځکه د دغه ورځې د نمانځلو اجازه نه ورکوي.
تر دې وړاندې دغه ورځ هر کال په پېښور کې د جلاوطنه افغانانو له‌خوا هم په شانداره توګه نمانځل کېده؛ خو سږکال په پېښور کې مېشتو جلاوطنه افغانانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سږکال د پاکستان پولیسو د دوی د غونډې او د دغه جشن د نمانځلو مخه نیولې ده.

په پېښور کې د خالد په مستعار نوم یو جلاوطنه افغان وایي، چې له تېرې ورځې راهیسې د دوی د غونډې په ځای کې پولیس راغونډ شوي او چاته د دغه جشن د نمانځلو اجازه نه ورکوي.

امرالله صالح: امریکایان د دوحې تړون په لومه کې لوېدلي دي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د مخکیني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، امریکا سلګونه مېلیونه او ښايي میلیارډونه ډالر د «افراطیت» د مخنیوي لپاره ولګول چې د دغه پېسو ډېره برخه نادولتي ټولنو مصرف کړې؛ خو امریکایان د دوحې تړون په لومه کې ولوېدل.

هغه دوشنبه (د زمري ۲۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «امریکایانو د انسان دوستۍ په نوم هره اونۍ ۴۰-۸۰ مېلیونه ډالر افراطیانو ته ورکول، چې حقاني شبکه هم په کې شامله وه.»

د هغه په وینا؛ منطقي اټکل دا دی، چې د دغه مېلیونونه ډالرو لږه برخه هم افغانستان ته ونه رسېده؛ که رسېدلې هم وي خلیلزاد ته نږدې نادولتي ټولنو (NGOs) جېبونو ته به رسېدلې وي، ځکه چې د خلیلزاد نږدې خپلوانو شل کاله په افغانستان کې پټه سوداګري وکړه.

ښاغلي صالح زیاته کړې:« خلیلزاد اوس په ښکاره ډول د طالبانو د پیاوړتیا لپاره لابي کوي. ایا دا د قصدي ابهام هغه تګلاره ده، چې تر شا یې د افراطیت د ملاتړ رښتینی پروګرام عملي کېږي؟ ایا روان وضعیت د دوحې تر تړون وروسته ګډوډيو او کورنیو بې لاریو یوه وریځ ده او که د واشنګټن د اداري سیسټم له نیمګړتیاوو څخه د خلیلزاد ناوړه ګټه اخيستل دي؟»

هغه د خپل یادښت په وروستۍ کرښه کې ویلي، ښایي چې د دغه ټولو پوښتنو ځوابونه سم وي؛ خو د نړۍ د ستر ځواک په توګه دغه ډول دریځ نه ښايي.

جرمني: پاکستان دې شاوخوا ۲۰۰ شړل شوي افغانان بېرته پرېږدي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د جرمني حکومت له پاکستانه غوښتي، چې شاوخوا ۲۰۰ اېستل شوي افغانان دې بېرته پاکستان ته ورپرېږدي. دغه افغانان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره په اسلام‌اباد کې ویزو ته په تمه وو، چې پاکستاني پولیسو ونیول او افغانستان ته یې وشړل.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند جوزوف هنترزېر ويلي: «برلين له اسلام‌اباد څخه غواړي، چې دغه افغانانو ته بېرته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي.» په ورته وخت کې يوې مرستندويه ډلې د دغه کډوالو او نورو افغانانو د برخليک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو شړل شویو افغان کډوالو ته مخکې په جرمني کې د استوګنې اجازه ورکول شوې وه؛ خو اوس دوی د کډوالو په اړه د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ د سختو پالیسیو او د پاکستان له‌خوا د شړلو له نوې څپې سره مخ دي.

هنترزېر خبريالانو ته وويل:« د پاکستان پوليسو په وروستيو کې شاوخوا ۴۵۰هغه افغانان نيولي، چې په پام کې وه جرمني ته انتقال شي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي.»

د معلوماتو له مخې؛ د دغه نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۲۱۱ یې افغانستان ته شړل شوي دي.

هنترزېر زياته کړه، ۲۴۵ افغانان له هغو کمپونو خوشې شوي چې د هغوی د شړلو تر مهالوېش مخکې په‌کې ساتل شوي وو. نوموړي وويل:« زموږ خبرې له پاکستان سره روانې دي، چې پاکستان ته د دغه شړل شویو افغان کډوالو بېرته راتګ اسانه شي.»

تېره اونۍ د جرمني د حقوق‌پوهانو دوو ډلو د جرمني وزيرانو ته دعوه وړاندې کړه او هغوی یې په دې تورن کړل، چې د دغه افغانانو ستونزو ته یې پام نه‌دی کړی.

له بل پلوه پاکستان له مئ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو لپاره په پاکستان کې د وېزو د تمدید لړۍ ځنډولې ده، چې له دې امله ډېر افغان کډوال افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.