• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د بېکارۍ کچې د راکمولو په موخه دولتي او خصوصي سکټورونه باید په ګډه کار وکړي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال محمد زاهد احمدزي د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان بانک له سرپرست سره په کتنه کې وویل، چې په هېواد کې د بېکارۍ او فقر کچې د کمښت په موخه باید دولتي او خصوصي سکټورونه په ګډه کار وکړي.

نوموړي له افغانستان بانکه وغوښتل، چې پانګوالو او متشبثینو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو کې ویلي، چې د افغانستان بانک سرپرست نور احمد اغا په دې کتنه کې څرګنده کړه: «د افغانستان بانک په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د کمولو لپاره ژمن دی، پر بانکونو د خلکو په امانتونو لګېدلي محدودیتونه کم شوي، او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ودې لپاره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د لنډمهالو او منځمهالو پورونو ورکړې ته هم زمینه برابره شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، یو زیات شمېر دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه، د پاتې کسانو معاشونه کسر او د نړۍوالو بنسټونو د چارو په محدودېدو سره ګڼ هېوادوال بېکاره شول او ورسره دمګړی له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو شمېر هېوادوال په کور دننه د کاري زمینو د نشتوالي له امله په قاچاقي او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته د کار په موخه ځي او ځينې وخت د ګټې وټې پر ځای یې جنازې کورونو ته لېږدول کېږي.

دغه هېوادوالو تل له طالبانو غوښتي، چې په کور دننه خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي، څو له ناوړه پېښو مخنیوی وشي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو زیاتېدل؛ یوازې په تېرو ۸ میاشتو کې ۴۶ افغانان اعدام شوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) راپور ورکړی، چې ایران په تېرو اتو میاشتو کې ۸۰۰ کسان اعدام کړي، چې ۴۶ تنه یې افغانان دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، دا شمېرې ښيي چې په اوسط ډول هره میاشت ۱۰۰تنه اعدام شوي او د دغو اعدام شویو افغانانو د هویت او تورونو په اړه لا تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي.

په ورته مهال، د «حال‌وش» بشري حقونو خبري اژانس راپور ورکړی چې لږ تر لږه اووه افغانان د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د اعدام د حکم د عملي کېدو لپاره د بندرعباس مرکزي زندان قرنطین ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د دوی کورنۍ نه د اعدام له دقیق وخت خبر شوي او نه هم د وروستۍ لیدنې اجازه ورکړل شوې ده.

په نوملړ کې د دوو محکومینو نومونه خپاره شوي، چې عبدالرووف نورزی د نیمروز اوسېدونکی او عبدالرحمان اسحاق‌زی د فراه اوسېدونکی دی. د پاتې پنځو کسانو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه د ایران قضایي چارواکو د دغو قضیو په اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي او دا هم روښانه نه ده چې دغه کسان په کومو تورونو په اعدام محکوم شوي دي.

په راپور کې راغلي، ډېری افغانان په ایران کې د درنو تورونو لکه د مخدره موادو د قاچاق له امله نیول کېږي او د عادلانه محاکمو پرته او بې له دفاعي وکیل څخه محکومېږي.

د بشري حقونو د ایران سازمان په تېر کال (۱۴۰۳لمریز کال) کې اعلان کړی و،چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ایران کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده.

د هغوی د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي، چې دا شمېر د ۲۰۲۳کال په پرتله درې برابره ډېر دی.

په کندوز کې یو ځوان د یوې بهرنۍ سیلانۍ د ځورولو په تور نیول شوی دی

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

دغه کس چې الهام نومېږي، په کندوز ښار کې د یوې بهرنۍ سیلانۍ د ځورولو په تور د طالبانو له لوري نیول شوی دی. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د دغه کس ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې نوموړی عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.

الهام په دې ویډیو کې پر خپل عمل پښیماني څرګندوي او داسې ښکاري، چې ورته ویل شوې وي چې داسې ووایي: «هر څوک چې دا کار وکړي، د طالبانو له لوري به ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د یوې ښځې په ګډون درې سیلانیان په کندوز ښار کې پر بایسکل روان وو، خو دغه کس یوه ښځینه سیلانۍ ځورولې او د هغې مېړه څو ځله له دې کاره منع کړی، خو نوموړی بیا هم نه دی منع شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هېواد ته د بهرنیو سېلانیانو ورتګ پراخ شوی دی. د دغې ډلې چارواکو مخکې ویلي و، چې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وايي او هڅه کوي چې له ګرځندوی صنعت نه د هېواد اقتصادي ودې لپاره کار واخلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال قدرت‌الله جمال تېره میاشت له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و: «افغانان مېلمه‌پاله خلک دي او غواړي چې د بهرنيو سېلانیانو کوربه‌توب وکړي. ګرځندوی د هېواد لپاره ډېرې ګټې لري او موږ غواړو چې کار ترې واخلو.»

نوموړي ادعا کړې وه، چې تېر کال نږدې نهه زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفر کړی او یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې درې زره بهرني سیلانیان دغه هېواد ته دننه شوي دي.

افغانستان په تېرو وختونو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو د جګړو له امله د سیلانیانو لپاره خوندي ځای نه و، خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې امنیت ښه شوی او شرایط د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره ډېر مناسب دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼه: طالبان هره میاشت د «ټي ټي پي» د مشر کورنۍ ته ۴۳ زره ډالر ورکوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ادعا کړې، چې طالبان په منظمه توګه د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره مالي مرستې ترسره کوي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، هره میاشت شاوخوا درې میلیونه افغانۍ چې نږدې ۴۳زره ډالر کېږي، د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته د طالبانو له خوا ورکول کېږي.

یاده ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان اوسمهال د هغو ګڼو ترهګریزو ډلو کوربه دی، چې د ملګرو ملتونو په نوملړ کې د ترهګرو په توګه ثبت شوي دي.

پاکستان ټوډې لیکي، چې ټي ټي پي، داعش خراسان او القاعده ډلې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په ازاده توګه د غړو جلب، روزنې او ستراتیژیک پلان جوړونې فعالیتونه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د داعش خراسان ډلې د پراختیا یو اساسي برخه د «ټي ټي پي» پخواني جنګیالي دي، چې د دوی په لیکو کې ورګډ شوي دي.

دغه ورځپاڼه همداراز ادعا کوي، چې طالبان په زغرده د «ټي ټي پي» لپاره مالي مرستې او سرچینې برابروي، چې هره میاشت د دغه ډلې د مشر «نور ولي محسود» کورنۍ ته نږدې ۴۳ زره ډالره ورکوي.

د ورځپاڼې د ادعا پر بنسټ، دغه مالي سرچینې د وسلو په اخیستلو، د پوځي اډو په جوړولو او د پاکستان پر ضد د بریدونو په رهبري کولو لګول کېږي.

راپور زیاتوي، چې طالبان د کونړ، ننګرهار، پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د خوندي پټنځایونو او روزنیزو مرکزونو په برابرولو سره «ټي ټي پي» ته زمینه برابره کړې، چې د نویو شبکو د جوړولو، د غړو د جلب او د بریدونو د ترسره کولو توان ترلاسه کړي.

په راپور کې راغلي، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان مشران او جنګیالي په افغانستان کې ځای پر ځای کړي، هغوی ته یې د بیا تنظیم، د قوماندې د پیاوړتیا او د سرحدي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

دغه ډول تورونه وړاندې هم د پاکستاني چارواکو له خوا پر طالبانو لګېدلي دي او د اسلام‌اباد حکومت پرله پسې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ د دغه هېواد پر امنیتي ثبات مستقیم اغېز لري.

بلخوا بیا طالبانو د پاکستاني چارواکو او رسنیو دا ډول تورونو رد کړي او ټینګار کوي، چې د پاکستان کورنۍ ستونزې باید د هغه هېواد د سیاسي اړخونو تر منځ حل شي.

طالب سفیر او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشرې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو په اړه خبرې وکړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۱

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۷مه) د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې له مشرې فلیپا کندلر سره په کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په تړاو خبرې کړي او همداراز یې په ډاګه کړې، چې د پاکستان حکومت له لوري افغانانو ته ورکړل شوی فرصت ډېر محدود دی او افغان کډوال نشي کولی په دې کمه موده کې خپل شخصي وسایل هم له ځانونو سره ولېږدوي او د دوی په خبره، پاکستان باید دغه ورکړل شوی ضرب الاجل وغځوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو لوریو په دې کتنه کې د افغان او پاکستاني ګډو کورنیو له بېلتونه او همداراز د صعب العلاجه ناروغانو او د زده کوونکو د زده کړو په بهیر کې د ځنډ له راوستل کېدو پر مخنیوي هم ټینګار کړی دی.

سردار احمد شکیب ویلي: «د افغانستان او پاکستان تر منځ محدودو بندرونو ته په پام سره د داوطلبانه ستنېدنې په برخه کې د اسانتیاو د برابرېدو په موخه د نورو لارو پرانېستل ضروري دي. په پنډغالو کې سیار ټيمونه جوړ او د ستنېدنې پر مهال د پي، او، ار کارټ د وړاندې کولو د لغوې امکان باید وڅېړل شي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې پاکستان له دغه هېواده د پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی، د روانې اګسټ میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم پرون د هغو افغانانو لپاره چې د پاکستان په ګټه دي او هغو افغانانو لپاره چې په پنډغالو کې دي، د پاکستان له لوري د جلا جلا پالیسو د جوړولو غوښتنه وکړه او په وینا یې اېستل کېدونکي کسان هم باید په عزت سره واېستل شي نه په جبري توګه.

په پاکستان کې د افغان کوچیانو ستونزې؛ طالبان لا هم یوازې ژمنې کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو او کوچیانو برخلیک لا هم ناڅرګند دی، په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب له یوې ډلې کوچیانو سره لیدلي او هغوی د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

د یاد پلاوي په وینا، شاوخوا ۳۰ زره کوچیان په پاکستان کې اوسېږي او نږدې ۱۰ لکه پسونه او نور څاروي لري.

دوی د طالبانو له یاد سفیر څخه غوښتي، چې یا دې ورته اجازه ورکړل شي چې خپل مالونه افغانستان ته ولېږدوي او یا دې لږ تر لږه تر راتلونکي اختر پورې پرېښودل شي، ترڅو خپل مالونه یا څاروي وپلوري او له هغې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

کوچیانو ټینګار وکړ، چې د پاکستان له لوري کډوالو ته ورکړل شوی وخت خورا محدود دی او دوی نه شې کولای چې په دغه موده کې خپل کاروبار او اموال راټول یا خرڅ کړي.

سره له دې چې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب له کوچیانو سره د دوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه، خو تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی. طالبان په خپلو بهرنیو استازولیو کې اکثرا د «ژمنو» خبره کوي، خو د کډوالو د ژوند د خوندیتوب، د هغوی د مالدارۍ د ساتنې او د بېرته ستنېدو د پروسې په اړه واضیح او عملي تګلاره نه لري.

نیوکه کوونکي وایي، چې د طالبانو ډیپلوماتیک حضور یوازې د رسمیاتو ښودلو لپاره دي، نه د خلکو د واقعي ستونزو د حل لپاره. په داسې حال کې چې د زرګونو افغان کوچیانو ژوند او مالونه له جدي ګواښونو سره مخ دي، د طالبانو سفارتونه یوازې په ژمنو بسنه کوي او هېڅ پایله نه لري.