
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سیاسي خپلواکۍ د ۱۰۶ مې کلیزې په مناسبت وویل چې له اوسنیو حاکمانو غواړي د ملت ارادې ته غاړه کېږدي. اتمر وايي، تلپاتې سوله او ورورولي له تبعیض پرته د ټولو وګړو د اساسي حقونو او ازادیو پر بنسټ ترلاسه کېدای شي.
محمد حنیف اتمر نن سې شنبه د زمري ۲۸مه، د افغانستان د سیاسي خپلوکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې د هر ازاد ملت لپاره خپلواکي د خپل برخلیک د ټاکلو حق، د سیاسي نظام په مشرۍ کې د خلکو د ازادې ارادې تمثیل او د بنسټیزو بشري حقونو د تضمین مانا لري.
اتمر نیوکه کړې، چې « له بده مرغه اوسني حاکمیت دغه حق زموږ له خلکو اخیستی دی.»
محمد حنیف اتمر وايي چې په دې تاریخي ورځ کې د خپل ملت هغه مبارزې او قربانۍ ستایي چې د شاه غازي امانالله په مشرۍ یې افغانستان د استعمار له واکمنۍ وژغوره.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر پخوانيو سیاسیونو په وار وار پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې اترې پیل کړی، څو دا هېواد د تلپاتې سولې څښتن او ټولګډونه حکومت رامنځته شي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو ورځې په مناسبت ویلي چې که څه هم هېواد نسبي امنیت او پرمختګونه تجربه کوي، خو افغانان لا هم له اقتصادي ستونزو، د نجونو پر زدهکړو بندیزونو او د پخوانیو واکمنانو د تېروتنو د تکرار ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني ځانګړي استازي ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی حالت یوازې په امنیت نه ارزول کېږي.
نوموړي پر ایکس لیکلي چې له څو لسیزو جګړو وروسته، اوس زیات امنیت شته، او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی، خو لاهم د نجونو او ځوانو ښځو لپاره دولتي لیسې او پوهنتونونه تړل شوي، پخواني مشران او واکمنان، چې د تېرو شلو کلونو له سترو فرصتونو څخه یې ګټه وانخیسته، هڅه کوي خپلې تېروتنې بیا تکرار کړي.
د خلیلزاد په باور، د دغو ننګونو د حل یوازینۍ لار د فکري بدلون راوستل دي.
هغه پوښتنه کړې چې «ایا افغانان دا توان لري چې له دغو ننګونو سره مقابله وکړي؟»
په ځواب کې خلیلزاد ټینګار کړی: «زه باور لرم چې لري یې او زه هیله او دعا لرم چې بریالي شي.»
خلیلزاد چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د افغانستان سیاست کې مهمه څېره ګڼل کېږي، د دوحې خبرو اترو د بهیر او پایلو له امله د افغانانو تر نیوکو لاندې دی.
د طالبانو د استخباراتو رییس وايي، چې د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هېڅ ډول مخالفت نشته او دښمن یوه لویشت ځمکه هم په واک کې نه لري. وثیق وویل چې داعش له بهره تمویل شوی، په افغاني ټولنه کې ځای نه لري او ټغر یې د ټولېدو په حال کې دی.
وثیق د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) د هېواد د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د دوی نظام دا ځل یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نه شي کولی.
هغه زیاته کړه، چې طالبان د افغانستان پر ټولې جغرافیا مسلط دي او چاته د مخالفت اجازه نه ورکول کیږي.
نوموړي وویل، چې اوسنی نظام ژمن دی په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړي او هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.
ملا عبدالحق وثیق دغهراز ویلي، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید تېر تاریخ ولولي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.
وثیق ادعا وکړه، چې داعش له بهره تمویل شوی، په افغاني ټولنه کې ځای نه لري او ټغر یې د ټولیدو په حال کې دی.
هغه د امیر پر اطاعت او شریعت پلي کولو هم ټینګار وکړ. هغه وویل چې ډېرو دا فکر درلود، چې په اوسني عصر کې د اسلامي حکومت تطبیق او شتون ممکن نه دی، خو په افغانستان کې دا دویم ځل دی چې د یوه جهادي حرکت له امله اسلامي نظام قایم شوی.
بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له انګرېزانو څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ په مناسبت اعلامیه خپره کړې او خلکو ته یې مبارکي ورکړې ده. که څه هم په دې اعلامیه کې د افغانانو سرښندنې یادې شوې دي، خو د غازي امان الله خان یادونه پکې نهده شوې.
د زمري پر ۲۴مه نېټه طالبانو د دویم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په مناسبت جشن جوړ کې د خپل مشر انځورونه پر موټرونو او دېوالونو ځړولي وو، خو د زمري د ۲۸مې په مناسبت هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بازارونو، او ان د خپلو کورونو پر دېوالونو د امان الله خان انځور راوځړوي او یا د افغانستان ملي بېرغ ورپوي او له ځانونو سره یې ولېږدوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان په اړه بد نیت لرونکي هېوادونه څاري او خپلې محاسبې ورته لري. برادر ددښمن ځواب ویلو لپاره پر عصري زده کړو او ټېکنالوژۍ ټینګار کړی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو ټینکار یې وکړ، چې د لاسوهنې پرځای دې د اصولو له مخې سیاسي او اقتصاي تعامل ته لاره هواره کړي.
هغه دا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د امنیت او اقتصادي تعامل اساس وباله.
د طالبانو دغه چارواکی په دې باور دی، خپلواکي او ازادي هغه وخت ساتل کېږي، چې له عصر سره سم اسباب موجود وي.
ملابردار وویل:« ددې ګټلي انقلاب د ساتلو لپاره د درانه قیمت د پرې کولو پر ځای باید د عصر د غوښتنو په مطابق عصري زده کړو ته مخه کړو. د ټیکنالوژۍ او عصري وسایلو څښتنان شو او دښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواپ په مزایل ورکړو.»
هغه همدراز وویل چې باید ټول افغانان ددې کار لپاره یو موټی شي او هڅه وکړي، چې موجوده نظام د بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار نه شي.
ملابرادر زیاتوي، « اوس مهال نه ولس اسیر دی او نه هم سیاسي او اقتصادي برخلیک بل څوک ټاکي او نه مو څوک مال او ناموس ته په بده سترګه ګوري او نه هم د بل چا په اشارو پرېکړې کوو. دا د ازادۍ لاسته راوړنې دي».
ملا برادر یو ځل بیا په بهر کې مېشتو افغانانو باندې غږ وکړ، چې خپلې خاورې ته راشي او د خپل حکومت ترشا ودریږي او د نورو په لمسون له تخریب څخه لاس واخلي.
ملابرادر وویل:« دا حکومت ستاسې خپل نظام دی ښه راغلاښت درته وایو.»
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په اسلام اباد کې د طالبانو مخالفو څېرو ناسته ترسره شي.
.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي:« ګاونډیان دې زموږ په اړه کاږه خوبونه نه ويني.» نوموړي په اسلاماباد کې د افغانانو کېدونکې غونډې ته په اشارې ویلي:«دا چې یو او بل ځای غونډې کېږي، زموږ خوا ته کاڼي راولي، دا خلک باید پوه شي چې همدا غشي به د دوی پر لور ګوزار شي.»
هغه په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د دې پر ځای چې د غازي امان الله خان ستاینه وکړي، پر هغه یې د «بې دینۍ او د ملایانو د قتل» تورونه ولګول.
امیر خان متقي ویلي، چې «باید موږ له داسې مراسمو دا پيغام واخلو، چې د خپل وطن ازادي د تل لپاره وساتو. ازادي د ټوپک په زور اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه.»
د هغه په وینا؛ له نن څخه ۱۰۶ کاله مخکې چې افغانستان خپل بهرنی سیاست په لاس کې واخيست، هغه وخت په افغانستان کې بهرنیان نه وو؛ خو بهرنی سیاست د انګرېزانو په لاس کې و، نو هغه و چې د افغانستان «مجاهد ملت» بهرنی سیاست هم وګاټه.
متقي زیاته کړه، که د استقلال موخو ته پام ونه شي هغه استقلال بقا نهمومي. د شاه امان الله خان په دوره کې استقلال ترلاسه شو؛ خو د ملت هیلو ته پام ونه شو.
متقي وایي:« تر هغه وروسته افغانانو د وخت شوروي اتحاد د اشغال پر ضد هم جهاد وکړ، قربانۍ یې ورکړې؛ خو جهادي رهبرانو د ملت غوښتنو ته پام و نه کړ، تر خپل منځ په جګړو اخته شول.»
امیر خان متقي غازي امان الله خان د جهاد او خپلواکۍ د اتل پر ځای په «بېدینۍ او د ملایانو په قتل» تورن کړ. د خپلواکۍ د مراسمو په غونډه کې غازي امان الله خان ته بد ویل او پرې د بېځایه تورونو لګول نوې خبره نه ده؛ بلکې طالبانو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، چې د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وې.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي:« موږ د ګاونډيانو په اړه بد نیت نهلرو؛ خو له دوی هم همدا هیله لرو. څوک دې داسې فکر نه کوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په اشاره د چین یا روسیې پر ضد استعمال شي.»
هغه د لویې جرګې په خېمه کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ له ګاونډيو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.» هغه زیاته کړې، چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او نه چاته اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.
نوموړي وویل، افغانستان په یوه پېړۍ کې درې ځله «اشغال» شوی؛ خو باید بیا «اشغال» ته زمینه برابره نهشي. هغه په ټینګار سره ویلي، باید د افغانستان خپلواکي وساتل شي؛ دا د افغانستان د نر، ښځې، مشر، کشر، عام سړي او عالم مسوولیت دی.
د طالبانو د دفاع وزیر ویلي، «دښمنانو هڅه وکړه، چې د مدرسې، مکتب، قوم او ژبې په نوم زموږ خلک سره ووېشي او تر یوه حده یې زموږ خلک سره ووېشل؛ خو پایله یې ور نه کړه.»
ملا یعقوب ادعا کړې، چې د افغانستان پولې یې خوندي ساتلې دي؛ خو د افغانستان پر خوست او نورستان ولایتونو یې د پاکستان د بمباریو په اړه څه ونه ویل.