• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا وثیق: دښمن د افغانستان یوه لویشت ځمکه هم په واک کې نه لري

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو رییس وايي، چې د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هېڅ ډول مخالفت نشته او دښمن یوه لویشت ځمکه هم په واک کې نه لري. وثیق وویل چې داعش له بهره تمویل شوی، په افغاني ټولنه کې ځای نه لري او ټغر یې د ټولېدو په حال کې دی.

وثیق د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) د هېواد د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې د دوی نظام دا ځل یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نه شي کولی.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د افغانستان پر ټولې جغرافیا مسلط دي او چاته د مخالفت اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي وویل، چې اوسنی نظام ژمن دی په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړي او هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.

ملا عبدالحق وثیق دغه‌راز ویلي، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید تېر تاریخ ولولي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

وثیق ادعا وکړه، چې داعش له بهره تمویل شوی، په افغاني ټولنه کې ځای نه لري او ټغر یې د ټولیدو په حال کې دی.

هغه د امیر پر اطاعت او شریعت پلي کولو هم ټینګار وکړ. هغه وویل چې ډېرو دا فکر درلود، چې په اوسني عصر کې د اسلامي حکومت تطبیق او شتون ممکن نه دی، خو په افغانستان کې دا دویم ځل دی چې د یوه جهادي حرکت له امله اسلامي نظام قایم شوی.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له انګرېزانو څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ په مناسبت اعلامیه خپره کړې او خلکو ته یې مبارکي ورکړې ده. که څه هم په دې اعلامیه کې د افغانانو سرښندنې یادې شوې دي، خو د غازي امان الله خان یادونه پکې نه‌ده شوې.

د زمري پر ۲۴مه نېټه طالبانو د دویم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په مناسبت جشن جوړ کې د خپل مشر انځورونه پر موټرونو او دېوالونو ځړولي وو، خو د زمري د ۲۸مې په مناسبت هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بازارونو، او ان د خپلو کورونو پر دېوالونو د امان الله خان انځور راوځړوي او یا د افغانستان ملي بېرغ ورپوي او له ځانونو سره یې ولېږدوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملا برادر: افغانستان ته د بدنیتو هېوادونو هرڅه څارو او خپلې محاسبې لرو

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې د افغانستان په اړه بد نیت لرونکي هېوادونه څاري او خپلې محاسبې ورته لري. برادر ددښمن ځواب ویلو لپاره پر عصري زده کړو او ټېکنالوژۍ ټینګار کړی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې د کوم هېواد نوم وانخیست خو ټینکار یې وکړ، چې د لاسوهنې پرځای دې د اصولو له مخې سیاسي او اقتصاي تعامل ته لاره هواره کړي.

هغه دا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د امنیت او اقتصادي تعامل اساس وباله.

د طالبانو دغه چارواکی په دې باور دی، خپلواکي او ازادي هغه وخت ساتل کېږي، چې له عصر سره سم اسباب موجود وي.

ملابردار وویل:« ددې ګټلي انقلاب د ساتلو لپاره د درانه قیمت د پرې کولو پر ځای باید د عصر د غوښتنو په مطابق عصري زده کړو ته مخه کړو. د ټیکنالوژۍ او عصري وسایلو څښتنان شو او دښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواپ په مزایل ورکړو.»

هغه همدراز وویل چې باید ټول افغانان ددې کار لپاره یو موټی شي او هڅه وکړي، چې موجوده نظام د بې اتفاقۍ او تنګ نظرۍ ښکار نه شي.

ملابرادر زیاتوي، « اوس مهال نه ولس اسیر دی او نه هم سیاسي او اقتصادي برخلیک بل څوک ټاکي او نه مو څوک مال او ناموس ته په بده سترګه ګوري او نه هم د بل چا په اشارو پرېکړې کوو. دا د ازادۍ لاسته راوړنې دي».

ملا برادر یو ځل بیا په بهر کې مېشتو افغانانو باندې غږ وکړ، چې خپلې خاورې ته راشي او د خپل حکومت ترشا ودریږي او د نورو په لمسون له تخریب څخه لاس واخلي.

ملابرادر وویل:« دا حکومت ستاسې خپل نظام دی ښه راغلاښت درته وایو.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به په اسلام اباد کې د طالبانو مخالفو څېرو ناسته ترسره شي.

.

امیرخان متقي: ګاونډیان دې زموږ په اړه کاږه خوبونه نه ويني

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي:« ګاونډیان دې زموږ په اړه کاږه خوبونه نه ويني.» نوموړي په اسلام‌اباد کې د افغانانو کېدونکې غونډې ته په اشارې ویلي:«دا چې یو او بل ځای غونډې کېږي، زموږ خوا ته کاڼي راولي، دا خلک باید پوه شي چې همدا غشي به د دوی پر لور ګوزار شي.»

هغه په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته د دې پر ځای چې د غازي امان الله خان ستاینه وکړي، پر هغه یې د «بې دینۍ او د ملایانو د قتل» تورونه ولګول.

امیر خان متقي ویلي، چې «باید موږ له داسې مراسمو دا پيغام واخلو، چې د خپل وطن ازادي د تل لپاره وساتو. ازادي د ټوپک په زور اخیستل کېږي، ورکول کېږي نه.»

د هغه په وینا؛ له نن څخه ۱۰۶ کاله مخکې چې افغانستان خپل بهرنی سیاست په لاس کې واخيست، هغه وخت په افغانستان کې بهرنیان نه وو؛ خو بهرنی سیاست د انګرېزانو په لاس کې و، نو هغه و چې د افغانستان «مجاهد ملت» بهرنی سیاست هم وګاټه.

متقي زیاته کړه، که د استقلال موخو ته پام ونه شي هغه استقلال بقا نه‌مومي. د شاه امان الله خان په دوره کې استقلال ترلاسه شو؛ خو د ملت هیلو ته پام ونه شو.

متقي وایي:« تر هغه وروسته افغانانو د وخت شوروي اتحاد د اشغال پر ضد هم جهاد وکړ، قربانۍ یې ورکړې؛ خو جهادي رهبرانو د ملت غوښتنو ته پام و نه کړ، تر خپل منځ په جګړو اخته شول.»

امیر خان متقي غازي امان الله خان د جهاد او خپلواکۍ د اتل پر ځای په «بې‌دینۍ او د ملایانو په قتل» تورن کړ. د خپلواکۍ د مراسمو په غونډه کې غازي امان الله خان ته بد ویل او پرې د بې‌ځایه تورونو لګول نوې خبره نه ده؛ بلکې طالبانو تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، چې د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

ملا یعقوب: موږ د امریکا لپاره د افغانستان خاوره د چین یا روسیې پر ضد نه استعمالوو

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي:« موږ د ګاونډيانو په اړه بد نیت نه‌لرو؛ خو له دوی هم همدا هیله لرو. څوک دې داسې فکر نه کوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا په اشاره د چین یا روسیې پر ضد استعمال شي.»

هغه د لویې جرګې په خېمه کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته وویل: «موږ له ګاونډيو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.» هغه زیاته کړې، چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او نه چاته اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

نوموړي وویل، افغانستان په یوه پېړۍ کې درې ځله «اشغال» شوی؛ خو باید بیا «اشغال» ته زمینه برابره نه‌شي. هغه په ټینګار سره ویلي، باید د افغانستان خپلواکي وساتل شي؛ دا د افغانستان د نر، ښځې، مشر، کشر، عام سړي او عالم مسوولیت دی.

د طالبانو د دفاع وزیر ویلي، «دښمنانو هڅه وکړه، چې د مدرسې، مکتب، قوم او ژبې په نوم زموږ خلک سره ووېشي او تر یوه حده یې زموږ خلک سره ووېشل؛ خو پایله یې ور نه کړه.»

ملا یعقوب ادعا کړې، چې د افغانستان پولې یې خوندي ساتلې دي؛ خو د افغانستان پر خوست او نورستان ولایتونو یې د پاکستان د بمباریو په اړه څه ونه ویل.

له پاکستانه تر افغانستانه؛ د افغان کډوالو پر وړاندې د بېرته ستنېدو سخت سفر

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۷ GMT+۱
•
جواد شينواری

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وتلو لپاره د ۲۰۲۵کال د اګسټ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې، چې دغې نېټې ته یوازې ۱۳ ورځې پاتې دي. د دغې پرېکړې له مخې؛ هغه افغانان چې د پي او ار او اې سي سي کارتونه لري؛ باید دغه هېواد پرېږدي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وایي، دغه اقدام په پاکستان کې د بې‌اسناده مېشتو کډوالو د زیاتېدونکي شمېر د کنټرول او د قانوني اسنادو لرونکو کسانو د ثبت لپاره اخیستل شوی دی. چارواکو روښانه کړې، چې په پاکستان کې ټول افغانان په ناقانونه توګه مېشت دي او د پي او ار او اې سي سي کارت لرونکي افغانان باید تر ټاکلې مودې وړاندې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي.

په پنجاب کې په یوه خامه کور کې مېشت افغان عبدالکریم د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری ته ویلي:« ما مې ټول ژوند د مزدورۍ په ډوډۍ تېر کړ، د خپلو ماشومانو ګېډې مې مړې کړې. اوس راته ویل کېږي، چې بېرته خپل وطن ته ولاړ شم؛ خو دا سفر دومره اسانه نه‌دی. له پنجابه تر تورخمه پورې په هر ګام کې موږ درول کېږو او په هره پوسته کې رانه زرګونه روپۍ اخیستل کېږي. موږ غریبان چې د خوړو لپاره هم په سختۍ پیسې پیدا کوو؛ نو دا دومره پیسې له کومه کړو؟»

هغه چې مېرمنه یې هم سخته ناروغه ده وایي:« په لاره کې خلک موږ داسې ګڼي، لکه موږ چې پر دوی بار یو. د بار وړونکو موټرو چلوونکي له موږ دوه برابره کرايه غواړي او کله کله ځای هم نه راکوي.»

په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې مېشت ګل آغا (مستعار نوم) په سترګو کې وېره او بې‌وسي له ورایه ښکاري. د هغه د ژوند برخلیک اوس د کاغذ څو ټوټې ټاکي. هغه له خپلو ماشومانو سره کلونه په پاکستان کې تېر کړل؛ خو هېڅکله یې قانوني اسناد نه‌لرل.

ګل آغا وایي:« هر وخت دا وېره راسره وي، چې پولیس به مې ونیسي. له کوره بهر په وتلو سره سم سملاسي د تلاشۍ سره مخ کېږو. زما ماشومان ښوونځي ته نه‌شي تلای او موږ تل له قانوني هویت پرته دلته ژوند کړی. اوس چې ورځ تر بلې سختې ډېره شوې، موږ افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ شوي یو؛ خو د ستنېدو سفر هم اسانه نه‌دی.»

هغه وایي، دغه ستونزې دلته نه ختمېږي؛ بلکې هلته هم نه کار شته او نه هم خوندي راتلونکی؛ خو په پاکستان کې نور بې اسناده پاتې کېدل هم له ګواښه ډک کار دی.

امریکا په افغانستان کې د MTN مخابراتي شرکت د فعالیتونو په اړه څېړنه کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۴ - ۱۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۷ GMT+۱

د سوېلي افریقا مخابراتي شرکت MTN اعلان کړی، چې د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزارت په افغانستان کې د دغه شرکت د فعالیتونو په اړه څېړنې کوي.

د MTN شرکت اجرایوي مشر رالف موپیتا خبریالانو ته ویلي، دغه شرکت د خپلو امریکایي وکیلانو له لارې خبر شوی چې د امریکا د عدلیې وزارت له‌خوا یو لوړپوړي پلاوي څېړنې پيل کړې دي.

دغه ډول د ایرانسل شرکت فعالیتونه هم څېړل کېږي. دا هغه شرکت دی، چې MTN ونډه په کې لرله.

رالف موپیتا زیاته کړه، چې MTN له امریکايي چارواکو سره همکاري کوي او په خپله خوښه هغوی ته معلومات ورکوي؛ خو نوموړي تر دې ها خوا د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

دغه شرکت د دې ترڅنګ په امریکايي محکمو کې نورې دعوې هم لري. دغه دعوې د هغو امریکایي سرتېرو او ملکیانو له‌خوا ثبت شوې دي، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په عراق او افغانستان کې ټپیان شوي او یا هم وژل شوي دي.

دغه خلک ادعا کوي، چې MTN شرکت د ترهګرۍ پر ضد د امریکا قانون تر پښو لاندې کړی دی.

دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي: «دعوه کوونکي ادعا کوي، چې MTN د ایرانسل له لارې په عراق او افغانستان کې له امریکا ضد وسله‌والو ډلو سره مرسته کړې ده. دغه شرکت ټینګار وکړ، چې د دغه دعوې ردولو لپاره به محکمې ته رسمي غوښتنلیک وړاندې کړي.