یاد ایراني چارواکي د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) نېټه یوې خبري ناستې ته وویل، چې نیول شوي کسان د اخراج مرکزونو ته انتقال شوي او دا بهیر په جدي توګه روان دی.
هغه ټینګار وکړ: «پولیس هڅه کوي د خلکو د امنیت او غوښتنو د پوره کېدو لپاره کار وکړي.»
ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ډېر چټک کړی دی.
د ایراني چارواکو په وینا، تر دې دمه له یوه میلیون ډېر افغانان له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو دوو ادارو په تازه راپور کې ویلي، چې تر دې دمه له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲.۳ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، یوازې په پاکستان کې پولیسو په تېرو اتو میاشتو کې له ۵۴ زرو زیات افغان کډوال نیولي دي.
د مازندران ولایت د بابل ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو قوماندان مخکې ویلي، چې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ بېوقفې دوام لري او تر دې دمه ۱۵۰۰ افغان کډوال له ټولې ولسوالۍ څخه پېژندل شوي او د شړلو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
تر دې وړاندې د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله ییزې ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی و او غوښتنه یې کړې وه، چې دې راستنېدونکو ته د رسېدګۍ لپاره دې ژر تر ژره مالي سرچینې برابرې شي.