طالبانو له هغو افغان بندیانو سره لیدلي چې اروپا ته پر لاره نیول شوي و

په روسیه کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د بلاروس په زندانونو کې یې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه یو پلاوی یاد هېواد ته استولی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفارت ویلي، چې د بلاروس په زندانونو کې یې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه یو پلاوی یاد هېواد ته استولی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او په ځانګړي ډول د محدودیتونو د لګول کېدو او فقر او بېکارۍ له امله یو زیات شمېر ځوانانو او کورنیو نورو اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده.
افغانستان- مسکو او مسکو- بلاروس او همداسې بلاروس- پولنډ او ورپسې نورو اروپایي هېوادونو د تګ لپاره د افغانانو قاچاقي لارې ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کې بلاروس اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د نیونې بهیر پراخ کړی او د ځينو اروپايي هېوادونو په څېر بلاروس هم پرېکړه کړې، چې بندي افغانان بېرته خپل هېواد ته واستوي.
په روسیه کې د طالبانو سفارت د دغه سفارت مستشار حافظ عبدالله یاسر په مشرۍ یو پلاوی له هغو زندانونو څخه د لیدنې په موخه د بلاروس جمهوریت ته استولی، چې پکې افغان بندیان توقیف دي.
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د بلاروس له ځينو چارواکو سره د توقیف شویو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او بېرته هېواد ته د ستنولو په تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، «په دې لیدنه کې د توقیف شویو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې په پار د بلاروس له یو شمېر چارواکو سره کتنې وشوې او د زنداني شویو هېوادوالو د ستونزو د حل په ځانګړې توګه یې هېواد ته د لېږد په برخه کې هر اړخیزې خبرې وشوې.»


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د جمعې په ورځ (د زمري په ۳۱مه) له داعش او القاعده سره د تړاو له امله د پنځو نورو کسانو نومونه د بندیزونو په نوملړ کې ورزیات کړل. د دغې شورا د اعلامیې له مخې، له دغو کسانو دوو یې په افغانستان کې هم فعالیت کړی دی.
د اعلامیې له مخې، دغه کسان د لېبیا، ټونس، کوېټ او تاجکستان اوسېدونکي دي او د داعش او القاعده په فعالیتونو کې ښکېل دي او تر دې وروسته به یې شتمنۍ کنګل شي او د سفر اجازه به نه لري.
د اعلامیې له مخې، د دغو کسانو هویت:
«ابراهیم علي ابوبکر تنتوش»
د لېبیا اوسېدونکی دی، له افغانستانه د ملاتړ کمېټې سره تړاو لري او تر دې مخکې «د لېبیا د اسلامي مبارزینو» غړی هم وو، په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې یې هم حضور درلود.
«ګلمراد خالیموف»
د تاجکستان اوسېدونکی دی، د داعش غړی او له سوریې سربېره د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې د افغانستان په ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو کې یې فعالیت درلود. نوموړی نظامي متخصص او د داعش لپاره د جلب و جذب مسوول بلل شوی او د تاجکستان دولت تر څار لاندې هم دی.
«الازهر بن خلیفه بن احمد روين»
د ټونس اوسېدونکی دی او له ټونس سربېره په ایټالیا کې هم په ترهګریزو ډلو کې د غړیتوب له امله بندي شوی دی.
«سليمان جاسم سليمان علي ابوغيث»
د کوېټ اوسېدونکی دی او کوېټ یې تابیعت په ۲۰۰۱ کال کې لغوه کړی او دمګړی په امریکا کې بندي دی.
«شفیع سلطان العجمي»
د کوېټ اوسېدونکی دی او د النصر جبهې لپاره د مالي بسپنو د راټولو په تور په کوېټ کې بندي وو او د دغه هېواد د امیر د عفوې په یوه فرمان کې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې له زندانه ازاد شو.
دغه کسان له داعش او القاعده سره په اړیکه کې دي او دغو شبکو ته د مالي امکاناتو د برابرولو او د جلب و جذب په برخو کې مهم رول لري.
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د داعش او القاعده اړوند د بندیزونو نوملړ په منظم ډول د اړوندو هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ جوړېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له داعش او القاعده سره د تړاو له امله د یادو پنځو کسانو نومونه په داسې حال کې د بندیزونو په نوملړ کې ورزیات کړي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا اندېښنې رامنځته شوي، چې ګواکې طالبانو د القاعدې او داعش په ګډون د یو شمېر ترهګرو ډلو بهرنیو غړو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.
څو ورځې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي او سفیر امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته په یوه بېسارې وینا کې وویل، چې داسې معتبر راپورونه شته چې ښيي ترهګر له سوریې څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.
نوموړي د دې بهیر پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې داعش، القاعده او نورې بهرنۍ ترهګرې ډلې لا هم د سیمې د بېثباتۍ لپاره فعالیت کوي.
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي هم د منځني ختیځ څخه افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د انتقال په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیا تېره میاشت په خپل راپور کې خبرداری ورکړ، چې طالبانو د واک تر بشپړ نیولو وروسته په افغانستان کې څو نړۍوالو ترهګرو ډلو ته د فعالیت لپاره خوندي او ارامه فضا برابره کړې ده.
په راپور کې راغلي چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې پرې کړي، خو عملي توګه یې دغو ډلو لکه داعش، القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ، اسلامي ترکستان ګوند، تاجکستان انصارالله ډلې او نورو سخت دریځو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې دغه ډلې په شمالي او ختيځو سیمو کې مېشت دي او نه یوازې د بهرنیو جنګیالیو جلب جذب کوي، بلکې د روزنې، استخدام او د افغانستان له پولو بهر د بریدونو په پلان جوړولو هم بوختې دي.
همدارنګه القاعده که څه هم سختې ضربې لیدلې، خو بیا یې هم د طالبانو سره خپل روزنیز او همغږي فعالیتونه روان ساتلي دي.
طالبانو بیا تل دغه تورونه رد کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا تېره اوونۍ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. نوموړي ویلي، چې اوسمهال هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې شتون نه لري.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو په کندهار کې د دولتي کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو پر دروازو نوي محدودیتونه لګولي. د دغو محدودیتونو له مخې، هغو ښځو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې یوازې تور حجاب اغوندي، ښځې اړ دي چې بورقه واغوندي څو یې مخ او سترګې بشپړه پټې پاتې شي.
د کندهار ښار د بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ښځینه ناروغانو د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته شکایت کړی، چې د امربالمعروف کارکوونکي د هر کلینک په دروازه کې ولاړ وي او د تور حجاب اغوستونکو ښځو د ننوتلو مخه نیسي. دوی ښځو ته په تُندو الفاظو وایي: «یوازې د بورقې په اغوستلو سره دننه کېدلی شئ.»
سرچینې زیاتوي، چې د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکې له وړاندې د تور حجاب له اغوستلو منع شوې وې او اړې وې چې بورقه وکاروي، خو اوس دغه بندیز پر ناروغو ښځو هم تطبیقېږي.
زرغونه چې له خپلې مور سره د ښار یوه کلینیک ته تللې وه، وایي: «مور مې ډاکټر ته بېولې وه، خو طالبانو د کلینیک د دروازې په خوله کې ودرولم او را ته یې وویل: بورقه نه لرې، بېرته ولاړ شه. ډېره خفه شوم، مور مې ناروغه وه، مجبور شوو بېرته کور ته ستانه شوو.»
له دې سره، مینه یوه بله ناروغه ده چې د کندهار په شپږمه ناحیه کې کلینیک ته تللې وه او هلته د تور حجاب له امله کلینیک ته نه وه پرېښودل شوې.
هغه وايي: «ما تور حجاب کړی وو، مخ مې پټ وو، خو ویل یې سترګې دې ښکاري. په دروازه کې یې راته چیغې ووهلې، ویل یې چې یوازې بورقه منل کېږي، له ډېر شرم او وېرې بېرته راوګرځېدلم.»
شکریه چې د ماشوم د درملنې لپاره کلینیک ته تللې وه، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «زه له کوره د تور حجاب سره ووتلم ځکه بورقه نه لرم، په دروازه کې یې راته وویل چې پرته له بورقې ننوتل حرام دي، ماشوم مې ناروغ وو، ما ډېر وژړل خو طالبانو کلینیک ته د ننوتلو اجازه رانکړه.»
د کندهار په حوزوي میرویس روغتون کې که څه هم تر اوسه په رسمي ډول ښځو ته نه دي ویل شوې، چې باید د تور حجاب پر ځای بورقه واغوندي، خو باوري سرچینې وایي چې ډېر ژر به په ټول کندهار کې د دولتي او خصوصي روغتونونو پر ټولو ښځینه ناروغانو او مراجعینو دا بندیز عملي شي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې څه موده مخکې طالبانو په ټول افغانستان کې روغتيايي مرکزونو ته د محرم پرته د ښځو پر تګ بندیز لګولی و.
د دې پرېکړې له مخې، ښځې باید له یوه نارینه محرم سره د درملنې لپاره لاړې شي.
د طالبانو د امربالمروف وزارت له لوري د ښځو د حجاب په اړه پراخ قوانین نافذ کړي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې دغه وزارت په رسمي ډول اعلان وکړ، چې ښځې باید خپل مخ او ټول بدن پټ کړي.
په هرات، ارزګان او نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي چې د ښځو د تور حجاب یا نیمه پوښښ پر وړاندې سخت دریځ نیول شوی.
د ښځو د حقونو نړۍوالې ادارې دا ډول محدودیتونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او ټینګار کوي، چې د روغتیايي خدماتو پر وړاندې د بندیزونو دوام د ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
طالب چارواکي وايي، چې د حجاب د پلي کولو هدف د «اسلامي ارزښتونو ساتنه» ده او ښځې باید د ټولنې په ټولو برخو کې د "شرعي حجاب" په چوکاټ کې راښکاره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه راپور کې ویلي و، چې د امر بالمعروف قانون پر ښځو د کورنیو کنټرول ډېر کړی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د دغه قانون د پلي کېدو ترڅنګ، کورنیو هم د نیول کېدو یا د طالبانو لهخوا د خبرداري ترلاسه کولو له وېرې پر ښځو خپل کنټرول ډېر کړی دی.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي، د کورنیو نارینه غړي د دې لپاره چې د طالبانو لهخوا د خپلو خوېندو او لوڼو د نیول کېدو مخه ونیسي؛ پر هغوی یې کنټرول ډېر کړی دی.
د دغه راپور له مخې؛ ان هغه کورنۍ چې د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره جوړ نه دي، د ښځو د کنټرول تګلاره یې خپله کړې ده.

په برېتانیا کې د پناه غوښتونکو لپاره د هوټلونو د ځانګړي کېدو په غبرګون کې سراسري اعتراضونه پیل شوي دي. د دغو اعتراضونو په غبرګون کې د توکم پالنې ضد فعالینو هم پر ضد یې لاریونونه پیل کړي او په ځینو ځایونو کې سره نښتي هم دي.
دغه اعتراضونه په برېتانیا، ولز، سکاټلند او شمالي اېرلند کې د هغو هوټلونو په مخ کې چې پکې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو پناه غوښتونکي ځای پر ځای شوي، روان دي.
دا اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول، چې څو اوونۍ مخکې د یادو هوټلونو یو مېشت پناه غوښتونکی د یوې ۱۴ کلنې نجلۍ پر جنسي ځورونې تورن شو او ورسره جوخت همدا څو ورځې مخکې د برېتانیا سترې محکمې د اپینګ او اسکس ښارونو په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کېدو مخنیوی وکړ.
د برېتانیا ځيني چارواکي د یادې محکمې پر حکم د بیا کتنې د مجوز ترلاسه کولو په لټه کې دي، خو لا تر اوسه نه دي بریالي شوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، دولت ژمن دی چې د پناه غوښتونکونو لپاره هوټلونه ونه کارول شي، خو په ټينګار سره یې ویلي چې دغه چاره هم باید په سم ډول عملي شي.
ځيني پناه غوښتونکي چې په یادو هوټلونو کې شپې او ورځې تېروي، وايي چې دولت باید دغه هوټلونه وتړي او پناه غوښتونکو ته د کار اجازه ورکړي ترڅو په خپله خپل ژوند جوړ کړي.
سره له دې چې د برېتانیا دولت په قانوني بڼه مکلف دی، څو هغو پناه غوښتونکو ته چې د اوسېدو ځای نه لري د پناه غوښتنې موضوع د حلېدو تر وخته د اوسېدو ځای برابر کړي، خو داسې ښکاري چې په ټوله برېتانیا کې به د دغه ډول هوټلونو په مخ کې د پناه غوښتونکو د مېشتېدو د مخالفینو او همداراز موافقینو له لوري اعتراضونه دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړی د برېتانیا په هوټلونو کې څه باندې ۳۲ زره پناه غوښتونکي ساتل کېږي او ځايي اوسېدونکي بیا د دغې چارې مخالف دي او ځینې نور بیا دغه مخالفت توکم پالنه ګڼي او د دولت له دغې چارې ملاتړ کوي.

د ترکیې ساحلي ساتونکو په چاناک قلعه ښار کې هغه ۲۵ افغان کډوال نیولي دي، چې په یوې بادي بېړۍ کې سپاره وو. پولیسو د همدې قضيې په تړاو یو اذربایجاني قاچاق وړونکی هم نیولی دی.
د راپورونو له مخې، دا افغان کډوال د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د بهرنیانو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
د روان میلادي کال له پیل راهيسې د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال نیول شوي او د اېستلو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ترکیې د احصایې ادارې د تېر هجري لمریز کال د وروستي راپور له مخې، ۱۳۹ زره او ۲۵۱ افغانان په دې هېواد کې ژوند کوي، خو دا مهال د ټولو افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی.
د ترکیې پولیسو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي و، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو پناه غوښتونکو د پېژندلو، نیولو او شړلو لپاره د دوی ګډ عملیات دوام لري.
په کال ۱۴۰۰ کې کله چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، زرګونه افغانان په سختو او ستړو لارو ایران ته مخه کړه او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته د تګ په موخه یې ځانونه ترکیې ته ورسول.
د دغو کډوالو له ډلې یو شمېر یې د لارو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.

طالبانو تېره اوونۍ د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په مخابراتو څلور لارې کې د تیموریانو دورې د شاعر او سیاستوال امیر علي شېر نوايي څلی ونړاوه؛ خو له ګڼو تُندو غبرګونو وروسته یې دوه ورځې مخکې د یاد څلي د بیارغونې او ښکلا چارې پیل کړې.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزرت سرپرست شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د وږي په لومړۍ) د طالبانو له لوري د امیر شېر علي نوايي د وران کړي څلي د بیارغونې چارو له پیله هرکلی وکړ او زیاته کړې یې ده: «تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي.»

شاه محمود میاخېل په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، طالبان باید په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ خراب کړي انځورونه هم بېرته ورغوي.
میاخېل زیاته کړې: «په دې لړ کې چې طالبانو په تورخم کې د غازي امان الله خان او پاچا خان تابلوګانې، په جلال اباد ښار کې د غازي امان الله خان څلی او د پښتونستان واټ انځورونه خراب کړي، باید بېرت جوړ کړي.»

د نوموړي په وینا، دغه تابلوګانې، څلي او پښتونستان واټ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو او یوازې د جمهوریت اړوند نه دي او همداراز یې ویلي: «که د غازي امان الله خان د مقبرې رنګ هم د پخوا په شان تغییر کړي، نو ښه به وي.»
د امیر علي شېرنوايي څلی شاوخوا ۱۷ کاله مخکې په مزارشریف ښار کې جوړ شوی وو، خو تېره اوونۍ طالبانو یاد څلی ونړاوه او د غبرګونونو په ترڅ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار احرار برهانوف د امیر علي شېر نوایي د مجسمې د نړولو په تړاو له طالبانو رسمي وضاحت وغوښت.
طالبانو په وضاحت کې د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۹مه) ورته ویلي وو، چې دا اقدام د دوی د ځايي ادارو له خوا له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په نه همغږۍ شوی او همداراز یې ډاډ ورکړی وو، چې د امیر عليشېر نوایي لپاره نوې مجسمه به جوړه کړي.
له دې سره سم، دوه ورځې مخکې د مزارشریف ښاروال د امیر عليشېر نوایي د یادګار څلي د بیارغونې چارو له پيله خبر ورکړ. د نوموړي په وینا، دغه پروژه به د ۱ اعشاریه ۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شي او په کې به د کتيبې بیارغول، د شنو ساحو، د ناستو ځایونه، کتابتون او د امیر عليشېر نوایي د ژوند او ادبي اثارو معرفي لوحې شاملې وي.

میر نظام الدین علي شېر نوايي په ۸۴۴ هجري- سپوږمیز کال کې په هرات کې سترګې دې نړۍ ته پرانېستې او په ۹۰۶ هجري- سپوږمیز کال کې ومړ. امیر عليشېر نوایي د تیموریانو دورې پرمهال له مخکښو شاعرانو، پوهانو او سیاستوالو او د سلطان حسین بایقرا هم دوره وو.