• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي «پوهه او زده‌کړه» د خپلواکۍ سبب کېږي او دوی ورته ډېر اهمیت ورکوي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۱

په داسې حال کې چې څلور کاله کېږي طالبانو افغان نجونې له زده‌کړې راګرځولي، په پروان ولایت کې د یادې ډلې یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي چې «پوهه او زده‌کړه» د «حُریت او خپلواکۍ» سبب کېږي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الحق صدیقي له یوه روزنیزه کورس څخه د ځوانانو د فراغت غونډې ته ویلي چې «اسلامي امارت [طالبان] علم او پوهې ته زیات اهمیت ورکوي ځکه چې علم او زده‌کړه د حُریت او خپلواکۍ سبب کېږي.»

نوموړي ادعا کړې چې طالبانو د قربانیو او سرښندونو په پایله کې سیاسي ازادي ترلاسه کړې او په ورته وخت کې یې د دیني او عصري علومو د زده‌کړې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالب چارواکی د خپل رژیم د کړنې خلاف چې نجونې یې له ښوونځي راګرځولي د علم او زده کړې پر اهمیت ټینګار کوي، بلکې تر دې وړاندې ان د طالبانو د وزیرانو ترکچې کسانو ورته څرګندونې کړي دي.

له دې ټولو سره سره لاهم په افغانستان کې له شپږم ټولګیو پورته د نجونې پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي او د خلاصون په اړه یې طالبان د معمول په څېر وايي چې په دې تړاو هڅې روانې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

امرالله صالح: خلیلزاد دې د هرات د نندارې په اړه ووايي چې ایا افغانستان اوس ښه ځای دی؟

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا د افغانستان د هرات ښار دی. د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې د یوه ځوان جسد چې په مرمیو سوری شوی عام محضر کې د نندارې لپاره په دار ځړول شوی دی، لکه د زامبېد موزیم صحنه.»

صالح زیاته کړې، د طالبانو له خوا په واشنګټن کې ټاکل شوی سفیر زلـمـی خلیلزاد نړۍ والو ته وايي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د پانګونې وخت رارسېدلی دی.

د ده په خبره، خلیلزاد مخکې تر دې چې طالبانو ته تسلیم شي په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر و. هغه په دوحه کې له هغو خلکو سره تړون وکړ چې په هرات کې یې دا ننداره جوړه کړې ده. خلیلزاد وايي چې افغانستان اوس ښه ځای دی.

نوموړي زیاتوی، هرات د دوحې تر تړون مخکې د افغانستان له لوړو فرهنګي ښارونو څخه و. هغه ځوان چې جسد یې په مرمیو سوری شوی او په پښو راځړول شوی، داسې ښکاري چې د طالبانو پر ضد یې د ازادۍ لپاره مبارزه کوله. د دې ځوان زړه خامخاد خلیلزاد او هبت‌الله ترمنځ د دوحې له تړون او دې تړون له امله رازېږېدلي وحشت څخه تور شوی و.

صالح لیکلي: «د خلیلزاد خبرې مط دې ته هڅوي، چې له هغو سپین پوستو ملت‌پالو سره ځان همغږی وګڼم، چې وايي ځینې کډوال هيڅکله نه شي مدغم کېدای. هغوی یوازې د خپلې قبیلې د پنځمې ستنې په څېر د لویدیځو ټولنو په منځ کې پاتې کېږي چې خلیلزاد د همدې ډول کډوالو تر ټولو څرګند او روښانه مثال دی.»

د طالبانو په لاس د بامیان بت ویجاړېدل؛ دوی د افغانستان لرغوني اثار د بشري تمدن شتمني بولي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان د لرغونو اثارو ساتنې ته ژمنه ده او په په دې برخه کې یې ځینې پروژې هم پیل کړي، خو نړۍوال یې باید لاسنیوی وکړي.

د دغه وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق‌الله عزیزي په بامیان ولایت کې د لرغونو اثارو د بیا رغونې له چارو د کتنې پرمهال ویلي چې دغه اثار د بشري تمدن ګډه شتمني ده او باید د ساتنې په برخه کې یې نړیوال همکاري وکړي.

نوموړي همدا راز ویلي چې په بامیانو د تاریخي اثارو د بیارغونې د چارې په بشپړېدو به دلته د سېلانیانو تګ راتګ زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بامیان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تاریخي اثارو او ځایونو د ویجاړې او په دې برخه کې د لازم نه پام په اړه خبرونه خپاره شوي دي.‎

طالبان داسې مهال د هېواد تاریخي اثارو ته ځانونه ژمن بولي چې یادې ډلې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د بامیان لرغونی بت وویشت او ویجاړ یې کړ او دغه کار په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارول.

هراتیان د طالبانو له‌خوا په څلور لارې کې راځوړند شوي جسد سخت ډارولي دي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۱

د هرات اوسېدونکو پرون (شنبه، وږي ۱) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو يو سړی وژلی او په کندهار دروازه کې یې د هغه په وینو لړلی جسد راځوړند کړی چې دوی دې کار سخت وېرولي دي. یوه ويډيو ښيي چې طالبانو جسد په رنجر موټر پورې تړلی او په ښار کې یې ګرځوي.

هغه انځورونه او ويډيوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو له لوري د دې سړي له جسد سره د وېرونکي چلند صحنه ښيي. په يوه ويډيو کې ښکاري، چې یو طالب جسد په لغتو وهي.

په بله ويډيو کې ښکاري چې د دې سړي جسد د هرات ښار کندهار دروازې په څلورلارې کې راځړول شوی او ځينې خلک د هغه په وینو لړلي جسد څخه عکسونه اخلي. درېيمه ويډيو ښيي، چې طالبان دا جسد د رنجر موټر په شا پورې تړلی او په هرات ښار کې یې ګرځوي.

د بریټانیا افراطي ګوند: تر بریا وروسته به د افغان کډوالو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړو

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د برېټانیا ښي‌لاسي افراطي ګوند مشر نایجل فراج وايي، که یې ګوند په ټول‌ټاکنو کې بریالی شي، په ډله‌ییز ډول به د کډوالو شړلو پلان وړاندې کړي. هغه زیاته کړې چې په دې لړ کې به د افغانستان، اریتریا او نورو هېوادونو له مشرانو سره د کډوالو شړلو تړونونه لاسلیک کړي.

د دغه ګوند مشر نایجل فراج له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که ګوند یې بریالی شي، برېټانیا به د اروپا بشري حقونو له کنوانسیون څخه وباسي.

د دې ښی‌ لاسي ګوند د پلان پر بنسټ، هغه کډوال به وشړي چې د مانش کانال له لارې په کښتيو کې برېټانیا ته ورغلي دي.

نایجل فراج وویل: «موږ کولای شو له خلکو سره ښه و اوسو، کولای شو له ځينو هېوادونو سره ښه اړیکې ولرو، خو په ورته وخت کې له ځينو هېوادونو سره خورا سخت دریځ هم درلودلای شو.» هغه زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبره په بشپړ ډول ثابته کړې ده.

کله چې له دې ښي‌لاسي سیاست‌وال څخه پوښتنه وشوه چې که دا کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته وشړل شي هلته به یې بشري حقونه تر پښو لاندې شي، ایا دا د اندېښنې وړ خبره نه ده؟ ایا هغوی به شکنجه یا و نه وژل شي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي، هغو اړخونو ته پام کوي چې برېټانیا ته ګواښ پېښوي.

نایجل فراج وویل: «زه د نړۍ د استبدادي رژیمونو نه، بلکې د برېټانیا په کوڅو کې د ښځو او نجونو د امنیت مسوول یم.»

په برېټانیا کې په تېرو اوونیو کې خلک د هغو هوټلونو مخې ته د اعتراض په ډول راووتل چې کډوال په کې اوسېږي. دا اعتراضونه تر هغه وروسته پيل شول چې یو کډوال په جنسي تېري تورن شو.

د اکسفورډ پوهنتون د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا دوه پر درېیمه برخه هغه کسان چې د مانش کانال له لارې برېټانیا ته ورځي، پناه غوښتنه یې منل کېږي. د دغه پوهنتون څېړنې ښيي چې له دې کډوالو څخه یوازې درې سلنه یې بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

طالبان: په تېره یوه میاشت کې مو د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور ۷۷ کسان نیولي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

طالبان ادعا کوي چې په تېره یوه میاشت کې یې د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق په تور ۷۷ کسان نیولي دي. د یادې ډلې د سرحدي پولیسو ریاست په وینا، دا کسان یې د تورخم ځمکني بندر، هرات او کندهار هوایي ډګرونو کې نیولي دي.

د یاد ریاست ویاند عابدالله فاروقي همداراز ویلي چې په یاده موده کې افغانستان ته د پاکستان له لوري د ګڼو نشه‌یي توکو «ټابېلټونو» مخه هم نیول شوې ده.

فاروقي زیاته کړې چې د افغانستان د دقیمتي ډبرو او تاریخي اثارو قاچاق په جدي توګه منع دی او هغوی چې د دغه توکو قاچاق کوي، پر وړاندې به یې جدي چلند کیږي.

طالبان په داسې حال کې د قیمتي ډبرو او تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبره کوي چې د ځینو راپورونو پربنسټ په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خپل سر د کانونو کیندنې کېږي.

که څه طالبانو ویلي چې د کانونو د کېندنې چارې د منظم پلان له مخې کېږي، خو تر ډېره دوی ته له دې کبله د ملامتۍ ګوته نیول کېږي چې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم یې په نامعیاري توګه د کان‌کېندنې چارې چټکې کړې دي.