
اسراییل وايي، د یمن په پلازمینه صنعا کې یې شاوخوا ۵۰ هدفونه بمباري کړي دي. دا بریدونه د ایران پلوه یاغیانو د وروستیو توغندیزو بریدونو په غبرګون کې شوي. د بریدونو هدفونه د بریښنا سټیشنونه، د تیلو زیرمې، د نفتو شرکتونه او څو پوځي مرکزونه دي، چې د یمن د ولسمشرۍ ماڼۍ هم پکې شامله ده.
شاهدانو هم د څو توغندويي اډو د بمبارۍ خبر ورکړی.
د حوثي یاغیانو په وینا، په دې بریدونو کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
اسراییلي سیاسي سرچینو هم خبر ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ادارې (امان) او موساد د حوثي یاغیانو د مرکزونو او مشرانو پر استوګنځایونو د بریدونو لپاره پراخ پلانونه جوړ کړي او پوځ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د اسراییل امنیتي سرچینې وايي، هڅه شوې، چې د حوثي یاغیانو د مرکز مسوول محمد عبدالکریم الرومري ونیول شي، خو عملیات په وروستیو شېبو کې ناکام شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش د لنډ مهالې ادارې له مشر محمد یونس سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر ډېرولو غږېدلی دی. یاد وزارت وايي، له بنګله دیشي چارواکو سره یولړ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دواړو هېوادونو د دیپلوماتانو او دولتي چارواکو لپاره د ویزو د ختمولو پر هوکړه لاسلیک وکړ. همداراز، د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ او د بنګلهدېش د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ترمنځ هم د تفاهم یو سند لاسلیک شوی دی.
د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې پر تفاهمي یادښت، د پاکستان ایسوسياېټډ پرېس او د بنګلهدېش د سنګباد اژانس ترمنځ پر یادښت او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د اکاډمیو ترمنځ د همکارۍ پر تفاهمي یادښت هم د دواړو لوریو استازو لاسلیکونه کړي دي.
دا په تېرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی او دا سفر د بنګله دېش د اوسنۍ ادارې په بلنه ترسره شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو په ګډون یو شمېر هېوادونه باید د اوکراین د امنیت ضمانت کوونکي وي. سرګي لاوروف وايي، اوکراین به نه د ناټو یا بل ایتلاف غړی ګرځي او نه به اتومي وسلې لري.
رویټرز تېره اونۍ رپوټ ورکړی و، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین غواړي د ختیز دونباس ټوله سیمه پرېږدي، د ناټو د غړیتوب ارمانونه پرېږدي، بېطرفه پاتې شي او د لوېدیزو ځواکونو د داخلېدو مخه ونیسي.
لاوروف اېن بي سي ته وویل، چې پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د امنیتي ضمانت موضوع څېړلې او پوتین د ۲۰۲۲ کال د استانبول د ناکامو خبرو مساله راپورته کړې وه.
په دغو خبرو کې روسیې او اوکراین د کیېف د دایمي بېطرفي پر سر خبرې کړې وې، چې په بدل کې به یې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي برېتانیا، چین، فرانسه، روسیه او امریکا ـ او یو شمېر نور هېوادونه امنیتي ضمانت ورکوي.
لاوروف ویلي، چې د امنیت شورا غړي او نور هېوادونه لکه جرمني او ترکیه هم د تضمین کوونکو په ډله کې راتلای شي.
هغه زیاته کړې: «ضامن هېوادونه به د اوکراین امنیت تضمینوي، داسې یو اوکراین چې بېطرفه وي، د هېڅ پوځي ایتلاف غړی نه وي او اتومي وسلې ونه لري».
لاوروف په ډاګه کړې، چې د روسیې لپاره د اوکراین د ناټو غړیتوب د منلو وړ نه دی، او روسیه غواړي د اوکراین د روسي ژبې ویونکو خوندیتوب یقیني شي او د خاورې پر سر له اوکراین سره خبرې وشي.
د ایران مشر ایتالله خامنهيي د یکشنبې په ورځ د ایران د خلکو له بېلابېلو طبقو سره په لیدنه کې وویل چې د ایران دښمنان د وسلهوالو ځواکونو په «پیاوړې مقاومت او اتحاد» پوه شوي چې اسلامي نظام په جګړې سره نشي ماتولی. خامنه يي وايي، امریکا غواړي ایران یې د امر متابعت وکړي.
خامنهیي له ایران سره د امریکا ددښمنۍ په اړه وویل، چې دا له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې روانه ده، خو په تېرو وختونو کې د امریکا اصلي موخه پټه ساتل کېده.
نوموړي زیاته کړه، « مخکې یې د ترهګرۍ، د بشر د حقونو، د ښځو د حقوقو، یا دیموکراسۍ په نامه د ایران چلند بدلول غوښتل، خو اوس د امریکا مشر دا حقیقت ښکاره کړی او ویلي یې دي چې زموږ مقابله له ایران او د ایران له ملت سره د دې لپاره ده چې ایران د امریکا په اطاعت کې وي».
خامنهيي ټینګار وکړ چې د امریکا تعبیر ممکن یو څه توپیر ولري، خو اصلي خبره همدا ده، چې ایران باید «د امریکا د حکم تابع» وي.
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د اوکراین د خپلواکۍ په ورځ پلازمېنې کیېف ته رسېدلی. د کاناډا چارواکو وویل، چې د لیدنې موخه د اوکراين د پوځي وړتیاوو، ګډو وسلو تولید او له احتمالي اوربند وروسته د روسیې د بریدونو مخنیوي لپاره د کیېف د متحدانو ملاتړ پراخول دي.
کارني به د اوکراين له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د امنیتي تضمینونو او پوځي مرستو په اړه خبرې وکړي.
کارني د خپل سفر پر مهال د اوکراين د خپلواکۍ جشن مراسمو ته د «ځانګړي مېلمه» په توګه بلل شوی و. د کاناډا چارواکو ویلي، چې د لیدنې موخه د اوکراين د پوځي وړتیاوو، ګډو وسلو تولید او د روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د متحدانو ملاتړ پراخول دي.
اوکراين د ممکنه اوربند یا سولې په صورت کې د روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له خپلو متحدانو روښانه امنیتي تضمینونه غواړي.
د دې ترڅنګ، دناټو عمومي منشي او د امریکا او اروپایي متحدینو لوړپوړو چارواکو کییف ته سفرونه کړي څو له جګړې وروسته تضمینونو باندې بحث وکړي.
کاناډا د جي ۷ غونډې په ترڅ کې د اوکراین لپاره دوه میلیارد ډالره نورې پوځي مرستې اعلان کړې او له اروپایي اتحادیې سره یې ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی، چې د متحدانو په منځ کې د وسلو ګډ تولید او پېرل اسانوي.
روسي چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ پر روسيې د اوکراین په ډرون بریدونو کې د کورسک اتومي بټۍ د يو ریاکتور فعالیت نیمایي ته راکم شوی او په شمالي لیننګراد کې د تیلو د صادراتو په یوه ستر ترمینل کې اور لګېدلی. ډرون څرخکې ترمینل ته ننوتلې او چاودېدلې دي.
د روسيې د دفاع وزارت وویل چې د اګست پر۲۴مه لږ تر لږه ۹۵ اوکراييني ډرونونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کور سک اټومي بټۍ، چې د اوکراين له پولو یوازې ۶۰ کیلومتره لرې ده، ویلي چې هوايي دفاعي سیستم د ډرون مخه ونیوله، خو ډرون د بټۍ په شاوخوا کې وچاودېد، یو اضافي ټرانسفارمر یې ویجاړ کړ او د درېیم ریاکتور فعالیت نیمایي ته راکم شو. د اور لګېدنې له کبله هیڅ ډول چاودنې یا زیان نه دی رامنځته شوی.
د ملګرو ملتونو اټومي ادارې ویلي چې دوی پر ټرانسفارمر د اور لګېدنې رپوټونه ترلاسه کړي دي او ټینګار کوي چې هره اتومي بټۍ باید په هر وخت کې خوندي وساتل شي.
لږ تر لږه ۱۰ اوکراييني ډرونونه د روسیې په شمالي لینینګراد سیمه کې اوست لوګا بندر کې ټرمینل ته ننوتلي او چاودېدلي دي.
په نا تایید شويو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ډرون مستقیم ټرمینل ته ننوځي او ورپسې تور لوګي خپریږي.
د لینینګراد د سیمې والي الکساندر دروزډینکو وویل: «اور وژونکي او بیړني خدمات په اوروژنې بوخت دي».