• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله خپل حکم بېرته واخېست؛ طالبانو متقاعدینو ته د معاشونو ورکول بېرته پیل کړل

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو مالیې وزارت اعلان کړی، چې د دې ډلې د مشر په حکم یې ملکي او نظامي متقاعدینو ته د تقاعد معاشونو ورکولو پروسه بېرته پیل کړې ده.

د طالبانو اړوند کورنیو رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې مالیې وزارت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې ملکي او نظامي متقاعدینو ته د حقونو د ورکړې پروسه بېرته پیلیږي.

د طالبانو د مالې وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د متقاعدینو د حقو ورکولو لړۍ یې پیل کړه.

دغه وزارت ویلي، چې متقاعدینو ته به د اسانتیا په موخه د منظم مهالوېش له مخې د ملکي او نظامي متقاعدینو حقوق د ځانګړې محکمې او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د تقاعد د حقوقو په عمومي ریاست کې د ګډ کاري مرکز له لارې د طی مراحلو لړۍ له بشپړېدو وروسته اجرا کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په لومړي پړاو کې د ۹ تثبیت شویو ادارو متقاعدینو ته له نن څخه تر یوې میاشتې په موده کې حقوق ورکول کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوې:« د سټنډرډ ملي اداره، د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره، د بندني روزني او سپورټ عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د چاپېریال ساتني ملي اداره، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت متقاعدین به ځانګړي محکمې ته خپلې عریضې وړاندې کوي او له اصولو سره سم به یې په یوه کاري مرکز کې د حقوقو د ورکړې پروسه مخته وړل کیږي.»

طالبانو ویلي، چې د پاتي نورو ادارو مهالوېش به د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته د سنبلې پر ۲۵مه نېټه اعلان کړي.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو متقاعدینو نیوکه کوله، چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

یو شمېر متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اراده نه لري.

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د هبت الله پر حکم نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې نوموړی « متقاعدین په تورو نخودو پسې لېږي».

متقاعدینو په تېر یوه کال کې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره څو ځله اعتراضونه وکړل.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د کندهار اوسېدونکي: د عریضو غرفه پرانېستل شوې خو هبت الله ته زموږ عریضې نه رسیږي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د کندهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، د ستونزو د حل په موخه یې د طالبانو مشر ته عریضې نه رسیږي. دغه کسان وايي، د کندهار د والي ملا شیرین د کسانو له خوا د دوی په عریضو کې چاڼ کیږي.

افغانستان انټرنشنل ته د کندهار یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې د ستونزو د حل په موخه یې لیکلې عریضې او شکایتونه د طالبانو تر مشر ملا هبت الله اخوندزاده پورې نه رسیږي.

دغه کسان وايي، د بېلابېلو ستونزو د حل په موخه یې مولوي هبت الله اخوندزاده ته په لیکلې بڼه عریضې وړې دي، خو د ډېرو کسانو ستونزو او شکایتونو ته هېڅ رسیدګي نه ده شوې.

د کندهار یوه اوسېدونکي، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل :«زما ۲۱ کلن زوی له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې ورک دی، د هغه د مرګ او ژوند په اړه هېڅ معلومات نه لرو، ما درې ځله د هبت الله دفتر ته عریضه سپارلې ده، خو تر اوسه د هغوی له خوا هېڅ ځواب نه دی راغلی.»

هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د عریضو او شکایتونو اورېدلو ریاست په نوم دفتر پرانېستی دی او د یاد دفتر له خوا د کندهار ولایت ودانۍ مخې ته د عریضو او شکایتونو راټولولو لپاره یوه غرفه هم اېښودل شوې ده.

100%

د کندهار د میوند ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي، په میوند ولسوالۍ کې د یو سیمه ییز طالب قوماندان له خوا یې د هوتکیانو په کاریز کې ۱۵ جریبه ځمکه غصب شوې ده او د هبت الله دفتر ته یې له څو ځله عریضې سپارلو سربیره هم غږ نه دی اورېدل شوی.

دغه کس وايي:«په میوند ولسوالۍ کې مې ځمکه ده، شرعي قباله هم لرم، خو د ملا ضمیر په نوم یو قوماندان درې کاله کیږي، چې زما د ځمکې پنځلس جریبه غصب کړې ده، برمه یې باندې وهلې ده او بزګران یې پر درولي دي، په کندهار کې مې د علماوو شورا، محکمې او ولایت ته عریضي کړې دي، خو غږ مې نه دی اورېدل شوی. بیا مې دوه ځله د شیخ صاحب دفتر ته عریضه وکړله خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی راغلی.»

یو شمېر نور کسان بیا وايي، تر ډېره هغه کسان د ملا هبت الله دفتر او نږدې کسانو ته د خپلو ستونزو رسېدو او حل ته ژر لاس رسی لري، چې له هغوی سره قومي تړاو ولري.

100%

په ورته وخت کې بېلابېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهار ولایت ودانۍ مخې ته د هبت الله اخوندزاده دفتر ته د عریضو رسولو په غرفه کې د کندهار د والي ملا شیرین کسان د ملا شیرین په لارښوونه د خلکو په عریضو او شکایتونو کې چاڼ کوي او د خلکو اصلي ستونزې تر ملا هبت الله نه رسیږي.

سرچینې: ابراهیم صدر د مولوي هبت الله د شل سلنې تنقیص له حکم سره مخالف دی

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۱۹ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یاد وزارت امنیتي معیین ابراهیم صدر د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت کې د خپل مشر د شل سلنې تنقیص د حکم پلي کېدو مخالفت کړی. سرچینې زیاتوي، د طالبانو مالیې وزارت د کورنیو چارو وزارت معاشونه ځنډولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دوو باخبره سرچینو نن یکشنبه «د وږي ۲مه» وویل چې د یاد وزارت امنیتي معیین ابراهیم صدر د طالبانو د مشر ملاهبت الله د شل سلنې تنقیص له حکم څخه د څو میاشتې په تېرېدو سره، لاهم دغه حکم نه دی عملي کړی.

د سرچینو په وینا، ابراهیم صدر د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت او د ځینو ولایتونو د امنیه قوماندانیو په تشکیلاتو کې د خپلو وسله والو له شل سلنې تنقیص څخه انکار کړی دی.

یوې بلې سرچینې وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او مالیې وزارت ترمنځ هم ناندرۍ راپورته شوې دي او د یادې ډلې د مالیې وزارت د شل سلنې تنقیص پر پلي کېدو ټینکار کوي.

سرچینې زیاته کړه: «د کورنیو چارو وزارت په نورو برخو کې او د ولایتونو په ځینو امنیه قوماندانیو کې د ملاهبت الله د شل سلنې تنقیص حکم تطبیق شوی خو د کورنیو چارو وزارت په امنیتي معینیت او کابل امنیه قوماندانۍ کې لاتر اوسه نه دی تطبیق شوی.»

ابراهیم صدر د کورنیو چارو وزارت مالي ریاست ته امر کړی، چې د تېر په څېر د دوی د راپور پر بنسټ مالیې وزارت معاشونه اجرا کړي خو مالیې وزارت ددې پروسې مخالفت کړی او ټینګار کوي، چې معاشونه به د دوی له خوا د جوړ شوي سیسټم له مخې اجرا کیږي.

ابراهیم صدر د طالبانو د ځواکمنو څېرو په ډله کې دی، چې زیات شمېر طالب وسله وال لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د یاد وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ د کارکوونکو معاشونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو ځل بیا ځنډېدلي دي او د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت مالي ریاست د معاشونو د ورکړې پر پروسې اختلاف لري.

افغانستان انټرنشنل په تېره وري میاشت کې د طالبانو د رسمي سندونو له مخې راپور خپور کړ، چې هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې په نظامي او ملکي ادارو کې د شل سلنې تنقیص د عملي کېدو امر کړی دی.

ددغه راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د شل سلنه تنقیص امر تایید کړ.

دغه امر د طالبانو د ځینو مشرانو ترڅنګ ددې ډلې د غړو پراخ غبرګونونه را وپارول او په ټولنیزو رسنیو کې د تنقیص موضوع په اړه ښکاره مخالفتونه وشول.

خو د طالبانو مشر ملاهبت الله تل د خپلو حکمونو او فرمانانو په عملي کولو ټینګار کړی او ځیني وخت یې پر نه عملي کېدو هم نیوکې کړې دي.

حکمتیار: تر جګړې وروسته د مخالفانو اعدام او په دار ځړول جواز نه‌لري

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۰۸ GMT+۱

تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې که یو کس له جګړې لاس واخلي، سنګر پرېږدي او تېښته وکړي د هغه تعقیب، اعدام او په دار ځړول د شرعیت له‌مخې جواز نه‌لري.

نوموړي یک‌شنبه (وږي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي چې که هر حاکم له دغو حدودو اوړي «مسول او مجرم» ګڼل کېږي.

حکمتیار ټینګار کړی چې له «باغیانو» سره جګړه تر هغه مشروع ده چې د جګړې په ډګر کې وي، خو د تېرو جرمونو له امله وژل شوي کس ته سزا ورکول او د مړي سپکاوی د منلو نه دی.

حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د راپورونو پر بنسټ طالبانو په هرات کې درې ورځې وړاندې یو کس له یوې مخالفې وسله‌والې ډلې سره د غړیتوب په جرم وواژه او بیا یې جسد په ښار کې د ټانګ یوه میل پوری وتاړه.

که څه هم طالبانو د وروستۍ پېښې په اړه جزییات نه دي ورکړي خو پر دوی تور دی چې خپل مخالفان یې ربړولي دي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم په خپل درې میاشتنې راپور کې ویلي و چې طالبانو د بښنې له فرمان سره سره د پخواني نظام لسګونه پوځیان وژلي او یې لادرکه کړي دي، خو طالبانو بیا ترې انکار کړی او ویلي دي چې دوی د خپل د مشر د بښنې فرمان ته ژمن دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان پر سفارت درې رنګه ملي بیرغ پورته شو

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د ۱۰۶مې سیاسي خپلواکۍ په پار اسټرالیا کې پر افغان سفارت درې رنګه ملي بیرغ پورته شو. په جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام سفیر، افغان مېرمنو، ځوانانو او یو شمېر اسټرلیايي ډېپلوماتانو ګډون کړی.

په کنبرا کې د افغانستان سفارت د دغو مراسمو لنډه ویډیو نن (یک‌شنبه، وږي ۲مه) پر خپله فېسبوک‌پاڼه خپره کړې ده.

شپږ ورځې وړاندې په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شو و چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د بیرغ ځړولو مراسم د اګسټ پر ۲۴مه ترسره کوي.

د یادونې ده چې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه په افغانستان کې دننه او بهر د ګڼو افغانانو، ټولنیزو ټولنو او ځینو سفارتونو له لوري ونمانځل شوه.

د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت؛ لا هم په ودونو کې «ملاماتونکي» لګښتونه کېږي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

که څه هم له پخوا راهیسې په افغانستان کې د ودونو په مراسمو کې لوړ لګښتونه کېږي، خو دلته د مخ زیاتېدونکې لوږې او بې‌وزلۍ له کبله پر دې چارې سختې نیوکې شوې دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو دا ډول دودونه غندلي دي.

په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې یوه داسې ویډیو لاس په لاس کیږي چې ډېر لښګتونه په‌کې شوي او له اندازې ډېر خوراکي توکي په‌کې برابر شوي دي. د ټولنیزو رسنیو ډیری کاروونکو د افغانستان اقتصادي وضعیت ته پام د خوښۍ په دا ډول مراسمو کې د ډېرو لګښتونو له کبله سختې نیوکې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي عدالت حسن علي هم دغه ویډیو له خپلې اېکس‌پاڼې خپره کړې او وايي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دا ډول لګښوته له انصاف څخه لرې چاره ده.

ورته مهال، د ټولنیزو رسنیو نورو کاروونکو هم د تایید په بڼه ویلي چې د داسې ډېری ودونو شاهدان پاتې شوي چې بیخي ډېر خواړه په‌کې ضایعه شوي او له اندازې زیات لګښتونه په‌کې شوي دي.

وړاندې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي و چې په ودونو کې لوړ لګښتونه او له شریعت سره ناساز دودونه د اسلام خلاف دي او د ټولنې پر ارزښتونو، اقتصاد او د ځوانانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. د دوی په وینا، اسلام د ساده‌ ژوند سپارښتنه کوي او د ودونو تجمل‌پسندانه مراسم د دین له اصولو سره په ټکر کې دي او دوی به یې مخه ونیسي.

خو له دې ټولو سره سره لیدل کېږي چې لا هم په افغانستان کې داسې ودونه کېږي چې خورا ډېر لښګتونه پرې راځي او خلک نیوکه کوي چې په ټولنه کې د دغه ناسم دود په اړه له جدي اقداماتو پرته یې مخنیوی ستونزمنه چاره ده.