• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کابینې غونډه کې په سرحدي او سیمو کې د ترمینلونو پر جوړولو بحث شوی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د کابینې په پنځمه غونډه کې پر پراختیایي پروژو، ودانیزو چارو او همداراز په سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو پر جوړولو بحثونه شوي دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دغې غونډه کې اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه څو د هېواد په ځینو سرحدي او فرضي سیمو کې د ترمینلونو د جوړولو په موخه د ځمکې لېږد چارې ګړندۍ کړي او د منظورۍ لپاره یې د مشرتابه مقام ته وسپاري.

په دې غونډه کې همداراز ټولو ادارو ته سپارښتنه وشوه، چې پراختیایي پروژو ته پاملرنه زیاته کړي ترڅو وزګارو خلکو ته د کار زمینه برابره او ورسره اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

له څه مودې راهیسې په کابل او لویو ښارونو کې د شخصي ودانیو او ښارګوټو د جوړولو چارې ټکنۍ شوي او په همدې موخه د طالبانو مشر تېره اوونۍ د ودانیزو چارو د پیلېدو په تړاو یو فرمان صادر کړی وو او د کابینې په نننۍ غونډه کې بیا د پلې کېدو لپاره یې یوه کمېته وګومارل شوه، څو د ودانیزو چارو د پیلېدو طی مراحل له میاشتو څخه ورځو ته را لنډه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

له کابل نه د امریکا د وروستۍ الوتکې پيلوټ ځان د کانګرس څوکۍ ته نوماند کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۱۸ GMT+۱

الېکس پېلبات، چې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې له کابل څخه وروستۍ امریکايي الوتکه والوزوله، اوس غواړي د سویلي کارولینا په لومړۍ انتخاباتي حوزه کې د کانګرس څوکۍ وګټي. هغه وايي، «زه وروستی کس وم چې ووتلم، خو ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی».

پېلبات د خپل کمپاین د پیل ویډیو د اګست پر۲۵ خپره کړه. په دې ویډیو کې هغه خپله پوځي تجربه انځوروي او د پخواني ولسمشر جوبایډن پر مشرۍ نیوکه کوي.

هغه په ویډیو کې وايي، « جګړه مار مشران پوهېږي چې ماموریت هر څه دی. زما ماموریت روښانه دی: ولسمشر ټرمپ ته هغه مرستې برابرول چې اړتیا ورته لري، زه وروستی کس وم چې ووتلم، خو ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی».

پېلبات چې اوس د ماونټ پلېزنټ اوسېدونکی دی، په لومړي ځل ځان کاندیدوي. هغه په هوايي ځواک کې ۲۲ کاله خدمت کړی او د چارلسټن په ګډه اډه کې د سي ۱۷ الوتکو د ځانګړو عملیاتو مشر پاتې شوی دی.

د ۲۰۲۱کال په اګست کې نوموړی له کابل نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د تخلیې د وروستیو عملیاتو هوايي مشر و او پخپله یې وروستۍ امریکايي سي ۱۷ الوتکه له کابل څخه امریکا ته والوزوله.

پېلبات د۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې خبریالانو ته د یوه کوچني افغان ماشوم کیسه وکړه چې له اوږده انتظار وروسته یې په الوتکه کې سترګې سره ورغلې. کله چې د هلک خور د بوټانو په لرې کولو کې ستونزه لرله، پېلبات د ماشوم بوټان خلاص کړل. هغه وویل، « کله مې چې پورته وکتل، د ماشوم مور راته کتل. هغې موسکا وکړه او په هغې موسکا کې مې د راحت او هیلې نښې ولیدې.»

پېلبات د خپلې کاندیدۍ په رسمي اعلامیه کې وویل چې امریکا داسې مشران غواړي چې د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ ودرېږي او د هغه د «امریکا بیا ستره کړئ» هڅې بریالۍ کړي.

طالبانو د غزې پر ناصر روغتون برید د بیان د ازادۍ پرضد جنایت بللی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د غزې پر ناصر روغتون د اسراییل برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د بيان ازادۍ پر ضد جنايت بللی دی. په دغه برید کې پنځه خبريالان او ۲۰ نور کسان وژل شوي.

د راپورونو له مخې، د غزې په ناصر روغتون کې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۲۰کسان وژل شوي، چې پکې پنځه خبريالان هم شامل وو.

حمدالله فطرت وايي: « اسراییل د جنايتونو او ټولوژنو په دوام، يوازې نن ورځ د لسګونو مظلومو فلسطينيانو تر څنګ پنځه تنه خبريالان هم په شهادت رسولي دي. موږ يو ځل بيا د فلسطين د مسلمانانو روانه نسل وژنه او د اسراییل وحشيانه يرغل په کلکو ټکو غندو.»

هغه زیاته کړې: «د خبريالانو وژنه يو ستر جنايت او د بيان د ازادۍ د مدعيانو پر لمن تور داغ دی.»

د راپورونو له مخې، دجګړې له پیل راهيسې د فلسطين په غزه کې د وژل شویو خبريالانو شمېر له ۲۵۰ څخه اوړي.

د فلسطين خبريالانو اتحاديې او نړيوالو ادارو د دې پېښو غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې يې غوښتنه کړې چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

هند د امیرخان متقي د سفر معافیت غوښتنه بېرته واخېسته

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هند خپله هغه غوښتنه بېرته اخېستې چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د سفر اجازه ورکړل شي څو نوي ډیلي ته ولاړ شي. هند مخکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کمېټې څخه د سفر معافیت غوښتنه کړې وه.

ډېپلوماتیکو سرچینو نن یکشنبه د «وږي ۳مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته بلنه ورکړې او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه یې ددغه سفر لپاره د اجازې غوښتنه هم کړې ده.

خو اوس سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوي ډیلي خپله دغه بلنه بېرته اخېستې ده.

ددغه سفر لپاره داسې مهال چمتووالی نیول کېده، چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر هم د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د مخالفت له امله ځنډېدلی و.

سرچینو ویلي، چې تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو امنیت شورا امیرخان متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

که امنیت شورا د سفر اجازه ور کړي وای،نو ټاکل شوې وه چې متقي د اګست له ۲۷مې تر ۲۹ مې سفر وکړي.

تر اوسه پورې هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصولو له مخې باید د طالبانو هغو چارواکو ته چې د امنیت شورا په تورلېست کې شامل دي، کوربه هېواد د سفر د اجازې غوښتنه وکړي او له تایید وروسته د سفر اجازه ورکول کېږي.

سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر سره د اړیکو پر پیاوړتیا او مرستو غږېدلی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت سرپرست د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت لیدلي او په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، حقاني د سفیر کورومایا د خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل: «د جاپان او افغانستان اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او رغنده تعامل تل د دواړو هېوادونو ترمنځ غالب پاتې شوی دی.»

په اعلامیه کې راغلي، د جاپان سفیر په دې لیدنه کې وویل: «جاپان به د ملګرو ملتونو د چوکاټ له لارې د بدیلو معیشتونو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخو کې خپلې مرستې ته دوام ورکړي.»

یاده دې وي چې جاپان له هغو هېوادونو څخه دی چې له ۲۰۰۱ کال وروسته یې په افغانستان کې د بیارغونې، تعلیم او روغتیا په برخو کې پراخې مرستې کړې دي.

حامد کرزي متقاعدینو ته د طالبانو له خوا د معاشونو ورکولو د پرېکړې هرکلی کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له خوا متقاعدینو ته د معاشونو ورکولو د پرېکړې هرکلی وکړ. کرزي هیله څرګنده کړې، چې ټول مستحق کسان زر تر زره خپل معاشونه ترلاسه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن دوشنبه «وږي ۳مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې متقاعدینو د خپل ژوند زیاته برخه د خپل ګران هیواد او خلکو په خدمت کې تیره کړې ده.

د طالبانو مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله په حکم یې څو کټګورۍ ملکي او نظامي متقاعدینو ته د تقاعد معاشونو ورکولو پروسه بېرته پیل کړې ده.

د طالبانو اړوند کورنیو رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې ملکي او نظامي متقاعدینو ته د معاشونو د ورکړې پروسه بېرته پیلیږي.