نوموړی وايي، چې په دغه پنځه کلن پلان کې د ټولو پراختیايي چارو مالي امکانات له کورنیو سرچینو تامینېږي او په پلي کېدو به یې په افغانستان کې له اقتصادي او صنعتي پلوه لوی بدلون رامنځته شي.
که څه هم د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی د حکومت نورې ادارې به وروسته د دغه تګلارې په اړه ټول جزییات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي؛ خو د دوی ادارې د دغه پلان عملي کېدو ته ژمنې دي.
مجاهد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په راتلونکي پنځه کلن پلان کې د عصري علومو زدهکړو ته هم پام شوی؛ خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
د طالبانو ویاند دارنګه پاکستان او هند ته د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د سفر بندیز او له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ډډه وکړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هند ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر په اړه د معافیت غوښتنه بېرته واخیسته. تمه کېده، چې امیرخان متقي د اګسټ له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې هند ته ولاړ شي. دارنګه متقي غوښتل، چې (د زمري په ۱۳مه) پاکستان ته سفر وکړي؛ خو دغه سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې لهخوا د معافیت د نه ورکړې له کبله ونهشو.
ذبیحالله مجاهد په د یادې غونډې پرمهال په دغه تګلاره کې د نجونو د زدهکړو د ځای ځایګي په اړه جزییات ورنه کړل او د نجونو د زدهکړو په اړه یې د یوې پوښتنې له ځواب ورکولو هم ځان په څنګ کړ.
د طالبانو ویاند که څه هم ادعا کوي، چې د دوی د څلورکلنې واکمنۍ پرمهال لوی اقتصادي پرمختګونه شوي؛ خو له دې وروسته به ټولې پرمختیايي چارې د اعلان شوې تګلارې له مخې په منظمه او کره توګه ترسره شي.
طالبان په داسې حال کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې خپله تګلاره اعلانوي، چې د ګڼو نړۍوالو راپورونو پربنسټ په افغانستان کې ورځ تربلې د فقر او بېوزلۍ کچه مخ په پراخېدو ده او خبرداري ورکوي؛ که له ځنډ پرته په دې برخه کې اقدام ونهشي، نو افغانستان به لویو ناورینونو سره مخامخ شي.