• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار د انتاني روغتون ناوړه وضعیت؛ روغتیاپالانو ته د ۴ میاشتو تنخواوې نه‌دي ورکړل شوې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي، چې د ننګرهار په انتاني روغتون کې د تېرو ۶ میاشتو په ترڅ کې د انتاني ناروغیو لرونکي ۱۸ کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له‌مخې؛ په دې موده کې د ډینګي، اسهال او کرونا په ګډون انتاني ناروغیو لرونکو شاوخوا ۲۴زره ناروغانو یاد روغتون ته مراجعه کړې ده.

سرچینو چهارشنبه (د وږي ۵مه) د دغه روغتون د روغتیاپالانو او کارکوونکو په حواله زیاته کړې، چې هغوی له سختو اقتصادي کړاوونو او بې‌عدالتیو سره مخ دي. د سرچینو په خبره؛ د یاد روغتون روغتیاپالانو او کارکوونکو ته له تېرو ۴ میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړل شوې. روغتیاپالان وايي، چې دې چارې د هغوی پر مسلکي کارونو هم ډېر منفي اغېز کړی دی.

په روغتون کې یوې سرچینې د نوم‌ نه‌ښودلو په شرط وویل: «په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۴زره ناروغان چې پر ډینګي، اسهال، کرونا او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته وو، دغه روغتون ته مراجعه کړې ده. یوازې د شري نږدې ۲۵۰۰ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې، چې له دې ډلې ۱۸ کسان مړه شوي دي.»

د ننګرهار د انتاني روغتون روغتیاپالان او کارکوونکي وايي، چې دا مهال د ټرانسپورټ او کور کرايې، د ماشومانو او د خوراک څښاک اساسي اړتیاوې نه‌لري. که هغوی ته پر وخت تنخواوې او خپل امتیازات ورکول کېدای؛ نو هېڅکله نه اړ کېدل چې خپل غږ تر رسنیو ورسوي. ورته مهال، یو شمېر روغتیاپالان د روغتون له مدیریت شکایت کوي او وايي، چې غوښتنو ته یې څوک غوږ نه ږدي.

د یاد روغتون روغتیاپالان او کارکوونکي خبرداری ورکوي؛ که ستونزې یې ژر تر ژره او پر وخت حل نه‌شي، د ختیځ زون لپاره یوازینی انتاني تخصصي مرکز به خپل مهم فعالیتونه له لاسه ورکړي. سرچینې وايي، چې د مالي فشار له امله یو شمېر ډاکټران اړ دي چې خپلې دندې پرېږدي.

هغوی د طالبانو د عامې روغتیا وزارت او نړۍوالو مرسته‌رسوونکو بنسټونو غواړي، چې غږ یې واوري او د تنخواوو د ورکړې ترڅنګ، د عدالت د ټینګښت لپاره بېړنی اقدام وکړي. افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې په دې تړاو په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نظر هم له ځان سره ولري؛ خو تر دمه د یاد ریاست له‌خوا هېڅ ډول غبرګون یا وضاحت نه‌دی ورکړل شوی.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

•
•
•

نور کیسې

ملا یعقوب: د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې دي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۷ GMT+۱
ملا یعقوب: د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې دي
100%

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، دا مهال د کابل او اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې دي او دی ترې ناخوښه دی. د نوموړي په خبره؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی د دواړو هېوادونو په زیان دی او په کار ده، چې په خپلو کې ښې اړیکې وپالي.

  1. نوموړي په دې اړه له بي‌بي‌سي سره په یوې مرکه کې ویلي:« موږ هیڅکله نه غواړو، چې له پاکستان سره مو اړیکې ترینګلې پاتې شي. د اړیکو ترینګلتیا نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه بولو. زموږ کوښښ دا دی، چې په هره برخه کې ورسره ګوزاره ولرو او د همسایه‌توب حقوق یو بل ته ورکړو؛ خو له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې حالات عادي نه دي او په دې اړه زه خوشحاله نه یم.»
  2. هغه تر دې وړاندې هم د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې د ګاونډیو هېوادونو په اړه څرګندونې کړې وې. هغه ویلي و:« موږ د ګاونډيانو په اړه بد نیت نه‌لرو؛ خو له دوی هم همدا هیله لرو. موږ له ګاونډيو او نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.» هغه زیاته کړې وه، چې نه د چا په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او نه چاته اجازه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

هغه په یادې مرکه کې د القاعدې ډلې سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته له القاعدې ډلې سره اړیکې نه‌لرو.»

هغه دارنګه ویلي، چې اسلام یو منځلاری دین دی او که څوک په‌کې د افراط او تفریط لور ته ځي؛ نو هرو مرو به خطا کېږي. نوموړي که څه هم په مستقم ډول چاته اشاره نه لرله؛ خو دا یې ویلي:« هغوی چې په واقعي معنا غواړي د اسلام له دین سره تګ وکړي؛ نو هغه به له افراط او تفریط څخه ډډه کوي.»

درېیو افغان مېرمنو له پاکستانه د نه‌اېستل کېدو غوښتنه وکړه

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۵۲ GMT+۱
درېیو افغان مېرمنو له پاکستانه د نه‌اېستل کېدو غوښتنه وکړه
100%

درېیو افغان مېرمنو چې له پاکستانيانو سره یې ودونه کړي، د اسلام‌اباد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې له دغه هېواده د هغوی د اېستلو مخه ونیسي او د دایمي استوګنې اجازه ورکړي.

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې؛ هغوی په یوې رسمي عریضه کې محکمې ته ویلي، چې له پاکستاني نارینه‌وو سره یې ودونه کړي او د قانون پر بنسټ باید په پاکستان کې د ژوند کولو اجازه ورکړل شي.

قاضي انعام امین منهاس چې د دغه درېیو افغان مېرمنو عریضه یې ترلاسه کړې، قضیه یې د سترې محکمې مشر قاضي ته استولې ده. هغه وايي، همدا ډول یوه بله قضیه هم تر ارزونې لاندې ده.

د ښځو وکیل عمر اعجاز ګېلاني د محکمې په اورېدنه کې زیاته کړې، هغه بهرنۍ مېرمنې چې له پاکستانيانو سره ودونه کوي باید د کورنۍ د نورو غړو په څېر د تابعیت حقونه او د قانوني استوګنې جوازونه ورکړل شي.

ټاکل شوې وروستۍ پرېکړه به د اسلام‌اباد سترې محکمې له بیاکتنې وروسته وشي.
تر دې مخکې د اسلام‌اباد سترې محکمې حکومتي ادارو ته امر کړی و، چې د ۱۸ افغان وګړو د اېستلو بهیر ودروي.

محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت، نادرا، د کډوالو څانګې، فدرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته مکتوبونه استولي. د دغه افغانانو د پي‌اوار کارټونه لغوه شوي او دوی پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی.

د طالبانو مداخلې او لاس‌وهنې؛ اوچا وايي په افغانستان کې لسګونه بشرپاله پروګرامونه درېدلي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۱
د طالبانو مداخلې او لاس‌وهنې؛ اوچا وايي په افغانستان کې لسګونه بشرپاله پروګرامونه درېدلي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې د جولای په میاشت کې د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د ۴۴ بشرپاله پروګرامونو د لنډمهاله ځنډېدو او د یوه روغتیايي مرکز د تړل کېدو لامل شوې دي.

د اوچا وروستی راپور زیاتوي، په جولای میاشت کې د مرستو لاس‌رسي محدودیتونو اړوند ۱۰۴ پېښې ثبت شوې چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه بنسټ په وینا؛ ۹۵ سلنه دغه محدودیتونه د طالبانو له‌خوا لګول شوي دي.

د راپور له‌مخې؛ د افغانستان مرکزي سیمې له دغو محدودیتونو نه تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي، چې ۳۰ قضیې یې ثبت شوې دي او ورپسې ختیځ او سوېلي ولایتونه دي.

اوچا ویلي، چې د دغه ۱۰۴ پېښو له ډلې ۸۹ یې د طالبانو د مستقیمې لاس‌وهنې هڅې وې. دغه لاس‌وهنې د کارکوونکو د نوملړ غوښتنه، د محرم معلوماتو ترلاسه کول، د پروګرامونو د عملي کېدو مخنیوی او خدمتونو ته د اړمنو ښځو د لاس‌رسي مخنیوی په‌کې شامل دي.

د دغه سازمان په وینا؛ طالبانو هڅه کړې چې د مرستندویه ادارو د استخدام او تدارکاتو په بهیر کې هم مداخله وکړي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې ځینې اړین تفاهم‌لیکونه په ځنډ لاسلیک کړي دي. همداراز، طالبانو د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي دي.

د جنسي توپیر پر بنسټ محدودیتونه د ټولو ثبت شویو پېښو ۱۶ سلنه برخه جوړوي. دغه محدودیتونه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې ځنډول، د هغو پروژو درول چې ښځو په‌کې برخه لرلې، کاري سیمو ته د ښځو د سفر منع کول او له عملیاتي ساحو څخه د ځینو ښځینه کارکوونکو اېستل په‌کې شامل دي. د دغو محدودیتونو له امله، په جولای میاشت کې ۹ بشردوستانه پروژې په لنډمهالي ډول درېدلې دي.

د اوچا د راپور له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون له پلي کېدو راهیسې، ټول‌ټال ۷۲۸ پېښو پر بشرپاله بنسټونو اغېز کړی دی. په دې پېښو کې د دفترونو تالاشي، د کارکوونکو ګواښل او د ښځو د ونډې محدودول شامل دي.

د دې ترڅنګ، اوچا د مرستندویه ادارو د کارکوونکو او تأسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په جولای میاشت کې د تاوتریخوالي ۱۱ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرې میاشتې پرتله څلور برابره ډېرې شوې دي. طالبانو په همدې میاشت کې د مرستندویه ادارو درې کارکوونکي هم نیولي دي.

د یادونې ده، چې اوچا تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو لاس‌وهنې او مداخلې په بشرپاله چارو کې په زیاتېدو دي او په اپرېل میاشت کې ۳۵ پروژې د همدې ستونزو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې.

چین د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د اوبو په کړکېچ کې د نوي منځګړي په توګه رول لوبوي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱
چین د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د اوبو په کړکېچ کې د نوي منځګړي په توګه رول لوبوي
100%

څېړونکي وايي، په سیمه کې د اوبو د سرچینو پر سر د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره، چین هڅه کوي د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د منځګړي په توګه رول ولوبوي. دغه هېواد د اقتصادي پروژو د پراختیا سربېره، د امنیتي ټیکاو او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هم خپلو هڅو ته زور ورکړی دی.

«ډې کرېډل وېب‌پاڼه» لیکي، چې د هلمند سیند اوبو پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی؛ په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د اوبو پر حق ټینګار کوي او د پاشدان او بخش‌اباد په څېر د بندونو جوړونې ته دوام ورکوي. ایران اندېښمن دی، چې دغه اقدامات به سیستان او بلوچستان ولایت ته د اوبو جریان په جدي توګه کم کړي.

د مقالې لیکوال په اند، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوبو اړیکې هم پېچلې شوې دي. په مقاله کې راغلي، چې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اوبو د وېش کوم رسمي تړون نه‌شته. طالبان غواړي پاکستان ته د اوبو بهېدل کم کړي او پر شاه‌توت بند او کونړ سيند تمرکز وکړي.

چین د دغه وضعیت په غبرګون کې هڅه کوي، افغانستان د «کمربند او لارې» په څېر سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کې شامل کړي او هم‌مهاله د امنیتي او سیاسي منځګړي رول هم ولوبوي. په کابل کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ درې‌اړخیز ناسته کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا هم هوکړه شوې ده.

طالب چارواکو ویلي، چې افغانستان غواړي د سیمې پر یوه اقتصادي مرکز بدل شي او چین په دې لاره کې یو مهم شریک بولي؛ خو چین د اقتصادي همکاریو په بدل کې له طالبانو څخه د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي مهارول.

کارپوهان وايي، چې چین د خپل اقتصادي نفوذ او فعاله ډېپلوماټیکو هڅو په کارولو سره هڅه کوي په سیمه کې یو نوی څوقطبي نظم رامنځته کړي. دغه هېواد مخکې هم د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړيتوب رول په بریالیتوب ترسره کړی او اوس د دې شونتیا شته، چې د ایران، چین او طالبانو ترمنځ درې‌اړخیز چوکاټ د اوبو د ناورین حل لپاره جوړ شي.

د مقالې په یوې برخه کې راغلي، که څه هم چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي؛ خو هڅه کوي دغه ډله په نړۍوالو او سیمه‌ییزو بهیرونو کې شامله کړي، پرته له دې چې هغوی پر لوېدیځو دولتونو تکیه وکړي.

څېړونکي وايي، چې په سیمه کې د چین رول یوازې له یوه پانګه‌وال څخه ډېر شوی او اوس دغه هېواد ځان د یوې څو قطبي اسیا په چوکاټ کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو تنظیموونکي په توګه مطرح کوي.

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو ضرب‌الاجل د تمدید غوښتنه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو ضرب‌الاجل د تمدید غوښتنه کړې
100%

د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اسلام‌اباده غوښتي، چې دغه مهلت تمدید کړي.

د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د «سپټمبر له لومړۍ نېټې» د شاوخوا ۱.۳ میلیونه هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېږي، چې د کډوالۍ کارټونه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغو کارټونو اعتبار ختم شوی او د لرونکو یې پاتې کېدل نور قانوني نه ګڼل کېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کنډلر په خپل اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اسلام‌اباد باید د کډوالو د ستنېدو لپاره د لا ډېر وخت زمینه برابره کړي.

هغې ټینګار کړی، چې باید د هغو افغان محصلینو او کورنیو وضعیت په پام کې ونیول شي، چې له پاکستان سره د زده‌کړو، کورنۍ او ټولنیزو اړیکو ژور تړاو لري.

په همدې حال کې، په اسلام‌اباد کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د مدافعینو یوه اېتلاف د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه غندلې ده. هغوی دا اقدام د بشري اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف بللی او له حکومته یې غوښتي، چې د اېستلو لړۍ سمدستي ودروي.

دغه اېتلاف پر دې هم ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته باید د قانوني اوسېدنې، د کار جواز او ان د تابعیت ورکولو لارې پرانیستل شي، څو هغه افغانان چې د قوانینو درناوی کوي، وکولای شي په امن کې ژوند وکړي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي. ویل کېږي، چې نږدې درې میلیونه نور افغانان لا هم د اجباري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.