درېیو افغان مېرمنو له پاکستانه د نهاېستل کېدو غوښتنه وکړه

درېیو افغان مېرمنو چې له پاکستانيانو سره یې ودونه کړي، د اسلاماباد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې له دغه هېواده د هغوی د اېستلو مخه ونیسي او د دایمي استوګنې اجازه ورکړي.

درېیو افغان مېرمنو چې له پاکستانيانو سره یې ودونه کړي، د اسلاماباد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې له دغه هېواده د هغوی د اېستلو مخه ونیسي او د دایمي استوګنې اجازه ورکړي.
د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور لهمخې؛ هغوی په یوې رسمي عریضه کې محکمې ته ویلي، چې له پاکستاني نارینهوو سره یې ودونه کړي او د قانون پر بنسټ باید په پاکستان کې د ژوند کولو اجازه ورکړل شي.
قاضي انعام امین منهاس چې د دغه درېیو افغان مېرمنو عریضه یې ترلاسه کړې، قضیه یې د سترې محکمې مشر قاضي ته استولې ده. هغه وايي، همدا ډول یوه بله قضیه هم تر ارزونې لاندې ده.
د ښځو وکیل عمر اعجاز ګېلاني د محکمې په اورېدنه کې زیاته کړې، هغه بهرنۍ مېرمنې چې له پاکستانيانو سره ودونه کوي باید د کورنۍ د نورو غړو په څېر د تابعیت حقونه او د قانوني استوګنې جوازونه ورکړل شي.
ټاکل شوې وروستۍ پرېکړه به د اسلاماباد سترې محکمې له بیاکتنې وروسته وشي.
تر دې مخکې د اسلاماباد سترې محکمې حکومتي ادارو ته امر کړی و، چې د ۱۸ افغان وګړو د اېستلو بهیر ودروي.
محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت، نادرا، د کډوالو څانګې، فدرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته مکتوبونه استولي. د دغه افغانانو د پياوار کارټونه لغوه شوي او دوی پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې د جولای په میاشت کې د طالبانو مداخلې په افغانستان کې د ۴۴ بشرپاله پروګرامونو د لنډمهاله ځنډېدو او د یوه روغتیايي مرکز د تړل کېدو لامل شوې دي.
د اوچا وروستی راپور زیاتوي، په جولای میاشت کې د مرستو لاسرسي محدودیتونو اړوند ۱۰۴ پېښې ثبت شوې چې د تېرې میاشتې پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه بنسټ په وینا؛ ۹۵ سلنه دغه محدودیتونه د طالبانو لهخوا لګول شوي دي.
د راپور لهمخې؛ د افغانستان مرکزي سیمې له دغو محدودیتونو نه تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي، چې ۳۰ قضیې یې ثبت شوې دي او ورپسې ختیځ او سوېلي ولایتونه دي.
اوچا ویلي، چې د دغه ۱۰۴ پېښو له ډلې ۸۹ یې د طالبانو د مستقیمې لاسوهنې هڅې وې. دغه لاسوهنې د کارکوونکو د نوملړ غوښتنه، د محرم معلوماتو ترلاسه کول، د پروګرامونو د عملي کېدو مخنیوی او خدمتونو ته د اړمنو ښځو د لاسرسي مخنیوی پهکې شامل دي.
د دغه سازمان په وینا؛ طالبانو هڅه کړې چې د مرستندویه ادارو د استخدام او تدارکاتو په بهیر کې هم مداخله وکړي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې ځینې اړین تفاهملیکونه په ځنډ لاسلیک کړي دي. همداراز، طالبانو د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي دي.
د جنسي توپیر پر بنسټ محدودیتونه د ټولو ثبت شویو پېښو ۱۶ سلنه برخه جوړوي. دغه محدودیتونه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې ځنډول، د هغو پروژو درول چې ښځو پهکې برخه لرلې، کاري سیمو ته د ښځو د سفر منع کول او له عملیاتي ساحو څخه د ځینو ښځینه کارکوونکو اېستل پهکې شامل دي. د دغو محدودیتونو له امله، په جولای میاشت کې ۹ بشردوستانه پروژې په لنډمهالي ډول درېدلې دي.
د اوچا د راپور له مخې؛ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون له پلي کېدو راهیسې، ټولټال ۷۲۸ پېښو پر بشرپاله بنسټونو اغېز کړی دی. په دې پېښو کې د دفترونو تالاشي، د کارکوونکو ګواښل او د ښځو د ونډې محدودول شامل دي.
د دې ترڅنګ، اوچا د مرستندویه ادارو د کارکوونکو او تأسیساتو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په جولای میاشت کې د تاوتریخوالي ۱۱ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرې میاشتې پرتله څلور برابره ډېرې شوې دي. طالبانو په همدې میاشت کې د مرستندویه ادارو درې کارکوونکي هم نیولي دي.
د یادونې ده، چې اوچا تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د طالبانو لاسوهنې او مداخلې په بشرپاله چارو کې په زیاتېدو دي او په اپرېل میاشت کې ۳۵ پروژې د همدې ستونزو له امله په لنډمهالي ډول درېدلې وې.

څېړونکي وايي، په سیمه کې د اوبو د سرچینو پر سر د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره، چین هڅه کوي د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د منځګړي په توګه رول ولوبوي. دغه هېواد د اقتصادي پروژو د پراختیا سربېره، د امنیتي ټیکاو او سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هم خپلو هڅو ته زور ورکړی دی.
«ډې کرېډل وېبپاڼه» لیکي، چې د هلمند سیند اوبو پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی؛ په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د اوبو پر حق ټینګار کوي او د پاشدان او بخشاباد په څېر د بندونو جوړونې ته دوام ورکوي. ایران اندېښمن دی، چې دغه اقدامات به سیستان او بلوچستان ولایت ته د اوبو جریان په جدي توګه کم کړي.
د مقالې لیکوال په اند، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوبو اړیکې هم پېچلې شوې دي. په مقاله کې راغلي، چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د اوبو د وېش کوم رسمي تړون نهشته. طالبان غواړي پاکستان ته د اوبو بهېدل کم کړي او پر شاهتوت بند او کونړ سيند تمرکز وکړي.
چین د دغه وضعیت په غبرګون کې هڅه کوي، افغانستان د «کمربند او لارې» په څېر سیمهییزو اقتصادي پروژو کې شامل کړي او هممهاله د امنیتي او سیاسي منځګړي رول هم ولوبوي. په کابل کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ درېاړخیز ناسته کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا هم هوکړه شوې ده.
طالب چارواکو ویلي، چې افغانستان غواړي د سیمې پر یوه اقتصادي مرکز بدل شي او چین په دې لاره کې یو مهم شریک بولي؛ خو چین د اقتصادي همکاریو په بدل کې له طالبانو څخه د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي مهارول.
کارپوهان وايي، چې چین د خپل اقتصادي نفوذ او فعاله ډېپلوماټیکو هڅو په کارولو سره هڅه کوي په سیمه کې یو نوی څوقطبي نظم رامنځته کړي. دغه هېواد مخکې هم د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړيتوب رول په بریالیتوب ترسره کړی او اوس د دې شونتیا شته، چې د ایران، چین او طالبانو ترمنځ درېاړخیز چوکاټ د اوبو د ناورین حل لپاره جوړ شي.
د مقالې په یوې برخه کې راغلي، که څه هم چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت نهدي پېژندلي؛ خو هڅه کوي دغه ډله په نړۍوالو او سیمهییزو بهیرونو کې شامله کړي، پرته له دې چې هغوی پر لوېدیځو دولتونو تکیه وکړي.
څېړونکي وايي، چې په سیمه کې د چین رول یوازې له یوه پانګهوال څخه ډېر شوی او اوس دغه هېواد ځان د یوې څو قطبي اسیا په چوکاټ کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو تنظیموونکي په توګه مطرح کوي.

د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل پای ته رسېدو سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له اسلاماباده غوښتي، چې دغه مهلت تمدید کړي.
د پاکستان حکومت د پرېکړې له مخې، د «سپټمبر له لومړۍ نېټې» د شاوخوا ۱.۳ میلیونه هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیلېږي، چې د کډوالۍ کارټونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغو کارټونو اعتبار ختم شوی او د لرونکو یې پاتې کېدل نور قانوني نه ګڼل کېږي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کنډلر په خپل اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې اسلاماباد باید د کډوالو د ستنېدو لپاره د لا ډېر وخت زمینه برابره کړي.
هغې ټینګار کړی، چې باید د هغو افغان محصلینو او کورنیو وضعیت په پام کې ونیول شي، چې له پاکستان سره د زدهکړو، کورنۍ او ټولنیزو اړیکو ژور تړاو لري.
په همدې حال کې، په اسلاماباد کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د مدافعینو یوه اېتلاف د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه غندلې ده. هغوی دا اقدام د بشري اصولو او نړۍوالو قوانینو خلاف بللی او له حکومته یې غوښتي، چې د اېستلو لړۍ سمدستي ودروي.
دغه اېتلاف پر دې هم ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته باید د قانوني اوسېدنې، د کار جواز او ان د تابعیت ورکولو لارې پرانیستل شي، څو هغه افغانان چې د قوانینو درناوی کوي، وکولای شي په امن کې ژوند وکړي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان له خپلې خاورې اېستلي دي. ویل کېږي، چې نږدې درې میلیونه نور افغانان لا هم د اجباري ستنېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د بار وړونکو موټرچلوونکي او سوداګر د نوبتي سیسټم په نوم د طالبانو لهخوا پر جوړ شوي کمېسیون سختې نیوکه کوي او وایي، دغه کمېسیون د سهولت پر ځای د فساد په یوه لویه سرچینه بدله شوې ده.
موټرچلوونکي وایي، چې د نوبت سیسټم که څه هم په کاغذ کې د عدالت او منظمې بارګیرۍ لپاره جوړ شوی، خو په عمل کې د زورواکو په ګټه او د عادي خلکو پر زیان تمامېږي.
د دوی په خبره، د کمېسیون هر طالب مسوول د «فوقالعاده» په نوم خپل ځانګړي موټرونه په سیسټم کې شامل کړي، چې شمېر یې نږدې دوه زره ته رسېږي.
یوه موټرچلوونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په دې اړه ویلي: «موږ ته په میاشت او دوو کې نوبت نه رسېږي، خو فوقالعاده موټر په یوه میاشت کې تر شپږ اووه ځله پورې بارګیري کوي او دغه راز خپل نوبت په نورو موټرو پلوري.»
نوموړي وویل، فوقالعاده موټرو لوی فساد جوړ کړی دی، مالیات او د کمېسیون د لګښتونو په نوم له دوی څخه هم د فوقالعاده موټرو په څېر پیسې اخیستل کېږي.
سوداګر هم وایي، چې د دې فساد تر ټولو ستر زیان د دوی کاروبار او د خلکو ژوند ته رسېږي.
د دوی په وینا: «د مېوو او سبزیو موټر په وخت بازارونو ته نه رسېږي، په زرګونه ټنه تازه مېوې او سبزۍ په ځنډ سره د لارو پر سر خرابېږي.»
اخوا، یو سوداګر وايي: «کمېسیون یوازې موټرچلوونکي نه دي ځورولي، بلکې موږ تجارانو ته یې هم لوی زیانونه رسولي دي. کله ناکله دوه میاشتې مال په ګدامونو کې پاتې کېږي، موږ ډېر شکایتونه کړي، خو غږ مو څوک نه اوري.»
د اوږدو نوبتونو او بند پاتې کېدو له امله موټرچلوونکي وایي، کله کله دومره اوږده موده په نوبت کې درېږي چې مرغانو په خالي موټرو کې ځالې جوړې کړي.
د سپين بولدک یو بل موټر چلونکی وايي: «قسم په خدای چې نور موټروانان د فوقالعاده او د حکومت له چور څخه تر پوزې راغلي دي، زموږ په موټرانو کې کفترو ځالې جوړي کړي، خو موږ ته نوبت نه رارسېږي.»

ده وویل: «له کندهاره تر کابله پنځه شپږ ځایه ترازوګان دي چې هر یو یې په ټایر کې ۱۰۰ افغانۍ اخلي، که خالي موټر وي او که بار، بس امر دی او باید دا پيسې ورکړو.»
موټرچلوونکي زیاتوي، چې د انسجام په نوم جوړ شوی کمېسیون د فساد جرړه ده او له قانوني اسنادو پرته له هر موټر څخه په هره پېره کې له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.
یو بل موټرچلوونکی په قهرجن غږ وايي: «بس چور دی، چور! هر څوک چې هر څه کول غواړي کوي يې، د پوښتنې څوک نشته، د پخوانیو پاټکيانو غوندې اوس هم د ډانګ سره په سړک ولاړ وي او پیسې اخلي.»
تجاران وایي، دوی څو څو ځلې د طالبانو مشرانو ته فریاد کړی دی، ان د کندهار او ځینو نورو ولایتونو سوداګر دوه میاشتې انتظار پاتې شول چې د طالبانو له مشر سره خپله ستونزه مخامخ شریکه کړي، خو بریالي نه شول.
موټرچلوونکي او سوداګر په یوه غږ وایي، چې د بار وړونکو موټرونو لپاره جوړ شوی کمېسیون نه یوازې د فساد سرچینه ګرځېدلې، بلکې د ټرانسپورټ د وزارت صلاحیت یې هم بېاعتباره کړی دی او هره میاشت میلیونونه افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي.
په داسې حال کې چې طالبان د «اسلامي حکومت» او «سرتاسري امنیت» شعار ورکوي، د بار وړونکو موټرونو چلوونکي او سوداګر شکایت کوي چې فساد، زورواکي او غېرقانوني پیسې اخیستل لا هم د دوی د ژوند برخه ده.
د نوبت په نامه جوړ شوی سیسټم د عدالت پر ځای د بېعدالتۍ او د ولس د ځور وسیله ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب چارواکو بیا په ځلونو ویلي چې دغې ډلې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په برابرولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه بنسټیز ګامونه اخیستي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري چې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) په یوه رسمي سفر د تاتارستان جمهوریت ته تللی، د دغه هېواد په نفت، ګاز او کیمیايي نړۍوال فورم کې روسي پانګوالو ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د نفتو او ګازو په سکټورونو کې پانګونې وکړي.
هدایت الله بدري په یاد فورم کې زیاته کړه: «افغانستان خپلې دروازې د تاسو پر مخ پرانیزي. موږ تاسو او په ځانګړي ډول د تاتارستان پانګوالو ته بلنه درکوو چې زموږ د انرژۍ په سکټور په تېره بیا د نفتو او ګازو په برخو کې پانګونې وکړئ.»
هدایت الله بدري په دغه فورم کې ویلي، د امو، کټواز او هلمند حوزې د هېواد لویې طبیعي زېرمې لري چې نه یوازې د افغانستان اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو وړتیا هم لري.
بدري زیاته کړه: «دغه سرچینې د افغانستان د اړتیاوو له پوره کولو سربېره ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېدای شي او ورسره د انرژۍ امنیت او سیمه ییز پرمختګ تضمینږي.»
هغه همداراز وویل، افغانستان غواړي د سیاسي بلاکونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سیمې د ټرانزیټي مرکز په توګه راڅرګند شي.
نوموړي زیاته: «موږ نه غواړو د کوم سیاسي بلاک برخه شو، بلکې موږ غواړو له سیمې سره ګام په ګام متقابلې اړیکې رامنځته کړو او په اقتصادي لحاظ ګډې ګټې پراخې کړو. افغانستان هڅې کوي چې د منځنۍ او سوېلي اسیا، همدارنګه د منځني ختیځ او لرې ختیځ تر منځ د ټرانزیټ یو مهم مرکز شي.»