«ډې کرېډل وېبپاڼه» لیکي، چې د هلمند سیند اوبو پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی؛ په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د اوبو پر حق ټینګار کوي او د پاشدان او بخشاباد په څېر د بندونو جوړونې ته دوام ورکوي. ایران اندېښمن دی، چې دغه اقدامات به سیستان او بلوچستان ولایت ته د اوبو جریان په جدي توګه کم کړي.
د مقالې لیکوال په اند، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوبو اړیکې هم پېچلې شوې دي. په مقاله کې راغلي، چې د کابل او اسلاماباد تر منځ د اوبو د وېش کوم رسمي تړون نهشته. طالبان غواړي پاکستان ته د اوبو بهېدل کم کړي او پر شاهتوت بند او کونړ سيند تمرکز وکړي.
چین د دغه وضعیت په غبرګون کې هڅه کوي، افغانستان د «کمربند او لارې» په څېر سیمهییزو اقتصادي پروژو کې شامل کړي او هممهاله د امنیتي او سیاسي منځګړي رول هم ولوبوي. په کابل کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ درېاړخیز ناسته کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا هم هوکړه شوې ده.
طالب چارواکو ویلي، چې افغانستان غواړي د سیمې پر یوه اقتصادي مرکز بدل شي او چین په دې لاره کې یو مهم شریک بولي؛ خو چین د اقتصادي همکاریو په بدل کې له طالبانو څخه د امنیتي اقداماتو غوښتنه کړې، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي مهارول.
کارپوهان وايي، چې چین د خپل اقتصادي نفوذ او فعاله ډېپلوماټیکو هڅو په کارولو سره هڅه کوي په سیمه کې یو نوی څوقطبي نظم رامنځته کړي. دغه هېواد مخکې هم د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د منځګړيتوب رول په بریالیتوب ترسره کړی او اوس د دې شونتیا شته، چې د ایران، چین او طالبانو ترمنځ درېاړخیز چوکاټ د اوبو د ناورین حل لپاره جوړ شي.
د مقالې په یوې برخه کې راغلي، که څه هم چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت نهدي پېژندلي؛ خو هڅه کوي دغه ډله په نړۍوالو او سیمهییزو بهیرونو کې شامله کړي، پرته له دې چې هغوی پر لوېدیځو دولتونو تکیه وکړي.
څېړونکي وايي، چې په سیمه کې د چین رول یوازې له یوه پانګهوال څخه ډېر شوی او اوس دغه هېواد ځان د یوې څو قطبي اسیا په چوکاټ کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو تنظیموونکي په توګه مطرح کوي.