• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وایي د اوکراین جګړه سږکال پای ته نه رسېږي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني ویلي، چې د روسیې له لوري د اوکراین پر ضد جګړه ښايي سږکال هم پای ته ونه رسېږي. نوموړي دا هم ویلي چې که روسیه په همدې ډول دوام ورکړي، نوي بندیزونه به پرې ولګول شي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د پنجشنبې په ورځ په روم کې د کابینې له ناستې وروسته وویل:« جګړه د ځینو خلکو د اټکل او تمې خلاف ژر نه ختمیږي. زه نه غواړم بدبین و اوسم، خو فکر نه کوم چې د روان کال تر پایه دې، د دغې جګړې د حل امکان وي.»

نوموړي زیاته کړه:«که روسیه په همدې ډول دوام ورکړي، ښکاره خبره ده، چې نوي بندیزونه به پرې ولګول شي.»

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې موضوع خورا ګرمه روانه ده.

بلخوا روسیې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر ځینو سیمو بریدونه کړي او ۱۸ کسان یې وژلي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په بریتانیا کې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور دوه افغانان محکمې ته وړاندې شوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱

بریتانیا کې دوه افغان پناه غوښتونکي د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د تښتونې او جنسي تیري په تور محکمې ته وړاندې شوي دي. تورن کسان احمد مولاخیل او محمد کبیر نومیږي او ۲۳ کاله عمر لري. دواړو تورنو د واروېک کراون محکمې پر وړاندې ویلي چې بې‌ګناه دي.

ډیلي میل ورځپانې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۶مه) راپور ورکړی چې پېښه د جولای په ۲۲مه د ننیټون ښار په یوې خاموشه سیمه کې پېښه شوې.

پولیس وايي، احمد مولاخیل پر نجلۍ درې ځله جنسي تېری کړی، دوه ځله یې جنسي ځورونه کړې او هڅه یې کړې نجلۍ وتښتوي.

همدا ډول محمد کبیر بیا په دغه عمل کې د همکارۍ او د ماشومې د تښتولو د هڅې په تور محاکمه کېږي.

څارنیزو کامرو د پېښې د شپې هغه ویډیو ثبت کړې چې پکې یو سړی د نجلۍ ترڅنګ روان ښکاري. پولیس وايي، برید تر هغې شاوخوا نیم ساعت وروسته شوی.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دواړه تورن کسان په هغو کورونو کې اوسېدل چې د مالیه ورکوونکو له پیسو په کرایه اخیستل شوي.

د قضیې په تړاو د بریتانیا په سیاسي ډګر کې هم سخت غبرګونونه راپارېدلي دي.

د رېفورم یو کې ګوند مشر نایجل فراج او د واروېکشایر د ولایتي شورا مشر جورج فینچ پولیسو باندې نیوکه کړې چې د تورنو کسانو د کډوالۍ او تابعیت جزییات یې پټ ساتلي دي.

هغوی ټینګار کوي چې د داسې پېښو پټول نه یوازې د خلکو باور زیانمنوي، بلکې د ټولنې تر منځ د کړکېچ سبب هم ګرځي.

د کورنیو چارو وزیرې یویټ کوپر بیا ویلي چې پولیس باید په ورته قضیو کې زیاته روڼتیا ولري او عامو خلکو ته د تورنو کسانو د شالید په اړه سم معلومات ورکړي.

ټاکل شوې چې د دې دوسیې بله اورېدنه د نومبر په ۲۱مه او د اصلي محاکمې نېټه د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۶مه وي.

د پاکستان په پنجاب کې سختو سېلابونو تر ۶۰۰زرو ډېر خلک اغېزمن کړي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت ډېرې برخې د ستلج، راوي او چناب سېندونو د اوبو د لوړېدو له امله ډوبې شوې دي. دغه سېلابونو تر اوسه لږترلږه ۱۵ کسان مړه او تر ۶۰۰زره ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د سختو بارانونو او د هند له بندونو نه د اوبو خوشې کېدو له امله راوتلي سېلابونه لا هم سوېلي پنجاب ته لوی ګواښ دی. تر اوسه پورې له ۱۵۰زرو ډېر خلک او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

له ۷۰۰ ډېرو کلیو کې د روغتیا او مرستې کمپونه جوړ شوي دي. په اغېزمنو سیمو کې سیال‌کوټ، نارووال، ګجرات، چنیوټ، قصور، اوکاړه، بهاول‌پور او نورې ولسوالۍ شاملې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې خبرداری ورکړی، که د قادر‌اباد بند مات شي؛ نو د حافظ‌اباد او چنیوټ سیمې به له جدي ګواښ سره مخ شي.

ملګري ملتونه: د غزې قحطي لا پراخېږي، د لوږې له امله لس کسان نور مړه شوي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرسیالې جویس موسایا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې قحطي اوس رسمي واقعیت ګرځېدلی او هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو او ملکي وګړو مړینې زیاتېږي، چې یوازې نن لس کسان مړه شوي دي.

جویس موسویا امنیت شورا ته په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې قحطي په رسمي ډول په شمالي او مرکزي غزه کې تایید شوې او د سپټمبر میاشتې تر پایه به د دیرالبلح او خان‌یونس سیمو ته هم وغځېږي.

نوموړې وویل: «تر اوسه نیم میلیونه خلک د لوږې، بې‌وزلۍ او مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. که د مرستو مخه ونیول شي، دا شمېر به د سپټمبر تر پایه له ۶۴۰زرو واوړي.»

ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې لږ تر لږه ۱۳۲زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. له دې ډلې څه باندې ۴۳زره ماشومان ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ژوند له مرګوني ګواښ سره مخ شي.

موسویا ټینګار کړی: «دا قحطي د وچکالۍ یا طبیعي ناورین پایله نه ده، بلکې د انسان په لاس جوړ شوی ناورین دی چې د جګړې، ملکي مرګژوبلې، ویجاړۍ او جبري بې‌ځایه‌کېدو له امله رامنځته شوې ده.»

بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله لس تنه نور هم مړه شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د وزارت په وینا، د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۳۱۳تنه مړه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹ ماشومان دي.

کارپوهان او مرستندویه ادارې وايي، د اسراییل بمبار او کلکه محاصره د دې لامل شوې چې د ژغورونکو مرستو ډېره برخه غزې ته ونه رسېږي.

د ایران د کلتوري چارو وزیر: له افغانستان سره د کلتوري همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوو

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د کلتوري اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه د ګډو تاریخي او کلتوري ریښو له امله کولای شي د هنر، ادبیاتو او علمي تبادلو په برخه کې پراخې همکارۍ ولري.

صالحی ټینګار کړی، چې د ایران کلتوري بنسټونه به د افغان کلتوري او هنري فعالانو د طرحو او پروژو هرکلی وکړي او د دې اړیکو د لا ژورتیا لپاره به هڅې روانې وساتي.

د نوموړي په وینا، کلتوري همکارۍ کولای شي چې د ولسونو ترمنځ د متقابل درک او دوستۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او په کابل کې د ایران سفارت د ابو علي سینا بلخي چې د تاریخ له سترو علمي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، په خپرو شویو پیغامونو کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» د تخلص له لیکلو ډډه وکړه، چې د افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون: په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې ده

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې شوی او دا ارزښت په بشپړ ډول منځه تللی دی.

یاد کمېسیون په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، طالبان هغه کسان په کلکه ځپي چې د دوی له عقیدوي لیدلوري او مذهبي باورونو سره همنظره نه دي.

د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانانو پر دیني ازادیو، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو هم دروند ګوزار دی.

د یاد کمېسیون مشره ویکی هارټزلر ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مذهبي ازادي په افغانستان کې په بشپړ ډول ختمه کړې ده. ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ دوی د بدني سزا، خپل‌سریو نیونو او سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.»

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت پالیسي د یوه ځپونکي نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي دي؛ ښځې یې له دیني او ټولنیزو چارو اېستلې او مذهبي لږکیان یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

دغه کمېسیون د افغان کډوالو د احتمالي اخراج په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام اخیستونکي چلند لامل شي.

دغه کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان دې ومني او د خوندي اوسېدو شرایط دې ورته برابر کړي.

د کمېسیون مرستیال اصف محمود ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د افغان پناه غوښتونکو قانوني خوندیتوب ته دوام ورکړي او دوی له هېواده ونه باسي.

هغه ویلي: «باید د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»

یاد کمېسیون څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی و او په خپل کلني راپور (۲۰۲۵) کې یې سپارښتنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د مذهبي ازادیو د پراخو سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد وبولي.

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یو خپلواک دولتي بنسټ دی، چې د امریکا ولسمشر، حکومت او کانګرس ته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه مشورې ورکوي او کلني څارنیز راپورونه خپروي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه له دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.