د پاکستان په پنجاب کې سختو سېلابونو تر ۶۰۰زرو ډېر خلک اغېزمن کړي

د پاکستان د پنجاب ایالت ډېرې برخې د ستلج، راوي او چناب سېندونو د اوبو د لوړېدو له امله ډوبې شوې دي. دغه سېلابونو تر اوسه لږترلږه ۱۵ کسان مړه او تر ۶۰۰زره ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت ډېرې برخې د ستلج، راوي او چناب سېندونو د اوبو د لوړېدو له امله ډوبې شوې دي. دغه سېلابونو تر اوسه لږترلږه ۱۵ کسان مړه او تر ۶۰۰زره ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د سختو بارانونو او د هند له بندونو نه د اوبو خوشې کېدو له امله راوتلي سېلابونه لا هم سوېلي پنجاب ته لوی ګواښ دی. تر اوسه پورې له ۱۵۰زرو ډېر خلک او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
له ۷۰۰ ډېرو کلیو کې د روغتیا او مرستې کمپونه جوړ شوي دي. په اغېزمنو سیمو کې سیالکوټ، نارووال، ګجرات، چنیوټ، قصور، اوکاړه، بهاولپور او نورې ولسوالۍ شاملې دي.
د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې خبرداری ورکړی، که د قادراباد بند مات شي؛ نو د حافظاباد او چنیوټ سیمې به له جدي ګواښ سره مخ شي.


د مډرن ډیپلوماسي وېبپاڼې په یوه مقاله کې راغلي، پاکستان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال په لومړیو کې هیله لرله، چې د دې ډلې په واکمنېدو سره به سرحدي تاوتریخوالي پای ته ورسېږي او یو باثباته ګاونډی به رامنځته شي، خو اوس دغه هیلې یې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.
دغه وېبپاڼه وایي، چې د امنیت پر ځای په افغانستان کې د طالبانو رژیم د پاکستان لپاره په یوه دوامداره او مستقیم امنیتي ګواښ بدل شوی دی.
له ۲۰۲۲کال وروسته چې کله له «ټي ټي پي» سره د سولې خبرې ناکامې شوې، د پاکستاني طالبانو بریدونه خورا زیات شوي دي. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټوټ په وینا، یوازې د ۲۰۲۵کال د مارچ په میاشت کې له ۱۰۰ څخه زیات بریدونه شوي، چې ۲۲۸کسان یې وژلي او ۲۵۸نور یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې، ډېری قربانیان پولیس، پوځیان او ملکي کسان دي، په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي، چې دغه ډله په ختیځ افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د طالبانو له مستقیم یا غېرمستقیم ملاتړ څخه برخمنه ده.
په مقاله کې راغلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي لانجې ورځ تر بلې زیاتېږي. طالبانو د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې او که څه هم پاکستان د ډیورند پر کرښه د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې اغزنې کټارې هڅه کړې، خو لا هم د سرحدي نښتو، هاواني بریدونو او تاوتریخوالي پېښې دوام لري. د ۲۰۲۵کال په مارچ میاشت کې د تورخم په لار کې خونړۍ نښته شوې وه، چې د یوه طالب د مرګ سبب وګرځېده.
وېبپاڼه زیاتوي، پاکستان تر اوسه د څه باندې ۲.۸میلیونه افغان کډوالو کوربتوب کوي، چې ۱.۳میلیونه د ثبت کارټونه لري او نږدې ۸۱۳زره نور د افغانانو تابعیت کارټ «ای سي سي» لري، چې د دې کډوالو شتون د پاکستان پر روغتیايي، تعلیمي او اقتصادي سرچینو سخت فشار اچولی دی. پر دې سربېره، د کډوالو کمپونه او د «ټي ټي پي» احتمالي جګړې د سرتېرو د جلب او جذب ځایونو په توګه لیدل کېږي، چې امنیتي اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې دي.
په کابل کې د طالبانو ایډیالوژیک واک د پاکستان دننه سخت دریځو ډلو ته زړورتیا ورکړې او په جوماتونو او مدرسو کې د توندلارو پیغامونه زیات شوي دي. سره له دې چې پاکستان د ترهګرۍ ضد پلانونه لکه د ملي عمل پلان «اېن ای پي» او د ملي ترهګرۍ ضد اداره «نکټا» لري، خو د سیاسي جوړجاړیو او کمزورې پلي کېدنې له امله یې اغېز محدود پاتې شوی دی.
پاکستاني شنونکي باور لري، چې پاکستان باید له طالبانو څخه د «ټي ټي پي» پر ضد عملي ګامونه وغواړي او د سرحدي همکارۍ غوښتنه وکړي، د شانګهای د همکارۍ سازمان په څېر سیمهییزو چوکاټونو کې د طالبانو پر ضد فشار زیات کړي، د «نکټا ادارې» واک او عملي کولو ته لومړیتوب ورکړي او د سخت دریځۍ د مخنیوي هڅې په جدي ډول عملي کړي.
دوی دغه راز زیاتوي، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره اوږدمهاله او خوندي تګلاره جوړه کړي، چې هم د انسانیت اړخ پکې خوندي وي او هم امنیتي ګواښونه مهار شي.
افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د پاکستان د بېثباتۍ اساسي سرچینه ګرځېدلې ده. له «ټي ټي پي» څخه د طالبانو ملاتړ د جګړې د بیا پیل اصلي لامل بلل کېږي. که اسلاماباد بېړني او پرېکنده ګامونه پورته نه کړي، د پاکستان امنیتي وضعیت نور هم د خرابېدو په لور روان دی، چې مهار به یې لوړه بیه وغواړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرسیالې جویس موسایا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا ته په خپل راپور کې وویل، چې د غزې په محاصره شوې سیمه کې قحطي اوس رسمي واقعیت ګرځېدلی او هره ورځ د لوږې له امله د ماشومانو او ملکي وګړو مړینې زیاتېږي، چې یوازې نن لس کسان مړه شوي دي.
جویس موسویا امنیت شورا ته په خپله وینا کې څرګنده کړه، چې قحطي په رسمي ډول په شمالي او مرکزي غزه کې تایید شوې او د سپټمبر میاشتې تر پایه به د دیرالبلح او خانیونس سیمو ته هم وغځېږي.
نوموړې وویل: «تر اوسه نیم میلیونه خلک د لوږې، بېوزلۍ او مرګ له جدي ګواښ سره مخ دي. که د مرستو مخه ونیول شي، دا شمېر به د سپټمبر تر پایه له ۶۴۰زرو واوړي.»
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې لږ تر لږه ۱۳۲زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. له دې ډلې څه باندې ۴۳زره ماشومان ښايي په راتلونکو میاشتو کې د ژوند له مرګوني ګواښ سره مخ شي.
موسویا ټینګار کړی: «دا قحطي د وچکالۍ یا طبیعي ناورین پایله نه ده، بلکې د انسان په لاس جوړ شوی ناورین دی چې د جګړې، ملکي مرګژوبلې، ویجاړۍ او جبري بېځایهکېدو له امله رامنځته شوې ده.»
بلخوا، د غزې د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله لس تنه نور هم مړه شوي، چې په هغوی کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د وزارت په وینا، د جګړې له پیله تر اوسه پورې په غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۳۱۳تنه مړه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹ ماشومان دي.
کارپوهان او مرستندویه ادارې وايي، د اسراییل بمبار او کلکه محاصره د دې لامل شوې چې د ژغورونکو مرستو ډېره برخه غزې ته ونه رسېږي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د چهارشنبې په ماښام په خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې په یو شمېر پرتو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» او د حافظ ګل بهادر ډلې د جنګیالیو پر مرکزونو د نامعلومه بېپیلوټه الوتکو بریدونه شوي.
د عیني شاهدانو په وینا، په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د لومړي برید موخه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ کلی و. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» او د حافظ ګل بهادر ډلې د جنګیالیو د استوګنځای په توګه ګڼل کېږي.
د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې بېپیلوټه الوتکې د ماښام پر مهال پر یوې ودانۍ برید وکړ. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي.

دویم برید د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ویاله سیمه کې ترسره شوې دي. په نښه شوی کور چې د سیمې اوسېدونکي وایي دوه ځله پرې برید ترسره شوې، د شهسوار په نوم کس پورې تړاو لري، چې د «ټي ټي پي» د ملاتړي په توګه پېژندل کېږي. په دې برید کې دوه ماشومان ورک شوي او دوه نور ټپیان دي، چې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو لپاره د شینوارو ولسوالۍ اړوند د غني خېلو دولتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
بلخوا، د کونړ ولایت اړوند د ډیورنډ په کرښه پرتو ولسوالیو «دانګام، سرکاڼو او مروره» کې هم د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلې، چې له ماښام راهیسې یې د یادو ولسوالیو په لرې پرتو او غرنیزو سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو غږونه او له چاودنو وروسته روښنایي لېدلي دي، خو د مرګژوبلې په اړه څه نه وایي.
داسې ویل کېږي، چې د کونړ په یادو سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» جنګیالیو پټنځایونه شتون لري.

که څه هم پاکستان تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت په رسمي ډول نه دی منلی، خو سرچینې وايي چې دغه بېپیلوټه الوتکې ښايي د پاکستاني پوځ پورې تړاو ولري.
پاکستان په تېرو کلونو کې هم څو ځلې د افغانستان خاوره په نښه کړې ده، چې د ۱۴۰۳کال د مرغومې په میاشت کې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
له هغه وخت راهیسې چې کله طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته رسېدلي دي، د پاکستان او طالبانو اړیکې پرلهپسې ترینګلې پاتې شوې دي.
اسلاماباد وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» او د حافظ ګل بهادر ډلې جنګیالي د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او له همدې ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي.
خو طالبانو بیا تل دا ټینګار کړی، چې پاکستان دې خپله ستونزه د خبرو له لارې د «ټيټيپي» سره حل کړي، خو پاکستان د پوځي اقدام پر دوام ټینګار کوي.
یوازې څو ورځې وړاندې «د زمري په ۳۱مه» د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان وکړ، چې لږ تر لږه ۴۵ پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
ویل شوي، چې له دې ډلې څخه ۳۰تنه د باجوړ په یوه جومات کې د بم جوړولو پر مهال د چاودنې له امله مړه شوي او ۱۵نور د جنوبي وزیرستان په جګړو کې ووژل شول.
سربېره پر دې، په خېبر پښتونخوا کې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۵ پاکستاني امنیتي ځواکونه او ۳ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
کارپوهان باور لري، چې د خوست، کونړ او ننګرهار وروستي بریدونه ښيي چې پاکستان غواړي د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کړي، ځکه چې په تېرو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ او خېبر کې زیات شوي دي.
د دغو بریدونو دوام کولی شي د کابل او اسلاماباد اړیکې له نوي بحران سره مخ کړي. که څه هم دواړه لوریو په وروستیو کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بیارغونې هڅې پیل کړې وې، خو وروستي بریدونه ښايي یو ځل بیا د بېباورۍ فضا پیاوړې کړي.

د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د کلتوري اړیکو او ګډو همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه د ګډو تاریخي او کلتوري ریښو له امله کولای شي د هنر، ادبیاتو او علمي تبادلو په برخه کې پراخې همکارۍ ولري.
صالحی ټینګار کړی، چې د ایران کلتوري بنسټونه به د افغان کلتوري او هنري فعالانو د طرحو او پروژو هرکلی وکړي او د دې اړیکو د لا ژورتیا لپاره به هڅې روانې وساتي.
د نوموړي په وینا، کلتوري همکارۍ کولای شي چې د ولسونو ترمنځ د متقابل درک او دوستۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او په کابل کې د ایران سفارت د ابو علي سینا بلخي چې د تاریخ له سترو علمي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، په خپرو شویو پیغامونو کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» د تخلص له لیکلو ډډه وکړه، چې د افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې شوی او دا ارزښت په بشپړ ډول منځه تللی دی.
یاد کمېسیون په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې، طالبان هغه کسان په کلکه ځپي چې د دوی له عقیدوي لیدلوري او مذهبي باورونو سره همنظره نه دي.
د دې بنسټ په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانانو پر دیني ازادیو، بلکې پر بنسټیزو بشري حقونو هم دروند ګوزار دی.
د یاد کمېسیون مشره ویکی هارټزلر ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو مذهبي ازادي په افغانستان کې په بشپړ ډول ختمه کړې ده. ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښونو سره مخ دي؛ دوی د بدني سزا، خپلسریو نیونو او سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي.»
نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" وزارت پالیسي د یوه ځپونکي نظام بنسټونه لا پیاوړي کړي دي؛ ښځې یې له دیني او ټولنیزو چارو اېستلې او مذهبي لږکیان یې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغه کمېسیون د افغان کډوالو د احتمالي اخراج په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې بېرته ستنول به یې د طالبانو د انتقام اخیستونکي چلند لامل شي.
دغه کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان دې ومني او د خوندي اوسېدو شرایط دې ورته برابر کړي.
د کمېسیون مرستیال اصف محمود ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت باید د افغان پناه غوښتونکو قانوني خوندیتوب ته دوام ورکړي او دوی له هېواده ونه باسي.
هغه ویلي: «باید د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي، په ځانګړي ډول ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اساسي حقونو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.»
یاد کمېسیون څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون په اړه یو ځانګړی راپور خپور کړی و او په خپل کلني راپور (۲۰۲۵) کې یې سپارښتنه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د مذهبي ازادیو د پراخو سرغړونو له امله د اندېښنې وړ هېواد وبولي.
د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون یو خپلواک دولتي بنسټ دی، چې د امریکا ولسمشر، حکومت او کانګرس ته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مذهبي ازادیو د وضعیت په اړه مشورې ورکوي او کلني څارنیز راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو په منظم ډول قومي او مذهبي اقلیتونه له دولتي خدمتونو، عمراني پروژو او بشري مرستو ته له لاسرسي محروم کړي دي.