شهباز شریف په شانګهای ناسته کې د ګډون لپاره چین ته تللی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین ته تللی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۵مه سرمشریزه او د چین د خلکو د جګړې د بري په۸۰مه کلیزه کې برخه واخلي. چینايي چارواکو له نوموړي نه په تیانجین هوايي ډګر کې هرکلی کړی دی.