• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله وال کس د اوکراین د پارلمان مخکینی رییس په ډزو وژلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د اوکراین د پارلمان پخوانی رییس اندري پاروبي د شنبې په ورځ په لوېو ښار کې په ډزو ووژل شو. د کیېف څارنوالۍ دفتر ویلي، چې یوه وسله‌وال څو ډزې وکړې او وروسته له سیمې وتښتېد. پاروبی له۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۹کال پورې د پارلمان رییس او په ۲۰۱۴کې د ملي امنیت او دفاع شورا منشي پاتې شوی و.

د اوکراین ولسمشر دغه وژنه یو وحشتناک قتل وباله او ژمنه یې وکړه چې ټول امکانات به د قاتل د موندلو لپاره وکارول شي.

د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمنکو او لوی څارنوال روسلاان کراوچینکو د پلټنو څارنه کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په اندونیزیا کې پارېدلو لاریون کوونکو د دریو ولایتونو د پارلمان ودانیو ته اور اچولی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

په اندونیزیا کې پارېدلو لاریونوالو د شنبې په ورځ د درې ولایتونو د پارلمان ودانیو ته اور واچولې. دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو د څو تنو له وژل کېدو وروسته په تاوتریخوالي واوښتې. د اندونیزیا ولسمشر د مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.

رسنیو راپور ورکړی چې په لویدیز نوسا تنګارا، د مرکزي جاوا ایالت په پیکالونګان ښار او د لویدیزې جاوا په سیربون ښار کې پارلماني ودانۍ د مظاهره کوونکو له خوا سوځول شوې دي.

یو شمېر رسنیو ویلي، چې مظاهره کوونکو په سیربون کې د پارلمان د دفتر وسایل لوټ کړي، خو پولیسو په پیکالونګان او نوسا تنګارا ښارونو کې د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښلن ګاز کارولی دی.

دغه مظاهرې د وکیلانو د معاشونو قانون پر سر پیل شوې، خو کله چې څو تنه لاریون کوونکي ووژل شول، لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.

د اندونیزیا ولسمشر د مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت اقدام امر کړی دی.

د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ؛ یوه افغانه مور له ۲۰ کالو راهیسې د کور دروازه نه تړي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د اګسټ ۳۰مه د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ ده. په افغانستان کې هم د تېرو څو لسيزو جګړو په بهیر کې ډېر خلک تری تم شوي دي. همداراز بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو ګڼ‌شمېر ځوانان ورک شوي دي. پخواني نظامیان هم ادعا کوي چې طالبانو یې ډېر ملګري نیولي او تری تم کړي دي.

ښايي افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد وي چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ډېر ډله‌ییز قبرونه په کې موندل شوي، خو د ځينو قربانیانو قبرونه هم نه دي موندل شوي.

دغه ډول په وروستیو کلونو کې له افغانستان څخه ډېرو خلکو پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړې ده، چې ځينې یې په لاره کې ځنګلي ځناورو خوړلي او یا سمندر کې ډوب شوي دي.

د افغانستان په کورنیو جګړو او جنايي پېښو کې هم ډېر خلک ورک شوي، تښتول شوي، وژل شوي او مړي یې کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

د نیویارک ټایمز د یوه څېړنیز راپور له مخې، طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ په لومړيو شپږو میاشتو کې ۵۰۰ پخواني نظامیان نیولي او تری تم کړي دي.

په وروستیو کې پخوانیو نظامیانو ادعا کړې، چې د طالبانو عمومي عفوه د دوی لپاره یوه لومه ده.

یوه پخواني نظامي افسر افغانستان انټرنشنل-پښتو برخې ته وویل چې طالبان د دوی ملګري نيسي، په شخصي زندانونو کې یې ساتي او بیا یې د داعش په نوم وژني، خو مړي یې کورنیو ته نه سپاري.

د ډېرو ورکو شویو خلکو میندې، کونډې او نور خپلوان هره ورځ د خپلې کورنۍ د ورکو شویو غړو په هیله د کور ور څاري.

د کندهار اوسېدونکی عبدالباري (مستعار نوم) وايي: «زما ورور له تېرو شلو کالو راهیسې ورک دی، مور مې هره شپه د کور دروازه خلاصه پرېږدي، وايي کېدای شي زوی مې د شپې ناوخته راشي. مې مور هره شپه زما د ورور لپاره ډوډۍ هم ساتي، وايي که بچی مې راشي ښايي وږی وي، خو هغه تر دې مهاله نه دی راغلی او د مرګ او ژوند هیڅ څرک یې نشته.»

دې ورځې د لاتیني امریکا د ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو کلونو د دېکتاتورۍ پر مهال له ورکو شویو قربانیانو سرچینه اخیستې، چې په ۲۰۱۰ کال کې نړیواله ورځ وبلل شوه.

روسیه او چین: په جاپان کې د امریکا د «ټایفون» توغندي ځای پرځای کول د سیمې ثبات ته ګواښ دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱

تازه روسیې او چین جاپان ته خبرداری ورکړی چې ولې یې دلته راتلونکې میاشت کې د پوځي ګډو تمریناتو پرمهال د امریکا د منځني واټن «ټایفون» توغندي ځای پرځای کولو ته اجازه ورکړې ده.

مسکو ویلي، دا اقدام د روسیې پر وړاندې مستقیم ستراتیژیک ګواښ دی او که لغوه نه شي، نظامي ځواب به ورکړي.

چین هم ټینګار کړی چې جاپان باید د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي او د خپلو ګاونډیانو باور له لاسه ور نه‌کړي.

اسراییلي پوځ: د حزب‌الله د پوځي عملیاتو یو مهم همغږې کوونکی قومندان مو وژلی دی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د حزب‌الله د «رضوان» ځانګړو ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان «احمد نعیم معتوق» یې د هوایي برید په ترڅ کې وژلی دی.

د راپورونو له مخې، دغه برید د لبنان په جنوبي سیمه «صیرالغربیه»کې ترسره شوی دی.

اسراییلي پوځ ویلي، چې معتوق د حزب‌الله د هغو قوماندانانو له ډلې و، چې د اسراییل پر ضد یې د پوځي عملیاتو په همغږۍ کې مهم رول درلود.

یاد برید په داسې حال کې شوی چې په وروستیو میاشتو کې د اسراییلاو حزب‌الله ترمنځ د سرحدي جګړو او ډزو شدت زیات شوی دی.

فایننشال ټایمز: ټرمپ د اوکراین جګړې د حل لپاره د چین سوله ساتو ځواکونو وړاندیز کړی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

فایننشال ټایمز ورځپانې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی، چې د چین ځواکونه دې د اوکراین په جګړه کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، ټرمپ دا وړاندیز د سپینې ماڼۍ په یوه وروستي ملاقات کې د اروپايي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر سره شریک کړی دی.

د سرچینو په وینا، د ټرمپ وړاندیز د ۱۳۰۰کیلومتري حایلي سیمې د څارنې لپاره د چیني سرتېرو د استولو په اړه و.

ویل کېږي چې ورته نظر له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا هم وړاندې شوی و.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د اوکراین جګړه لاهم روانه ده او د سولې هر ډول وړاندیز د نړیوالو بحثونو د تمرکز ټکی ګرځېدلی دی.