برېټانیا کې بند افغانان: نه دلته پاتې کېدای شو او نه هم بېرته افغانستان ته ستنېدای شو

په برېټانیا کې د نږدې ۴۰۰ مېرمنو او نجونو د پناه غوښتنلیکونه رد شوي؛ خو دغه کډوالې بېرته افغانستان ته هم نه شي ستنېدای. د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د جون میاشتې تر پایه پورې د ۶۰۶۶ افغانانو پناه غوښتنې رد شوې دي، چې ۳۶۷ ښځې او نجونې هم په کې شاملې دي.