• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

طالبان یو شمېر روغتیايي ټیمونو ته اجازه نه ورکوي چې زلزله‌ځپلو سیمو ته ولاړ شي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۱

له زلزله‌ځپلو سیمو یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، طالبان ځینو ګرځنده روغتیايي ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې زیانمنو سیمو ته ولاړ شي. د سرچینو په خبره، په سیمه کې قربانیان لومړنیو روغتيايي مرستو ته اړتیا لري؛ خو طالبان یوازې د خوراکي توکو لېږدولو ته لومړیتوب ورکوي.

د زلزله‌ځپلو سیمو ځینو سرچینو د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبان زلزله‌ځپلو سیمو ته د یو شمېر ګرځنده روغتیايي ډلو د تګ مخه نیسي.

سرچینې وایي، یوه ۲۰ کسیزه روغتیايي ډله چې غوښتل یې له امبولانسونو او لومړنیو روغتیايي توکو سره سیمې ته ولاړه شي، طالبانو یې مخه نیولې ده.

سرچینو زياته کړه: «یوه ۲۰ کسیزه روغتیايي ډله چې په امبولانسونو کې یې لومړني روغتیايي توکي هم ورسره وو، طالبانو سیمې ته پرې نه ښودل. طالبانو ته ویلي، چې که خوراکي توکي وي نو دوی ته دې یې د وړلو لپاره وسپاري که نه په سیمه کې ډاکټرانو ته اړتیا نشته، بېرته ولاړ شئ.»

سرچینو زیاته کړه، چې په سیمو کې تلفات ډېر دي او خلک تر ډېره لومړنیو درملنیو او روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري، خو طالبان یوازې د خوراکي توکو رسولو ته لومړیتوب ورکوي.

دوی همداراز زیاته کړه: «هلته ډېره اړتیا ده، داسې کسان شته چې نه شي لېږدول کېدای، یو څوک چې پښه یې ماته شوې وي، لومړنۍ درملنې ته اړتیا لري چې هلته یې درملنه وشي، خو بیا هم ډاکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي.»

سرچینې زیاتوي، چې طالبان د دې لپاره زلزله‌ځپلو سیمو ته د روغتیايي ډلو د تګ اجازه نه ورکوي، چې په وینا یې دوی هلته ویډیوګانې او انځورونه اخلي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د هندوانو او سکهانو شورا د کونړ زلزله‌ځپلو ته د مرستو کڅوړې وسپارلې

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د هندوانو او سکهانو شورا د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د بشرپاله مرستو کڅوړې د وېش کمېټې مسولینوته وسپارلې. د دغه شورا مشر منجیت سنګهـ وایي: «په دې ستره غمیزه کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ یو او د هر ډول مرستو لپاره چمتوالی لرو.»

نوموړي د مرستو د سپارلو پر مهال له زلزله‌ځپلو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشريکي هم څرګنده کړه.

هغه د پېښې قربانیانو ته تسلیت او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدو هیله ښودلې ده.

د مرستو دا کڅوړې چې خوراکي توکي په کې شامل دي، د ۲۰۰ کورنیو لپاره چمتو شوي او ژمنه شوې چې د اړونده مسوولینو له لوري به په بشپړ شفاف ډول زیانمنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.

د هندو باوره او سکهـ وګړو له لوري دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د کونړ وروستۍ زلزله د ګڼو کورنیو د بې‌سرپناه کېدو، مالي او ځاني زیانونو لامل شوې ده او د کورنیو مرستو ترڅنګ نړۍوالې ټولنې هم د مرستو د رسولو بهیر پیل کړی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو ۳۵ لارۍ استوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو د لېږلو په موخه غونډه کړې او ۳۵ لارۍ مرستې یې د طالبانو قونسلګرۍ ته سپارلې دي. په دې مرستو کې درمل، خیمې، ترپالونه، توشکې او کمپلې شاملې دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره یې دوې لارۍ درمل، ۱۰۰۰ ژمنۍ او د اوسېدو خیمې، ۱۰۰۰ ترپالونه، ۱۵۰۰ توشکونه، ۳۰۰۰ بالښتونه، ۲۰۰۰ کمپلې شاملې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ورکړل شوې دي.

په غونډه کې د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او تسلیت هم څرګند کړی دی.

د صوبايي حکومت چارواکو ویلي، چې مرسته به تر هغو دوام ولري ترڅو چې د ځپل شویو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کېږي.

طالبانو د خېبرپښتونخوا حکومت له هڅو ستانه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د ورورۍ او ښو اړیکو نښه ګڼلې.

د طالبانو امنيتي او تصفيوي کمېسيون د زلزله‌ځپلو د مرستو په تړاو غونډه وکړه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون د مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو د مرستو په اړه غونډه کړې ده.

یاد کمېسیون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غونډې ګډونوالو د ختيځ زون په ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شويو ځاني او مالي زيانونو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې.

د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي: «د زلزله‌ ځپلو درد او غم د ټول ولس ګډ غم دی، امنيتي ځواکونه به د خلکو تر څنګ تر هغه وخته پاتې شي، څو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره لازم اقدامات ترسره نه شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اړونده ادارو ته جدي لارښوونې وشوې، ترڅو د بېړنيو مرستو د رسولو بهير چټک کړي او د زلزله‌ځپلو د ژوند د عادي کېدو لپاره هر اړخيز عملي ګامونه پورته کړي.

ویل کېږي، چې د غونډې په پاې کې ټینګار شوی چې د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په ګډون ټول امنيتي او ملکي ارګانونه دې د ولس خدمت د لومړيتوب په توګه په ګډه او بشپړه همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د زلزله‌ځپلو لپاره د هند د بېړنیو مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ورسېده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د هند حکومت د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورین د اغېزو د کمولو په موخه د بېړنیو بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ولېږله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه ۲۱ ټنه مرستې نن د هوا له لارې په یوه الوتکه کې کابل ته رسېدلې دي.

په دې مرستو کې کمپلې، خیمې، د حفظ‌الصحې کېټونه، د اوبو د زېرمه کولو وسایل، جنراتورونه، د پخلنځي لوښي، اوبه پاکوونکې دستګاوې، د خوب کڅوړې، اړین درمل، ویلچیرونه، لاس پاکوونکي مایعات، د اوبو پاکولو درمل او نور طبي توکي شامل دي.

هند ټینګار کړی، چې د افغانستان د زلزله‌ځپلو خلکو د مرستې بهیر به یوازې په دې مرستو محدود نه وي، بلکې په راتلونکو ورځو کې به د وضعیت د ارزونې له مخې نورې بشري مرستې هم واستول شي.

دغه بشري مرسته په داسې حال کې کابل ته رسېږي، چې د شنبې او یکشنبې د شپې په خونړۍ زلزله کې په سلګونو کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، یوازې په کونړ ولایت کې په سلګونو کورونه ویجاړ شوي او د مرستو رسول له جدي ستونزو سره مخ دي.

ترکیه نن ماښام په کونړ کې زرو زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي لېږدوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو د کڅوړو یوه جوپه برابره کړې چې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي. دغه مرستې به نن ماښام د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ او دوستۍ پر بنسټ د زلزله‌ځپلو افغانانو زخمونو ته د مرهم کېدو هڅې د خپلې کاري اجنډا په سر کې نیسي.

د اعلامیې له مخې، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو یوه جوپه برابرې کړې چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې به نن ماښام زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د ترکیې سرې میاشتې له تېرې شپې راهیسې په اغېزمنو سیمو کې د ګرمو خوړو وېش پیل کړی دی او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د طبي وسایلو او درملو د برابرولو پلان هم شته.