• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کونړ د نن ورځې زلزلې شدت ۵،۵ درجې ښودل شوی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د افغانستان په ختیزو سیمو کې نن د سې شنبې ورځې زلزلې شدت ۵.۵ درجې ښودل شوی، چې د کونړ په ګډون یې د افغانستان یو شمېر ولایتونه ورېږدول. د نن ورځې په زلزله کې تراوسه د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې د سې شنبې ورځې زلزله په شاوخوا ۱۰ کیلومتره ژورتیا شوې، چې دا د یکشنبې د شپې زلزلې ته ورته وه.

د یکشنبې ناوخته زلزله د افغانستان له وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ زلزله ګڼل کیږي، چې د لرې پرتو کلیو، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت ګڼ کورونه یې په بشپړ ډول ونړول.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې د سې شنبې زلزلې څومره تاوان اړولی، خو تراوسه د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د وړمې شپې زلزلې قربانیانو شمېر تر دې دمه ۱۴۱۱ تنه دی او ۳۱۲۴ تنه نور ټپیان دي. له ۵۴۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې ویلي، ګڼ خلک لا هم د نړېدلو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان همغږي کوونکي هم خبرداری ورکړی چې د مړو شمېر ښایي نور هم لوړ شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

•
•
•

نور کیسې

ترکیه نن ماښام په کونړ کې زرو زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي لېږدوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو د کڅوړو یوه جوپه برابره کړې چې اوړه، وریژې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي. دغه مرستې به نن ماښام د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

په افغانستان کې د ترکیې سفارت ویلي چې د دواړو هېوادونو د تاریخي ورورولۍ او دوستۍ پر بنسټ د زلزله‌ځپلو افغانانو زخمونو ته د مرهم کېدو هڅې د خپلې کاري اجنډا په سر کې نیسي.

د اعلامیې له مخې، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره (تیکا) د ۷۰ کیلوګرامه خوراکي توکو یوه جوپه برابرې کړې چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي اړین وسایل پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې به نن ماښام زلزله‌ځپلو سیمو ته واستول شي او زر کورنۍ به ترې برخمنې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې د ترکیې سرې میاشتې له تېرې شپې راهیسې په اغېزمنو سیمو کې د ګرمو خوړو وېش پیل کړی دی او د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په همغږۍ د طبي وسایلو او درملو د برابرولو پلان هم شته.

راشد خان او محمد نبي د کونړ زلزله ‌ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړو راشد خان او محمد نبي د کونړ او ننګرهار وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د خیریه کمپاینونو د پیل اعلان کړی دی او له خلکو یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

راشد خان په ایکس لیکلي: «د کونړ د خلکو له ناورین وروسته زړه ماتی شوی یم، ما د قربانیانو د ملاتړ لپاره د مرستو کمپاین پیل کړی، هره مرسته کولی شي د ژوندو په بېرته رغولو کې مرسته وکړي، مهرباني وکړئ زموږ ترڅنګ ودرېږئ.»

همدارنګه، محمد نبي هم په خپل پوسټ کې د افغانانو او د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.

نوموړي لیکلي: «یوې قوي زلزلې په کونړ او ننګرهار کې له ۱۴۰۰ څخه ډېر کسان مړه او ګڼې کورنۍ بې‌کوره کړې دي، زموږ خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري، هره مرسته مهمه ده.»

دوی دواړو د خپلو کمپاینونو لینکونه له خپلو مینه‌والو سره شریک کړي او ټینګار یې کړی چې د زلزله‌ځپلو کورنیو ملاتړ د هر افغان او انسان ګډ مسوولیت دی.

طالبانو په کونړ او ۱۱ نورو ولایتونو کې د تېز باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې هواپوهنې ادارې د وږي تر دوولسمې نېټې په کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان او کابل کې د ځای ځای باران او لوګر، میدان وردګ، خوست او پکتیا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالنده برېښنا، خاورو دوړو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندي د هوا پوهنې ادارې د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل کې ځای ځای باران، لوګر، میدان وردک، خوست، پکتیا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالنده برېښنا، خاورو دوړو او تېزو بادونو اټکل کیږي.

یاده اداره زیاتوي چې په سویل ختیزو، مرکزي او لویدیزو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ څخه تر۷۰) کیلو متره په ساعت کې اټکل کیږي.

د ناروې کډوالو شورا: د افغان زلزله ‌ځپلو د ژغورنې لپاره بېړنۍ مرستې او فنډ ته اړتیا ده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۷ GMT+۱

د ناروې کډوالو شورا عمومي منشي جان ایګیلند وايي، په افغانستان کې وروستۍ زلزلې هر کور زیانمن کړی او خلک یې له ټولو شتمنیو بې‌برخې کړي، خو له بده مرغه نړیوال تمویل نشته.

ایګیلند د ایکس په یوه تازه پوسټ کې ویلي، هغه مرستندوی هېوادونه چې په وروستیو کلونو کې یې افغانستان هېر کړی، باید بېرته ورستانه شي، ځکه د زلزلې له امله د سیمې هره کورنۍ زیانمنه شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی: «نږدې هر کور زیانمن یا نړېدلی دی، ژوندي پاتې شويو کسانو نږدې هر څه له لاسه ورکړي دي.»

د هغه په وینا، د ناروې کډوالو شورا (NRC) په ځپلو سیمو کې حضور لري او د ګډو ارزونو وروستۍ پړاوونه بشپړوي، څو ژر تر ژره د بېړنیو مرستو لړۍ پیل کړي.

ایګیلند زیاتوي: «کورنۍ نور د تمې وس نه لري، خو هېڅ واقعي تمویل نشته.»

هغه پر ناټو غړو هېوادونو غږ کړی چې خپلې ژمنې عملي کړي: «هغه وعدې چې د افغان نجونو او هلکانو ترڅنګ د درېدو لپاره د ناټو هر هېواد له لوري شوې، نورې باید ماتي نه شي.»

اروپايي ټولنه له افغان زلزله ځپلو سره یو ملیون یورو او د ۱۳۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۱

اروپايي ټولنې له افغان زلزله ځپلو سره د بیړنیو مرستو په برخه کې یو ملیون یورو تصویب کړې. سربیره پردې، اروپايي ټولنه به له خپلو بشري زیرمو څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه بېلابیل توکي مرسته وکړي. ټولنې د کوپرنیکوس سپوږمکۍ خدمات فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.

د چمتووالي او بحران مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمیشنرې په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې مرسته شوې پیسې به د بشري مرستو هغو شریکانو ته ورکړل شي چې دمخه یې هلته د مرستې عملیات پیل کړي دي.

هغې زیاته کړه، چې د کوپرنیکس سپوږمکۍ خدمت یې فعال کړي څو بیړنۍ نقشې تولید کړي.