راشد خان او محمد نبي د کونړ زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړو راشد خان او محمد نبي د کونړ او ننګرهار وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د خیریه کمپاینونو د پیل اعلان کړی دی او له خلکو یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
