• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کونړ یو شمېر اوسېدونکي: چورلکې دې د طالب چارواکو پرځای ټپیان ولېږدوي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۱

د کونړ یو شمېر اوسېدونکو په چورلکو کې د طالبانو د مشرانو پر سفرونو نیوکه کړې او وايي، دغه چورلکې دې د ټپیانو د انتقال لپاره وکاریږي. محلي سرچینې وايي، د طالبانو هرچارواکی چې زلزله ځپلو سیمو ته ځي، چورلکې ورته منتظرې وي او دا د ټپیانو د لېږد چاره ټکنۍ کوي.

د ننګرهار د ولایت د رسنیو د دفتر د ویډيوګانو له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر جلال جلالي، د کلیو بیارغونې وزیر ملا محمد یونس اخوند، د ښار جوړونې وزیر نجیب الله حیات ترڅنګ ددې ډلې د ننګرهار والي محمد نعیم اخوند په یوه نظامي چورلکه کې انتقال شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، دې چورلکې څلور ساعته په کونړ کې تېر کړي او د ویډیو پر اساس یوازې د طالبانو یاد چارواکي له چورلکو راښکته کېږي.

100%

د کونړ اوسېدونکو پر دغو سفرونو نیوکه کړې او وايي، چورلکې باید د طالب چارواکو د سفرونو پرځای د ټپیانو د انتقال لپاره وکاریږي، چې تر اوسه هم لا په سیمه کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کونړ کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د همغږۍ کمېټه جوړه کړې

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات وايي، په کونړ کې د روغتیايي خدمتونواو نورو اړینو اسانتیاوو د غوره مدیریت، سمون او تنظیم په موخه یې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د همغږۍ یوه کمېټه جوړه کړې. دغه کمېټه د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ پر جوړولو کار کوي.

یاد وزارت زیاتوي چې دغه کمېټه د سرې میاشتې ټولنې، د ولایت مقام او اړوندو مرستندویه موسسو په همکارۍ جوړه شوې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې یاده ګډه کمېټه به په دې قرارګاه کې د خوراکي توکو د مرستو د منظم جلب او عادلانه وېش تر څنګ د یو ګرځنده روغتیايي مرکز او یو کمپ په جوړولو کار وکړي.

د یاد وزارت په وینا، دغه کمېټه او کمپ به د زلزله ځپلو لپاره د لومړنیو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.

د زلزله ځپلو لپاره د هند او ایران بېړنۍ مرستې کونړ ته رسېدلې دي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

طالبان وایي چې په ختیزو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ ته د هند او ایران بشردوستانه مرستې لېږدول شوې دي. په دغو مرستو کې اوړه، وریژې او غوړي شامل دي.

د ننګرهار د طالبانو مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند له لوري د پنځلس ټنه خوراکي موادو مرسته، چې اوړه، وریژې او غوړي پکې شامل دي، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو کنډک ته رسېدلې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغه مرستو کې د ایران بشردوستانه مرسته شته چې ۱۵۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۰۰ بوتله غوړي پکې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، ددغو مرستو تر څنګ د ولسونو او خیریه بنسټونو مرستې هم زلزله ځپلو کورنیو ته رسېدلي، چې خېمې، کمپلې او پاخه خواړه پکې دي.

ملا برادر د کونړ پر ځای د وژل شویو طالبانو د دوعا لپاره دشت لیلي ته تللی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

ملا برادر د کونړ پر ځای دشت لیلي ته تللی او د څه باندې دوه لسیزې وړاندې وژل شویو طالبانو لپاره یې دعا کړې ده. د طالبانو ریاست الوزرا دفتر اعلان وکړ، چې ملا عبدالغني برادر شمال ته د خپل سفر پرمهال د جوزجان ولایت دشت لیلي ته لاړ.

دغه سفر له هغې مرګونې زلزلې سره هممهاله کیږي، چې په کونړ کې یې له امله له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له درې زرو ډېرو نور ټپيان دي.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه د «وږي ۱۱مه» په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې ملا عبدالغني برادر د دشت لیلي قربانیان نه هیریدونکي بللي ده.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کونړ او ننګرهار له مرګوني زلزلې څخه یوازې دوه ورځې وروسته جوزجان او دشت لیلي ته تللی دی.

د افغانستان په ختیز، په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې د زلزلې قربانیان لاهم له جدي ستونزو او د بېړنیو مرستو له نشتوالي سره مخ دي.

د نوموړي دا کړنه یو ځل بیا ښیې چې د طالبانو لومړیتوب د خلکو د سملاسی اړتیاوو د پوره کولو پرځای د ډلې قربانیان دي.

د جوزجان ولایت د دشت لیلي سیمه په تیرو لسیزو کې د طالبانو او پخوانۍ متحدې جبهې ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له امله مشهوره ده.

دا سیمه، په ځانګړې توګه د طالبانو له سقوط وروسته د ډله ییزو وژنو او ډله ییزو ښخولو شاهده وه، چې ډېری د طالبانو غړي پېژندل شوي.

د طالبانو عدلیې وزیر یوځل بیا د پخوانۍ ولسي جرګې غړی حیدر جان نعیمزوی زنداني کړی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر د ولسي جرګې پخوانی غړی او د کوچیانو قومي مشر حیدرجان نعیمزوی یو ځل بیا زنداني شوی دی. د سرچینو په وینا، د طالبانو عدلیې وزیر پر نوموړی فشار راوړي، چې کوچیان په لوګر کې ځمکې بېرته وسپاري.

په کابل کې څو باخبره سرچینو نن سې شنبه، د وږي ۱۱مه، وویل چې د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی تېره پنجشنبه د کابل نظارت خونې ته لېږل شوی او هلته زنداني دی.

د نعیمزوي د کورنۍ سرچینې هم د هغه نیول کېدل تاییدوي او وايي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دولتي ځمکو د غصب په نامه د کوچیانو مشران ځوروي.

دوی زیاته کړه:« دا دویم ځل دی، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر حیدرجان نعیمزوي زنداني کېږي خو تېرځل یې په وزارت کې شخصي زندان ته اچولی و، اوس د کابل په نظارت خانه کې بندي دی.»

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د ولسي جرګې غړی حیدرجان نعیمزوی په ضمانت خوشې کړی و او ټینګار پرې شوی و، چې کوچیان باید ناندریزې ځمکې خالي کړي.

د ځینو کوچیانو مشرانو استلال دا دی، چې د طالبانو د عدلیې وزیر په خپل دغه چلند سره قومي دښمني پالي او د تېرو حکومتونو د مشرانو له خوا د ورکړل شويو فرمانونو پر بنسټ ځمکې غصب بولي.

نږدې دوه کال وړاندې په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت په ودانۍ کې شخصي زندان جوړ کړی دی او د ولسي جرګې پخوانی غړی حیدر جان نعیمزوی یې په دغه شخصي زندان کې زنداني کړی دی.

د طالبانو عدلیې وزیر د افغانستان انټرنشنل دې راپور ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې عبدالحکیم شرعي د طالبانو د مشر د حکم له مخې صلاحیت لري چې د ځمکو غاصبان د لسو ورځو لپاره بندي کړي.

د یادونې وړ ده، تېر کال د کوچیانو ځینو مشرانو له افغانستان انټرنشنل سره د یولړ اسنادو په شریکولو سره وویل چې عبدالحکیم شرعي د کوچیانو د استوګنې په تړاو د پخواني ولسمشر کرزي حکمونه نه مني.

تر اوسه پورې د طالبانو عدلیې وزارت د مخکینۍ ولسي جرګې د پخواني غړي حیدرجان نعیمزوی د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې: کونړ کې د ښځینه روغتیاپالو د کمښت له کبله شپږ مېندواره مېرمنې مړې شوې دي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۵ GMT+۱

په کونړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دغه زلزله ځپلې مېندواره مېرمنې د کونړ په روغتونونو کې د روغتیایي اسانتیاوو او ښځینه روغتیاپالو د کمښت له کبله مړې شوې دي.

د سرچینو په خبره؛ له پراخو ژمنو سره، سره لاهم سیمې ته لومړنۍ او په ځانګړې توګه روغتیایي مرستې نه دي رسېدلې او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سرچینو همدا راز ویلي، چې د څوکۍ ولسوالۍ په ځپل شویو کلیو او بانډو کې خلک د څښاک لپاره د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي چې باید له ځنډ پرته ورته رسېدنه وشي.

سرچینې وايي، که څه هم د ژغورنې ځینې ډلې په سیمه کې په عملیاتو بوختې دي؛ خو پراخې ویجاړۍ او د دغو ډلو کمښت ته په پام لاهم ډېری مړي او ټپیان تر خاورو لاندې دي.