• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د زلزلې په سیمو کې د غر ښویېدو له امله د یوه خیریه بنسټ غړي ټپیان شوي دي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

د افغان ځوانانو د خدمتونو سازمان خبر ورکړی، چې د زلزلې په سیمو کې د غر ښویېدو له امله د دوی یو شمېر غړي ټپیان شوي دي. دغه سازمان لیکلي، چې د دوی د روغتيا او ژغورنې ډلې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې په خدمتونو بوخت دي.

د افغان ځوانانو د خدمتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) خبر ورکړی، چې د وروستۍ زلزلې پر مهال د ځمکې ښویېدنې له امله د دوی یو شمېر همکاران ټپيان شوي دي.

دوی لیکلي: «زموږ د روغتیا او ژغورنې ټیم چې د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې د اغېزمنو هېوادوالو لپاره د روغتیا او نورو اړینو خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکوي، له بده مرغه د وروستۍ زلزلې پر مهال د ځمکې ښویېدنې له امله یو شمېر ژمن همکاران ټپیان شوي دي.»

دغه سازمان خپلو همکارانو ته د عاجلې روغتیا هیله ښودلې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

حقاني هبت‌الله ته په ټلیفوني اړیکه کې: نغدي مرستې لا هم نه دي رسېدلي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هبت‌الله اخوندزاده ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې زلزله‌ځپلو سیمو او کورنیو ته لا هم نغدي مرستې نه دي رسېدلي. نوموړي هبت‌الله ته ویلي، چې خلک بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې د یو شمېر زلزله‌ځپلو سیمو څخه یې لیدنه کړې.

نوموړي ویلي، چې د دوی لومړنۍ یو شمېر مرستې رسېدلي خو بسنه نه کوي.

حقاني هبت‌الله ته ویلي: «خیمو او بسترونو ته ډېر ضرورت و، د زلزلې ټکانونه اوس هم دوام لري، نغدي مرسته نه ده رسېدلې او عاجل ضرورت شته.»

حقاني‌ د سیمې خلکو او زلزله‌ځپلو کورنیو ته د خپل مشر هبت‌الله د تسلیت پيغام هم وړاندې کړی.

په افغانستان کې شاوخوا ۸۴ زره کسان د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمن شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د سرې میاشتې ټولنې اټکل کړی، چې نږدې ۸۴ زره کسان د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله په مستقیم او غېرمستقیم ډول زیانمن شوي دي.

د یوې برېتانوي خیریه موسسې د ارزونې له مخې، د زلزله‌ځپلو سیمو ۹۸ سلنه کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، تر دې دمه د دې ناورین له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او له ۳۶۴۰ زیات نور ټپیان دي.

د یوې برېتانوي خیریه ادارې «اسلامیک ریلیف ورلډوایډ» د ارزونې له مخې، په دې سیمو کې ۹۸ سلنه کورونه یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي یا سخت زیانمن شوي دي.

د سره صلیب نړۍوال فډراسیون او د هلال احمر افغان ټولنه د زلزله‌ځپلو سیمو انساني وضعیت «ډېر نازک او لا خرابېدونکی» بللی او د خوراکي توکو، درملو او سرپناه د شدید کمښت په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي اېنډریکا راتواته فرانسوي خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکړ، چې وروستۍ زلزله ښايي سلګونه زره خلک اغېزمن کړي.

راپورونه ښيي، چې ځايي مرستندویان د محدودو امکاناتو سره هڅه کوي هغه کسان وژغوري، چې لا تر اوسه د نړېدلو کورونو لاندې بند دي.

له بلې خوا، د ځمکې خوځښت، د غرونو را نړېدل او د کلیو لارو بندېدو له امله ډېرو سیمو ته رسېدل ناممکن شوي دي.

د پراخو ویجاړتیاوو تر څنګ، ناوړه هوايي شرایط او د نړۍوالو مرستو کمښت هم د دې بحران په حل کې ستونزې زیاتې کړې دي.

کارپوهانو او نړۍوالو مرستندویو ادارو ټینګار کړی، چې دا زلزله باید د نړۍوالې ټولنې لپاره د خبرداري زنګ وي.

د ناروې د کډوالو شورا مسوول جاکوپو کاریدي ټینګار کړی، چې افغانستان نشي کولی یوازې د دې سترې فاجعې سره مقابله وکړي او نړۍوالې ټولنې ته اړتیا لري، چې پراخه او دوامداره ملاتړ ورسره وکړي.

چین د کونړ له زلزله‌ځپلو سره د ۷ میلیونه ډالرو مرسته کوي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۰ GMT+۱

د چین د نړۍوالې پراختیايي ادارې ویاند اعلان کړی، چې دغه هېواد د افغانستان ختیځ د زلزله‌ځپلو لپاره ۵۰ میلیونه یوان چې د ۷.۴ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، مرسته کوي.

د چين د نړۍوالې پراختیايي ادارې ویاند لي مینګ ویلي، چې د طالبانو د حکومت په غوښتنه چین به اغېزمنو سیمو ته خیمې، کمپلې او بېړني اړین خواړه چمتو کړي.

د افغانستان ختیځ په ځانګړي ډول د کونړ ولایت وروستۍ زلزلې له ۲۲۰۵ ډېر کسان مړه کړي او له ۳ زرو ډېر یې ټپیان کړي دي.

راپورونه ښيي، چې لا هم ګڼ شمېر خلک د نړېدلو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

ایران تر ۱۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته استوي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۷ GMT+۱

د ایران سرې میاشتې افغان زلزله ځپلو ته له ۱۰۰ ټنو زیاتې بیړنیو مرستو د لېږد خبر ورکړی. په دغو مرستو کې وچه ډوډۍ، وریژې، کمپلې او نور اړین مواد شامل دي. د دغو مرستو پنځوس ټنه برخه د هوا له لارې او ۶۰ ټنه د ځمکي له لارې لېږدول کېږي.

ایراني چارواکو ویلي، چې په یادو بیړنیو مرستو کې، خېمې، کمپلې، درمل او نور اړین توکې شامل دي.

معصومي فر ویلي:«د دغو مرستو یوه برخه به د نن ورځې ترپایه افغانستان ته داخله شي او له تهران څخه هم یوه بله برخه مرستې د هوا له لارې د زلزله ځپلو سیمو پر لور لېږل کېږي.»

پر همدغه مهال د ایران سرې میاشتې رییس بابک محمودي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان وروستۍ زلزله ځپلو ته له ۱۰۰ ټنه زیاتو بیړنۍ مرستو د لېږد خبر ورکړی.

بابک محمودي ویلي، چې په یادو بېړنیو مرستو کې وچه ډوډۍ، وریژې، کمپلې او نور اړین مواد شامل دي. د نوموړي په وینا، د دغو مرستو پنځوس ټنه برخه د هوا له لارې او ۶۰ ټنه د ځمکي له لارې لېږدول کېږي.

طالبانو له پاکستان نه د زلزلې د ټپیانو لپاره پر کرښه د اسانتیاوو غوښتنه کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره پر کرښه ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې ټپیان د درملنې لپاره پاکستان ته ولېږدول شي.

نوموړي دا هم ویلي چې په لنډي کوتل کمپ کې دې افغان کډوالو ته د سکېننګ او راجسټر کولو اسانتياوې برابرې شي څو کډوال وکړای شي ټول مراحل په همدغه کمپ کې بشپړ کړي.

هغه زیاته کړې چې له دې سره به افغان کډوال په سختو موسمونو کې د تورخم له لارې په اسانۍ سره افغانستان ته ولاړ شي.

بل خوا پاکستان نن (پنجشنبه) د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د مرستو یوه ستره کڅوړه افغان چارواکو ته وسپارله. دا مرستې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه لېږل شوې دي.

یادې مرستې چې په پنځو کانټینرونو کې بار وې ټولټال ۱۰۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې شامل دي.

دغه مرستې په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له خوا محب الله شاکر ته سپارل شوې دي.

پاکستان له افغان زلزله خپلو سره خپلې ۱۰۵ ټنه بشردوستانه مرستې د افغانستان له ملي بیرغ سره واستولې، خو کله چې د مرستو موتر پر تورخم واوښتل، طالبانو د مرستو د موټرو پر بنرونو خپل سپین بیرغونه ولګول.