• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

عمران خان په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر «عمران خان» په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې سختو حالاتو کې باید له افغانانو سره درېدلی وای نه دا چې په زوره له پاکستان څخه هم واېستل شي.

عمران خان چې له څه مودې راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی، د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د خیبر پښتونخوا چارواکي هم باید په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

خان زیاته کړې، «په افغانستان کې د زلزلې له امله سخت خواشینی یم او پر دې هم خپه یم چې موږ خپل مسلمان وروڼه په زوره له هېواده باسو، په داسې حال کې چې موږ باید په دې سخت وخت کې د دوی تر څنګ ودرېږو.

هغه ویلي دي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت هم باید زموږ له افغان وروڼو سره مرسته وکړي.»

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

اغا خان بنسټ: د کونړ او ننګرهار ۱۴۸ ټپیان زموږ په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د اغا خان بنسټ اعلان کړی، چې د کونړ او ننګرهار ولایتونو له زلزلو تر اوسه ۱۴۸ ټپیان د دوی د روغتیايي مرکزونو له لوري تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

دغه بنسټ وايي، په یادو ولایتونو کې له زلزلو وروسته د دوی د پلټنې، ژغورنې او روغتیايي ډلې د پېښو سیمو ته ورسېدل او سمدستي یې خپلې عملیاتي او د لومړنیو مرستو رسونې چارې پیل کړې.

د اغا خان بنسټ د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، د دوی له لوري له زلزله ځپلو سره په ترسره کړو مرستو کې کېږدۍ، د پخلنځي کڅوړې، روغتیايي او خوراکي توکو بستې شاملې دي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، دا مرستې یې د لارو د خرابوالي له امله غرنیزو سیمو ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.

اغا خان بنسټ زیاته کړې، دمګړۍ هم د دغه بنسټ ګرځنده روغتیایي ډله چې پکې ډاکټران، نرسان او متخصصین شامل دي په کونړ ولایت کې فعالیت لري او امبولانسونه یې هم د ټپیانو په لېږدونه کې همکاري کوي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، د طالبانو په همکارۍ سره ټپیان د هوا له لارې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د اغا خان پراختیايي شبکه زلزله ځپلو ته د بېړنیو سرپناه او لنډ مهاله تشنابونو پر جوړولو او همداراز له پلټنې سربېره زلزله ځپلو ته د اوبو او روغتیايي خدماتو پر رسولو بوخته ده.

له زلزله ځپلو سره د روسیې ۲۰ ټُنه د خوراکي توکو مرسته طالبانو ته وسپارل شوه

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له زلزله ځپلو سره د روسیې د مرستو ۲۰ ټُنه خوراکي توکو لومړۍ برخه نن (جمعه د وږي۱۴مه) کابل ته ورسېده او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ته وسپارل شوه.

دغه اداره وايي، د روسیې دغه مرستې وروستیو زلزله ځپلو ته ځانګړې شوي او په وینا یې په «عادلانه» توګه به ووېشل شي.

د طالبانو له پېښو سر د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د روسیې له دغو مرستو مننه کړې او همداراز یې ژمنه وکړه، چې یادې مرستې به د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو ته په «شفافه» او «عادلانه» توګه ووېشل شي.

له دې سره سم، روسیې هم ژمنه کړې، چې یادو زلزله ځپلو ته به پاتې نور خوراکي توکي هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته ولېږدول شي.

انقره کې طالب ډیپلوماټانو د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د تسلیت مراسم ترسره کړل

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۱

په انقره کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالب ډیپلوماټانو د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د تسلیت او خواخوږۍ مراسم ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کوربه هېواد مېشتو سفیرانو، ډيپلوماټانو او یو شمېر سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونو هم ګډون کړی.

طالبانو د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تسلیت په دې پروګرام کې په کوربه هېواد کې د مېشتو هېوادونو استازو د خپلو ملتونو او حکومتونو په استازیتوب د خواخوږۍ تسلیت څرګند کړی.

دوی ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې.

مرسته کوونکي: د مزار درې خلک نورګل ولسوالۍ ته روان دي او لا هم د زلزلې ټکانونه حس کیږي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

کونړ کې له زلزله‌ځپلو سره مرسته کوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د زلزلې له امله اغېزمن شوي خلک له مزار درې څخه نورګل ولسوالۍ ته روان دي او په سیمه کې لا هم وخت ناوخت د زلزلې ټکانونه حس کیږي.

په سیمه کې عیني شاهدان او مرسته کوونکي چې تازه له مزار درې څخه راښکته شوي خپل د سترګو لیدلی حال له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړی او وايي، اوس هم وخت ناوخت په دغه دره کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.

دغو مرسته کوونکو کسانو ویلي، په سیمه کې له خلکو سره لا هم د خوراکي توکو مرستې روانې دي او خلک د زلزلې د دوامداره ټکانو له امله په خیمو کې شپي او ورځي تېروي.

مرسته کوونکي وايي، د ودیرو په سیمه کې د اغېزمنو کسانو لپاره خواړه پخوي او پر خلکو یې وېشي.

دغو مرسته کوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل:« معالومات مو له خپلو صحي ټيمونو سره وکړل، بېګانۍ زلزلې فقط يو کس ټپي کړی خو حالت يې ښه و.»

عیني شاهدانو ویلي، چې ډېری کورنۍ له سهار راهیسې پلي او د موټرو په وسیله له مزاز درې څخه د نورګل ولسوالۍ لوري ته روان دي او ښايي ټول خلک له دې سیمې ووځي.

عیني شاهدان وايي:«د خلکو ګڼه ګوڼه بېخي کمه شوې، يواځې روغتیايي ټيمونه او يو شمېر موسسې ساحو ته ځي.»

مرسته کوونکي په دې باور دې چې له مزار درې څخه ښکتو ولسوالیو ته د خلکو وتل به له یوې لوري د مرستو په وېش کې منظموالی راولي او بل لور به د خلکو د ژوند خوندیتوب کې اغېزمن تمام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ کې د زلزله‌ځپلو سره د مرستندویه کارکوونکو په ټیمونو کې د ښځینه روغتیا پالانو د کمښت له امله ډېر کسان شکایت کوي او یو شمېر زلزله‌ځپلو ښځو ویلي، چې نارینه مرستدویه کسان یوازې د نارینه ټپیانو او ماشومانو درملنه کوي او د ښځو لپاره خدمات نه وړاندې کوي.

د کونړ زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو په دوام د قطر پنځه نورې الوتکې کابل ته ورسېدې

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلو لپاره د قطر د بشري مرستو پنځه نورې الوتکې کابل ته ورسېدې. دغه هېواد وړاندې هم په څلورو الوتکو کې بشري مرستې کابل ته انتقال کړې وې.

د قطر رسنیو ویلي، چې دغه بشري مرستې د هغو مرستو دوام دی چې د قطر د امیر په لارښوونه د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره ترسره کېږي.

په یادو مرستو کې بشپړ مجهز سیار روغتونونه، طبي وسایل، خیمې او د حفظ الصحې لومړنیۍ بستې شاملې دي. یادې مرستې د جمعې په ورځ ناوخته د پنځو الوتکو په وسیله کابل ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، له یادو بشري مرستو سره یو ډله ډاکټران او د ژغورنې او لټون ډلې هم ملتیا کوي.