• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

طالب چارواکی: روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو ته درس شي چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي چې ښځینه روغتیاپلانې دې کونړ ته ورشي ترڅو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي. فاروق اعظم پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي:«دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملی ښه بېلګه هم وي.»

هغه د هېواد دننه او بهر پر ښځینه روغتیایي پرسونل غږ کړی، که یې امکان وي عاجل دې د کونړ زلزله‌ځپلو ته د مرستې لپاره ورشي.

نوموړي د پوښتنې په ډول لیکلي، ایا زمونږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پخوانی چارواکی: د کونړ زلزلې د پاتې بې سرپرسته ماشومانو او مېرمنو د قاچاق وېره شته

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۳ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې د عامی روغتیا وزارت پخواني سلاکار او د ایمرجنسي پروګرامونو د ملي همغږۍ پخواني مسوول افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د کونړ د زلزلې د پاتې بې‌سرپرسته ماشومانو او مېرمنو د قاچاق وېره شته. بازمحمد شیرزاد وویل، چې ټول بې سرپرسته ماشومان او مېرمنې باید ثبت شي.

باز محمد شېرزاد د طالبانو پر امنیتي ادارو او مسوولینو غږ کړی، چې باید د کونړ د مرګونې زلزلې د ټولو زیانمنو کورنیو پاتې بې سرپرسته ماشومان او مېرمنې ثبت او بایومیټریک کړي.

هغه همد راز وايي چې دا بې سرپرسته ماشومان او مېرمنې باید تر یوې میاشتې ساتنې وروسته بیرته خپلې کورنۍ او خپلوانو ته وسپارل شي.

د روغتیا په برخه کې دا پخوانی چارواکی اندېښنه ښيي چې که بې‌سرپرسته ماشومانو او مېرمنو ته پوره پاملرنه ونشي، انساني قاچاقبران به له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

هغه وویل:«که بی سرپرسته ماشومان د انساني قاچاقبرانو لاس ته ورشي یا به یې د بدن غړي خرڅ کړي او یا به پرې خیرات راټول کړي.»

باز محمد شېرزاد ټینګار کړی چې لزلزله‌څپلو سیمو او کمپونو ته دې د مشکوکو او ناپېژانده کسانو د ورتګ مخه ونیول شي.

ملګري ملتونه د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د لا ډېرو سرچینو غوښتنه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک جمعه (وږي ۱۴مه) یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان وروستۍ زلزلې وښودله چې بشري مرستې لږې دي او که نورې سرچینې برابرې نه‌شي، دغه ناروین به نور هم پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې دا په ډاګه کړې چې د مرستندویه سرچینو نشتوالی څومره دروند پېټی دی. هغه همداراز ویلي چې د راشړل شویو کډوالو لپاره هم مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، تر زلزلې څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو د بېړنیو بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچت ډېر ژر د دې ناورین لپاره ۱۰ مېلیونه ډالر جلا کړل او دې مرستې د هېوادونو سخاوت ته لاره پرانیسته.

دوجاریک وویل: «دا سرچینې کافي نه دي، که همدا اوس نورې سرچینې برابرې نه شي وخت به ضایع او ناورین به نور هم خطرناک شي.»

هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو خلکو لپاره د ۴.۵ مېلیونو په ارزښت خیمې، کمپلې او نور ضروري وسایل استولي او د شاوخوا ۵۶۰۰ کورنیو لاسنیوی یې کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي :«زموږ زېرمې په افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو لپاره خورا لږې دي، ځکه موږ له هغو کورنیو سره مرسته کوو چې له ایران او پاکستان نه په زور راشړل کېږي او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.»

هغه ویلي چې ملګري ملتونه په سیمه کې د خپلو نورو زېرمو په اړه هم ارزونه کوي، لکه ازبکستان او غواړي په دې ډول په افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو اړتیاوي پوره کړي.

د افغانستان وروستۍ زلزلې له امله تر ۱۱ زره ډېرې امېندوارې مېندې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق راپور ورکړی چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په لړ کې شاوخو ۱۱ زره او ۶۰۰ امېندوارې مېندې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري. دغه اداره وايي چې سیمې ته یې څلور روغتیايي ډلې لېږلي، خو ځينو سیمو ته امبولانسونه نه شي تلای.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندق (UNFPA) اجراییوي مشرې دیان کیتا وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې د امېندوارو مېندو ت څنګ ودرېږو او د هغوی د چټکې بیارغونې ملاتړ وکړو.»

د دې ادارې په وینا، که څه هم لېرې پرتو سیمو ته د تلو په لاره کې ډېر خنډونه شته، په تېره بیا هغه سیمې چې لارې یې د زلزلې له امله ویجاړې شوي او یا له لویه سره موټر نه شي ورتلای.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندق وايي چې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته یې څلور ګرځنده روغتیایي ډلې له بېړنیو درملو او امبولانسونو سره استولي څو هلته د مور او ماشوم لپاره روغتیايي اسانتیاوي برابرې کړي.

د یادې ادارې استازي کوابینا اسانتنټیاموا وویل: «د امېندوارو ښځو طبیعي ناورین کولای شي چې د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.»

د دې ادارې په وینا، افغانستان په اسیا کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.

عمران خان په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر «عمران خان» په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې سختو حالاتو کې باید له افغانانو سره درېدلی وای نه دا چې په زوره له پاکستان څخه هم واېستل شي.

عمران خان چې له څه مودې راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی، د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د خیبر پښتونخوا چارواکي هم باید په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

خان زیاته کړې، «په افغانستان کې د زلزلې له امله سخت خواشینی یم او پر دې هم خپه یم چې موږ خپل مسلمان وروڼه په زوره له هېواده باسو، په داسې حال کې چې موږ باید په دې سخت وخت کې د دوی تر څنګ ودرېږو.

هغه ویلي دي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت هم باید زموږ له افغان وروڼو سره مرسته وکړي.»

اغا خان بنسټ: د کونړ او ننګرهار ۱۴۸ ټپیان زموږ په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د اغا خان بنسټ اعلان کړی، چې د کونړ او ننګرهار ولایتونو له زلزلو تر اوسه ۱۴۸ ټپیان د دوی د روغتیايي مرکزونو له لوري تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

دغه بنسټ وايي، په یادو ولایتونو کې له زلزلو وروسته د دوی د پلټنې، ژغورنې او روغتیايي ډلې د پېښو سیمو ته ورسېدل او سمدستي یې خپلې عملیاتي او د لومړنیو مرستو رسونې چارې پیل کړې.

د اغا خان بنسټ د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، د دوی له لوري له زلزله ځپلو سره په ترسره کړو مرستو کې کېږدۍ، د پخلنځي کڅوړې، روغتیايي او خوراکي توکو بستې شاملې دي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، دا مرستې یې د لارو د خرابوالي له امله غرنیزو سیمو ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.

اغا خان بنسټ زیاته کړې، دمګړۍ هم د دغه بنسټ ګرځنده روغتیایي ډله چې پکې ډاکټران، نرسان او متخصصین شامل دي په کونړ ولایت کې فعالیت لري او امبولانسونه یې هم د ټپیانو په لېږدونه کې همکاري کوي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، د طالبانو په همکارۍ سره ټپیان د هوا له لارې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د اغا خان پراختیايي شبکه زلزله ځپلو ته د بېړنیو سرپناه او لنډ مهاله تشنابونو پر جوړولو او همداراز له پلټنې سربېره زلزله ځپلو ته د اوبو او روغتیايي خدماتو پر رسولو بوخته ده.