• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

ملګري ملتونه د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د لا ډېرو سرچینو غوښتنه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک جمعه (وږي ۱۴مه) یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان وروستۍ زلزلې وښودله چې بشري مرستې لږې دي او که نورې سرچینې برابرې نه‌شي، دغه ناروین به نور هم پراخ شي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان کې وروستۍ ویجاړوونکې زلزلې دا په ډاګه کړې چې د مرستندویه سرچینو نشتوالی څومره دروند پېټی دی. هغه همداراز ویلي چې د راشړل شویو کډوالو لپاره هم مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا، تر زلزلې څو ساعته وروسته د ملګرو ملتونو د بېړنیو بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچت ډېر ژر د دې ناورین لپاره ۱۰ مېلیونه ډالر جلا کړل او دې مرستې د هېوادونو سخاوت ته لاره پرانیسته.

دوجاریک وویل: «دا سرچینې کافي نه دي، که همدا اوس نورې سرچینې برابرې نه شي وخت به ضایع او ناورین به نور هم خطرناک شي.»

هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو خلکو لپاره د ۴.۵ مېلیونو په ارزښت خیمې، کمپلې او نور ضروري وسایل استولي او د شاوخوا ۵۶۰۰ کورنیو لاسنیوی یې کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند وايي :«زموږ زېرمې په افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو لپاره خورا لږې دي، ځکه موږ له هغو کورنیو سره مرسته کوو چې له ایران او پاکستان نه په زور راشړل کېږي او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.»

هغه ویلي چې ملګري ملتونه په سیمه کې د خپلو نورو زېرمو په اړه هم ارزونه کوي، لکه ازبکستان او غواړي په دې ډول په افغانستان کې د راستانه شویو افغانانو اړتیاوي پوره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان وروستۍ زلزلې له امله تر ۱۱ زره ډېرې امېندوارې مېندې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق راپور ورکړی چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په لړ کې شاوخو ۱۱ زره او ۶۰۰ امېندوارې مېندې بېړنیو مرسته ته اړتیا لري. دغه اداره وايي چې سیمې ته یې څلور روغتیايي ډلې لېږلي، خو ځينو سیمو ته امبولانسونه نه شي تلای.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندق (UNFPA) اجراییوي مشرې دیان کیتا وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې د امېندوارو مېندو ت څنګ ودرېږو او د هغوی د چټکې بیارغونې ملاتړ وکړو.»

د دې ادارې په وینا، که څه هم لېرې پرتو سیمو ته د تلو په لاره کې ډېر خنډونه شته، په تېره بیا هغه سیمې چې لارې یې د زلزلې له امله ویجاړې شوي او یا له لویه سره موټر نه شي ورتلای.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندق وايي چې ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته یې څلور ګرځنده روغتیایي ډلې له بېړنیو درملو او امبولانسونو سره استولي څو هلته د مور او ماشوم لپاره روغتیايي اسانتیاوي برابرې کړي.

د یادې ادارې استازي کوابینا اسانتنټیاموا وویل: «د امېندوارو ښځو طبیعي ناورین کولای شي چې د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.»

د دې ادارې په وینا، افغانستان په اسیا کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې لوړه ده.

عمران خان په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۸ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر «عمران خان» په افغانستان کې د شویو مرګونو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې سختو حالاتو کې باید له افغانانو سره درېدلی وای نه دا چې په زوره له پاکستان څخه هم واېستل شي.

عمران خان چې له څه مودې راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی، د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د خیبر پښتونخوا چارواکي هم باید په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

خان زیاته کړې، «په افغانستان کې د زلزلې له امله سخت خواشینی یم او پر دې هم خپه یم چې موږ خپل مسلمان وروڼه په زوره له هېواده باسو، په داسې حال کې چې موږ باید په دې سخت وخت کې د دوی تر څنګ ودرېږو.

هغه ویلي دي، چې د خیبر پښتونخوا حکومت هم باید زموږ له افغان وروڼو سره مرسته وکړي.»

اغا خان بنسټ: د کونړ او ننګرهار ۱۴۸ ټپیان زموږ په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د اغا خان بنسټ اعلان کړی، چې د کونړ او ننګرهار ولایتونو له زلزلو تر اوسه ۱۴۸ ټپیان د دوی د روغتیايي مرکزونو له لوري تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

دغه بنسټ وايي، په یادو ولایتونو کې له زلزلو وروسته د دوی د پلټنې، ژغورنې او روغتیايي ډلې د پېښو سیمو ته ورسېدل او سمدستي یې خپلې عملیاتي او د لومړنیو مرستو رسونې چارې پیل کړې.

د اغا خان بنسټ د جمعې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې اعلامیه کې زیاته کړې، د دوی له لوري له زلزله ځپلو سره په ترسره کړو مرستو کې کېږدۍ، د پخلنځي کڅوړې، روغتیايي او خوراکي توکو بستې شاملې دي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، دا مرستې یې د لارو د خرابوالي له امله غرنیزو سیمو ته د هوا له لارې لېږدول شوي دي.

اغا خان بنسټ زیاته کړې، دمګړۍ هم د دغه بنسټ ګرځنده روغتیایي ډله چې پکې ډاکټران، نرسان او متخصصین شامل دي په کونړ ولایت کې فعالیت لري او امبولانسونه یې هم د ټپیانو په لېږدونه کې همکاري کوي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا، د طالبانو په همکارۍ سره ټپیان د هوا له لارې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړه ده، چې د اغا خان پراختیايي شبکه زلزله ځپلو ته د بېړنیو سرپناه او لنډ مهاله تشنابونو پر جوړولو او همداراز له پلټنې سربېره زلزله ځپلو ته د اوبو او روغتیايي خدماتو پر رسولو بوخته ده.

له زلزله ځپلو سره د روسیې ۲۰ ټُنه د خوراکي توکو مرسته طالبانو ته وسپارل شوه

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له زلزله ځپلو سره د روسیې د مرستو ۲۰ ټُنه خوراکي توکو لومړۍ برخه نن (جمعه د وږي۱۴مه) کابل ته ورسېده او د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ته وسپارل شوه.

دغه اداره وايي، د روسیې دغه مرستې وروستیو زلزله ځپلو ته ځانګړې شوي او په وینا یې په «عادلانه» توګه به ووېشل شي.

د طالبانو له پېښو سر د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د روسیې له دغو مرستو مننه کړې او همداراز یې ژمنه وکړه، چې یادې مرستې به د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو ته په «شفافه» او «عادلانه» توګه ووېشل شي.

له دې سره سم، روسیې هم ژمنه کړې، چې یادو زلزله ځپلو ته به پاتې نور خوراکي توکي هم په نږدې راتلونکي کې کابل ته ولېږدول شي.

انقره کې طالب ډیپلوماټانو د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د تسلیت مراسم ترسره کړل

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۶ GMT+۱

په انقره کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالب ډیپلوماټانو د افغانستان د زلزله ځپلو کورنیو سره د تسلیت او خواخوږۍ مراسم ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کوربه هېواد مېشتو سفیرانو، ډيپلوماټانو او یو شمېر سیاسي، علمي او فرهنګي شخصیتونو هم ګډون کړی.

طالبانو د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تسلیت په دې پروګرام کې په کوربه هېواد کې د مېشتو هېوادونو استازو د خپلو ملتونو او حکومتونو په استازیتوب د خواخوږۍ تسلیت څرګند کړی.

دوی ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله څرګنده کړې.