• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د روغتیا نړۍوال سازمان: د زلزله‌ځپلو لپاره ۳۵ ټنه بېړنۍ روغتیايي مرستې لېږل شوې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان «ډبلیو اېچ او» له لوري د ژوند ژغورونکو طبي مرستو نوې جوپه چې له ۳۵ مټریک ټنو څخه زیاته ده، نن کابل ته راورسېده، څو د اګست پر ۳۱مه د ختیځ افغانستان په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د شوې زلزلې له اغېزمنو خلکو سره د بېړني ځواب هڅې پیاوړې کړي.

د دې تازه جوپې په راتګ سره، د روغتیا نړۍوال سازمان له یادې زلزلې وروسته نږدې ۸۰مټریک ټنه بېړنۍ روغتیايي مرستې افغانستان ته لېږدولي او ځای پر ځای کړي دي.

یاد شوي توکي،چې د روغتیا نړۍوال سازمان د دوبۍ له لوژستیکي مرکز څخه برابر شوي، پکې د ټپونو او بېړنیو جراحي کېټونه، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو بستې، د غېرساري ناروغیو لپاره ځانګړي کېټونه او اساسي درمل شامل دي.

ټاکل شوې، چې دغه مرستې د اړتیاوو تر ارزونې وروسته زیانمنو سیمو ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو او روغتیايي مرکزونو له لارې ولېږدول شي. دا به روغتیايي کارکوونکو ته زمینه برابره کړي چې د بېړنیو عملیاتو ترڅنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه هم ونیسي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، د اګست د ۳۱مې زلزلې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان کې تر ۲۲۰۰زیات کسان مړه شوي، ۳۶۰۰تنه ټپیان شوي او نږدې ۶۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي. لسګونه زره کورنۍ بې‌کوره پاتې شوې او شاوخوا ۲۰روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې لوی روغتونونه د سلګونه ټپيانو په درملنه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سېنیزا سلواډور وویل: «د دې زلزلې له امله د خلکو تاوان او کړاو ډېر لوی دی. دغه تازه رسېدلې طبي مرستې د هغو کورنیو لپاره د ژوند کرښه ده چې هر څه یې له لاسه ورکړي او همداراز د هغو ډاکټرانو او نرسانو لپاره چې د خپلو ستونزو ترڅنګ لا هم په نه ستړې کېدونکي ډول د خلکو خدمت کوي. هره ورځ د ژوند د ژغورلو لپاره مهمه ده او دا سازمان به د روغتیايي شریکانو تر څنګ ولاړ وي څو اغېزمنو خلکو ته عاجل خدمات ورسېږي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان د ناورین رامنځته کېدو له لومړیو ساعتونو راهیسې په سیمه کې فعاله دی او ګرځنده روغتیايي ټیمونه، رواني ملاتړ او د ناروغیو د څارنې سیسټمونه یې ځای پر ځای کړي دي. تازه رارسېدلې د مرستو جوپه د دې هڅو پیاوړتیا کوي او د اړینو روغتیايي خدمتونو د دوام ډاډ ورکوي.

د «ډبلیو اېچ او» د بېړنیو عملیاتو پلي کېدل د مرستندویانو په مرسته ممکن شوي دي، چې پکې د افغانستان د بشري مرستو صندوق، د اروپایي ټولنې د بشري مرستو څانګه او نور شامل دي.

خو سره له دې، د مرستو د دوام لپاره دایمي مالي ملاتړ اړین بلل کېږي، څو د ژوند ژغورونکو خدمتونو د پراختیا او دوام ضمانت وشي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په کونړ کې د زلزلې له امله د زرګونو زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر ګډوډ شوی

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د هېواد په ختیځ بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې د اګسټ میاشتې پر ۳۱مې د رامنځته شوې زلزلې اغېزې ورځ تر بلې څرګندېږي. د راپورونو له مخې، په دغه طبیعي ناورین کې یوازې د عامو خلکو ژوند نه دی زیانمن شوی، بلکې د پوهنې بهیر یې هم له ستر ګواښ سره مخ کړی دی.

د کونړ د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله په ټول کونړ کې ۱۵۷زره او ۷۴زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

دغه شمېر زده‌کوونکي د ښوونځیو د نړېدو او یا هم د سختو زیانونو له امله نه شي کولای د نویو درسي چارو پیل وکړي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې رییس محب‌الله حیدري وایي، چې د دغې زلزلې په پایله کې ۳۹۱زده‌کوونکي او درې تنه ښوونکي مړه شوي دي. همداراز، ۷۶۰زده‌کوونکي او شل ښوونکي ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، دغه مرګ ژوبله د سیمې د پوهنیز وضعیت لپاره یو ستر ناورین بلل کېږي، ځکه چې زرګونه کورنۍ د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ دي.

د کونړ د پوهنې ریاست د تازه شمېرو پر بنسټ، په یاد ولایت کې ۵۳ښوونځي په بشپړ ډول نړېدلي او ۲۵۳ښوونځي نیمه ویجاړ شوي دي.

د چارواکو په خبره، که بېړنۍ مرستې و نه شي، نو د نوي تعلیمي کال پیل به له لویو ننګونو سره مخامخ شي.

په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي ښوونکي راز محمد ناصر افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زموږ د عمرونو هیلې په دې ښوونځیو پورې تړلې وې، خو اوس ماشومان مو د خیمو تر سیوري لاندې ناست دي. موږ ښوونکي خپله هم له روحي صدمو سره مخ یو، ځکه د خپلو زده‌کوونکو جنازې مو پر اوږو تر هدیرو وړي دي».

د راپورونو له مخې، د اګسټ د ۳۱مې زلزلې په ټولییز ډول په ختیځ افغانستان کې ۲۲۰۵ کسان مړه کړي او نږدې ۳۶۴۰ نور یې ټپیان کړي دي. په مړه شویو کې د ماشومانو او ښځو شمېر هم د پام وړ دی.

100%

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې د ښوونځیو نړېدل او د زده‌کوونکو مرګ‌ژوبله د پوهنې د راتلونکي لپاره جدي ګواښ دی.

سید رحیم چې درې ماشومان یې په همدې زلزله کې له لاسه ورکړي دي، په ژړغوني غږ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «زما زړه د خپلو ماشومانو له قبرونو سره ښخ دی. د دوی د راتلونکي خوبونه مې په یوه شپه کنډواله شول. زه نور د ښوونځي د نړېدو غم نه لرم، زما ژوند لا له مخکې نړېدلی دی. خو د نورو ماشومانو لپاره غواړم چې ښوونځي بېرته جوړ شي، څو د نورو کورنیو هیلې زموږ په شان خاورې نه شي».

یو بل تن محمد ولي افغانستان انټرنشنل–پښتو ته وايي: «زما څلور ماشومان وو، دوه مې په زلزله کې له لاسه ورکړل او دوه نوریې اوس د خیمې تر سیوري لاندې ژوند کوي، مکتب خو هسې هم وران شو، خو زه وېرېږم چې د دوی زده‌کړې به نیمګړې پاتې شي او راتلونکی یې تیاره شي.»

د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د ښوونځیو نړېدل د ټولنې د راتلونکي لپاره ستره ضربه ده. یو ځايي دیني عالم مولوي نور الهدا وایي: «د ښوونځي له منځه تلل یوازې د ودانۍ نړېدل نه دي، بلکې د یوې ټولنې د پرمختګ د دروازې تړل کېدل دي.»

100%

د دوی په وینا، زرګونه ماشومان چې باید د نوي کال له پیل سره ښوونځي ته لاړ شي، اوس د سرپناه او خوندیتوب له ستونزو سره مخ دي.

ځايي ښوونکي ټینګار کوي، چې د بېړنیو مرستو او ښوونځیو د بیارغونې پرته به د زده‌کړو د دوام امکان خورا ستونزمن شي.

د پوهنې ریاست چارواکي او د سیمې اوسېدونکي له نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د ښوونځیو د بیارغونې او زده‌کوونکو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

د دوی په وینا، د زده‌کړې بهیر ځنډېدل کولی شي د زرګونو ماشومانو پر راتلونکي او د ټولنې پر پرمختګ اوږدمهاله اغېزې ولري.

د کونړ وروستۍ زلزله؛ اکثریت قربانیان او زیانمن ماشومان دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ نړۍوال صندوق د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله یوازې د سپټمبر تر شپږمې نېټې پورې نږدې ۲۰زره ماشومان زیانمن شوي دي.

له دې ډلې نه تر ۷سوو زیاتو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی، سلګونه نور ټپیان شوي او تر ۲۷۰ ډېر ماشومان یتیمان شوي دي. همدارنګه لسګونه ماشومان له خپلو کورنیو بېل شوي او په بېړني او کړکېچن حالت کې ژوند کوي.

دغه زلزله چې د اګسټ میاشتې په ۳۱مې د شپې ناوخته په کونړ او ننګرهار ولایت کې د ۶ نه تر ۶.۲ رېښتر په کچه وشوه، له ګڼو ټکانونو سره مل وه. د رسمي شمېرو پر بنسټ؛ تر اوسه پورې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او له ۳۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي. همدارنګه له ۶۷۰۰ زیات کورونه بشپړ یا نیمه نړېدلي دي.

یونېسف وایي، د زلزلې تر لومړیو ۷۲ ساعتونو وروسته یې په بېړني ډول خپل غبرګون پیل کړ او په بېلابېلو برخو کې یې د خلکو مرستې ته ور ودانګل. په دغو برخو کې روغتیایي خدمتونه، تغذیه، د اوبو او روغتیایي چارو اسانتیاوې، نغدي مرستې او د ماشومانو او کورنیو لپاره رواني او ټولنیز ملاتړ شامل دي.

دغه اداره خبرداری ورکوي، چې د ماشومانو جسمي او روحي وضعیت ته سملاسي پاملرنه ډېره اړینه ده؛ ځکه ډېری ماشومان له سرپناوو پرته د سختو رواني صدمو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، په ورته وخت کې د سیمې او نړۍوالو شریکانو له‌خوا د بېړنیو مرستو وېش او د رواني مشورې خدمتونو برابرول روان دي. همدارنګه یونېسف د سپتمبر په پنځمه د ملګرو ملتونو د امنیتي دفتر سره په ګډه د هوايي سروې ماموریت ترسره کړ؛ څو د مرستو د رسولو لپاره د لاسرسي لارې وڅېړي او د ژغورنې ډلو د ګومارلو لپاره چټک اقدامات وکړي.

که څه هم یو شمېر نړۍوالو سازمونونو، خیریه بنسټونو او هېوادونو پراخې مرستې اعلان کړې دي؛ خو په کونړ کې د زلزله ځپلو وضعیت لا هم اندېښمنوونکی دی. دوی د سرپناوو تر څنګ په روغتیایي برخو کې له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله يې طبي مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده. د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره: «په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو جدي کموالی دی.»

نوموړې اټکل وکړ، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي. د هغې په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه چې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو بنديز ولګاوه، چې له کوره بهر کار ونه کړي. د رويټرز د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

موکتا شارما وويل: «محدوديتونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پر خپل حال پاتې ده او طالبانو هېڅ رسمي استثنا نه‌ده اعلان کړې؛ خو تېره اوونۍ زموږ ټيم دغه موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړه.» نوموړې زياته کړه: «موږ احساس وکړ، چې اوس د خبرو کولو وخت دی. بايد ورته ووايو، چې دا هغه وخت دی چې تاسو واقعا زياتو ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لرئ. اجازه ورکړئ چې هغوی راولو، ان له نورو سيمو څخه هم چې شونې وي.»

د کونړ په وروستۍ زلزله کې یوې اغېزمنې شوې ښځې ویلي: «زموږ د کلي ډېری ښځې اوس له زلزلې وروسته پر رواني ناروغۍ او د وينې پر لوړ فشار اخته شوې او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري. له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.

له زلزلو څخه ژوندي پاتې شوي خلک له ډاره بېرته خپلو کورونو ته نه‌شي تلای

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي له لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي تلای. دوی وايي، ښايي د تل لپاره خپل کور او کلی ځینې پاتې شي. دوی دا شکایت هم کوي، چې د مرستو بهیر نامنظم او ډېر سوکه دی.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د وږي ۱۷مه) لیکلي، د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي د لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي ورتلای او له کوره د باندې په دښتو او د سیند په غاړه په خېمو کې شپې سبا کوي.

د کونړ ولایت د مسعود کلي ۶۷ کلن اوسېدونکی وايي: «موږ هیڅ د استوګنې ځای نه‌لرو، ان دا چې په یوه خېمه کې هم نه ځایېږو.» هغه زیاته کړه:« پرون شپه باران وشو، موږ هیڅ ځای نه‌لاره چې ځانونه خوندي کړو. زموږ تر ټولو ستره وېره دا ده، چې هر وخت کېدای شي له غره څخه یوه ډبره راوښویېږي.»

که څه هم نړۍوالو له زلزله ځپلو سره ډېرې مرستې کړې دي؛ خو ژغورل شوي خلک وایي، چې د مرستو رسولو بهیر نامنظم او ډېر ورو دي.

د شهیدانو کلي ۴۰ کلن بزګر شمس‌الرحمن وویل، چې په زلزله کې یې شپږ خپلوان مړه شوي او خپله کورنۍ یې ۹ غړي لري. هغه د غره له سره راکښته شوی او اوس د سړک پر غاړه وخت تېروي.

شمس الرحمان زیاته کړه: «هغه خیمې چې موږ ته راکړل شوې، زموږ ماشومان هم نه په کې ځایېږي. کله چې له غره څخه راکښته کېدو زما زوی بوټان نه لرل، بیا ما خپل بوټان ورکړل او اوس یوه جوړه بوټان په نوبت په پښو کوو.»

ځینې زلزله ځپلي داسې فکر کوي، چې بیا به خپلو کورونو ته ورستانه نه‌شي او د تل لپاره به کور او کلی ځینې پاتې شي.

۵۱ کلن ګل احمد وایي:« که زلزله نه وي، عادي باران هم له غره څخه ډبرې راښویولای شي. موږ بېرته خپلو کورونو ته نه‌ځو، باید حکومت موږ ته د استوګنې ځای برابر کړي.»

په دې زلزله کې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته اوښتی دی. د صادق په نوم ۱۲ کلن ماشوم ۱۱ ساعته وروسته له خاورو څخه ژوندی راواېستل شو، حال دا چې څنګ ته یې د انا او تره مړي پراته وو. صادق وايي:« ما ویل زه به مړ شم، ما فکر وکړ چې قیامت شو.»

د راپورونو له مخې؛ د خټو او ډبرو څخه جوړ شوي کورونه د زلزلې په لومړي ټکان کې ونړېدل.

نورالدین ترابي: باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه، بلکې بشري هدف ولري

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لپاره د طالبانو مشر نورالدین ترابي ویلي، چې باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه؛ بلکې بشري هدف ولري. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې ګڼ شمېر افغانان دا مهال له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري؛ نو له همدې امله مرستې باید په بشپړ ډول بشري وي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او د دغه هېواد له‌خوا یې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.