له زلزلهځپلو سره د سویس مرستې هم طالبانو ته وسپارل شوې

د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر د کونړ له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو په موخه ۲۰ ټُنه غېرخوراکي توکي د دوشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شول. په دغو مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي.