د جرمني حکومت په مَحرم راپور کې چې یوه کاپي یې دغې ورځپاڼې ته رسېدلې، راغلي چې د پاکستان پولیس لا هم د هغو افغان کډوالو په لټه کې دي چې ټاکل شوې جرمني ته ولېږدول شي. په ظاهره داسې ښکاري چې له پاکستانه د دغو افغان پناه غوښتونکو له اېستنې د مخنیوي په برخه کې د جرمني د بهرنو چارو وزارت هڅو څه ګټه نه ده کړې.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ځواکونو د وږي په ۱۶مه په اسلام اباد کې د جرمني د نړۍوالو همکاریو سازمان (جي، ای، زیډ) له لوري پر کرایه شویو مېلمستونونو په نیمه شپه چاپه ووهله. په راپور کې راغلي: «هغه افغان کورنۍ چې جرمني ته د تګ لپاره په تمه و، په حمامونو کې پټ شول او څو کسان د پاکستاني پولیسو د وحشت له امله بې سده شول.»
تېره اوونۍ ۴۷ افغانان د برلین د محکمې په حکم سره له اسلام اباده د جرمني «هانوفر» ښار ته ولېږدول شول، په داسې حال کې چې سلګونه نور دغه ډول کسان په پاکستان کې د نیول کېدو او اېستنې له ګواښونو سره مخ دي.
پاکستان هم څو ځلي جرمني ته د دغو کسانو د لېږدونې پر پڅ بهیر خپله نارضایتي څرګنده کړې ده. یوې سرچینې «ولت» ورځپاڼې ته ویلي: «د پاکستان حکومت صبر نور خلاص شوی او اوس یې افغانان بیه پرې کوي.»
په جرمني کې د منل شویو افغانانو د اېستنې بهیر د درېدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول هڅې هم تر اوسه بې پایلې دي.
«ولت» ورځپاڼې د یادو دولتي اسنادو پر بنسټ لیکلي، د روان کال د اګسټ له نیمايي راهیسې د منل شویو افغانانو پر مېلمستونونو د پاکستاني پولیسو شپنۍ چاپې، نیونې او د ماشومانو او ښځو پر وړاندې زور زیاتۍ ډېرې شوي او همداراز له روغتیايي خدمتونو هم بې برخې شوې دي.
په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۵۰۰ افغانان په اسلام اباد کې نیول شوي او شاوخوا نیمايي یې افغانستان ته استول شوي دي. د جرمني یوه چارواکي دغې ورځپاڼې ته ویلي: «د افغانانو د منلو پروګرام» له ۲ زره کېسونو شاوخوا یو- درېیمه برخه یې نور نه تعقیبېږي، ځکه یاد کسان یا افغانستان ته استول شوي او یا هم د پېښور په پنډ غالو کې ساتل کېږي.
په پاکستان کې د افغانانو د نیونو بهیر هم جدي انساني ناوړه پایلې لرلې دي. د «ولت» ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، په پاکستان کې یوه امېندواره مور د پاکستاني پولیسو له نیول کېدو وروسته د جنین له سقط سره مخ شوې او په څو نورو مواردو کې د یوې کورنۍ ځينې غړي بې سده (بې هوښه) شوي او یا هم عصبي حمله پرې راغلې ده.
په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، په اسلام اباد کې د افغانانو په پنډغالي کې یو دوه کلن ماشوم له روغتيايي خدماتو پرته له شدیدې تبې او استفراق سره همداسې پرېښودل شوی او پر زړه ناروغۍ یو اخته ۷۷ کلن سپین ږیری بیا له حیاتي درملو هم محروم کړای شوی دی. دغه ټول هغه افغانان دي چې د جرمني له لوري منل شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو وضعیت «مخ په ښه کېدو» دی خو په دغو ترلاسه شویو اسنادو کې د دغې ادعا خلاف ثابت شوی دی.
د جرمني حکومت ژمنه کړې، چې دغه هېواد ته په تمه د ۲ زره افغانانو کېسونه به د روان کال تر پایه وروستي کړي. ځينو دغو افغانانو د رد ځواب ترلاسه کړی او یو شمېر یې بیا د وروستي ځواب په تمه دي.
په دغو ۲ زره افغانانو کې په افغانستان کې د جرمني پخواني همکاران او یا هم زیانمنېدونکي کسان لکه، د بشري حقونو فعالان چې د کابل له سقوط وروسته د جرمني د همکاریو سازمان تر پوښښ لاندې په اسلام اباد او پېښور کې په مېلمستونونو کې شپې او ورځې تېروي، شامل دي.
د جرمني حکومت پر دې هم نه دی بریالی شوی چې د دغو افغان پناه غوښتونکو پاکستانۍ ویزې تمدید کړي او دغه پناه غوښتونکي جرمني ته په تمه په بې برخلیکۍ کې په ډېرې سختۍ سره شپې او ورځې تېروي.