نوین الحق د اوږې ټپ له امله د اسیا جام سیالیو نه بهر شوی

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې ټپ له کبله د اسیا جام له روانو سیالیو بهر شوی او پر ځای یې عبدالله احمدزی په لوبډله کې اخېستل شوی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق د اوږې ټپ له کبله د اسیا جام له روانو سیالیو بهر شوی او پر ځای یې عبدالله احمدزی په لوبډله کې اخېستل شوی.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ډاکټرانو د راپور پر بنسټ، د نوین الحق اوږه لا هم په بشپړه توګه نه ده رغېدلې او له همدې امله یې په دغو مهمو سیالیو کې ګډون ناشونی شوی دی.
د بورډ د معلوماتو له مخې، نوین به د ډاکټرانو د سپارښتنې له مخې د غوره درملنې لپاره انګلستان ته ولېږل شي، څو د اوږې د ټپونو د یوه نړیوال متخصص تر څارنې لاندې یې درملنه وشي.
د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز تایید کړې چې د نوین الحق پر ځای عبدالله احمدزی، چې مخکې د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې و، د اسیا جام لپاره اصلي نوملړ ته اضافه شوی دی.
احمدزي په دې وروستیو کې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه ترسره کړې او د لوبډلې د راتلونکو هیلو برخه بلل کېږي.


د پاکستان د علماوو شورا رییس طاهر اشرفي افغان طالبانو ته په خطاب کې ویلی، چې «تاسې زمونږ شاګردان یاست، نه موږ او تاسې له موږه زده کړه کړې نه موږ له تاسې». اشرفي په خپلو څرګندونو کې زیاتوي، « تاسې چې کومې جګړې ګټلې، دا مو زموږ د قربانیو له امله ګټلې دي».
د پاکستان د علماوو شورا رییس تېره ورځ وویل، چې طالبان دې په خپله خاوره کې د هند او اسراییل مخه ونیسي، چې له هغه ځایه په بلوچستان کې مداخله کوي.
طاهر اشرفي وویل:« تاسې چې کومې جګړې ګټلې، دا مو زموږ د قربانیو له امله ګټلې دي، په خدای قسم دا ستاسې مشرانو ته معلومه ده او که نه یاست خبر، پوښتنه وکړئ ایا موږ ستاسې جګړه ګټلی شو، بیا د خپل د وطن دفاع نشو کولای؟.»
نوموړي پر افغان طالبانو غږ کړی، چې له افغانستان څخه خلک پاکستان ته ځي او هلته خلک وژني.
هغه وویل:« څوک چې په قل هو الله بلد نه دي هغوی فتوا ورکوي، تاسې زموږ شاګردان یاست، موږ مو نه یو.»
اشرفي په تونده لهجه وویل چې پاکستانیان خپله پرېکړه پخپله کوي او افغان طالبان څوک دي، چې ددوی په هېواد کې مداخله کوي. هغه دغه راز د پاکستان د قانون او دولت په اړه وویل، چې کله تقي عثماني وايي، چې تر دې ښه اسلامي نه شي کېدای، نو دوی د افغان طالبانو ومني؟
طالبانو تراوسه په رسمي ډول د پاکستان د علماوو شورا رییس طاهر اشرفي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې په وروستیو کې تحریک طالبان په روانو جګړو کې د پاکستان پوځیانو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په جنازه کې تر ګډون وروسته په بنو ولسوالۍ کې د یوې امنیتي ناستې پر مهال ویلي و، چې افغانستان دې خپل انتخاب وکړي چې د پاکستان ترڅنګ درېږي یا د ترهګرو.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یاد وزارت سلاکار فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی. فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، چې ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته لاړې شي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت کې سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۲۴مه) وویل چې نوموړی تېره ورځ په کابل کې نیول شوی دی او د کابل نظارت خونې ته وړل شوی دی.
دوی همد اراز زیاتوي، چې د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.
سرچینه وايي، « نوموړی په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی.»
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم پر فیسبوک په خپل وروستي پوسټ کې لیکلي:«ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي.»
هغه د هېواد دننه او بهر پر ښځینه روغتیایي پرسونل غږ کړی و، چې که یې امکان وي عاجل دې د کونړ زلزلهځپلو ته د مرستې لپاره ورشي.
نوموړي د پوښتنې په ډول لیکلي و، «ایا زمونږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».
له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي و چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده شخصي نظر بللی و.
د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملاهبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او نږدې کال پوره کېږي چې بېرته افغانستان ته نه دی راګرځېدلی.

روسي اتنوګرافر سویاتوسلاو کاویرین په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو هغه د وسله والو مخالفانو د روزنې، قاچاق او زړو انځورونو په تور نیولی و. هغه وايي، چې ماته یې ویل، «د توقیف پر مهال به دې حتا یوه ستنه هم ضایع نه شي، خو د سمارټ فون د خلاصولو ستن مې هم ورکه شوې ده».
سویاتوسلاو کاویرین یوې روسۍ رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، چې ښايي دی د ۲۰ کاله وړاندې چاپ شویو هغو پوسټکارتونو له امله نیولی شوی وي، چې ده په یوه پلورنځي کې پېرلي وو او د پلټنې پرمهال ورسره وموندل شول.
هغه وویل چې د نیول کېدو پېښه یې «په تصادفي ډول، افغانستان کې د وروستي ورځې پر مهال» وشوه.
کاویرین وايي، «د ښار په دروازه کې یو امنیتي مامور، چې د استخباراتو کس و، له ما نه تذکره وغوښته، خو ما ورته وویل چې تذکره نه لرم، یوازې پاسپورت لرم، هغه مې ورته وښود، هغه یې وکوت، بیا یې زما سمارټ فون راواخیست او ویې ویل چې پنځه دقیقې وخت لګیږي. وروسته یې د سختې تلاشي په ترڅ کې بې اساسه تورونه ولګول».
نوموړی زیاتوي،« لومړی یې قاچاق کوونکی وبللم، بیا یې تور ولګاوه، چې په فارسي ژبه د داعش راتلونکو غړو ته درس ورکوم، په ټولیزه توګه، د پېښې پر مهال جوړ شوي بې اساسه تورونه وو».
کاویرین همدا راز وویل چې طالبانو پر هغه «دوسیه» لرله، ځکه هغه شپږم ځل افغانستان ته تللی و.
هغه په ورته وخت کې د طالبانو ستاینه کړې او وايي، اوسنی وضعیت د افغانانو له لیدلوري، پرمختګ کچې او اړتیاوو سره سمون لري.
هغه وايي، چې دوه واړه بکسونه یې ورک شوي، چې د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت قیمتي توکي پکې وو او دغه راز یې خپلو ملګرو ته ډالۍ اخېستې وې، هغه هم د نیولو پرمهال ورکې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، «پاوربانک، د لپټاپ چارجر، هارډ ډرایو او میموري کارتونه ټول ورک شول. ما ته ډاډ راکړل شوی و چې د توقیف پر مهال به مې حتا یوه ستنه هم ضایع نه شي، خو هغه ستنه چې د سمارټ فون د خلاصولو لپاره کارېږي هم ورکه شوې ده».

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویلي، چې د افغانستان پر ځای اوس په پاکستان کې ډېر کوکنار کرل کېږي. پاکستان غواړي، چې دغه کښتونه ویجاړ کړي؛ خو له یوې خوا د دغه کښت ویجاړول ډېر لګښت غواړي او له بلې خوا په نا امنه سیمو کې د یاد کښت ویجاړول ګران کار دی.
پر سپین او ګلابي رنګه ګلانو لرونکو دغه کښت بېپیلوټه الوتکې ګرځي او وسلهوالو ته لارښوونه کوي، چې د کېمیاوي درملو او ماشینونو په وسیله د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي.
د بلوچستان پوله ساتي ځواکونه وېره لري، چې د کوکنارو د کښت ډېروالی به دغه سیمه د تاریاکو په مرکز بدل کړي، روږدي به ډېر شي او د هغو مخالفو وسلهوالو ډلو لپاره به هم مالي سرچینه وي، چې یوازې یې تېر کال تر ۲ زره ډېر خلک وژلي دي.
د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د چهارشنبې په ورځ وویل: «موږ به چا ته اجازه ورنه کړو، چې په یوه انچ ځمکه کې هم کوکنار وکري؛ ځکه چې دا یو بدنامه بوټی دی.»
د دغه سیمې په اړه خپرې شوي ویډیوګانې او مرکې ښيي، چې چارواکي غواړي د کوکنارو زرګونه هکټاره کښتونه ویجاړ کړي. یوه چارواکي وویل: «دغه عملیات ډېر لګښت غواړي، یوازې سږکال لږ تر لږه یو میلیارډ روپۍ (۳.۵ مېلیونه ډالر) لګښت پرې راغلی دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ سږکال د کوکنارو زرګونه جریبه کښت ویجاړ کړ؛ خو په هر فصل کې د دغه کښت ویجاړول ډېر لګښت غواړي.»
په وچ بلوچستان کې د کوکنارو کښت په لمریزه برېښنا خړوبېږي، چې دغه کښت له ۱۹۹۰ کال راوروسته بیا د ودې په حال کې دی.
اسلاماباد د بلوچستان پر ډېرو سیمو واک لري؛ خو په هغو سیمو کې چې بلوڅ بېلتونپال له پوځ سره په جګړه بوخت دي؛ د کوکنارو د کښت ویجاړولو عملیات ټکني او ان ناشوني شوي دي.
د واشنګټن د بروکېنګز انسټیټوټ څېړونکې اغلې ونډا فيلباببراون وویل: «د کوکنارو کښت اوس پاکستان ته راګرځېدلی دی، په تېره بیا د بلوچستان په هغو سیمو کې مخ پر ډېرېدو دی چې د بلوڅ وسلهوالو په لاس کې دي.»
د نشهيي توکو برېتانوی کارپوه ډیویډ منسفیلډ د السیس په نوم برېټانوۍ موسسې د سپوږمکۍ انځورونه وڅېړل او دا پایله یې ترلاسه کړه، چې په بلوچستان کې یوازې په دوو کوچنیو سیمو کې ۸۱۰۰ هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
منسفیلډ وویل: «ما هیڅکله په دومره وړه سیمه کې د کوکنارو دومره لویې کروندې نه دي لیدلي. په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان د هغو هېوادو د نوملړ په سر کې و، چې ډېر کوکنار په کې کرل کېدل؛ خو ما په افغانستان کې هم په وړو سیمو کې د کوکنارو دومره لویې کروندې نه وې لیدلې.»
د منسفیلډ او السیس موسسې د ارزونې له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې د پښتونخوا او سند ایالتونو په ګډون په پاکستان کې د کوکنارو د کښت ټول مساحت ۳۸۰ هکټاره و؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه کښت زرګونه هکټارو ته رسېدلی دی.
منسفیلډ زیاته کړه، په پاکستان کې د کوکنارو کښت او افغانستان کې د مافیايي ډلو لهخوا د تاریاکو زېرمه کول د هیروینو بیې ټیټې ساتلې دي او اروپا ته د نورو کېمیاوي نشهيي توکو صادرولو اړتیا نه ده پېښ شوې.
منسفیلډ وویل: «یوازې د ۲۰۲۵کال د کوکنارو د کښت انځورونه ښيي، چې د بلوچستان په۸۱۰۰ هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي. د دغه کښت له تاریاکو څخه ۳۸ مټریک ټنه هیرویین جوړېږي، چې د برېټانیا کلنۍ اړتیا پوره کولای شي.»
راپور کاږي، له همدې امله په افغانستان کې څو مېلیونه هغه خلک بې روزګاره شول چې د کوکنارو د کښت له امله یې روزي پيدا کوله؛ له همدې امله هغوی د دغه کښت لپاره د فرضي کرښې بلې غاړې ته دا کښت انتقال کړ. افغان بزګرو هلته له ځايي خلکو څخه ځمکې په اجازه واخیستې او هلته یې کوکنار وکرل.
پاکستاني چارواکو د نشهيي توکو د کاروبار پړه پر افغان کډوالو ورواچوله، چې په دې ډول په ډلهییز او جبري ډول د افغان کډوالو شړلو لپاره د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.
پخوا د افغانستان د ټولو تاریاکو یوازې نیمايي یې په هلمند ولایت کې تولیدېدل؛ خو په ۲۰۲۳کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت ۹۹ سلنه کم شوی او اوس هلته دغه کښت له ۱۲۹زره هکتارو څخه یوازې ۷۴۰هکټارو ته راټیټ شوی دی.
په دې اړه د هلمند یوه بزګر وویل: «په هلمند کې اوس کار نهشته، خلک مجبور دي چې د کار لپاره بل ځای ته ولاړ شي.»
کله چې درې کاله مخکې په افغانستان کې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه؛ دغه کښت په پاکستان کې دود شو، چې سږکال یې کښت خورا لوړ شوی دی ځکه چې په افغانستان کې د تاریاکو زېرمې مخ پر کمېدو دي او دا د پاکستان لپاره د ګټې یو ښه فرصت دی.
فایننشل ورځپاڼې په دې اړه د پاکستان له نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې سره ځينې پوښتنې شریکې کړې؛ خو دغه ادارې له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۳۷۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه انتقالاتو یوه برخه وچه مېوه او د مسو صادرات جوړوي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان له لارې ۶۴۸۵۹ ټنه، د اقینې له لارې ۲۱۷۱ ټنه، تورغونډۍ له لارې ۱۰۷۸۱ ټنه او د هرات ولایت د خواف له لارې ۱۳۵۶۲ټنه انتقالات شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه انتقالات ټولټال ۹۱۳۷۳ ټنه کېږي، چې نفتي، غیرنفتي او نور سوداګریز توکي پهکې شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۵۶ ټنه سوداګریز مالونه بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.