د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترڅنګ د قطر د وزیرانو شورا مرستیال او د دولت د دفاع وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حس ال ثاني سره وکتل.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې په کتنه کې د دواړو لوریو تر منځ پر مشترکو موضوعاتو بحث شوی.
هغه زیاتوي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی اوتر څنګ یې د سیمې او نړۍ پر وروستیو پېښو او تحولاتو هم خبرې کړې.
فطرت وایي یعقوب مجاهد پر قطر د اسراییل وروستی برید غندلی او د پېښې قربانیانو ته یې دعا هم کړې ده.
حکومت د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب پر کارولو بندیز ولګاوه، چې دا کار د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو غوسه راوپاروله. د کار نشتوالی، د فساد کچه، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د "نیپوټیزم" تورونه د جین زي د لاریونونو اصلي عوامل شول. دا خوځښت د حکومت د سقوط او د نوي سیاسي واقعیت د رامنځته کېدو سبب شو.
د افغانستان او نېپال ورته والی
که څه هم افغانستان او نیپال د تاریخ، جغرافیې، عقیدې، زده کړو او سیاسي باور له پلوه ډېر توپیر لري، خو د ځوان نسل د ناخوښۍ عوامل ورته دي.
دا ورته والی د ټولنیزو رسنیو له برکته دی، چې له نړۍ سره ځوانان وصل شوي او د خپل حق په پار غږ پورته کوي.
په نېپال کې زرګونو ځوانانو انټرنېټ او ټولنیزې رسنۍ د خپل کاروبار او ژوند وسیله ګرځولې وه، چې له بندیز سره یې د ځوانانو غوسه راوپارېدله، کټ مټ په افغانستان کې هم یو محدود شمېر ځوانان انټرنېټ د خپل رزق وسیله ګرځولې او همدا راز د اړیکو او کاروبار په پار درې کار اخلي چې محدودیت یې ورته غوسه راپارولی شي.
په افغانستان کې اقتصادي بحران دومره ژور شوی چې د ځوانانو لپاره د کار او فرصتونو نشتوالی د مهاجرت د څپو سبب شوی.
په افغانستان کې دا مهال نېږدې اووه میلیونه انسانان ټولنیزې رسنۍ او انټرنېټ کاروي او پر انټرنېټ بندیز ښايي دا کړکېچ لا پیاوړی کړي.
دا مهال په افغانستان کې د ټولیزو اړیکو ټول وسایل تر سخت سانسور لاندې دي او ټولنیزې شبکې د طالبانو تر فشار لاندې په پرلهپسې ډول بندېږي، چې دا چاره د ځوان کهول د نارضایتۍ او غوسې سبب ګرځي.
همدا راز د ټولنې نیمایي برخه له بنسټیزو حقونو بېبرخې شوې، چې دا د جین زي د غوسې یو مهم محرک ګرځېدلی شي.
بل خوا طالبان د ټول واک څښتنان دي او د خلکو ګډون په سیاسي بهیر کې نفي کوي چې دا چاره هم د جین زي د انقلاب او درېدو سبب ګرځېدلی شي.
د افغانستان ځانګړې ستونزې
سره له دې چې عوامل ورته دي، خو افغانستان د ځانګړو شرایطو له امله د نیپال د سناریو بشپړه تکرار نه شي کولی:
سخت امنیتي کنټرول: طالبان د پولیسو، استخباراتو، امربالمعروف او سختو سزاګانو له لارې هر ډول مظاهرې یا غونډې په لومړیو ساعتونو کې ځپي، چې له امله یې د راپورته کېدو امکان کمیږي.
انټرنېټي محدودیتونه: په داسې حال کې چې د نیپال جین زي (Gen Z) د ټولنیزو شبکو له لارې منظم شول، په افغانستان کې د انټرنېټ پرېکول او سانسور د همدې وسیلې کارونه ډېر محدودوي، خو که چېرې د سټلایټ له لارې انټرنېټ تنظیم شي د راپورته کېدو هماهنګي زیاتېدی شي.
په افغانستان کې د Gen Z د راپورته کېدو ټول شرایط شته، بېکاري، اقتصادي ستونزې، د بیان د ازادۍ نشتوالی، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل او د انټرنېټ بندېدل؛ خو د طالبانو د امنیتي فشار او ټولنیزو وېشونو له امله دا خوځښت نه شي کولای د نیپال په څېر ښکاره او پراخه بڼه غوره کړي.
افغان جین زي به غالباً خپل غږ په پټو، مجازي او انفرادي لارو ورسوي. که طالبان د ازادۍ د محدودولو لاره همداسې پر مخ یوسي، نو د ځوان نسل غبرګون به د "انلاین مقاومت" په بڼه واورېدل شي او یا به هم د کډوالۍ په څپو کې انعکاس شي.
په هر حال، د افغانستان د راتلونکې سیاسي معادلې پر جوړولو کې د دې نسل رول له پامه نه شي غورځول کېدی.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هارمسن اعلان وکړ، چې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان په جرمني کې مېشت دي او له دې ډلې ۱۱ زره کسان مکلف دي، چې افغانستان ته بېرته لاړ شي.
برلین غواړي له طالبانو سره د «تخنیکي خبرو اترو» له لارې دغه افغانان بېرته کابل ته واستوي.
د دوشنبې په ورځ د جرمني د حکومت، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو دریو ویاندویانو په برلین کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت استازي له طالبانو سره په تخنیکي خبرو اترو بوخت دي او له قطر نه د برلین ځینې استازي کله ناکله کابل ته کاري سفرونه کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هارمسن وویل چې اوسني مذاکرات د دولتي سکرترانو له کچې ټیټې تخنیکي خبرې دي او د دې خبرو اترو هدف یوازې د اخراج میکانیزم اسانه کول دي.
هغه زیاته کړه چې نور جزئیات د خبرو اترو په جریان کې څرګندېږي او اوس یې نه شي وړاندې کولی.
هارمسن وویل، چې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان په جرمني کې مېشت دي او له دې ډلې شاوخوا ۱۱ زره کسان مکلف دي، چې افغانستان ته اخراج شي.
هغه په روښانه ډول ونه ویل، چې ددې ټولو افغانانو اخراج له طالبانو سره د خبرو اترو برخه دی او که نه، خو زیاته یې کړه، «شمېر، که څه هم زه یې دلته دقیق نه شم ښودلی، دومره دی چې دا خبرې اترې ارزښت لري. دغه خبرې هم اړینې دي، چې د اخراج الوتنې منظمې شي او ډیر کسان افغانستان ته واستول شي».
هغه وايي، په وتلو مکلف کسان له جنایتکارانو او خطرناکو کسانو سره مساوي نه دي، خو زیاتوي، چې «د اوسېدو حق پلي کول او دا چې څوک ستنېږي او څوک نه، د ایالتونو مسوولیت دی».
د جرمني د حکومت ویاند مایر وویل، چې د طالبانو حکومت په هیڅ صورت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژندل کېږي. هغه زیاته کړه، « موږ یوازې نه یو، زیاتره هیوادونه د طالبانو موقتي حکومت د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي. د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو رعایت د دې لپاره مهم دی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره بیا یو ځای شي».
د بهرنیو چارو وزارت ویاند هینترسیهر وویل، چې د تخنیکي خبرو اترو د ترسره کېدو دلیل دا دی چې د طالبانو موقتي حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژندل کېږي. هغه یادونه وکړه چې اوسني مذاکرات په دوحه کې شوي او د کابل په تړاو لا رسمي جزئیات نه دي اعلان شوي.